• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ له نړۍوالو اصولو جدي سرغړونې

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د بیان ازادي، د رسنیو فعالیتونه او د ښځو ونډه له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې ده. دا وضعیت نه یوازې د افغانستان د اساسي قانون له اصولو سره په ټکر کې دی؛ بلکې د نړۍوالو حقوقو په رڼا کې هم جدي سرغړونه ګڼل کېږي.

په دې تحلیل کې د نړۍوال عام قانون، بشري حقونو تړونونو او ځانګړو اعلامیو پر بنسټ دا ارزوو، چې طالبانو د بیان د ازادۍ په محدودولو سره کوم نړۍوال او عرفي قوانین تر پښو لاندې کړې دي.

د نړۍوال قانون مکلفیتونه او د افغانستان ژمنتیا
افغانستان د یوه هېواد په توګه باید یو شمېر نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه ومني، چې له امله یې په نړۍوالې ونډه کې موجودیت تضمینېږي.
دا چاره له لسګونو کلونو را په دېخوا را روانه ده؛ خو له بده مرغه د طالبانو په بیا ځل واک ته رسېدو سره یاد ټول مکلفیتونه تر پښو لاندې شوي دي.

د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR)
که څه هم دا اعلامیه د الزام وړ تړون نه ګڼل کېږي؛ خو د عرفي نړۍوال قانون حیثیت لري او د نړۍ ټولو دولتونو ته د تطبیق وړ ارزښت لري.
د دغې اعلامیې ۱۹مه ماده حکم کوي: “هر انسان د عقیدې او د هغې د اظهار حق لري، چې پکې له مداخلې پرته د نظر درلودو او د معلوماتو ترلاسه کولو او خپرولو ازادي شامله ده.”
خو طالبان بیا په افغانستان کې د انتقادي نظریاتو بیان مجازات کوي، رسنۍ یې سانسور کړي دي او د معلوماتو د خپراوي پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي، چې د یادې مادې ښکاره نقض دی.

د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق (ICCPR)
افغانستان د دغه تړون غړی دی او د دولتونو د تسلسل د اصولو له مخې، هر نوی واکمن یا نظام مکلف دی د تېر دولت له ژمنو سره وفادار پاتې شي.
د دغه میثاق ۱۹مه ماده وايي، چې د سرحدونو له پام پرته هر انسان د نظر او بیان ازادي لري او محدودیتونه باید قانوني، ضروري او مشروع هدف ولري.
خو طالبانو له شفاف قانون او قانوني دلایلو پرته د بیان ازادي محدوده کړې، چې نه ضروري ده، نه مشروع ده او نه هم متناسبه ده.

د ښځو پر ضد د تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW)
افغانستان د دې کنوانسیون غړی پاتې شوی او د عرفي نړۍوال قانون له مخې، دولتونه د ښځو د برابر ګډون د تضمین مکلفیت لري.
د دغه کنوانسیون په اوومه ماده کې راغلي، چې ښځې باید د عامه ژوند، سیاست، رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو مساوي حق ولري.
خو په افغانستان کې بیا ښځینه خبریالانې له کاره شړل شوي، په رسنیو کې د هغوی پر غږ او څېرې بندیز لګول شوی او د هغوی پر اظهار نظر هم بندیزونه لګېدلي، چې د دې کنوانسیون ښکاره نقض دي.

د بیان ازادۍ ته د نړۍوال ملاتړ اصول
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تل ټینګار کړی، چې دولتونه مکلف دي، څو د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي؛ خو طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یاد ټینګار له پامه غورځولی دی.
د یونسکو اعلامیه پر دې ټینګار کوي، چې د رسنیو، ژورنالیستانو او د بیان ازادۍ ته مداخله باید د قانون له مخې، مشروع او متوازنه وي؛ خو طالبان نه یوازې دا چې اساسي قانون او مشروع نظام نه لري، په جبري ډول د بیان ازادي ګواښي.
په افغانستان کې طالبانو د خبریالانو د فعالیت لپاره خوندي چاپېریال نه دی برابر کړی، هغوی یې نیولي، شکنجه کړي او د ښځو ژورنالیستکي فعالیتونه یې منع کړي دي.


د معلوماتو د لاسرسي نړۍوال اصل
په نړۍ کې معلوماتو ته لاسرسی یو نړۍوال او مهم اصل دی، چې پالل یې د هر دولت دنده او مسوولیت دی.
د معلوماتو ترلاسه کول، شریکول او رسنیو ته لاسرسی، د یوه مسوول حکومت بنسټیز اصل ګڼل کېږي؛ خو طالبان انټرنټ بندوي، ټولنیزې رسنۍ فلټر کوي، د ټولنیزو رسنیو پر یو پوسټ هم د ټولنیزو رسنیوکارکوونکي شکنجه او زنداني شوي او معلومات د یوې ډلې تر کنټرول لاندې راولي، چې دا کار د نړۍوالو اصولو خلاف دی.


