• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني نوی حکومت د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې سخت دریځ نیسي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د جرمني راتلونکي ایتلافي حکومت، چې محافظه‌کار ګوندونه او سوسیال‌ډیموکراتان پکې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د ناقانونه کډوالۍ د محدودولو لپاره پر یو لړ اقداماتو هوکړه کړې ده.راتلونکی حکومت غواړي سوریې او افغانستان ته د کډوالو استول پيل کړي.

په دغو اقداماتو کې له پولو نه د پناه غوښتونکو ردول، سوریې ته د مهاجرو استول اسانه کول او د کورنیو د یو ځای کېدو پروګرام ځنډول شامل دي.

د ایتلاف د تړون له مخې، هغه کسان چې د فرعي خوندیتوب حالت لري، د هغوی لپاره به د کورنیو یو ځای کېدو بهیر تر دوو کلونو ځنډول کېږي.

رویترز وايي، د کډوالو لپاره ټول فدرالي منل شوي پروګرامونه پای ته رسېږي او نوي پروګرامونه به نه جوړېږي.

په سند کې راغلي، پناه غوښتونکي به له اروپايي ګاونډیانو سره په همغږۍ د جرمني له وچو پولو ردېږي.

دا پرېکړې وروسته له هغه وشوې چې مهاجرت د جرمني په وروستیو ملي ټاکنو کې یوه مهمه موضوع وګرځېده، په ځانګړي ډول د ښي اړخو ګوندونو د ملاتړ له زیاتوالي او د یو شمېر مشهورو پېښو له امله چې کډوال پکې ښکېل وو.

راتلونکی حکومت غواړي چې سوریې او افغانستان ته د کډوالو استول پيل کړي، چې لومړیتوب به یې مجرمان او احتمالي خطرناک کسان وي.

دغه راز، د کډوالو لپاره له دریو کلونو وروسته د چټک تابعیت بهیر لغو کیږي، خو د تابعیت هغه اصلاحات چې د پخواني حکومت له خوا معرفي شوي، پر خپل ځای پاتې کیږي.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، ځینې اساسي وزارتونه د دواړو ګوندونو تر منځ ویشل شوي دي.

ایس پي ډي ته د مالیې، دفاع او عدلیې وزارتونه ورکول شوي دي. اتحادیې د کورنیو چارو او د بهرنیو چارو وزارتونه ترلاسه کړي دي.

په تړون کې د ډیجیټلي وزارت او د دولت مدرن کولو وزارت جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اقتصادي ناندرۍ؛ چین اعلان وکړ چې پر امریکايي توکو ۸۴ سلنه تعرفې لګوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۱

چین د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر امریکايي توکو لګول شوې نوې تعرفې به سر له سبا څخه عملي شي. چینايي چارواکو ویلي، چې د یادو تعرفو کچه به یې ۸۴ سلنه وي. له دې وړاندې پر امریکايي توکو د چین تعرفه ۳۴ سلنه وه.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د چین پر توکو له تعرفو لګولو وروسته چین هم پر امریکايي توکو د ۸۴ سلنه تعرفو لګولو اعلان وکړ.

د چین د مالیې وزارت ویلي، چې دغه تعرفې به سر له سبا څخه عملي شي.

پر همدغه مهال د چین سوداګرۍ وزارت ویلي، چې ۱۲ امریکايي شرکتونه یې د صادراتو د کنټرول او شپږ نور یې د «نامعتبره شرکتونو» نوملړ ته ور اضافه کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې د American Photonics او Novotech امریکايي شرکتونه چې د صادراتو د کنټرول نوملړ کې اضافه شوي له دې وروسته به یې د (ملکي او نظامي) توکو صادرول منع وي او دغه راز د «نامعتبره شرکتونو» په نوملړ کې شامل شوي Shield Al او Sierra Nevada Corporation شرکتونه به له چین سره د وارداتو، صادراتو او پانګونې حق له لاسه ورکړي.

د راپور له مخې، چین په دغه اقدام سره پر امریکايي توکو فشار زیاتوي او د اقتصادي تقابل بهیر ته یې نوی لوری ورکړی دی.

پر امریکايي توکو د چین له لوري د ۸۴ سلنې تعرفي لګولو پر نړیوالو مالي بازارنو هم منفي اغیزه کړې او د راپورونو له مخې د امریکا د ونډو بازار هم رالویدلی دی.

پر همدغه مهال د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسینټ له فاکس نیوز سره د خبرو پرمهال د چین د ۸۴ سلنې غچ اخیستونکې تعرفې اعلانول د خواشینۍ وړ موضوع بللې ده.

چین پر امریکايي توکو د تعرفې لوړولو اقدام په داسې حال کې وکړ، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر پر چینايي توکو له وړاندې ۲۰ سلنه لګول شوي تعرفو باندې ۳۴ سلنه اضافي تعرفې ولګولې او ټولې تعرفې یې ۵۳ سلنې ته لوړې شوې.

د ټکزاس یوه ښوونځي کې د افغان نجونو وهل؛ د امریکا–اسلامي اړیکو ټولنې د څېړنو غوښتنه کړې

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۱

د هیوسټن خبري اژانس د خبر له مخې، د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې ویلي، چې د مارچ په لومړیو کې د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د پاول ریور په عالي لېسه کې درې افغانې زده کوونکې په ډله ییز برید کې وهل شوې، او دوی یې د څېړنو غوښتونکي دي.

