• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلنسکي: د امنیتي تضمین په توګه اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو پر ونډې سلا مشورې کوو

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، چې هېواد به یې د راتلونکې جمعې په ورځ د «امنیتي تضمین» په توګه په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ونډې په اړه له یو شمېر هېوادونو سره ژورې خبرې اترې وکړي.

زیلنسکي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د کییف له متحدینو څخه د داسې ځواک د مرستې د چمتووالي په اړه د نورو مفصلو ځوابونو په تمه دی.

د رویټرز په وینا، روسیه د یاد شوي ځواک د چمتوالي اقدام سره سخت مخالفت کوي.

د اوکراین ولسمشر وویل: «موږ به د جمعې په ورځ غونډه وکړو، دغه غونډه به زموږ د پوځي ټیمونو، ځینو هیوادونو او له یوې محدودې حلقې د هېوادونو سره وي، چې په هر شکل کې د امنیتي تضمین په توګه د یوې ډلې ځای پرځای کولو ته چمتو دي.»

ولادیمیر زیلنسکي وویل، چې په دې ځواک کې به ځمکنۍ او هوايي برخې وي، چې په سمندر کې به حضور ولري.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې غواړي په اوکراین کې هغه درې کلنه شخړه پای ته ورسوي، چې په ۲۰۲۲میلادي کال کې د روسیې له بشپړ یرغل سره پیل شوې وه.

واشنګټن تیره اوونۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو بل د انرژۍ په زیربنا باندې د بریدونو د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړ.

ورته مهال متحده ایالات د بشپړ اوربند او د سولې د یوې تلپاتې هوکړې هیله لري.

رویټرز خبري اژانس لیکي، سره له دې چې ټرمپ د جګړې د ژر پای ته رسولو ژمنې کوي خو دا تړون ښکاري چې لا نور وخت ته اړتیا لري.

د کییف اروپایی متحدینو لیوالتیا ښودلې چې په یو داسې ځواک کې د سرتیرو برخه واخلي، چې د اوربند له مخې د اوکراین امنیت تضمین کړي او د اوږدې مودې لپاره د دغه هیواد پوځ پیاوړی کړي.

په همدې حال کې د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې د بریتانیا، فرانسې او اوکراین پوځي مشران به په راتلونکو ورځو کې سره وګوري، چې د دغه هیواد د امنیت د ټینګولو په هڅو تمرکز وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د وقف په قانون کې د تعدیل راوستلو پر وړاندې د هندي مسلمانانو اعتراض

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۱

د فرنټ‌لاین مجلې د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ به د هند مرکزي حکومت چې مشري یې ملتپاله بهارتیا جنتا ګوند کوي، د «وقف» په نوم قانون د دغه هېواد پارلمان ته د بحث لپاره وړاندې کړي.

وقف په هند کې د مسلمانو ټولنو اړوند ملکیتونو او شتمنیو ته ویل کېږي چې د هیڅ کوم فرد ملکیت نه دی او د «وقف قانون» سره سم د مسلمانانو لخوا اداره کیږي.

دا ملکیتونه او شتمنۍ د دوی د مالکانو له‌خوا په خیریه او عامه ګټو کې د دایمي کارونې لپاره ورکړل شوي دي.

د نریندرا مودي حکومت د وقف په قانون کې دغه نوی تعدیل، چې لومړی ځل تیر کال معرفي شو، د قانون په نوم د ملکیتونو ثبت، مدیریت او د اوقافو مدیریتي ادارو جوړښت کې د بدلونونو په لټه کې دی.

په هند کې د وقف شویو ملکیتونو ارزښت، چې مساحت یې له ۴۰۵۰۰۰ هکټاره ځمکې څخه زیات دی، له ۱۴ میلیارده ډالرو ډیر اټکل شوی دی.

په دغو ملکیتونو او شتمنیو کې جوماتونه، ښوونځي او تعلیمي ادارې، روغتیایي مرکزونه، کرنیزې ځمکې او یو شمېر سوداګریز تاسیسات شامل دي.

ټاکل شوې، چې د هند د پارلمان غړي د چهارشنبې په ورځ د اتو ساعتونو لپاره د «د وقف قانون د تعدیل» په اړه بحث وکړي او که کومه هوکړه وشي، کیدای شي په پای کې رایې واچول شي.

