• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ستنېدونکو کډوالو کیسې؛ د پاکستاني پولیسو رویه د بې عزتۍ تر کچې ده

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د حکومت له خوا د جبري ستنولو پروګرام په لړ کې تورخم ته رسېدلي افغانان د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي او وايي، چې دوی یې په بې عزتۍ اړ کړي څو کډې بار کړي. دغه افغانان زیاتوي، کډې مو تر دې ځایه د قرضونو په پیسو راوړي.

د وایس پي کې په نامه ویب پاڼې په راپور کې راغلي، پنځه څلوېښت کلن ملوک خان او کورنۍ یې چې د پنجاب له نارووال ولسوالۍ څخه اوږد او سخت سفر کړی او بالاخره تورخم ته رسېدلي، د ډيورنډ په کرښه دمه کوي.

ملوک خان ویلي: "ما همدا نن سهار ناشته وکړه، اوس به له ماشومانو سره افغانستان ته ولاړ شم. موږ په پاکستان کې د سکرو په پلورلو خپل ژوند جوړاوه. کله چې زه لومړی دلته راغلم لاهم د خپلې مور په غېږ کې وم. اوس د ژوند په دې مرحله کې زه بېرته ستنیدو ته اړ شوم او زه هلته کور هم نه لرم."

نوموړی په افغانستان کې نه د کور لپاره ځمکه لري او نه د ژوند تېرولو لپاره دومره پیسې چې یو کوچنی کاروبار پرې وکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو (ACC کارت لرونکو او ناقانونه کډوالو) لپاره د مارچ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

د دوی د "رضاکارانه" بېرته ستنیدو بهیر د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شو.

د رسمي احصایو له مخې، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۴ پورې یوازې ۷۲۳ کورنۍ افغانستان ته تللي، چې ډېری یې د پنجاب د بېلابېلو سیمو څخه دي.

د ملوک خان تر څنګ محبوب خان هم تورخم ته رسېدلی او له تورخم څخه د اوښتو لپاره شیبې شماري.

نوموړي وویل: "د اختر په رخصتیو کې مو له پولیسو یوازې پنځه ورځې د رخصتۍ غوښتنه کړې وه، خو یو ماښام چې موږ له ډاکټر څخه راستانه شوو، موږ ولیدل چې پولیس زموږ کور ته ننوتلي او زموږ مېرمنې او کوچني ماشومان یې په زوره بندیان کړي دي، کله چې موږ د پولیسو مرکز ته ورسېدو، دوی یې خوشې کړل، مګر موږ د ډېر سپکاوی احساس وکړ چې په هماغه شپه موږ په بېړه خپل سامانونه وتړل او په یوه موټر کې سپاره شوو چې تورخم ته مو ورسوي."

دېرش کلن هجرت الله هم په سیالکوټ کې د کډوالۍ شپې کولې.

نوموړي هلته یو کوچنی کاروبار درلود چې د دوی ورځینی ژوند پرې تېرېده.

هغه چې له سترګو یې اوښکې روانې وې وویل: «ما د نيول کېدو د پرله پسې وېرې له امله افغانستان ته د ستنېدو پرېکړه وکړه"مګر زموږ خراب مالي وضعیت زه دې ته اړ کړم چې خپل بوډا پلار شاته پرېږدم. یو چا وویل چې موږ به د پولې هاخوا مرسته ترلاسه کړو، مګر موږ ان د موټر د کرایې لپاره کافي پیسې نه درلودې."

سید ولي شاه چې د کور ټول توکي له جهلم څخه تورخم ته راوړي وویل: "ما په کوچنۍ لارۍ کې د سفر کولو لپاره ۴۲ زره کلدارې ورکړې وې او د ښځو او ماشومانو لپاره په جلا موټر کې ۲۵ زره کالدارې مصرف شوې. موږ د دې ټول سفر لګښت پور کړی او اوس څوک پوهېږي چې موږ به دا پور کله ادا کړو."

