زېلېنسکي: اوکراین دوه چینایي وګړي نیولي چې د روسیې لپاره یې جګړه کوله

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د اوکراین سرتېرو دوه چینايي وګړي نیولي چې د روسیې له ځواکونو سره جنګېدل. هغه زیاته کړه، چې کییف به له بېجینګ څخه په دې اړه وضاحت وغواړي او له خپلو متحدینو څخه به د غبرګون غوښتنه وکړي.