امریکا په روسیه کې په مېشتو دوو افغان سوداګرو بندیز ولګاوه

د امریکا خزانې وزارت د یمن له حوثیانو سره د همکارۍ په تور په روسیه کې په مېشتو دوو افغان سوداګرو بندیز ولګاوه. دغه وزارت ویلي، دوی به په روسیه کې پر مېشتو ګڼ شمېر کسانو او ادارو بندیزونه پلي کړي چې د حوثي وسلهوالو لپاره یې د وسلو او نورو سرچینو په تدارکاتو کې مرسته کړې ده.