• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند په غزه کې د اسراییل له چلند سره ورته وباله

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت د چلند په غبرګون کې ویلي چې «دغه چلند په غزه کې د صهیونیستي ظلمونو نمونه ده». نور جلال جلالي له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن یکشنبه د وري پر ۱۷مه د کابل په څرخي پله سیمه کې د یوه ترمینل د چارو پرانیستې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري اېستل وغندل او دا یې په غزه کې د اسراییل له چلند سره ورته عمل وباله.

نور جلال جلالي وايي چې پاکستان د افغان کډوالو د کورونو توکي ګرځوي او هغوي وهي او تذلیل کېږي.

جلالي زیاته کړه:« افغانانو د خپلو زحمتونو او هڅو په پایله کې ګڼ شمېر مالونه او شتمنۍ جوړې کړې دي، چې اوس له هغوی څخه اخېستل کیږي او په جبري توګه ایستل کیږي.»

هغه له ټولو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.

طالب وزیر ټینکار وکړ، هغه کډوال چې پخوا راستانه شوي دي هغوی په خپل هېواد کې خوښ دي او ژوند یې له پخوا ښه شوی دی.

د افغان کډوالو شکایتونه دا هم دي، چې د پاکستان د حکومت له لوري جوړو شويو کېمپونو کې یې مالونه په زور ګرځول کېږي او پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوي چې د خپلو کورونو توکي له ځانونه سره ولېږدوي.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې پاکستاني ځواکونه افغان کډوالو ته د خپلو کورونو د توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.

افغان کډوالو له پاکستان او طالب چارواکو غوښتي، چې د دغو توکو د انتقال په برخه کې ور سره همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین: طالبان غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان بیا رغونه کې برخه واخلي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو هرکلی کړی او وايي، دا ډله غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان بیا رغونه کې برخه واخلي. شاهین د روسیې ټلویزیون ته مرکه کې وویل، چې افغانستان غواړي له مسکو او برېکس هېوادونو سره همکاري پراخه کړي.

د روسي لویې څارنوالۍ تېره اونۍ ددغه هېواد سترې محکمې ته غوښتنه وړاندې کړې چې په روسیه کې د طالبانو پر فعالیت بندیز ختم شي. طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل دي.

سهیل شاهین دا غوښتنه مثبت ګام بللی، ځکه دده په باور، « هم کابل او هم مسکو ته دا ګټور دی».

هغه زیاته کړه، « په روسیه کې د طالبانو پر فعالیت بندیز د دې همکارۍ خنډ و، نو دا اړینه وه چې لرې شي».

د شاهین په وینا، د طالبانو حکومت غواړي روسیه د افغانستان د بیا رغونې برخه شي. هغه زیاته کړه، « افغانستان ډېر فرصتونه لري؛ معدني سرچینې، زراعتي ځمکې او نورې برخې».

شاهین وویل، « روسیه د سیمې یو ډېر لوی او مهم هېواد دی. زموږ پالیسي دا ده چې له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره اړیکې جوړې کړو». هغه زیاته کړه، حتا امریکا هم کولای شي د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي، سره له دې چې د «اشغال پر مهال یې ویجاړوونکی رول» لوبولی و.

شاهین وویل، « موږ نه غواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي، موږ د روسیې پانګونې ته پرانېستي یو او له امریکا سره به زموږ اړیکې دې همکارۍ ته زیان نه‌رسوي».

د طالبانو دغه ډپلوماټ له برېکس اتحادیې سره د همکارۍ په تړاو د یوې پوښتې په ځواب کې وویل، چې « هو، موږ همکاري غواړو؛ موږ غواړو چې زموږ پلاوی د هرې نړیوالې غونډې برخه وي او خپله قضیه خپله وړاندې کړي، په خپلو الفاظو».

د روسیې لویې څارنوالۍ د وري پر ۱۱مه ددغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه وکړه، چې پرطالبانو د بندیز لغو کولو موضوع وڅېړي. دا غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې شوې او د انټرفاکس د رپوټ له مخې، محکمې دا عریضه د څېړنې لپاره منلې ده.

د روسیې ستره محکمه به لس ورځې وروسته د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي.

تېر کال د روسیې د دولت دوما یو قانون تصویب کړ چې د بندیزونو د لنډمهالي لرې کولو امکان برابروي.

د دغه سند له مخې، د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیز، چې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت شوي، د محکمې له پرېکړې سره سم موقتي ځنډېدلای شي.

د۲۰۲۴ کال په مې کې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې له تور نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو اړتیا پکې توجیه شوې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې دا پرېکړه د عملي اړتیاوو له مخې شوې ده.

که څه هم روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو مسکو ورسره اړیکې ساتي، تجارت پراخوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.

پوتین طالبان خپل « متحدین» بللي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغوی «معقول خلک» یاد کړي دي.

