د لغمان پخوانی والي: د افغان کډوالو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده.

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو د طالبانو چوپتیا معنا لرونکې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د کاناډا په ټورنټو ښار کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یوې اعتراضیه غونډې ته کړې دي.
د هغه په خبره، که څه هم طالبان له ځینو هېوادونو سره ډېپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو باید د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو چوپه خوله پاتې نشي.
جبار نعیمي زیاته کړې، طالبان مسوولیت لري چې د افغان کډوالو د عزت لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او اېستل کېدونکو کډوالو ته باید په کور دننه اسانتیاوې برابرې کړي.
د لغمان دغه پخواني والي همدا راز نیوکه کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د بېغورۍ په خوب ویدې دي او باید را وېښې شي.
نعیمي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو د اوارۍ لپاره دې لاس په کار شي. هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې اوسمهال په ایران او پاکستان کې افغانان له خورا بد وضعیت سره مخ دي.
دغه پخواني چارواکي دا هم ویلي، چې افغان کډوال د ایران او پاکستان په نا امنیو کې ښکېل نه دي.
دغه څرګندونې داسې وخت کېږي، چې له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د اېستلو پرېکړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، همدا نن هم د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د یاد هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو پسې کور په کور عملیات روان دي.
پاکستان پرېکړه کړې، چې اته سوه زره اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان په روانه څپه کې خپل هېواد ته ستانه کړي.
په دغه هېواد کې نږدې درې مېلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې له نیمايي ډېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د استوګنې معتبر قانوني اسناد هم لري.
همدا راز ایران هم پرېکړه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړي. د رسمي معلوماتو له مخې، اته مېلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې له ډلې یې څلور مېلیونه کسان بې اسناده او یا هم د استوګنې د اسنادو مودې یې پای ته رسېدلې دي.
د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو بهیر دې ودروي.
همدا راز پر ګاونډیو هېوادونو غږ شوی، چې نور دې د افغان کډوال د ځورولو څخه هم لاسونه واخلي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، وزارت یې چمتو دی څو له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د کاروبارونو، مسلکي روزنې او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.
هغه دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (وري ۱۶مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په ګډه ناسته کې کړې دي.
په همدې تړاو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، نورالدین عزیري ډاډ څرګند کړی چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام په برخه کې به ځانګړې هڅې وکړي.
مولوي کبیر په دغه ناسته کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت او د هغوی د کاروبارونو پر ودې ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې راستنېدونکي افغانان په بېلابېلو برخو کې دوامداره مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
طالبان داسې مهال د افغان کډوالو په تړاو خپلې ناستې ډېرې کړې دي، چې تازه له پاکستانه د سلګونه زره کډوالو د ستنېدو پرېکړه شوې او یوازې تېره ورځ هم دولس سوه کسان د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته اړول شوي دي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ای سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو او همدا راز د بې سنده افغان کډوالو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
پولیس دروازه په دروازه د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او اټکل کېږی، چې دغه لړۍ په روانه اونۍ کې په بې سارې توګه چټکه شي.
له بشري کړکېچ سره مخ ستنېدونکي
نیوکې دا دي، چې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر لپاره طالبان لازم چمتووالی نه لري او د بشري مرستو د کمښت له کبله بېرته ستنېدونکي په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
همدا راز یادونه کېږی، چې طالبان ستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو توان نه لري او دا بهیر به په ښه توګه مدیریت نشي کړی.
له دې سره هممهاله په هېواد کې د بشري مرستو کچه را کمه شوې او ډېری مرستندویه ادارو د بودجې د نشتوالي له کبله خپل دفترونه هم تړلي دي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان لا له وړاندې له بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغو نویو ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر به به نه یوازې دا ناورین ډېر کړي؛ بلکې د لوږې او فقر څپې هم ورسره زور واخلي.
د طالبانو په ګډون په هېواد کې مېشتو نادولتي موسسو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره دې بشري مرستې وکړي.
د ځای پر ځای کېدو ننګونه
د بشري مرستو د کمښت تر څنګ یوه بله ننګونه د استوګنې هغه یادېږي، چې بېرته ستنېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.
دغه بېرته ستنېدونکو کې ډېری یې په افغانستان کې خپل کورونه او جایدادونه نه لري او اړ دي، چې د سرپناه په برخه کې هم ورسره همکاري وشي.
که څه هم طالبانو په تورخم ښارګوټي کې د بېرته ستنېدونکو لپاره د مېشتیدنې لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی؛ خو دا چاره په اوږد مهال کې د سرپناه ستونزه نشي حل کولی.
داسې اندېښنې هم شته، چې دغه لنډمهاله پنډغالي به له پاکستانه د تلونکو کډوالو د لړۍ په چټکېدو سره فلج شي او د ډېرو کډوالو د لنډمهاله استوګنې ظرفیت به هم ونه لري.
پاکستان پرېکړه کړې، چې بې اسناده کډوالو په ګډون د اې سي سي کارت لرونکي اته سوه زره ثبت شوي افغانان هم په روانه څپه کې له خپل هېواده وباسي.
د کډوالۍ اړوند ادارې اندېښنه لري، چې په دې شمېر ستنېدونکي زرګونه افغانان به د سرپناه تر څنګ له روغتیايي ستونزو سره هم مخ شي.