د مسوولیت اصل (State Responsibility)
د نړۍوال قانون له مخې، که یو دولت یا هغه څوک چې د دولت په ځای واک چلوي
(de facto authorities)، نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي، نو مسوولیت به یې پر همدې واکمن جوړېږي.

دا پکې شامل دي:
د سرغړونو مستند کول
د جبران مکلفیت
د نړۍوالو فشارونو منل
طالبان که څه هم په رسمي ډول د افغان دولت نړۍوال استازیتوب نه لري، خو د واک تمرکز او بشپړه ولکه د دې لامل شوې چې د دغه مسولیت وړ وګرځي.

پایله
دا مهال په افغانستان کې طالبان د نړۍوالو حقوقي مکلفیتونو په وړاندې په څرګند نقض مرتکب شوي دي.
هغوی نه یوازې د بیان د ازادۍ نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د ښځو پر بنسټیزو حقونو یې هم تېری کړی دی.
د دوی دا کړنې د نړۍوالو قوانینو، اعلامیو او کنوانسیونونو د نقض نمونې دي او نړۍواله ټولنه باید دا سرغړونې د حقوقي مسولیت له زاویې وڅاري، مستندې یې کړي او د فشار ټولې قانوني وسیلې پر طالبانو وکاروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

معصوم ستانکزی: د طالبانو رهبرۍ ثابته کړه چې له خلکو او نړۍ سره تعامل نه کوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخوانی مشر محمد معصوم ستانکزي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو رهبري د افغانستان خلکو او نړۍ ته ثابته شوې، چې په کور دننه او نړۍوالو سره تعامل نه کوي.

د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي دغه پخواني مشر پر نړۍوالې ټولنې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې نړۍوالو ورسره کړې ژمنې پوره نه کړې او هم ګاونډیانو غوښتل چې په افغانستان کې یو مشروع نظام سقوط وکړي، چې له امله یې اوس دوی له سخت حالت سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو مشران د خپلو استازو خبرې نه مني او هغه ژمنې یې چې په قطر کې کړې وې، عملي کړي یې نه دي.

ستانکزي زیاته کړه: “که چېرې طالبانو په تېرو درېیو یا څلورو کلونو کې د مشروع نظام لپاره زمینه برابره کړې وای اوس به هېڅ ستونزه نه وه”.

د هغه په خبره، طالبانو د زور له لارې د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړه، ځکه چې دغې ډلې غوښتل په نړۍواله کچه د افغانستان رسمیت له منځه ولاړ شي او دغه هېواد له یو بل ناورین سره مخ شي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې که غواړي په افغانستان کې د یو ناروین مخنیوی وکړي نو اړتیا ده چې د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابر کړي؛ خو که داسې ونه کړي د افغانستان بحران به لا پیاوړی شي.

نېږدې څلور کاله پوره کېدونکي دي چې پر افغانستان طالبان واکمن شوي او د واکمنۍ له پیله ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پر دغې ډلې غږ کړی، چې په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي؛ خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي چې دا د دوی داخلي چاره ده.

حنفي: د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر محمدخالد حنفي په کابل کې د دغې ډلې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي.

په هغه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) خپور کړی، حنفي طالب چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې د بیت‌المال په کارونه کې احتیاط وکړي.

نوموړی وايي: «ماموریت کافران هم ترسره کوي، ماموریت مشرکان هم ترسره کوي، ماموریت یهودان هم ترسره کوي، ماموریت عیسویان هم ترسره کوي، ماموریت هندوان او سېکان هم ترسره کوي؛ خو هغوی د چهارپا (ځناور) په شان دي. هغوی د قران او او شریعت خلاف نظر لري.»

همداراز، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر، محمد خالد حنفي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې خپل فکرونه د طالبانو له شریعت سره سم برابر کړي.

حنفي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په خپل راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

په راپور کې راغلي و، چې مذهبي اقلیتونه په افغانستان کې د خپل خوندي‌توب په تړاو اندېښمن دي او د شکنجې له ګواښه محاکمې ته د شکایت په صورت کې وېره لري.

د یادونې ده، چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو خوندي‌توب ته پاملرنه وکړي.