په دغه قانون کې یو وړاندیز شوی بدلون، چې په پراخه کچه له نیوکو سره مخ شوی، د وقف په رهبرې بورډونو کې د غیر مسلمانانو غړیتوب دی.

د اوسني قانون له مخې، یوازې مسلمانان د وقف بورډ غړي کیدلی شي.

په نوي قانون کې دا وړاندیز هم شوی چې د وقف ځانګړې محکمې واک کم کړي او د اوسني قانون برعکس، دولتي عالي محکمه کولای شي د وقف محکمې پریکړې ننګوي.

په اوسني قانون کې «وقف محکمه» د اوقافو اړوند قضیو په اړه وروستۍ پریکړه کوي.

د هند حکومت استدلال کوي، چې د وقف په قانون کې نوی تعدیل د فساد سره مبارزه، حساب ورکونې او د وقف مدیریتي بنسټونو موثریت تضمینوي.

ډیری هندي مسلمانانو او ځینو سیاسي ګوندونو د مودي حکومت لخوا په وقف قانون کې وړاندیز شوی تعدیل «غیرقانوني» او د اسلامي ټولنې د ګټو خلاف بللی دی.

منتقدین وايي، چې دا تعدیل د وقف په ملکیتونو باندې د حکومت د بې ساري کنټرول لامل کیږي او مسلمانان د دوی له مذهبي ازادیو محروموي.

دوی دغه راز پر حکومت تور پورې کوي، چې د وقف املاکو د غصبولو هڅه کوي.

د هند د واکمن ګوند د پارلماني چارو وزیر کیرن ریجیجو، اپوزیسیون د «بې ګناه مسلمانانو په ګمراه کولو» تورن کړ او ادعا وکړه چې حکومت پلان لري چې د «دوی هدیرې او جوماتونه ونیسي.»

هندي رسنیو د ریجیجو له قوله ویلي، «ځینې وايي، چې دا تعدیل غیرقانوني دی او د وقف مقررات او د هغې احکام د خپلواکۍ څخه مخکې موجود و، نو دا څنګه غیرقانوني کیدلی شي؟»

ډیموکرات سناتور کوري بوکر د ډونالد ټرمپ د سیاستونو پر ضد د ۲۵ ساعته وینا ریکارډ جوړ کړ

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د اسوشیېټیډ پریس د خبر له مخې، ډیموکراټ سناتور کوري بوکر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو په وړاندې د دغه هیواد په سنا مجلس کې ۲۵ ساعته وینا وکړه او د ټرمپ سیاستونه یې د ډیموکراسۍ په وړاندې ګواښونکي وبلل او ویې غندل.

هغه خپله وینا په دې خبره پیل کړه چې «دا زمونږ په هېواد کې د نورو وختونو په څېر عادي وختونه نه دي» او زیاته یې کړه، «موږ باید د امریکا په سنا مجلس کې د عادي وختونو په شان چلند ونه کړو، د امریکا خلکو او امریکایي ډیموکراسۍ ته ګواښونه جدي او بیړني دي، مونږ ټول باید زیاته هڅه وکړو ترڅو یې پر وړاندې ودرېږو.»

بوکر د دوشنبې په ماښام سنا مجلس ته ننوت او ویې ویل، چې تر هغې به هلته پاتې شي چې ترڅو فزیکي توان ولري.

هغه له ۲۵ ساعتونو او ۵ دقیقو وروسته، د ټرمپ د سیاستونو پر ضد خپله وینا پای ته ورسوله او په لړزېدلو قدمونو له سنا مجلس څخه ووت.

هغه د امریکا د سنا مجلس په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې او دوامدارې وینا نوی ریکارډ جوړ کړ.

بوکر د خپلې وینا پر مهال د ټرمپ د حکومت د اقداماتو په اړه سختې نیوکې وکړې او د ټولنیزو خدماتو په کمښت او د حکومت د څارنې د نورو اقداماتو په اړه یې اندیښنې څرګندې کړې.

نوموړي د وینا پر مهال یوازې اوبه څښلې او خبریالانو ته یې ویلي، چې د دغې اوږدې وینا د چمتووالي لپاره یې څو ورځې روژه نیولې وه.