له ایرانه افغانانو د ستنېدو خبرې
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر د (وري ۱۶مه) په کابل کې له ایراني چارواکو سره په یاد هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې وې او د ستنېدو مسله یې هم پکې بحث شوې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو سلاکار چې کابل ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی له طالبانو غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره دې ورسره خپله طرحه شریکه کړي؛ څو د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.
ایراني چارواکو ویلي، په یاد هېواد کې اته مېلیونه افغانان اوسېږي چې له ډلې یې څلور مېلیونه قانوني اسناد نه لري او یا یې هم د اسنادو مودې پای ته رسېدلې دي.
طالبانو په دغه ناسته کې له ایران سره په تدریجي توګه د افغان کډوالو د ستنولو پر سر هوکړه کړې ده.

له افغان کډوالو سره زور زیاتی
د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړۍوالو سازمانونو په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره په کېدونکي چلند نیوکې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان بیا په ډاګه ویلي، د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره کېدونکی چلند خورا ظالمانه دی.
یاد سازمان پر پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره دې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستل کېدو لړۍ ودروي.
په ایران کې بیا افغان کډوال شکنجه شوي، زندانی شوي او ان وژل شوي هم دي.
د راپورونو له مخې، ایراني پوله ساتي ځواکونه او د دغه هېواد پولیس له افغانانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.
رسنیو ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د یاد هېواد امنیتي منسوبینو افغانان تر سختې شکنجې لاندې راوستي دي.
حتی ایران یو شمېر افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي هم دي، چې تېر زېږدیز کال یې شمېر ۸۰ تنو ته رسېده.
د معلوماتو له مخې، د سږني زېږدیز کال له پیله لا تر اوسه ایران ۲۵تنه افغان زندانیان اعدام کړي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د ایران دغه ډول سزاوې په وار وار غندلې دي.
افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې نه یوازې له فزیکي شکنجو سره مخ دي؛ بلکې د کوربه هېوادونو د پرېکړو له کبله جدي رواني ستونزې هم ګالي.

