د ټرمپ په اړه د ډېموکرات سناتور بوکر ویناوو له ۲۲ ساعتونو زیات وخت نیولی

د نیوجرسي ایالت دېموکرات سناتور کوري بوکر له ۲۲ ساعتونو زیات وخت کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د سنا په تالار کې وینا کوي.

د نیوجرسي ایالت دېموکرات سناتور کوري بوکر له ۲۲ ساعتونو زیات وخت کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د سنا په تالار کې وینا کوي.
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې نوموړی په دې ټول وخت کې ولاړ دی، ځکه چې د کېناستلو په صورت کې به د خبرو کنټرول له لاسه ورکړي.
بوکر ویلي، موخه لري «ترهغه وخته چې جسمي توان لري، د امریکا د سنا کارونه ګډوډ کړي».
دغه اقدام ته چې فیلیباسټر ویل کېږي، په وروستیو کلونو کې څو ځلې په اوږدمهاله توګه ترسره شوی، خو ریکارډ یې له سناتور استروم ترمونډ سره دی، چې د ۱۹۵۷ د مدني حقونو له قانون سره د مخالفت لپاره ۲۴ ساعته او ۱۸ دقیقې خبرې کړي.
بوکر په خپلو ویناوو کې بېلابېل موضوعات یاد کړي، چې پکې د روسیې او اوکراین جګړه، په بهرنیو هېوادونو کې د امریکا نړۍوالې پراختیایي او مرستندویه مرستې، د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنې او د ټولنیزو خدمتونو د دفترونو کمول شامل دي.
د سنا غبرګون
ډېموکراتانو د بوکر وینا وستایله او دا یې د ټرمپ د خطرناک سیاست پر وړاندې یو مهم اقدام وباله.
جمهوريپال سناتورانو بیا دا وینا "سیاسي نمایش" وباله او ویې ویل، چې دا یوازې د وخت ضایع کول دي.
د ټرمپ غبرګون
ټرمپ دا وینا "درواغجنه" وبلله او ویې ویل چې ډېموکراتان د بایډن د ناکامۍ پټولو هڅه کوي.
د ټرمپ د ټیم غبرګون
د ټرمپ ټیم وویل، چې ډېموکراتان د "بې بنسټه تورونو" له لارې غواړي د ټرمپ نوم بد کړي.

د بالیووډ د نامتو ستوري سلمان خان نوی فلم «سکندر» سینما ته له راتګ دمخه انلاین لیک شوی او د لومړۍ ورځې عاید هم مایوسه کوونکی و.
د سلمان خان مینهوال د اختر په مناسبت د “سکندر” فلم لیدو ته په بېصبرۍ سره انتظار وو، چې بالاخره سینما ته وړاندې شو، خو تر خپرېدو وړاندې فلم له ستر زیان سره مخ شو.
بلخوا، د فلم تحلیلکوونکي او جوړوونکي له تمې برعکس، “سکندر” د خپرېدو په لومړۍ ورځ یوازې ۲۶ کروړه هندي روپۍ عاید وکړ.
باید وویل شي، چې سلمان خان د فلم د ټریلر د معرفي کولو پر مهال ویلي وو، چې که فلم ښه وي یا بد، بیا هم ۲۰۰ کروړه هندي روپۍ عاید کوي.
همدا راز، “سکندر” د فلملیدونکو ډېر خوښ نه کړ، بلکې د نندارچیانو غبرګونونه متفاوت وو او سینمايي متخصصینو دا فلم منځنۍ کچې (ایوریج) فلم بللی دی.
په ورته وخت کې سلمان خان د فلم د شهرت لپاره د جنجال جوړولو ادعاوې رد کړې او خپلو مینهوالو ته یې د اختر مبارکي هم ورکړه.
سلمان خان د “سکندر” فلم لپاره څومره پیسې اخیستي؟
د هندي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، د فلم د لګښت جزییات افشا شوي دي.
“سکندر” د ساجد ناډیاډوالا د پروډکشن تر چتر لاندې چمتو شوې او د فلم ټوله بودیجه ۴۰۰ کروړه هندي روپۍ ده.
د راپورونو له مخې، سلمان خان د دې فلم لپاره ۱۲۰ کروړه هندي روپۍ اخیستي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف له یوې مجلې سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیزونه «جدي» ګڼي، خو په «اوسنۍ بڼه» یې منلی نهشي.
ریابکوف د سېشنبې په ورځ (د اپرېل لومړۍ نېټه) زیاته کړې، چې د امریکا پلان د اوکراین او روسیې د جګړې «اصلي لاملونه» نه په ګوته کوي.
نوموړي د نړۍوالو چارو له مجلې سره په مرکه څرګنده کړې: «موږ هغه ماډلونه او لارې چارې چې امریکایانو وړاندیز کړي، ډېر جدي ګڼو، خو موږ نهشو کولای ټول یې د اوسني شکل په توګه ومنو. لکه څنګه چې موږ ګورو، په دې وړاندیزونو کې زموږ اصلي غوښتنې لپاره ځای نه شته، یعنې د دې نښتې د رېښو اړوند ستونزو حل.»
ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو سره د اوکراین جګړې ختمول د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بولي او په سعودي عربستان کې یې له مسکو او کییف سره جلا-جلا مذاکرات ترسره کړي دي.
همداراز، ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په تړاو خبرېاترې روانې ساتلې دي.
هغه مهال د کرملین مانۍ هم منلې وه، چې پوتین له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره هوکړه کړې او د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه دروي.
کرملین ټینګار کړی و، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې هوکړې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د شوي اوربند مودې راهیسې دواړه خواوې یو بل د انرژۍ تاسیستاتو له اوربند څخه پر سرغرونې تورنوي.