طالبان: د ټاپي پروژې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په هرات کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه کړې. یاد وزارت ویلي، چې د دغه پروژې په لړ کې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده.

طالبانو او د ترکمنستان سفیر په سیمه کې د ټاپي پروژې د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولس کیلومټره نل لیکې غځېدو سربېره نږدې ۲۰ کیلومټره نوره سیمه هم د نل لیکې د غځېدو لپاره هواره شوې ده.

ټاپی د ګازو د لېږد په برخه کې د افغانستان لپاره د لویو زېربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د سیمې د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول دي.

دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ته غځول کېږي.

دغه پروژه د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو لپاره مهمه بلل کېږي.

ټاپي د‌ پخواني جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وه؛ خو اوس پرې طالبان وخت ناوخت تبلیغاتي شخوند هم وهي.

دغه پروژه کې پخوا د طالبانو د وسله‌والو فعالیتونو له کبله خنډونه او ځنډ هم رامنځته شوی و.

د ایران د بشري حقونو سازمان: تېره میاشت په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په جنیوا کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، چې د روان کال لومړۍ ربع کې د تېر کال پرتله اعدامونه دوه چنده زیات شوي دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د اعدامونه د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه چې ۲۲۲ یې نارینه او ۸ یې ښځینه دي د قتل او نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په راتلونکو اونیو کې د اعدامونو د لازیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

نوموړی وایي:« د ايران اسلامي جمهوريت ښايي له امريکا سره له روانو شخړو څخه په ګټې اخيستنې د اعدامونو په تېره بيا د سياسي بنديانو د اعدامولو لړۍ چټکه کړي.»

څه موده وړاندې هم یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د روان کال په مارچ میاشت کې د درېیو اعدام شویو افغان وګړو له ډلې د ورستي اعدام شوي کس په اړه خبر ورکړ.

دغه سازمان د اعدام شوي کس د هویت په اړه وایي، دغه کس ذکي ذاکري نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی وو.

راپورونه زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو هم لوړې وي.

طالبانو په کندهار کې تر ۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي ثابته کړې

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په دې وروستیو کې ۷۷ زره او ۶۳۱ جریبه ځمکه د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې تر ارزونې وروسته دولتي ثابته کړې ده.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، چې دغه ځمکې د دغې ډلې د زراعت ریاست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر ارزونې وروسته د دوی ملکیت بلل شوې دي.

طالبانو د عدلیې وزارت تر چتر لاندې یو کمېسیون جوړ کړی، چې موخه یې له «غاصبینو او زورواکو» څخه د دولتي ځمکو بېرته راګرځول دي.

خو د دغې ډلې له‌خوا دغه ځمکې د دولت په نوم ثبتېږي او وېره شته، چې طالبان په زوره له خلکو پر دې نوم ځمکي نېسي.

په هېواد کې داسې خپلواکه اداره نشته، چې د هغو خلکو شکایتونه وڅېړي چې طالبانو یې شخصي ځمکې د « دولتي» ځمکو په نوم ترې په زوره نیولې دي.

طالبان ادعا کوي، چې دوی تر دې دمه په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ګڼې ځمکې د غصب شوو املاکو په توګه ثبت کړې او بېرته یې د دولت ملکیت ګرځولې دي.

په تېرو دوو اونیو کې ایران څلور زره افغان کډوال په زوره اېستلي دي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۱

د ایران د کرمان ولایت د مرکزي څارنوالۍ مشر مهدي بخشي ویلي، چې په تېرو پنځلس ورځو کې یې څلور زره افغان کډوال په دغه ولایت کې تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دغه افغان کډوالو د استوګنې قانوني اسناد نه ‌لرل او له همدې امله له ایرانه اېستل شوي دي. 

بل خوا د کرمان د امنیې قوماندانۍ د عملیاتو مرستیال امین یادګار‌ نژاد ویلي، چې یوازې د روان لمریز کال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه پورې یې له دغه ولایته ټولټال ۳۴ زره او ۷۰۶ بې‌اسناده افغان کډوال اېستلي دي.

نوموړي له ایرانيانو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په پېژندنه او اېستلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، یوازې د ۲۰۲۴ زېږیز کال په اوږدو کې تر ۱.۲ مېلیونه زیات افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۶۷ سلنه په زوره د یاد هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د چارو مشر نادر یاراحمدي ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې تر درې مېلیونه ډېر افغان کډوال له ایرانه شړلي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو او بېرته راستنېدونکو وزیر مولوي عبدالکبیر له ایران سره د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د یوې ګډې ناستې وړاندیز کړی دی.

نوموړي دغه وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د څانګې له مشر محمدرضا بهرامي سره په لیدنه کې وکړ.

بهرامي له مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړې، چې تهران ته لاړ شي؛ خو ورسره‌ یې غوښتنه کړې چې د سفر تر مخه دې د افغان کډوالو د راستنولو یو واضح پلان هم جوړ کړي.