پر رسنیو د بندیزونو پراخېدل؛ جوزجان کې طالبانو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدل بند کړل

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست د رسنیو مسوولانو ته امر کړی، چې د ژوندیو موجوداتو د انځور او فلم له خپرېدو دې ډډه وکړي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ډلې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) ویلي، د انځور د خپرېدو بندیز د دغې ډلې د مشر امر دی او هېڅوک حق نه‌لري چې سرغړونه ترې وکړي.

د جوزجان ولایت د امربالمعروف ریاست د یوه مکتبوب او د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دغه ریاست د دې اونۍ په پیل کې د ولایتي اداري د غونډې پرمهال د سیمه‌ییزو رسنیو له‌خوا د ژوندیو موجوداتو انځورونو د خپرېدو بندیز غوښتنه کړې وه.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې دغه بندیز سره له نن څخه پر رسنیو او دولتي بنسټونو پلي شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې دا بندیز اوس‌مهال د دغه ولایت پر دولتي رسنیو پلي شوی او په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر مشر ټینګار کړی، چې دا بندیز به په پلازمېنه کې د دې ډلې د چارواکو له امر وروسته د ولایت پر خصوصي رسنیو پلي شي.

په هغه مکتبوب کې چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، راغلي دي: «په جوزجان کې امارتي یا غیرامارتي (غیردولتي) ادارې مکلفې دي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو ډډه وکړي او د نشرېدو په صورت کې به لویه ګناه ترسره کوي.»

طالبانو د وري په ۸مه د کندهار، نیمرور، بدخشان، تخار او بغلان په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرېدو بندیز ولګاوه.

د افغانستان د بیان ازادۍ خونې خبرداری ورکړی و، چې پر رسنیو د طالبانو دوامداره بندیزونه کولای شي په ټولو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو مخه ونیسي.

د افغان خبریالانو مرکز د وري په اتمه ویلي، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو بندیز غځول شوی او تر اوسه پورې دغه بندیز د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې پر رسنیو پلي شوی دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر غړو تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدل منع کړي وو.

د ایران د خراسان رضوي والي سبا هرات ته سفر کوي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي والي وايي، چې د ریل پټلۍ لارې او سرحدي بازارګوټو د ښه والي لپاره سبا د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته سفر کوي.

سید محمد رضا هاشمي د جنوبي خراسان په سربیشه کې د ریل پټلۍ د لیدو پرمهال وویل، چې په دغه ولایت کې ددوی لومړیتوب د رېل پټلۍ او د سرحدي بازارګوټو پراخول دي، چې په دې تړاو غواړي سبا افغانستان ته سفر وکړي.

نوموړي وویل، چې د هرات او فراه ولایتونو د والیانو په ګډون له بېلابېلو اقتصاد ډلو سره ناستې لري.

هاشمي وايي، چې دا چاره د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي لپاره مهمه ده، ځکه دده په وینا، افغانستان ته د ایران ۳۸ سلنه صادارت د ماهیرود د پولې لارې کیږي.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، نوموړی وايي، چې دا سفر به ددغو صادراتو د لاښه والي په برخه کې ګټور تمام شي.

اسراییل وايي تېر کال یې د یوه افغان په ګډون له ۲۷زرو ډېر کډوال منلي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۳۱ GMT+۱

د اسراییل د کډوالو وزارت وايي، چې تېر کال یې له افغانستان، روسیې، امریکا، فرانسې، اوکراین، سویلي کوریا، کینیا او زامبیا څخه له ۲۷ زرو ډير کډوال منلي دي.

د اسراییل د کډوالو وزارت د چهار شنبې په ورځ د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۷ زره څخه ډیر کډوال منلي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په یادو کډوالو کې د ډاکټرانو، انجنیرانو، هنرمندانو په ګډون د بېلابېلا مسلکونو کسان شامل دي او د اسراییل په ۲۸۶ بېلابېلو سیمو کې میشت شوي دي.

د اسراییل د کډوالو وزارت وايي، ۱۵۱۸۸ تنه له روسیې، ۳۲۰۹ تنه له امریکا، ۲۲۶۵ تنه له فرانسې او ۸۷۸ تنه له اوکراین او له افغانستان، سویلي کوریا، کینیا او زامبیا هېوادونو څخه یې یوـ یو کډوال منلي دي.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، یادو کډوالو کې ۱۶ سلنه یې ځوانان دي، چې عمرونه یې د ۲۵ او ۳۴ کلنو ترمنځ دي او پاتې نور یې د پاخه عمر لرونکي کسان، ماشومان او ښځې دي.