• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د ټاپي پروژې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف په هرات کې د ټاپي پروژې څخه لیدنه کړې. یاد وزارت ویلي، چې د دغه پروژې په لړ کې دولس کیلومټره نل لیکه غځول شوې ده.

طالبانو او د ترکمنستان سفیر په سیمه کې د ټاپي پروژې د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولس کیلومټره نل لیکې غځېدو سربېره نږدې ۲۰ کیلومټره نوره سیمه هم د نل لیکې د غځېدو لپاره هواره شوې ده.

ټاپی د ګازو د لېږد په برخه کې د افغانستان لپاره د لویو زېربنایي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د سیمې د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول دي.

دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او بیا هند ته غځول کېږي.

دغه پروژه د دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو لپاره مهمه بلل کېږي.

ټاپي د‌ پخواني جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وه؛ خو اوس پرې طالبان وخت ناوخت تبلیغاتي شخوند هم وهي.

دغه پروژه کې پخوا د طالبانو د وسله‌والو فعالیتونو له کبله خنډونه او ځنډ هم رامنځته شوی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بشري حقونو سازمان: تېره میاشت په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

په جنیوا کې مېشت د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې په ایران کې د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، چې د روان کال لومړۍ ربع کې د تېر کال پرتله اعدامونه دوه چنده زیات شوي دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې د اعدامونه د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه چې ۲۲۲ یې نارینه او ۸ یې ښځینه دي د قتل او نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په راتلونکو اونیو کې د اعدامونو د لازیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

نوموړی وایي:« د ايران اسلامي جمهوريت ښايي له امريکا سره له روانو شخړو څخه په ګټې اخيستنې د اعدامونو په تېره بيا د سياسي بنديانو د اعدامولو لړۍ چټکه کړي.»

څه موده وړاندې هم یاد سازمان په یوه اعلامیه کې د روان کال په مارچ میاشت کې د درېیو اعدام شویو افغان وګړو له ډلې د ورستي اعدام شوي کس په اړه خبر ورکړ.

دغه سازمان د اعدام شوي کس د هویت په اړه وایي، دغه کس ذکي ذاکري نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و او دوه کاله وړاندې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی وو.

راپورونه زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو هم لوړې وي.

طالبانو په کندهار کې تر ۷۷ زره جریبه زیاته ځمکه دولتي ثابته کړې

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی په دې وروستیو کې ۷۷ زره او ۶۳۱ جریبه ځمکه د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې تر ارزونې وروسته دولتي ثابته کړې ده.

د طالبانو د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر زیاته کړې، چې دغه ځمکې د دغې ډلې د زراعت ریاست او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر ارزونې وروسته د دوی ملکیت بلل شوې دي.

طالبانو د عدلیې وزارت تر چتر لاندې یو کمېسیون جوړ کړی، چې موخه یې له «غاصبینو او زورواکو» څخه د دولتي ځمکو بېرته راګرځول دي.

خو د دغې ډلې له‌خوا دغه ځمکې د دولت په نوم ثبتېږي او وېره شته، چې طالبان په زوره له خلکو پر دې نوم ځمکي نېسي.

په هېواد کې داسې خپلواکه اداره نشته، چې د هغو خلکو شکایتونه وڅېړي چې طالبانو یې شخصي ځمکې د « دولتي» ځمکو په نوم ترې په زوره نیولې دي.

طالبان ادعا کوي، چې دوی تر دې دمه په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ګڼې ځمکې د غصب شوو املاکو په توګه ثبت کړې او بېرته یې د دولت ملکیت ګرځولې دي.

په تېرو دوو اونیو کې ایران څلور زره افغان کډوال په زوره اېستلي دي

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۱

د ایران د کرمان ولایت د مرکزي څارنوالۍ مشر مهدي بخشي ویلي، چې په تېرو پنځلس ورځو کې یې څلور زره افغان کډوال په دغه ولایت کې تر نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې دغه افغان کډوالو د استوګنې قانوني اسناد نه ‌لرل او له همدې امله له ایرانه اېستل شوي دي. 