د امریکا ایالتي لوی څارنوالانو اېتلاف د ټرمپ دولت د هغې پرېکړې په تړاو چې د کرونا ویروس اړوند پروژو او د نورو عامه روغتیایي خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ۱۱ مېلیارد ډالر فدرالي مرستې کموي، توند غبرګون ښودلی او د دغه دولت د محاکمهکېدو غوښتنه یې کړې ده.
په هغه شکایت کې چې د سېشنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د روډ ټاپو په فدرالي محکمه کې ثبت شوی د نیویارک، کلوراډو، کینټکي او پنسلوانیا په ګډون د ۲۳ ایالتونو لوی څارنوالانو د ټرمپ ادارې پرېکړې ننګولې ده.
دوی په دې باور دي، چې دا کمښتونه نه یوازې ناقانونه دي، بلکې د منطقي او مستند دلیلونو له وړاندې کولو پرته ترسره شوي دي.
د څارنوالانو په وینا، دا کمښت کولای شي عامې روغتیا ته سخت زیان ورسوي او ایالتونه د مخنیوي وړ ناروغیو د خپرېدو او راتلونکي وبا لپاره له جدي ګواښ سره مخ کړي.
دا پیسې په ځانګړي ډول له وبا سره د مبارزې اړوند اقداماتو لکه تشخیص او واکسین او همداراز د روږديکېدو د مخنیوي او رواني روغتیا پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې وې.
څارنوالان زیاتوي :«د ټرمپ دولت د دې پرېکړې په تړاو اعتراض تر ډېره حده پر دغه حقیقت ولاړ دی، چې دا مرسته د وبا د ناورین په جریان کې د کانګرس لهخوا ځانګړې شوې وه او په ځانګړي ډول له روغتیا ننګونو سره د مبارزې او د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره کارول شوې وه.»
د دوی په خبره، د دې بودیجې کموالی به نه یوازې هغه کسان اغېزمن کړي چې له کورونا څخه اغېزمن شوي، بلکې د عامې روغتیا ټولو سکټورونو ته چې دغو مالي سرچینو ته اړتیا لري، زیان رسوي.
څارنوالانو همداراز ټینګار کړی، چې دا اقدام کولای شي په ټوله امریکا کې د حیاتي روغتیا خدماتو د زیان لامل شي او د دغه هېواد د عامې روغتیا راتلونکي ته جدي ګواښ جوړ کړي.
د یادونې ده چې د ټرمپ ادارې څه موده مخکې د روغتیا چارو اړوندو پروژو په برخه کې پر فدرالي ادارو ۱۱ مېلیارده ډالر بند کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس لیکلي، چې تهران «په هېڅ شرایطو» کې د اټومي وسلو ترلاسه کولو په لټه کې نه دی.
هغه زیاته کړې: «ډېپلوماټیک تعامل پخوا هم خپله اغیز ثابت کړی او لا هم ګټور ثابتېدلی شي، خو باید ټولو ته روښانه وي چې اصولاً د پوځي انتخاب په نوم څه نه شته، پاتې شوه د پوځي حل لارې خبره.»
عراقچي زیاته کړه: « زموږ سیمه کې هغه ناورین زېږونکي ناکامي چې د امریکا د پخوانیو حکومتونو لپاره یې له اووه تریلیونه ډالرو زیات لګښت درلود، په کافي اندازه څرګنده ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېڅ سند نه شته چې وښيي تهران خپلې اټومي ژمنې تر پښو لاندې کړې، ان د امریکا د ملي استخباراتو مشر ټولسي ګابارډ هم دا موضوع تازه تایید کړې ده.
بلخوا د اسراییل «کان» شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) قوماندان مایکل کوریلا د خپل سفر پر مهال د اسراییل د پوځ له لوی درستیز او نورو جګپوړو قوماندانانو سره لس ساعته ناسته کړې، چې اساسي بحث یې پر ایران او حوثیانو متمرکز و.
په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امریکا بریدونو حوثیان سخت کمزوري کړي او دا وضعیت د ایران پر دریځ هم اغېز کړی دی.
هغې زیاته کړې: «پر حوثیانو د امریکا بریدونه ډېر بریالي وو، موږ د حوثي قوماندانانو د وژل کېدو شاهدان یوو او سمیه کې بېړۍ ازادانه تګ راتګ کولی شي.»
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که د حوثیانو بریدونه بند نه شي، «د حوثیانو او په ایران کې د هغوی د ملاتړو لپاره اصلي درد پر لار دی.»
ټرمپ پر خپلې ټروټ ټولنیزې پاڼې لیکلي: «د حوثیانو لپاره انتخاب روښانه دی، که په امریکایي بېړیو بریدونه ودروئ، نو مونږ به هم خپل بریدونه بند کړو.»
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي و، چې په تېرو دوو اوونیو کې د متحده ایالاتو په درنو بریدونو کې حوثیان له منځه تللي او دغه بریدونه به تر هغه وخته دوام وکړي ترڅو چې د امریکایي بېړیو پروړاندې ګواښونه ختم شوي نه وي.

