• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د ګډو ځواکونو ریاست ته نوماند: پوځي اقدام به د ایران د کنټرول لپاره بسنه ونه کړي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز ریاست څوکۍ ته نوماند ډان کېن وايي، چې یوازې پر پوځي ځواک تکیه کول ښايي اټومي وسلو ته د اسلامي جمهوریت د لاس‌رسي د مخنیوي لپاره بسنه ونه کړي.

نوموړی زیاتوي، واشنګټن ښايي یوې پراخې تګلارې ته اړتیا ولري چې اقتصادي هڅونې او ډېپلوماتیک تعاملات په‌کې شامل وي.

ډان کېن دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید اېرواني ویلي، چې د امریکا او اسراییل هر ډول تېري ته به غوڅ ځواب ورکړي.

اېرواني ویلي، چې ایران د هر ډول پوځي دسیسې پر وړاندې جدي خبرداری ورکوي او د امریکا د هر ډول «تېري» ډک اقدام یا برید پر وړاندې به چټک او غوڅ ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې له اېن‌بي‌سي سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی و، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو هوکړه ونه کړي، نو بمبار به شي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، چې دغه بمباري به داسې وي چې دوی به تر دې وړاندې هېڅکله نه وي لیدلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د اټومې هوکړې پر سر د ایران او امریکا ترمنځ توندې ناندرۍ روانې دي.

وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ډونالډ ټرمپ وروستي ګواښ په ځواب کې ویلي، د یوه هېواد د ولسمشر له‌خوا د ایران د «بمبارۍ» ښکاره ګواښ د نړۍوالې سولې او امنیت اصل ته یو «حیرانوونکی سپکاوی» دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اډیاله زندان چارواکو د تحریک انصاف یو شمېر غړو ته د عمران خان د لیدو اجازه ورنه کړه

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د اډیاله زندان چارواکو د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجه، نیازالله نیازي او نورو کسانو ته د دغه ګوند له بنستګر عمران خان سره د لیدو اجازه ورنه کړه.

د زندان چارواکو اعظم خان سواتي، ناديا خټک، مبشر اعوان، انصر کياني او تابش فاروق ته د عمران خان سره د ملاقات اجازه ورکړه، خو سلمان اکرم راجه، انصر کياني او تابش فاروق له دننه تلو څخه منع کړل.
سلمان اکرم راجه د زندان له کارکوونکو سره لفظي شخړه هم وکړه او ویې ویل: “زموږ د نوملړ له مخې یوازې اعظم سواتي د ملاقات لپاره لېږل شوی، نور نومونه ولې د نوملړ مطابق نه دي اخیستل شوي؟”
د پي ټي ای عمومي منشي وویل: “شمېرې مه پوره کوئ، که موږ ته دننه د تلو اجازه نه راکوئ، نو هېڅوک به دننه نه ځي. د محکمې حکم واضح دی چې له ما، بیرسټر ګوهر او انتظار پنجوتا پرته یوازې هغه کسان به ملاقات ته ځي چې موږ یې نومونه ورکړي و.”
تر دې مخکې پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی و، چې د عمران خان او د هغې له مېرمنې بشرا بي بي سره د اختر په لومړۍ ورځ نه کورنیو یې او نه یې هم د ګوند غړو لیدلي دي.
‎هېره دې نه وي، چې د پنجاب حکومت د اختر په موخه د اډیاله زندان لپاره امنیتي اقدامات زیات کړي او کورنیو ته یې اجازه ورکړې، چې په دغه زندان کې له خپلو عزیزانو سره وګوري.
‎تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو منع شوی دی.

عمران خان د دولتي رازونو له افشا کولو څخه نیولې تر د دولتي ډالۍ پلورلو پورې له تورونو سره مخ دی.

نوموړی په ۱۰۰ قضیو کې ښکېل دی او د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په بند کې دی.

ټامي بروس: امریکا په نورو هیوادونو کې د خپلو ټولو بندیانو خوشې کولو ته ژمنه ده

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس، پرون په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان څخه امریکا ته د فای ډي هال راستنېدل په نورو هېوادونو کې د ټولو امریکايي وګړو د خوشې کولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې د جدي ژمنې نښه ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د خلکو لپاره د ولسمشر ټرمپ ژمنتیا روښانه ده - موږ به تر هغه ارام نه شو، چې ټول هغه امریکایان د افغانستان په ګډونه په نوره نړۍ کې یرغمل شوي خپلو کورنو ته راستانه نه کړو.»

له جورج ګلیزمن وروسته، في ډي هال دویمه امریکایۍ بندۍ وه، چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوه.

في ډي هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و.

طالبانو تر اوسه پورې د دغو درېیو کسانو خوشې ته غاړه نه ده ایښې.

طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګیلزمن له بنده خوشی کړ.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د جورج ګیلزمن د خوشې کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشې کړی؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.

خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګیلزمن، ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.

محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو له‌خوا یو بل یرغمل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څو ورځې وړاندې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه وه.

ټرمپ پلان لري، چې راتلونکې میاشت سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې پلان لري د مئ میاشتې په لومړیو کې سعودي عربستان ته سفر وکړي او همدا راز به په عربي اماراتو او قطر کې هم دمه وکړي.

د رویټرز خبرې اژانس د راپور له مخې، د دغه سفر موخه له سعودي عربستان سره د پانګونې تړون لاسلیک کول دي او دا به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو وروسته د هغه لومړنی بهرنی سفر وي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ښايي دا سفر په راتلونکې میاشت کې وي، او یا کېدای شي له دې نېټې لږ وروسته وشي.»