بل خوا د کرمان د امنیې قوماندانۍ د عملیاتو مرستیال امین یادګار‌ نژاد ویلي، چې یوازې د روان لمریز کال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه پورې یې له دغه ولایته ټولټال ۳۴ زره او ۷۰۶ بې‌اسناده افغان کډوال اېستلي دي.

نوموړي له ایرانيانو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په پېژندنه او اېستلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، یوازې د ۲۰۲۴ زېږیز کال په اوږدو کې تر ۱.۲ مېلیونه زیات افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۶۷ سلنه په زوره د یاد هېواد پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو د چارو مشر نادر یاراحمدي ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې تر درې مېلیونه ډېر افغان کډوال له ایرانه شړلي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو او بېرته راستنېدونکو وزیر مولوي عبدالکبیر له ایران سره د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د یوې ګډې ناستې وړاندیز کړی دی.

نوموړي دغه وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د څانګې له مشر محمدرضا بهرامي سره په لیدنه کې وکړ.

بهرامي له مولوي عبدالکبیر ته بلنه ورکړې، چې تهران ته لاړ شي؛ خو ورسره‌ یې غوښتنه کړې چې د سفر تر مخه دې د افغان کډوالو د راستنولو یو واضح پلان هم جوړ کړي.

افغانه کډواله: زما د ماشومانو په ذهن کې د وطن تصویر يوازې هغه کيسه ده، چې ما ورته کړې ده

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۹ GMT+۱
•
جواد شينواری

فاطمه بي‌بي له ٥٧ کلونو وروسته له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، ۱۰ کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره یوځای پاکستان ته کډواله شوه؛ خو نن له خپلو ۶ اولادونو سره يو داسې وطن ته روانه ده، چې نه يوازې د هغې بلکې د ماشومانو لپاره یې هم نوی دی.

د فاطمه بي‌بي په سترګو کې چې د کلونو راهیسې د وطن درد پټ و؛ د هغې د زوی یوې ساده خو زړه بوږنوونکې پوښتنې راڅرګند کړ، هغه دا چې «مورې ستا وطن خو افغانستان و، ايا زموږ وطن به هم هغه وي؟»
دغه پوښتنه نه يوازې د دغه ماشوم اندېښنه بیانوي؛ بلکې د هغو مېليونونو افغان کډوالو د راتلونکې په اړه يوه لویه پوښتنه ده، چې له څو لسيزو راهيسې یې په پاکستان کې پناه اخيستې ده.
فاطمه بي‌بي د هغو افغان کورنيو له ډلې ده، چې د جګړې او بې‌ثباتۍ له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.

هغوی که څه هم په پاکستان کې پناه واخیسته؛ خو د دغه هېواد تابعيت او دايمي استوګنه یې نه ده ترلاسه کړې.
فاطمه بي‌بي په ژړغوني غږ وويل:« زما د ماشومانو په ذهن کې د وطن تصویر يوازې هغه کيسه ده، چې ما ورته کړې ده. زما زوی افغانستان نه دی ليدلی؛ خو اوس غواړي پوه شي، چې د هغه وطن کوم دی؟»
دغه کډوال د پاکستان حکومت د جبري اېستنې تر اعلان وروسته بېرته خپل هېواد ته روان دي.
په تورخم کې په دغه ډله کې نارينه‌وو د خپلو ښځو او ماشومانو د خونديتوب لپاره هغوی په څادرونو پوښلي؛ تر څو د ګڼې ګوڼې څخه خوندي شي.
د فاطمه بي‌بي لور اقصی چې توره بورقه يې اغوستې وه، له خپلو درېیو خوېندو سره اندېښمنه ناسته وه.
اته کلنه شفا چې نوي کالي یې اغوستي وو او لاسونه یې په نکریزو سره وو؛ له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره چمتو وه.