د امریکا په سنا مجلس کې د اوږدې ونیا دغه اقدام ته چې فیلیباسټر ویل کېږي، په وروستیو کلونو کې څو ځلې په اوږدمهاله توګه ترسره شوې، خو ریکارډ یې له سناتور استروم ترمونډ سره دی، چې د ۱۹۵۷ د مدني حقونو له قانون سره د مخالفت لپاره ۲۴ ساعته او ۱۸ دقیقې خبرې کړي.

د امریکا په سنا کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر وویل، «د بوکر قوت، مقاومت، او وضاحت حیرانونکي دی، او همدا اوس د امریکا ټول خلک د ده خبرې اوري.»

بوکر په خپلو ویناوو کې بېلابېل موضوعات یاد کړي، چې په کې د روسیې او اوکراین جګړه، په بهرنیو هېوادونو کې د امریکا نړۍوالې پراختیایي او مرستندویه مرستې، د بودجې د کمښت په اړه اندېښنې او د ټولنیزو خدمتونو د دفترونو کمول شامل وو.

د سنا غبرګون
ډېموکراتانو د بوکر وینا وستایله او دا یې د ټرمپ د خطرناک سیاست پر وړاندې یو مهم اقدام وباله.
جمهوري‌پال سناتورانو بیا دا وینا «سیاسي نمایش» وباله او ویې ویل، چې دا یوازې د وخت ضایع کول دي.

د ټرمپ غبرګون
ټرمپ د ښاغلي بوکر وینا «درواغجنه او غولونکې وبلله او ویې ویل چې ډېموکراتان د بایډن د ناکامۍ پټولو هڅې کوي.»
د ټرمپ د ټیم غبرګون
د ټرمپ ټاکنیزې ډلې وویل، چې ډېموکراتان د «بې بنسټه تورونو» له لارې غواړي چې ولسمشر ټرمپ بدنام کړي.

د سلمان خان نوی فلم سکندر له خپرېدو مخکې انلاین لیک شوی

۱۳ وری ۱۴۰۴ - ۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۱

د بالیووډ د نامتو ستوري سلمان خان نوی فلم «سکندر» سینما ته له راتګ دمخه انلاین لیک شوی او د لومړۍ ورځې عاید هم مایوسه کوونکی و.

د سلمان خان مینه‌وال د اختر په مناسبت د “سکندر” فلم لیدو ته په بې‌صبرۍ سره انتظار وو، چې بالاخره سینما ته وړاندې شو، خو تر خپرېدو وړاندې فلم له ستر زیان سره مخ شو.

بل‌خوا، د فلم تحلیل‌کوونکي او جوړوونکي له تمې برعکس، “سکندر” د خپرېدو په لومړۍ ورځ یوازې ۲۶ کروړه هندي روپۍ عاید وکړ.

باید وویل شي، چې سلمان خان د فلم د ټریلر د معرفي کولو پر مهال ویلي وو، چې که فلم ښه وي یا بد، بیا هم ۲۰۰ کروړه هندي روپۍ عاید کوي.
همدا راز، “سکندر” د فلم‌لیدونکو ډېر خوښ نه کړ، بلکې د نندارچیانو غبرګونونه متفاوت وو او سینمايي متخصصینو دا فلم منځ‌نۍ کچې (ایوریج) فلم بللی دی.
په ورته وخت کې سلمان خان د فلم د شهرت لپاره د جنجال جوړولو ادعاوې رد کړې او خپلو مینه‌والو ته یې د اختر مبارکي هم ورکړه.

سلمان خان د “سکندر” فلم لپاره څومره پیسې اخیستي؟

د هندي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې، د فلم د لګښت جزییات افشا شوي دي.
“سکندر” د ساجد ناډیاډوالا د پروډکشن تر چتر لاندې چمتو شوې او د فلم ټوله بودیجه ۴۰۰ کروړه هندي روپۍ ده.
د راپورونو له مخې، سلمان خان د دې فلم لپاره ۱۲۰ کروړه هندي روپۍ اخیستي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال: په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز نه‌منو

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف له یوې مجلې سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په ​​اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیزونه «جدي» ګڼي، خو په «اوسنۍ بڼه» یې منلی نه‌شي.