برېتانوۍ جوړه چې له دوو میاشتو راهیسې د کابل په څرخي پله زندان کې د طالبانو په بند کې ده، وایي چې د دغه زندان وضعیت د دوزخ په څېر دی.
ټېلیګراف ورځپاڼې د ۷۹ کلن برېتانوي وګړي پیټر په حواله خبر ورکړی، چې هغه په زندان کې له یوه عامه ټیلفون څخه د خپلې کورنۍ سره په خبرو کې د خپلې مېرمنې ۷۶ کلنې باربي چې په همدې زندان کې د ښځو په څانګه کې ساتل کېږي، د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
رینولډز وویل:« زه پښې او لاس تړلی د قاتلانو او جنسي تېري کوونکو سره یو ځای ساتل کېږم؛ د هغه کس په ګډون چې خپله مېرمن او درې ماشومان یې وژلي دي. هغه کله داسې چیغې وهې لکه پېریانو چې نیولی وي.»
د هغه په وينا، د زندان ساتونکي تل بنديان په اوسپنیزو پایپونو وهي او ټکوي.
هغه زیاته کړه:« زه د افغانستان د تیاره اړخ په اړه ډېر څه نوي زده کوم. دلته په رېښتیا هم هر څه د دوزخ په څېر دي.»
پيټر ویلي، که څه هم د هغه د ساتنې ځای د زندان پرتله یوې پنجرې ته ورته دی؛ خو د ښځو د ساتنې شرایطو ته په کتو سره یې دا غوره ځای بللی دی.
هغه وایي، چې په ورځ کې یو وخت خواړه ورکول کېږي او په خوړو کې ډوډۍ، نخود او شین چای وي.
د هغه په وینا، یوڅه وزن یې هم له لاسه ورکړی او د زندان چاپېریال ډېر وېروونکی دی.
د پيټر رینولډز په وینا، د هغه د زړه درمل خلاص شوي وو؛ خو تېره اونۍ یې د اروپایي ټولنې ماموریت اړوند وکیل څخه ترلاسه کړي دي.
د روان کال فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیټر او د هغه مېرمن باربي د دوی د ژباړونکي سره یو ځای د طالبانو لهخوا نیول شوي دي؛ خو له دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم طالبانو پر دوی کوم ځانګړی تور نه دی پورې کړی.
دغه جوړه له کابل څخه تر الوتنې وروسته په بامیان ولایت کې خپل استوګنځي ته په لاره وه، چې د طالبانو لهخوا ونیول شوه او لا تراوسه یې برخلیک ناروښانه دی.

د افغانستان د روغتیايي سېسټم وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان دی او د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې برابرې نشي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۸۰سلنه هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه سازمان په مالي ملاتړ چمتو کېږي په ټپه ودرېږي.
یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دا حالت به مېلیونونه افغانان له بسنټیزو روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.
د عرب نیوز د یوه ځانګړي راپور له مخې، د امریکا د پراختیایي ادارې (USAID) له لوري د مرستو بندیز د افغانستان پر روغتیایي سېسټم خورا ژورې او بدې اغېزې وکړې.
یادې ادارې د افغانستان له بشري مرستو ۴۰ سلنه تأمینولې.
د دغو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان نازک روغتیایي سېسټم له ناورینه ډکې څپې سره مخ شو.

د روغتیايي کارپوهانو خبرداری
د عامې روغتیا متخصص ډاکټر شفیق میرزازاده عرب نیوز ته ویلي، که څه هم د هېواد روغتیایي سېسټم لا په بشپړه توګه نه دی ړنګ شوی؛ خو د مرستو بندېدل به پراخې او ژورې منفي اغېزې ولري.
هغه زیاتوي، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم له نړۍوالو تمویل کوونکو او د افغانستان د بیارغونې له صندوق (ARTF) سره تړلی دی.
دغه صندوق په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شوی و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې تمرکز د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې په اساسي خدمتونو راټول دی.
خو د مرستو کمښت او سیاسي خنډونه د خلکو زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، تر مارچ میاشتې پورې د بودجې د کمښت له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۱.۶ مېلیونه کسان له خدمتونو بې برخې شوي دي.
اټکل کېږي، که ژر مرسته ونه شي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي، چې ۱.۸ مېلیونه نور افغانان به د هېواد په شمال، لوېدیځ او شمال ختیځ کې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی اډوین سالوادور وایي:« دا یوازې شمېرې نه دي، دا د هغو مېرمنو ژوند دی چې د خوندي زېږون لپاره مرسته نشي ترلاسه کولای. له دې سره ماشومان واکسینو ته لاس رسی بایلي او ټولنه د وژونکو ناروغیو پر وړاندې بې وسه کېږي».
ډاکټر میرزا زاده وایي، د افغانستان روغتیايي سېسټم تر ډېره د مور او ماشوم پر خدمتونو تمرکز لاره؛ خو د اوسنيو خنډونو له کبله ښخې او ماشومان په مستقیمه توګه زیانمنېږي.
راپورونه ښيي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې تر ۱۶۰۰۰ زیات د « شري ناروغۍ» شکمنې پېښې ثبت شوې او ۱۱۱ ماشومان مړه شوي دي.
د واکسینو کچه سخته راکمه شوې، چې دا وضعیت یې لا خراب کړی دی.