دغې شورا وویل: «چې د مارچ په درېیمه د شلو زده کوونکو یوې ډلې پر درېیو افغان نجونو چې په ښوونځي کې یې د غرمې ډوډۍ خوړله، برید وکړ،» او زیاته یې کړه چې برید کوونکو زده کوونکو د افغان نجونو د ځورولو لپاره پنسلونه کارولي دي.

د امریکا – اسلامي اړیکو ټولنې ویلي، چې یوه افغان زده‌کوونکې دومره سخته ډبول شوې چې څلور ورځې یې د ټکزاس د ماشومانو په روغتون کې تېرې کړې دي.

دغې ټولنې د نجونو د کورنیو په حواله ویلي، چې بریدګرو په تېروتنه کې پر افغان نجونو د ښوونځي د زده کوونکو تر منځ په عادي نښته کې د هغوی د نه پېژندلو او اسلامي حجاب لرلو له امله برید کړی دی.

د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د افغان نجونو د خوندیتوب، د پېښې په اړه د خپلواکې څېړنې او د هغو عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې، او همداشان یې د ښوونځي کارکونکي په خپلو دندو کې په پاتې راتلو تورن کړي.

په هیوسټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو د ټولنې مشر ویلیم وایټ وویل: «دا په بشپړ ډول د منلو وړ نه ده، چې په یو زده کوونکي دې په تاوتریخجن ډول برید وشي او بیا د هغه ادارې لخوا له پامه وغورځول شي چې د دوی ساتنه یې په غاړه ده.»

دغې ټولنې لیکلي: «دا نجونې د وېرې او اضطراب په حالت کې د ښوونځي هماغه چاپېریال ته د ستنېدو په حال کې دي، چېرته چې پر دوی سخت بریدونه شوي.»

د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د هیوسټن له ولسوالۍ څخه غوښتي، چې دغو درېیو افغان زده کوونکو د بل ښوونځي او خوندي چاپېریال ته د لېږدولو موافقه وکړي.

ټولنې همدارنګه د دې پیښې د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د رواني صدماتو د رسیدو له امله د مناسبو مرستو چمتو کولو غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې د امریکا-اسلامي اړیکو ټولنې د مارچ په میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي وو، «اسلام‌فوبیا په متحده ایالاتو کې تر بل هر وخت لوړه ده.»

د دغه راپور له مخې، د غزې د جګړې له پیل راهیسې په امریکا کې اسلام‌فوبیا په چټکۍ سره مخ پر چټکۍ ده.

ټرمپ له افغانستان پرته ځینې بهرنۍ مرستې بیا پیلوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د شپږو هغو سرچینو په حواله چې له دې مسلې سره اشنا دي راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې د متحده ایالاتو د بیړنیو خوراکي مرستو په ګډون د بهرنیو مرستو شپږ پروګرامونه بیا پیل کړي.

خو په راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې نه دی یاد شوی، چې د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه به په کې بیا پیل شي.

دغو شپږو سرچینو ویلي، د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادور ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې وه، چې د امریکا حکومت له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو یو شمېر پروګرامونه د دې اندېښنو له مخې ځنډولي چې دغه مرستې به د طالبانو په ګټه کارول کیږي.

د دې ادارې ویاندې ټامي بروس په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او په بشري فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې په اړه د اوږدې مودې اندېښنو وروسته شوې ده.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه اقدام د لوړ خطر په سیمو کې د مرستو د ویش د پراخې بیاکتنې یوه برخه ده.

بلخوا بیا ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د ټرمپ ادارې په ارام سمندر سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان لپاره څلور پروګرامونه بیا پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې د امریکا خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ټرمپ ادارې د افغانستان، یمن، سومالیا او سوریې په ګډون له څه باندې یوولسو هېوادونو سره د ژوند ژغورنې پروګرامونه پای ته رسولي چې ټولټال بودجه یې له ۱،۳ میلیارده ډالرو زیاته ده.

کرملین ماڼۍ: د روسیې او امریکا تر منځ د خبرو نوی پړاو به په ترکیه کې ترسره شي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د مسکو ټایمز خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې او امریکا تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.

دیمیتري پیسکوف د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې دغه غونډه به د اپریل په لسمه جوړه شي.

هغه وویل: «په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو استازي برخه ولري.»

پیسکوف د هغو موضوعاتو په اړه جزیات ورنه کړل، چې د روسیې او امریکا پلاوي به پرې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پانګونې لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کریل دیمیترییف امریکا ته له دوه ورځني سفر څخه تازه راستون شوی او ویلي یې دي، چې نوې خبرې اترې روانې دي.

نوموړي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته پوتین او ټرمپ دوه ځلې ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې او امریکايي چارواکو تر منځ لدې مخکې دوه عامه غونډې د مارچ په میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شوې وې.

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۶۰ کسان وژل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت ویلي، خبریال احمد منصور چې د دوشنبې په ورځ د سوېلي غزې په خان یونس کې د ناصر روغتون ته نږدې د رسنیو پر خیمه د اسراییلي برید پر مهال سخت سوځېدلی و، له سختو ټپونو وروسته مړ شو.

په غزه کې د ۱۷ میاشتو راهیسې روانه جګړه کې تر اوسه ۲۱۱ فلسطینی خبریالان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي؛ خو د غزې د حکومتي رسنیو دفتر وايي چې د وژل شمېر له ۶۱ زرو اوښتی دی.

بل لور ته د اسراییل لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او ټرمپ ویلي، چې د غزې جګړه ښايي ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې جبري بې‌ځایه کول او د جګړې دوام د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.