په تورخم کې انتظار کوونکې ښځه چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، په ژړغوني غږ وايي: "دلته سرپناه نه شته، د څښاک پاکې اوبه نه شته، روغتیایي اسانتیاوې نه شته، زموږ ماشومان په باران او سخت لمر کې ناروغه کېږي، دواړه حکومتونه ادعا کوي چې په افغانستان کې به مرسته وشي، خو موږ یوازې په دې برخه کې ژوندي پاتې شوي یو."

د جبري بېرته ستنولو دغه لړۍ د ټولو لپاره له ستونزو خالي نه ده، خو مېرمنې اړتیا لري چې په دغه ډول سفرونو کې ورته د حفظ الصحې لپاره امکانات برابر شي.

په همدې حال کې په تورخم کې رسمي سرچینو تایید کړې چې "د لنډمهاله سفري اسنادو (TAD) پرته هېڅ موټر نه شي کولی افغانستان ته ننوځي. دوی ټرانسپورټرانو ته په کلکه خبرداری ورکړی چې د کورنیو له لېږدولو دمخه ټول اسناد بشپړ کړي، که نه نو دوی به په پوله ودرول شي او له ستونزو سره به مخ شي."

علي امین ګنډاپور په اسلام اباد کې د یوې ځانګړې خبري غونډې پر مهال په احساساتي ډول وویل، چې دوی به هېڅ کډوال په زوره ونه باسي.

هغه وويل: "د فدرالي حکومت تګلاره د بشريت له مخې ناسمه ده. په دې اړه له افغانستان سره جدي خبرې روانې دي."

تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا وزير اعلي د کډوالو د شړلو په اړه د مرکزي حکومت د پرېکړې سخت مخالفت کړی و او د دې اندېښنو د هواري لپاره د لومړي وزير شهباز شريف په لارښوونه د لوړې کچې غونډه رابلل شوې وه.

د داخلي سرچینو د معلوماتو له مخې، له غونډې وروسته علي امین مرکزي حکومت ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.

له تېرو څو ورځو راهیسې د پېښور په بېلابېلو سیمو کې پولیس او نورې امنیتي ادارې پرله پسې افغان کډوالو ته خبرداری ورکوي، چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امرخېل افغان کډوالو ته؛ پوهېږو چې په وطن کې ستونزې دي خو د خپل پت ساتلو لپاره راشئ

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان له لورې د افغان کډوالو جبري ستنولو ته په غبرګون ویلي، چې له افغان کډوالو د اقتصادي ګټې نه ترلاسه کولو په صورت کې پاکستان خپله پخوانۍ د اخوت جعلي څېره راښکاره کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې جبري اېستل پیل شي.»

د پاکستاني چاوراکو دغه پرېکړې ته ضیاءالحق امرخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «‏مهاجرت د حالاتو مجبوریت و او متاسفانه چې زموږ له دې مجبوریته ګاونډیانو ښې ډېرې استفادې وکړې او اوس چې د تېر په څیر اقتصادي استفادې نه شي کولای، نو پخوانۍ د اسلامي اخوت جعلي څېره یې هم لرې او خپله اصلي بڼه يې ښکاره کړه.د ټولو اصولو خلاف مو هره ورځ ځوروي او تذلیلوي او سکون یې درځنې لوټلی دی.»

نوموړي په افغان کډوالو غږ کړی، چې پردي وطنونه هېڅکله هم خپل وطنونه نه شي کېدای او په وطن کې د شته ستونزو سره سره دې خپل وطن ته را وګرځي.

‏نوموړی زیاتوي: «تاسو باید له خپلو تجربو زده کړي وي چې هېڅکله مو دغسې کوربانه هېوادونه خپل وطنونه نه شي کېدای او تل به مو له مجبوریته ناوړه استفادې کوي. نور خپله خوږه ګوته د هغوی په منګولو کې مه ور کوئ. نور د ذلت دا حلقه له غاړې لېرې کړئ. پوهیږم چې وطن کې پراخه بېکاري ده، د نجونو پر تعلیم بندیز دی، ګڼې نورې ستونزې دي، خو هېڅ چاره نه لرو.»

‏‏‏امرخېل زیاتوي، چې حکومت لومړۍ درجه مسوولیت لري چې د خپلو اتباعو لپاره د ژوند شرایط برابر کړي او باید په ټول توان دا کار وکړي.

