• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ نږدې ۶ زره افغان کډوال راستانه شوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۰۰۷ کورنۍ او ۱۲۸۰ تنه په انفرادي توګه هېواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي، چې په تورخم کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېټو خپل فعالیت ۲۴ساعته کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې د سې شنبې په ورځ ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۹ تنو ته رسیږي، د هرات د اسلام کلا له لارې او د ۱۲۸۰ مساپرو په ګډون ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنو ته رسیږي، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستتنه شوي دي.

یاد کمیسیون همدارنګه ویلي، چې تېره ورځ ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه وو د کندهار د سپین بولدک او ۷۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰۰ تنه وو د ننګرهار د تورخم له لارې له پاکستان څخه راستنې شوې دي.

یاد کمیسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال یې په لنډمهالو میشتغالو کې ځای پرځای کړي او یو شمېر یې خپلو اصلي مېنو ته لیږلي دي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په تورخم کې د عمري میشتغالي د مسوول له قوله خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱۲ ټاکل شویو کمېټو د خوراکي توکو، روغتیا، ټرانسپورټ، مخابراتو، ثبت، اسنادو او پوهاوي برخو کې خپل خدمات ۲۴ ساعته کړي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم تورخم ته له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو په موخه سفرونه کړي دي.

پر همدغه مهال د پښتونوخوا ایالت د کورنیو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې نن له سیال کوټ، ګوجروانوالې، راولپنډۍ، پېښور، اټک او خانوال څخه ۱۲۴۵ تنه افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکسان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو پرمهال په تېره یوه اونۍ کې ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په جاپان کې یو ۶۶ کلن افغان د جنسي ځورونې په تور نیول شوی

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

د جاپان د هوکایدو ولایت پولیسو د توماکومای ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د یوې ښځینه کارکوونکې د جنسي ځورونې په تور یو ۶۶ کلن افغان وګړی نیولی دی. د رپوټ له مخې، دغه پېښه پرون د اپرېل پر اتمه د ماسپښین ۱۲ بجو شاوخوا شوې.

رپوټ وايي، چې دغه سړی د پلورنځي یوې شاوخوا ۳۰ کلنې ښځینه کارکوونکې ته له شا ورنږدې شوی او دواړې اوږې یې ور ټینګې کړې دي.

د هوکایدو د فرهنګي رسنۍ د رپوټ له مخې، یاده ښځه په فزیکي توګه نه ده ژوبله شوې.

پولیس وايي، وروسته له دې چې یاد افغان لومړی د پلورنځي له ساحې ووت، وروسته بیا راغی، خو د پلورنځي یوه ساتونکي پولیسو ته زنګ وواهه او هغوی یې پرې خبر کړل.

رپوټ وايي، پولیس زر سیمې ته ورسېدل، پلټنه یې وکړه او د جرم له مستند کېدو وروسته یې یاد کس ونیوه.

رپوټ وايي، چې دغه ۶۶ کلن افغان خپل جرم منلی او ویلي یې دي، « هو، ما دا کار کړی دی».

پولیسو ویلي چې له یادې ښځې سره د تورن هیڅ پخوانۍ پېژندګلوي نه وه او اوس هڅه کوي د دغه عمل انګیزه او نورې احتمالي ورته قضیې هم وڅېړي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې یاد افغان د نوموړې ښځې پر اوږو له لاس اېښودو څه هدف درلود.

په ازبکستان کې د افغانانو لپاره د غاښونو ۲۰ کلینیکونه پرانېستل کېږي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د روغتیا وزارت او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د هوکړې له مخې، په ترمذ ښار کې د افغانانو لپاره شاوخوا ۲۰ د غاښونو درملنې کلینیکونه پرانیستل شي.

د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس داورون واخابوف او د طالبانو د روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ترمنځ د لیدنې پر مهال د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، په ځانګړي ډول د غاښونو درملنې او درمل جوړونې په برخو کې ګډو پروژو باندې بحث شوی دی.

ازبکستانۍ رسنۍ وايي، طالبانو وړاندیز کړی، چې په ترمذ ښار کې د افغان غاښ ډاکټرانو (ډنټیسټانو) روزنه پیل شي او همداراز د غاښونو خدماتو شبکه پراخه شي.

د دغو کلینیکونو د پرانیستلو ترڅنګ طالبانو د ازبکستان د درملو صادراتو ته هم لیوالتیا ښودلې ده.

د ازبک سوداګرو له لوري وړاندیز شوی، چې په افغانستان کې د درملو د ثبت پروسه ساده شي او د یوه ځل وارداتو سیستم معرفي شي.

اټکل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو او طبي وسایلو صادراتو ارزښت د کال تر پایه ۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

پاکستاني طالبانو د ټانک ضد لارښود توغندي ترلاسه کړي دي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ ده نیوز انټرنشنل خبر ورکړی، چې تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» ډلې د امریکا جوړ شوي (FGM-148 Javelin) د ټانک ضد لارښود توغندي او پرسونل ضد توغندي ترلاسه کړي دي.

له ټي ټي پي سره د تړلې یوې ډلې «فتن الخوارج» له‌خوا خپره شوې ویډیو کې د راپور له مخې د دوی غړي د پرمختللو جیولین توغندیو سره روزنه ښیي.

جیولین د ټانک ضد لارښود توغندی دی. چې د ودانیو، تل‌خونو او یا چورلکو په نښه کولو کې هم کارول کیدی شي.

دا توغندی له ډزو وروسته په اتومات ډول خپله موخه پیدا کوي او له منځه وړي.

له همدې امله د متحده ایالاتو پوځ د دې توغندي د خورا دقیق لارښود سیسټم په اړه وايي: «ډز پرې وکړئ او د بل څه په اړه فکر مه کوئ.»