د طالبانو محدودیتونه؛ د ښځو روغتیا ته ګواښ
د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز د روغتیايي سیسټم لپاره لوی ګوزار بلل شوی.
تېره ډېسمبر میاشت کې د قابلګۍ او نرسېنګ د زدهکړو ټول مرکزونه وتړل شول.
د نسکور شوي جمهوری نظام پر مهال د افغانستان د روغتیا وزیر وحید مجروح دا کار «د عامې روغتیا ناورین» ګڼلې او ویلي یې دي، چې دغه بندیز د افغانستان د روغتیایي سېسټم وړتیا را کمې کړې دي.
خوارځواکي او د ساري ناروغیو زیاتوالی
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ ۲۲.۹ مېلیونه افغانان بېړنیو روغتیايي خدمتونو، خوړو او پاکو اوبو ته اړتیا لري.
دغه سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې له درې نیم مېلیونو څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې څپې سره مخ دي.
په ورته وخت کې د برټانیې یوې مرستندویه موسسې د ماشومانو خوندیتوب Save the Children ویلي، د بودجې کمښت له امله یې ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړلي او نور ۱۴ یې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغه مرکزونو یوازې د جنورۍ په میاشت کې ۱۳۴ زرو ماشومانو ته خدمتونه چمتو کړي وو.
افغانستان دا مهال له ملاریا، شري، ډینګي، پولیو او د کانګو له تبې سره هم مخ دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، که فعاله مرکزونه ونه لري د دغو ناروغیو مخنیوی به ناشونی وي.

بېځایه شوي او بېرته راستانه شوي له پامه غورځېدلې
نږدې ۶.۳ مېلیونه کسان د افغانستان دننه بې ځایه شوي او تر ۱.۲ مېلیونه ډېر کسان په ۲۰۲۴ کال کې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
له دې ډلې ډېری یې په خېمو کې له خورا خرابې حفظ الحصې سره ژوند کويو چې د نس ناستې، شري، ډینګي او ملاریا په څېر د ناروغیو خپرېدو لامل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د فبرورۍ راپور وایي، د افغانستان په پولو کې د کرونا او تنفسي ناروغیو شکمنې پېښې زیاتې شوې دي.

همدارنګه د ۳۰ولایتونو د اوبو کمښت د نس ناستې او نورو ناروغیو ګواښ ډېر کړی دی.
ډاکټر میرزازاده وایي، د افغانستان د بیارغونې صندوق لا هم لږه بودجه لري؛ خو دا بسنه نه کوي.
هغه له طالبانو غوښتنه کړې، چې د روغتیايي سېسټم په تمویل کې برخه واخلي.
همدارنګه یې له اسلامي او عربي هېوادونو غوښتي، چې خپلې مرستې زیاتې کړي.
نوموړی زیاتوي:« تر اوسه ډېرې مرستې د لویدیځ لکه امریکا، جرمني او اروپایي ټولنې برابرې کړې دي. اسلامي هېوادونه کولای شي نور هم فعال شي او خپلې مرستې د ملګرو ملتونو له لارې اړوندو موسسو ته وسپاري؛ ترڅو چې یو باثباته داخلي سېسټم جوړېږي، خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي».