د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز ریاست څوکۍ ته نوماند ډان کېن وايي، چې یوازې پر پوځي ځواک تکیه کول ښايي اټومي وسلو ته د اسلامي جمهوریت د لاسرسي د مخنیوي لپاره بسنه ونه کړي.
نوموړی زیاتوي، واشنګټن ښايي یوې پراخې تګلارې ته اړتیا ولري چې اقتصادي هڅونې او ډېپلوماتیک تعاملات پهکې شامل وي.
ډان کېن دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید اېرواني ویلي، چې د امریکا او اسراییل هر ډول تېري ته به غوڅ ځواب ورکړي.
اېرواني ویلي، چې ایران د هر ډول پوځي دسیسې پر وړاندې جدي خبرداری ورکوي او د امریکا د هر ډول «تېري» ډک اقدام یا برید پر وړاندې به چټک او غوڅ ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له اېنبيسي سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو هوکړه ونه کړي، نو بمبار به شي.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې دغه بمباري به داسې وي چې دوی به تر دې وړاندې هېڅکله نه وي لیدلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د اټومې هوکړې پر سر د ایران او امریکا ترمنځ توندې ناندرۍ روانې دي.
وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ډونالډ ټرمپ وروستي ګواښ په ځواب کې ویلي، د یوه هېواد د ولسمشر لهخوا د ایران د «بمبارۍ» ښکاره ګواښ د نړۍوالې سولې او امنیت اصل ته یو «حیرانوونکی سپکاوی» دی.