ویل کېږي چې د هر یوه جیولین توغندي بیه دوه لکه امریکایي ډالرو څخه ډیره ده.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان واک بیا ځلې تر لاسه کړ، د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د امریکا له وتلو وروسته تر ۱۰۰ ډېر جیولین توغندي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي ده نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې د جیولین توغندیو د شتون په اړه کره شواهد نشته.

هغه دا هم وویل: «اصلي اندیښنه دا ده چې ترهګر اوس د دې وړتیا لري، چې که وغواړي دا توغندي د پاکستان په هر ځای کې ځای په ځای کړي.»

د هغه په ​​وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د طالبانو د ناکامۍ ښکارندویي کوي، چې د امریکايي ځواکونو له خوا پرېښودل شوې وسلې یې خوندي نه شوې کړای.

د پاکستاني چارواکو په وینا، جیولین ته د ټي ټي پي لاسرسي دا اندیښنې راپورته کړې، چې دا توغندي د پاکستاني پوځي پوستو په نښه کولو او پر ډیورنډ کرښه د کټارو د ماتولو لپاره کارول کیدی شي.

د پاکستان امنیتي سرچینو دا هم ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان سره د تړلو ډلو لخوا د دا ډول پرمختللو وسلو درلودل او ممکنه کارول په سیمه کې د ګواښ کچه د پام وړ زیاته کړي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دې ډول توغندیو ته د وسله والو لاسرسی په پاکستان کې تاوتریخوالی زیاتولی شي.

دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو محمد اسحاق ډار او مارکو روبیو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مارکو روبیو په افغانستان کې د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او وسلو د مسلې د حل پر اړتیا هوکړه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان نه د دغه هېواد د پاتې پوځي تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې او پاکستان د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوي تجهیزات کاروي.

د پاکستان حکومت د ارشد «چای والا» شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کړل

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۷ GMT+۱

ياکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د نادرا دفتر او پاسپورټ چارواکو د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کړل. تر دې څو کاله وړاندې هم نادرا ویلي و، چې ارشدخان افغان دی.

ارشد خان هغه کس دی، چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د اسلام اباد په یوه بازار کې د «چای پلورلو» عکس په خواله رسنیو کې خپور شو او له هغه وروسته مشهور شو.
د نادرا او پاسپورټ چارواکي وایي، چې د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ یې له دوی سره د اسنادو نه شریکولو له امله لغوه کړي دي.
ارشد خان هم د خپل شناختي کارت او پاسپورټ د لغوه کېدو له امله د وکیل عمر اعجاز ګېلاني له لارې د لاهور سترې محکمې ته شکایت کړی دی.

له بل پلوه د لاهور سترې محکمې د ارشد خان د شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کېدو په اړه له نادرا او کډوالۍ څانګې راپور غوښتی دی.
تر دې څو کاله وړاندې هم داسې اوازې خپرې شوې، چې ګوندې ارشد خان افغان وګړی دی.
د اسلام اباد په یکشنبې بازار کې چای پلورونکي ارشد خان هغه مهال شهرت ترلاسه کړ؛ کله چې یوه مېرمنه د هغه له نیلي سترګو متاثره شوه او د هغه عکس یې په خواله رسنیو کې خپور کړ.

100%


ارشد هغه مهال په خواله رسنیو کې د خپلو نیلي سترګو او شخصیت له امله شهرت ترلاسه کړ او د همدې شهرت له امله هغه پاکستاني ډرامو او فلمونو ته لاره وموندله.
هغه مهال جیونیوز راپور ورکړی و، چې د نادرا د معلوماتو له مخې ارشد خان د پاکستان شناختي کارت نه لري او هغه افغان دی.
د راپور له مخې، ارشد خان هغه مهال ان د افغان کډوالۍ کارت هم نه لاره او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه.
د نادرا چارواکو هغه مهال ویلي و، چې ارشد خان د افغانستان له کندهار ولایت څخه دی او پلار یې باز محمد دوه ځله واده کړی دی.
د جیونیوز د دغه پخواني راپور له مخې، هغه مهال ارشد خان د جعلي اسنادو پر بنسټ د موسی خېل په نوم د پاکستان شناختي کارت او پاسپورټ ترلاسه کړ؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه افغان دی.
ارشد خان هغه مهال د افغان تابعیت په اړه راپورونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې هغه د پاکستان له مردان څخه دی او پلار یې په سرګودها کې زېږېدلی دی.

طالبان د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره سبا پنجشنبه ۲۰ میلیونه ډالره لیلاموي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا پنجشنبه د وري ۲۱مه نېټه ۲۰ میلیونه امریکایي ډالره لیلاموي. دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي، چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو ۲۰ میلیونه ډالرو د لیلام موخه د اسعارو په بازارونو کې د افغانیو پولي ثبات ساتل په ګوته شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

د طالبانو واک لاندې د افغانستان بانک په داسې حال کې د ډالرو د لیلام خبر ورکوي، چې دغه بانک تېره یکشنبه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت راټیټولو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره پلورلي وو.

د یادونې وړ ده، چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هغه وخت راټیټ شو، کله چې پر دغې ډلې د امریکا له‌خوا اونیزې ۴۰ میلیوني کڅوړې بندې شوې.

د دغو کڅوړو له بندېدو سره جوخت د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۵ څخه تر ۸۵ افغانیو پورته شوه.

په اوس مهال کې طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې لپاره نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي، ترڅو د اسعارو په بازارونو کې پولي ثبات وساتي.

دغه بانک نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۲،۵۸ افغانیو او د یوې یورو پر وړاندې د ۷۸.۸۳ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.