دوه افغانان چې ځانونه پلار او زوی دي، په ډوبلن هوایي ډګر کې د پولیسو له خوا نیول شوي. دغه دوه کسان له اوسلو څخه دوبلن ته له پاسپورټونو پرته تللي دي.
دغه دوه کسان د جمعې په ورځ د کډوالو نړۍوال ګارد افسرانو لهخوا د ډوبلن هوایي ډګر کې مازیګر ۴ بجې له ترمینل۱ څخه د راتګ پر مهال نیول شوي دي.
د دوی په تورونو کې ویل شوي چې پال او میتيش سنګ د ۶۷ او ۱۸ کلونه عمرونه لري او د دوی د زېږېدلو نېټه یې یو شان ده.
دغه دوه کسان چې ثابت ادرس نه لري، د کډوالۍ قانون د ۱۱مې مادې له مخې تورن شوي.
دوی معتبر پاسپورټونه یا نور ثابتوونکي هویتي اسناد نه لري او امکان لري چې په ۱۲ میاشتو بند محکوم شي.
د کډوالو نړۍوال ګارد افسر جان هنري وویل، چې پال سنګ د خپل تور په ځواب کې ویلي چې هغه مرستې ته اړتیا لري.
د هغه همکار افسر یانګ منګ وویل، چې میتيش سنګ د خپل تور په ځواب کې هېڅ هم نه دي ویلي.
د قانوني مشورې او د محکمې د پروسې ژباړلو لپاره دوی ته د پښتو ژبې یو ژباړن هم برابر شوی و، مګر دوی محکمه کې هېڅ خبرې ونه کړې.
مدافع وکیل کیوین مککریو وویل، چې مدافعین په دې مرحله کې د ضمانت غوښتنه نه کوي. قاضي مک هیګ د حقوقي مرستې اجازه ورکړه، دوی یې به په توقیف کې وساتل شي او د زندان لپاره د طبي پاملرنې امر یې وکړ.
دوی به بیا په راتلونکې اونۍ کې محکمې ته حاضر شي.