‏د ننګرهار ولایت دغه پخواني والي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان هېڅ ډول بشري، قانوني او د ګاونډیتوب حقوق په نظر کې نه نیسي او ان له هغو افغانانو هم پیسې اخلي، چې قانوني اسناد لري.

اوسمهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ پېل شوې، چې تر اوسه زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زیات شمېر یې جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.

یاده دې وي، چې نن شنبه هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.

ددغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې هم پولیسو د افغان کډوالو په کورونو چاپي اچولي او زیات شمېر افغانان یې نیولي دي، خو تر اوسه ددغه نیول شویو افغانانو ارقام نه دي خپاره شوي.

فضلي: پاکستان په چټکۍ سره د زوال پر لور روان دی او یوه ورځ به یې خلک کډوالۍ ته اړ شي

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون ویلي، چې پاکستان په چټکۍ سره د زوال پر لور روان دی او یوه ورځ به د دغه هېواد خلک کډوالۍ ته اړ شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې په جبري توګه اېستل پیل شي.»

اوسمهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ پېل شوې ده.

تر اوسه زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زیات شمېر یې جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو دغه اقدام ته فضل محمود فضلي په خپل اېکس کې لیکلي: «د پاکستان د پوځ ملاتړی ملکي حکومت د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې کوي؛ ځورونه، شکنجه، جبري شړل، ټول د دې لپاره چې د پاکستان د اقتصادي سقوط، امنیتي ګډوډۍ او سیاسي ناکامۍ څخه پام واړوي.»

فضلي وړاندې لیکلي، چې پاکستان د زوال په لوري روان دی او نه شي کولی چې په دغه هېواد کې د روانې نا امنۍ، اقتصادي بې ثباتۍ او سیاسي ستونزو څخه د خلکو مخ وړاوي.

نوموړی زیاتوي: « د ۸۰ او ۹۰ لسیزو دا تاکتیک به اوس کار ونکړي. د بي اېل اې او ټي ټي پي ورځیني بریدونه د افغانستان نه، بلکې د پاکستان دننه د ژورو ریښو لرونکو مسلو څخه سرچینه اخلي. حقیقت دا دی چې پاکستان په چټکۍ سره د زوال په لوري روان دی او ممکن هغه ورځ راشي چې کډوال تولید کړي.»

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په پاکستان نیوکه کړې وه، چې د نړۍوالو قوانینو خلاف یې د افغان کډوالو جبري ستنول پېل کړي، دغه کاپوهانو له پاکستاني چاوراکو غوښتي چې د کډوالو بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

یاده دې وي، چې نن شنبه هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.

د دغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې هم پولیسو د افغان کډوالو په کورونو چاپې اچولي او زیات شمېر افغانان یې نیولي دي، خو تر اوسه ددغه نیول شویو افغانانو ارقام نه دي خپاره شوي.

ضعیف پاکستان کې افغان کډوالو ته: د پنجابي حکومت رحم ته مه په تمه کېږئ

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر عبدالسلام ضعیف په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې ویلي، نور دې د پنجابي حکومت رحم ته انتظار نه کوي. هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې امن شته او هر ځای د اوسېدو زمینه برابره ده.

ضعیف د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بې ثباتي ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده، په دې توګه به پاکستان افغان کډوال د نړۍوالو د اقتصادي عاید او د افغانستان پر وړاندې د ناروا سیاسي فشار لپاره هره ورځ ځوروي.

هغه پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې لیکلي: «نور دې د پنجابي رحم ته انتظار نه کوي.»

عبدالسلام ضعیف زیاتوي: «په هېواد کې امن دی، هر ځای د اوسېدو زمینه برابره ده، نور مه خپل عزت ته صدمه رسوی مه د هېواد حیثیت ته. دننه په هېواد کې الله له ۳۵ نه تر ۳۸ مېلیونه افغانانو ته رزق او روزي ورکوي تاسو ته هم هغه رب کافي دی.»

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغان کډوال او د اې سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي، چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل هېواد ته په کرارې ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول او اېستل غندلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په دغه هېواد غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو دې ډډه وکړي، ځکه چې په خبره یې دغه چاره د ټولو نړۍوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی.