رویټرز ته څلورو باوري سرچینو، چې له دې موضوع سره اشنا دي ویلي، چې د دغه سفر لپاره د مئ میاشت په نیمایي کې وخت په نظر کې نیول شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې بهرنيو سفرنو لړۍ سعودي عربستان او اسراییل ته په سفر کولو پیل کړې وه.

ولسمشر ټرمپ د خپلو هغو څرګندونو په تکرارولو سره چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې یې کړې وې، وویل، سعودي عربستان ته یې د سفر موخه د متحده ایالاتو په اقتصاد کې د یو ټریلیون ډالرو پانګونې تړون لاسلیک او د نظامي تجهیزاتو پیرودل دي.

هغه وړاندیز وکړ، چې ورته تړونونه به په قطر او متحده عربي اماراتو کې لاسلیک شي. او زیاته یې کړه، په دې دوو یا دریو ورځو کې به د پام وړ کارونه ترسره شي.

خو ولسمشر ټرمپ د دغو تړونونو په اړه نور جزیات په ډاګه نه کړل.

یوې سرچینې ویلي، احتمال شته د بحث په نورو موضوعاتو کې په اوکراین کې د روسیې درې کلنه جګړه او همداشان د غزې جګړه شامله وي.

تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان تر خپل منځ د "تلپاتې دوستۍ" تړون لاسلیک کړ

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

انادولو خبري اژانس خبر ورکړی، چې د لومړي ځل لپاره د تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ د تاجکستان په خجند ښار کې غونډه جوړه شوه او د درېیو هیوادونو تر منځ په کې د ستونزو د حل او «تلپاتې دوستۍ» تړون لاسلیک شو.

خبر کې راغلي، چې د دوی د ناستې اصلي موخه د درېواړو هېوادونو د پولو د یوه تاریخي تړون لاسلیک کول و.

ویل کیږي، چې د دغو هیوادونو ترمنځ د پولو د نه روښانتیا له امله دوه لسیزې لانجې د وسله والو نښتو لامل هم شوې وې.

خبر زیاتوي، چې د درېيو جمهوريتونو تر منځ د اړيکو د عمده ستونزو د حل په رڼا کې، د دولتونو مشرانو د تلپاتې دوستۍ ګډه اعلامیه لاسليک کړه او د درې اړخيزه همکاريو د پراختيا ژمنه وشوه.

د ازبکستان د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه هوکړه لیک د تاجکستان د خجند په ښار کې د قرغزستان د ولسمشر سید جاپاروف، د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف تر منځ له درې اړخیزې غونډې وروسته لاسلیک شو.

د قرغزستان ولسمشر سادیر جاپاروف د دوشنبې په ورځ سهار وختي خجند ته ورسېد او د غونډې له پیل مخکې یې له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د بحث ترڅنګ، د دولتونو د پولو د تړون د تصویب لپاره سندونه تبادله کړل.

ولسمشر جاپاروف او امام علي رحمان د کاسا ۱۰۰۰سیمه ییزې پروژې د یوې برخې په توګه د "داتکا-سګد" نړیوال بریښنا لیږد هم پیل کړ.

د تاجکستان او قرغزستان مشرانو یادونه وکړه، چې دغه پروژه به د دواړو هېوادونو د انرژۍ سیسټمونه متحد کړي، چې افغانستان او پاکستان ته برېښنا ورسوي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ امنیت به خوندي کړي.

له درې اړخیزې غونډې وروسته، درې واړو ولسمشرانو د ویډیو کنفرانس له لارې د درېیو هیوادونو د یو ځای کېدو په نقطه کې د جوړ شوي څلي د پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د یادولو وړ ده، د دې تړون لاسلیک دوه اوونۍ وروسته له هغه کیږي، چې د قرغزستان او تاجکستان ولسمشرانو د مارچ په ۱۳مه نیټه د دولتي پولو په اړه یو تړون لاسلیک کړ، چې د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې شخړې حل کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې له امریکا غوښتي چې پر روسیې فشار زیات کړي

۱۱ وری ۱۴۰۴ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې د دوشنبې په ورځ په مادرید کې له امنیتي خبرو مخکې له اوکراین سره د مرستو د دوام پر اهمیت او پر روسیې یې د روانې جګړې د درولو لپاره د فشار په زیاتولو ټینګار وکړ.

د فرانسې، جرمني، پولنډ، ایټالیا، هسپانیې او انګلستان په ګډون د یو شمیر اروپایی هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماتان او د بهرنیو چارو وزیران په مادرید کې سره راټول شوي، چې موخه یې د اروپا امنیت ښه کول دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاجا کالاس په اوکراین کې د وضعیت د روانو ننګونو په منلو سره پر نړۍوالې بېړنۍ ښکېلتیا باندې ټینګار وکړ.

نوموړې وویل: "موږ د بحث لپاره ډېر موضوعات لرو. زما مطلب دا دی چې لومړی اوکراین سره موږ نور څه کولی شو؟ د اوکراین او همدارنګه د سولې له پروسې سره باید مرسته وکړو."

کاجا کالاس د سولې په بهیر کې د روسیې د نه همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، په تېره بیا وروسته له هغه چې اوکراین درې اوونۍ مخکې له مشروط اوربند سره موافقه وکړه.

کالاس د قوي اقدام اړتیا په ګوته کولو سره پوښتنه وکړه، چې اروپا څنګه کولی شي د جګړې پای ته رسولو لپاره پر روسیې ډېر فشار راوړي.؟

کالاس د جګړې د درولو لپاره په نړۍوالو هڅو کې د امریکا د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغې وویل: "زه فکر کوم چې موږ هم رول لرو چې په روسیه باندې نور فشار راوړو چې دا جګړه ودروي."

په دې خبرو کې د اروپا د ډله ییزې دفاع پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او د مخ پر زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د یووالي پر اهمیت ټینګار وشو.