د پاکستان د حکومت له خوا د جبري ستنولو پروګرام په لړ کې تورخم ته رسېدلي افغانان د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی یې په بې عزتۍ اړ کړي څو کډې بار کړي. دغه افغانان زیاتوي، کډې مو تر دې ځایه د قرضونو په پیسو راوړي.
د وایس پي کې په نامه ویب پاڼې په راپور کې راغلي، پنځه څلوېښت کلن ملوک خان او کورنۍ یې چې د پنجاب له نارووال ولسوالۍ څخه اوږد او سخت سفر کړی او بالاخره تورخم ته رسېدلي، د ډيورنډ په کرښه دمه کوي.
ملوک خان ویلي: "ما همدا نن سهار ناشته وکړه، اوس به له ماشومانو سره افغانستان ته ولاړ شم. موږ په پاکستان کې د سکرو په پلورلو خپل ژوند جوړاوه. کله چې زه لومړی دلته راغلم لاهم د خپلې مور په غېږ کې وم. اوس د ژوند په دې مرحله کې زه بېرته ستنیدو ته اړ شوم او زه هلته کور هم نه لرم."
نوموړی په افغانستان کې نه د کور لپاره ځمکه لري او نه د ژوند تېرولو لپاره دومره پیسې چې یو کوچنی کاروبار پرې وکړي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو (ACC کارت لرونکو او ناقانونه کډوالو) لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
د دوی د "رضاکارانه" بېرته ستنیدو بهیر د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شو.
د رسمي احصایو له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۴ پورې یوازې ۷۲۳ کورنۍ افغانستان ته تللي، چې ډېری یې د پنجاب د بېلابېلو سیمو څخه دي.
د ملوک خان تر څنګ محبوب خان هم تورخم ته رسېدلی او له تورخم څخه د اوښتو لپاره شیبې شماري.
نوموړي وویل: "د اختر په رخصتیو کې مو له پولیسو یوازې پنځه ورځې د رخصتۍ غوښتنه کړې وه، خو یو ماښام چې موږ له ډاکټر څخه راستانه شوو، موږ ولیدل چې پولیس زموږ کور ته ننوتلي او زموږ مېرمنې او کوچني ماشومان یې په زوره بندیان کړي دي، کله چې موږ د پولیسو مرکز ته ورسېدو، دوی یې خوشې کړل، مګر موږ د ډېر سپکاوی احساس وکړ چې په هماغه شپه موږ په بېړه خپل سامانونه وتړل او په یوه موټر کې سپاره شوو چې تورخم ته مو ورسوي."
دېرش کلن هجرت الله هم په سیالکوټ کې د کډوالۍ شپې کولې.
نوموړي هلته یو کوچنی کاروبار درلود چې د دوی ورځینی ژوند پرې تېرېده.
هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: «ما د نيول کېدو د پرله پسې وېرې له امله افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه وکړه"مګر زموږ خراب مالي وضعیت زه دې ته اړ کړم چې خپل بوډا پلار شاته پرېږدم. یو چا وویل چې موږ به د پولې هاخوا مرسته ترلاسه کړو، مګر موږ ان د موټر د کرایې لپاره کافي پیسې نه درلودې."
سید ولي شاه چې د کور ټول توکي له جهلم څخه تورخم ته راوړي وویل: "ما په کوچنۍ لارۍ کې د سفر کولو لپاره ۴۲ زره کلدارې ورکړې وې او د ښځو او ماشومانو لپاره په جلا موټر کې ۲۵ زره کالدارې مصرف شوې. موږ د دې ټول سفر لګښت پور کړی او اوس څوک پوهېږي چې موږ به دا پور کله ادا کړو."
په تورخم کې انتظار کوونکې ښځه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، په ژړغوني غږ وايي: "دلته سرپناه نه شته، د څښاک پاکې اوبه نه شته، روغتیایي اسانتیاوې نه شته، زموږ ماشومان په باران او سخت لمر کې ناروغه کېږي، دواړه حکومتونه ادعا کوي چې په افغانستان کې به مرسته وشي، خو موږ یوازې په دې برخه کې ژوندي پاتې شوي یو."
د جبري بېرته ستنولو دغه لړۍ د ټولو لپاره له ستونزو خالي نه ده، خو مېرمنې اړتیا لري چې په دغه ډول سفرونو کې ورته د حفظ الصحې لپاره امکانات برابر شي.
په همدې حال کې په تورخم کې رسمي سرچینو تایید کړې چې "د لنډمهاله سفري اسنادو (TAD) پرته هېڅ موټر نه شي کولی افغانستان ته ننوځي. دوی ټرانسپورټرانو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې د کورنیو له لېږدولو دمخه ټول اسناد بشپړ کړي، که نه نو دوی به په پوله ودرول شي او له ستونزو سره به مخ شي."
علي امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د یوې ځانګړې خبري غونډې پر مهال په احساساتي ډول وویل، چې دوی به هېڅ کډوال په زوره ونه باسي.
هغه وويل: "د فدرالي حکومت تګلاره د بشريت له مخې ناسمه ده. په دې اړه له افغانستان سره جدي خبرې روانې دي."
تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا وزير اعلي د کډوالو د شړلو په اړه د مرکزي حکومت د پرېکړې سخت مخالفت کړی و او د دې اندېښنو د هواري لپاره د لومړي وزير شهباز شريف په لارښوونه د لوړې کچې غونډه رابلل شوې وه.
د داخلي سرچینو د معلوماتو له مخې، له غونډې وروسته علي امین مرکزي حکومت ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.
له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور په بېلابېلو سیمو کې پولیس او نورې امنیتي ادارې پرله پسې افغان کډوالو ته خبرداری ورکوي، چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي.