نیوکې دا دي، چې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر لپاره طالبان لازم چمتووالی نه لري او د بشري مرستو د کمښت له کبله بېرته ستنېدونکي په هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
همدا راز یادونه کېږی، چې طالبان ستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو توان نه لري او دا بهیر به په ښه توګه مدیریت نشي کړی.
له دې سره هممهاله په هېواد کې د بشري مرستو کچه را کمه شوې او ډېری مرستندویه ادارو د بودجې د نشتوالي له کبله خپل دفترونه هم تړلي دي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې افغانستان لا له وړاندې له بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغو نویو ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر به به نه یوازې دا ناورین ډېر کړي؛ بلکې د لوږې او فقر څپې هم ورسره زور واخلي.
د افغانستان د روغتیايي سېسټم وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان دی او د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې برابرې نشي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۸۰سلنه هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه سازمان په مالي ملاتړ چمتو کېږي په ټپه ودرېږي.
یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دا حالت به مېلیونونه افغانان له بسنټیزو روغتیايي خدمتونو بې برخې کړي.
د عرب نیوز د یوه ځانګړي راپور له مخې، د امریکا د پراختیایي ادارې (USAID) له لوري د مرستو بندیز د افغانستان پر روغتیایي سېسټم خورا ژورې او بدې اغېزې وکړې.
یادې ادارې د افغانستان له بشري مرستو ۴۰ سلنه تأمینولې.
د دغو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان نازک روغتیایي سېسټم له ناورینه ډکې څپې سره مخ شو.
د روغتیايي کارپوهانو خبرداری
د عامې روغتیا متخصص ډاکټر شفیق میرزازاده عرب نیوز ته ویلي، که څه هم د هېواد روغتیایي سېسټم لا په بشپړه توګه نه دی ړنګ شوی؛ خو د مرستو بندېدل به پراخې او ژورې منفي اغېزې ولري.
هغه زیاتوي، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم له نړۍوالو تمویل کوونکو او د افغانستان د بیارغونې له صندوق (ARTF) سره تړلی دی.
خو د مرستو کمښت او سیاسي خنډونه د خلکو زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، تر مارچ میاشتې پورې د بودجې د کمښت له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۱.۶ مېلیونه کسان له خدمتونو بې برخې شوي دي.
اټکل کېږي، که ژر مرسته ونه شي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي، چې ۱.۸ مېلیونه نور افغانان به د هېواد په شمال، لوېدیځ او شمال ختیځ کې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی اډوین سالوادور وایي:« دا یوازې شمېرې نه دي، دا د هغو مېرمنو ژوند دی چې د خوندي زېږون لپاره مرسته نشي ترلاسه کولای. له دې سره ماشومان واکسینو ته لاس رسی بایلي او ټولنه د وژونکو ناروغیو پر وړاندې بې وسه کېږي».
ډاکټر میرزا زاده وایي، د افغانستان روغتیايي سېسټم تر ډېره د مور او ماشوم پر خدمتونو تمرکز لاره؛ خو د اوسنيو خنډونو له کبله ښخې او ماشومان په مستقیمه توګه زیانمنېږي.
د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان له لورې د افغان کډوالو جبري ستنولو ته په غبرګون ویلي، چې له افغان کډوالو د اقتصادي ګټې نه ترلاسه کولو په صورت کې پاکستان خپله پخوانۍ د اخوت جعلي څېره راښکاره کړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې جبري اېستل پیل شي.»
د پاکستاني چاوراکو دغه پرېکړې ته ضیاءالحق امرخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «مهاجرت د حالاتو مجبوریت و او متاسفانه چې زموږ له دې مجبوریته ګاونډیانو ښې ډېرې استفادې وکړې او اوس چې د تېر په څیر اقتصادي استفادې نه شي کولای، نو پخوانۍ د اسلامي اخوت جعلي څېره یې هم لرې او خپله اصلي بڼه يې ښکاره کړه.د ټولو اصولو خلاف مو هره ورځ ځوروي او تذلیلوي او سکون یې درځنې لوټلی دی.»
نوموړي په افغان کډوالو غږ کړی، چې پردي وطنونه هېڅکله هم خپل وطنونه نه شي کېدای او په وطن کې د شته ستونزو سره سره دې خپل وطن ته را وګرځي.
نوموړی زیاتوي: «تاسو باید له خپلو تجربو زده کړي وي چې هېڅکله مو دغسې کوربانه هېوادونه خپل وطنونه نه شي کېدای او تل به مو له مجبوریته ناوړه استفادې کوي. نور خپله خوږه ګوته د هغوی په منګولو کې مه ور کوئ. نور د ذلت دا حلقه له غاړې لېرې کړئ. پوهیږم چې وطن کې پراخه بېکاري ده، د نجونو پر تعلیم بندیز دی، ګڼې نورې ستونزې دي، خو هېڅ چاره نه لرو.»
امرخېل زیاتوي، چې حکومت لومړۍ درجه مسوولیت لري چې د خپلو اتباعو لپاره د ژوند شرایط برابر کړي او باید په ټول توان دا کار وکړي.
د ننګرهار ولایت دغه پخواني والي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان هېڅ ډول بشري، قانوني او د ګاونډیتوب حقوق په نظر کې نه نیسي او ان له هغو افغانانو هم پیسې اخلي، چې قانوني اسناد لري.
اوسمهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ پېل شوې، چې تر اوسه زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زیات شمېر یې جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.