100%


کله چې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ترې وپوښتل، ته ولې افغانستان ته ځې؟ نو هغې یې په ځواب کې وویل:« موږ هلته چکر ته ځو، هلته ډېرې زانګوګانې دي او ډېر خوندور خوراکونه هم پيدا کېږي. مور مې وایي، چې پلار به موږ هلته څو ورځې وساتي او بيا به موږ ته چکر راکړي او بیا به بېرته راشو.»
د فاطمه بي‌بي لور اقصی د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواري ته وويل:« ما مې له خورلڼو سره يو ځای د سینګار کولو کورس نېولی و؛ ترڅو چې په کورنۍ کې کوم واده وي، نو زه به د ناوې يا مېلمنو سینګار وکړم. زما خور اشپزۍ ته لېواله وه، هغې هغه زده کړل. اوس چې موږ بېرته روان يو هغې راته وويل، چې د سینګار کولو سامان هم له ځان سره واخله کېدای شي هلته په کار راشي؛ خو زما ورور راته وويل، چې د طالبانو حکومت هلته سینګارتونونه تړلي دي.»
سيد نواز د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی او شاوخوا ٤٧ کاله کېږي، چې په پاکستان کې مېشت دی.
د افغانستان انټرنشنل خبریال له نوموړي پوښتنه وکړه، ستا سره چې کومې ښځې دي لږې اندېښمنې ښکاري ايا کومه ستونزه لري؟ نو هغه په موسکا سره ځواب ورکړ:« اندېښمن خو ټول يو؛ خو اصلي اندېښنه خو به له دغه سفر وروسته پيل شي. زما لوڼې وايي، چې حالات موږ چېرته راوستلو، نه مو هلته ژوند ليدلی نه د داسې ځای له ژوند سره عادت یو.»
هغه وایي، سفر خو لا اوس پيل شوی او دوی له وړاندې ورته وار خطا شوی؛ د دوی په مخکې خو ټول ژوند پروت دی، چې بايد په نوي هېواد کې یې له سره پيل کړي.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل خبریال هغې پوښتنې ته چې تاسو نه غواړئ افغانستان ته لاړ شئ؟ وویل:« زما ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی، زما واده دلته شوی، ماشومان مې دلته زېږېدلی او دلته يې زده‌کړې کړې دي. هغوی ته نه پښتو ورځي او نه فارسي؛ يوازې په اردو پوهېږي.»

د لغمان پخوانی والي: د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده

۱۷ وری ۱۴۰۴ - ۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده.

نوموړي دغه څرګندونې د کاناډا په ټورنټو ښار کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یوې اعتراضیه غونډې ته کړې دي.

د هغه په خبره، که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو باید د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو چوپه خوله پاتې نشي.

جبار نعیمي زیاته کړې، طالبان مسوولیت لري چې د افغان کډوالو د عزت لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او اېستل کېدونکو کډوالو ته باید په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي.

د لغمان دغه پخواني والي همدا راز نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بې‌غورۍ په خوب ویدې دي او باید را وېښې شي.

نعیمي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو د اوارۍ لپاره دې لاس په کار شي. هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې اوس‌مهال په ایران او پاکستان کې افغانان له خورا بد وضعیت سره مخ دي.

دغه پخواني چارواکي دا هم ویلي، چې افغان کډوال د ایران او پاکستان په نا امنیو کې ښکېل نه دي.

دغه څرګندونې داسې وخت کېږي، چې له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د اېستلو پرېکړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، همدا نن هم د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو پسې کور په کور عملیات روان دي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې اته سوه زره اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان په روانه څپه کې خپل هېواد ته ستانه کړي.

په دغه هېواد کې نږدې درې مېلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له نیمايي ډېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د استوګنې معتبر قانوني اسناد هم لري.

همدا راز ایران هم پرېکړه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړي. د رسمي معلوماتو له مخې، اته مېلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې له ډلې یې څلور مېلیونه کسان بې اسناده او یا هم د استوګنې د اسنادو مودې یې پای ته رسېدلې دي.

د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو بهیر دې ودروي.

همدا راز پر ګاونډیو هېوادونو غږ شوی، چې نور دې د افغان کډوال د ځورولو څخه هم لاسونه واخلي.