ریابکوف د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل لومړۍ نېټه) زیاته کړې، چې د امریکا پلان د اوکراین او روسیې د جګړې «اصلي لاملونه» نه په ګوته کوي.

نوموړي د نړۍوالو چارو له مجلې سره په مرکه څرګنده کړې: «موږ هغه ماډلونه او لارې چارې چې امریکایانو وړاندیز کړي، ډېر جدي ګڼو، خو موږ نه‌شو کولای ټول یې د اوسني شکل په توګه ومنو. لکه څنګه چې موږ ګورو، په دې وړاندیزونو کې زموږ اصلي غوښتنې لپاره ځای نه شته، یعنې د دې نښتې د رېښو اړوند ستونزو حل.»

ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو سره د اوکراین جګړې ختمول د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بولي او په سعودي عربستان کې یې له مسکو او کییف سره جلا-جلا مذاکرات ترسره کړي دي.

همداراز، ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په تړاو خبرې‌اترې روانې ساتلې دي.

هغه مهال د کرملین مانۍ هم منلې وه، چې پوتین له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره هوکړه کړې او د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ۳۰ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه دروي.

کرملین ټینګار کړی و، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې هوکړې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د شوي اوربند مودې راهیسې دواړه خواوې یو بل د انرژۍ تاسیستاتو له اوربند څخه پر سرغرونې تورنوي.

د امریکا د ۲۳ ایالاتونو څارنوالانو د ټرمپ دولت د محاکمه‌کېدو غوښتنه وکړه

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د امریکا ایالتي لوی څارنوالانو اېتلاف د ټرمپ دولت د هغې پرېکړې په تړاو چې د کرونا ویروس اړوند پروژو او د نورو عامه روغتیایي خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ۱۱ مېلیارد ډالر فدرالي مرستې کموي، توند غبرګون ښودلی او د دغه دولت د محاکمه‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په هغه شکایت کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د مارچ لومړۍ نېټه) د روډ ټاپو په فدرالي محکمه کې ثبت شوی د نیویارک، کلوراډو، کینټکي او پنسلوانیا په ګډون د ۲۳ ایالتونو لوی څارنوالانو د ټرمپ ادارې پرېکړې ننګولې ده.

دوی په دې باور دي، چې دا کمښتونه نه یوازې ناقانونه دي، بلکې د منطقي او مستند دلیلونو له وړاندې کولو پرته ترسره شوي دي.

د څارنوالانو په وینا، دا کمښت کولای شي عامې روغتیا ته سخت زیان ورسوي او ایالتونه د مخنیوي وړ ناروغیو د خپرېدو او راتلونکي وبا لپاره له جدي ګواښ سره مخ کړي.

دا پیسې په ځانګړي ډول له وبا سره د مبارزې اړوند اقداماتو لکه تشخیص او واکسین او همداراز د روږدي‌کېدو د مخنیوي او رواني روغتیا پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې وې.

څارنوالان زیاتوي :«د ټرمپ دولت د دې پرېکړې په تړاو اعتراض تر ډېره حده پر دغه حقیقت ولاړ دی، چې دا مرسته د وبا د ناورین په جریان کې د کانګرس له‌خوا ځانګړې شوې وه او په ځانګړي ډول له روغتیا ننګونو سره د مبارزې او د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره کارول شوې وه.»

د دوی په خبره، د دې بودیجې کموالی به نه یوازې هغه کسان اغېزمن کړي چې له کورونا څخه اغېزمن شوي، بلکې د عامې روغتیا ټولو سکټورونو ته چې دغو مالي سرچینو ته اړتیا لري، زیان رسوي.

څارنوالانو همداراز ټینګار کړی، چې دا اقدام کولای شي په ټوله امریکا کې د حیاتي روغتیا خدماتو د زیان لامل شي او د دغه هېواد د عامې روغتیا راتلونکي ته جدي ګواښ جوړ کړي.

د یادونې ده چې د ټرمپ ادارې څه موده مخکې د روغتیا چارو اړوندو پروژو په برخه کې پر فدرالي ادارو ۱۱ مېلیارده ډالر بند کړ.