بل خوا افغان کډوال او د کډو موټروانان وايي، په پېښور کې د طالبانو کونسلګري او کابل کې د پاکستان سفارت د موټرپاس په نامه سل سل ډالره فيس اخلي او که ور یې نه کړي، موټر یې له تورخم څخه نه شي اوښتلی.

کډوال دا شکایت هم کوي، چې ځینو سیمو کې پاکستاني ځواکونه د خپلو توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.

هغه انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رارسېدلې پکې ښکاري، چې له پاکستانه اېستل شوي افغان کډوال د خپلو کورونو توکي په کراچیو کې لېږدوي.

د معلوماتو له مخې، د موټر پاس په نامه په پېښور کې د طالبانو تر واک ولاندې د افغانستان کونسلګري او په افغانستان کې د پاکستان سفارت په کډون د کونسلګریو له خوا صادرېږي.

ځايي سرچینې وايي، موټر چلوونکي اړه دي چې د دې پاس ترلاسه کولو لپاره داوړو خواوو ته ۲ سوه ډالره فیس تحویل کړي.

سعودي عربستان د حج پر مهال د پاکستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو پر وګړو د ویزو بندیز لګولی

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز د سفارتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان د پاکستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو پر وګړو د حج پر مهال د عمرې، سوداګریزو چارو او کورنیو سره د لیدلو په موخه پر ویزو لنډمهاله بندیز لګولی دی.

د دغه راپور له مخې سعودي عربستان د حج د مراسمو پر مهال د پاکستان، هند، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، عراق، نایجریا، اردن، الجزایر،سوډان، ایتوپیا، تونس او یمن په وکړو ته د ویزو د ورکړې لنډمهاله بندیز لګولی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې دا بندیز به د راتلونکي جون په نیمايي کې پای ته ورسیږي.

سرچینو ویلي، چې د عمرې ویزه لرونکي کسان د اپریل میاشتې تر ۱۳ سعودي عربستان ته تلای شي.

د سعودي عربستان حکومت د لنډمهال لپاره د ویزو د نه ورکړې مسله په رسمي ډول د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پاکستان هغه وګړې چې د عمرې په ویزه سعودي عربستان ته تللي، لا له وړاندې خبرداری ورکول شوی، چې د رواني اپریل میاشتې تر ۲۹مې نېټي خپل هېواد ته ستانه شي.

سعودي عربستان په داسې حال کې د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو پر وګړو د ویزو بندیز لګولی دی، چې د پاکستان په ګډون د ځینو هېوادونو وګړې د حج د مراسمو پرمهال د غلا او فقر لپاره دغه هېواد ته ځي.

وړاندې د سعودي عربستان د پولیسو له لوري د غلا او فقر په تور د ځینو پاکستانيانو د نیولو راپورونه هم ورکول شوي.

ایران: تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان زموږ لپاره پنځم لوی صادراتي هېواد و

۱۶ وری ۱۴۰۴ - ۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

تهران ټایمز ورځپاڼه د ایران د ګمرکونو ادارې د مشر له قوله وايي، دغه هېواد تېرو یولسو میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي یا له تېلو پرته توکي صادر کړي دي. فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په دغو ۱۱ میاشتو کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و.

دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸ د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي.

تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تامینږي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیر مهم توکې واردوي.

له بلې خو د ایران د مرکزي بانک د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۱مه، د ایران مرکزي بانک او د افغانستان بانک مشرانو د روسیې د یاکاتیرینبورګ ښار د یوې بانکي ټکنالوژۍ غونډې په څنډه کې سره ولیدل ترڅو د پیسو او بانکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړي.

په راپور کې د تېر کال پر مهال د طالب او ایراني چارواکو ترمنځ په بېلابېلو لیدنو کې د بانکي همکاریو، چابهار بندر کې د افغان پانګونې هڅې، ګډ صنعتي زون، د افغانستان وارداتي اړتیاوو او نویو اقتصادي فصتونو ته په اړه خبرو ته هم اشاره شوي چې له امله یې د افغانستان ایران ترمنځ سوداګرې د پخوا په پرتله ښه شوې ده.