اسراییل وايي تېر کال یې د یوه افغان په ګډون له ۲۷زرو ډېر کډوال منلي

د اسراییل د کډوالو وزارت وايي، چې تېر کال یې له افغانستان، روسیې، امریکا، فرانسې، اوکراین، سویلي کوریا، کینیا او زامبیا څخه له ۲۷ زرو ډير کډوال منلي دي.

د اسراییل د کډوالو وزارت وايي، چې تېر کال یې له افغانستان، روسیې، امریکا، فرانسې، اوکراین، سویلي کوریا، کینیا او زامبیا څخه له ۲۷ زرو ډير کډوال منلي دي.
د اسراییل د کډوالو وزارت د چهار شنبې په ورځ د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲۷ زره څخه ډیر کډوال منلي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په یادو کډوالو کې د ډاکټرانو، انجنیرانو، هنرمندانو په ګډون د بېلابېلا مسلکونو کسان شامل دي او د اسراییل په ۲۸۶ بېلابېلو سیمو کې میشت شوي دي.
د اسراییل د کډوالو وزارت وايي، ۱۵۱۸۸ تنه له روسیې، ۳۲۰۹ تنه له امریکا، ۲۲۶۵ تنه له فرانسې او ۸۷۸ تنه له اوکراین او له افغانستان، سویلي کوریا، کینیا او زامبیا هېوادونو څخه یې یوـ یو کډوال منلي دي.
د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، یادو کډوالو کې ۱۶ سلنه یې ځوانان دي، چې عمرونه یې د ۲۵ او ۳۴ کلنو ترمنځ دي او پاتې نور یې د پاخه عمر لرونکي کسان، ماشومان او ښځې دي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراجالدین حقاني له هبتالله اخوندزاده سره د لیدو غوښتنه نه وه کړې، بلکې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د منځګړيتوب له لارې دغه لیدنه ترسره شوې.
د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزیر له خوا د ګومارنو د ځانګړي کمیسیون د جوړولو غوښتنه رد کړې ده.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو لوړپوړي امنیتي چارواکي، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق، کندهار ته لاړل او له هبتالله اخوندزاده سره یې ولیدل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و چې سراجالدین حقاني هم په دې امنیتي غونډه کې ګډون کړی او خپل رپوټ یې د طالبانو مشر ته وړاندې کړی دی.
خو سرچینو تایید کړې چې سراجالدین حقاني د یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په هڅو غونډې ته حاضر شوی و، نه د خپلې خوښې له مخې.
حقاني له دې ناستې مخکې د اوږده وخت لپاره ځان منزوي کړی و او لږ تر لږه دوه میاشتې یې د هبتالله اخوندزاده په مشرۍ هیڅ غونډه کې ګډون نه و کړی.
سرچینې وايي چې د طالبانو مشر د حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق تر مشرۍ لاندې ځانګړي کمیسیون د جوړېدو مخالفت کړی. همداراز د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقوقو په اړه اختلافات هم لا پر خپل ځای پاتې دي.
د سرچینو په وینا، هبتالله اخوندزاده په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې « زه د هېڅ شي په اړه معامله نه کوم. دا زما پرېکړه ده، زه امیر یم او باید زما خبره ومنل شي».
دا لیدنه د جمعې په شپه، د وري میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شوې وه او د بېباورۍ او اختلافاتو د کمولو هڅې هم پکې شوې دي.
همداراز، سرچینو تایید کړې چې عبدالحق وثیق له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې د حقاني او هبت الله اخوندزاده ترمنځ منځګړيتوب وکړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته هغه سرښوونکی احضار کړی، چې له زده کوونکو سره یې تاوتریخوالی کړی او د هغوی ويښتان يې پرې کول. د غازې لېسې دغه سرښوونکي محمد ذاکر په یوې ويډيو کې ویلي، چې هغه دا کار په خپل سر کړی.
د طالبانو امربالمعروف وزارت پر خپله اېکس پاڼه د کابل د درېيمې ناحيې د غازي لېسې د سرښوونکي محمد ذاکر ویډيو خپره کړې، چې د هغه په وینا په خپل سر يې له زده کوونکو سره ناسم چلند کاوه او د هغوی ويښتان يې پرې کول.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د یاد سرښوونکي د ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې هغه پر دغه کار بښنه غوښتې ده.
نوموړي په دې ویډيو کې ویلي: «زه په خپل دغه کار پښېمانه یم، دا ما د اصلاح لپاره خپلسري کړې او د طالبانو د حکومت پالیسي نه ده.»
د هغه په خبره، د طالبانو امربالمعروف وزارت په ورته برخه کې ورته سپارښتنې کړې او بیا به دا غلطي تکرار نه کړي.
پر طالبانو نیوکې کيږي، چې په ښوونځيو کې ورته چارې کوي، چې ډېری يې له مطبوعاتو څخه پټې دي.

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته پیل شوې او سبابه هم روانه وي. په دې ناسته کې په افغانستان کې د مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ په اړه بحث کیږي.
په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته نن او سبا په استانبول کې دوام لري.
سفارت دا غونډه د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو د بحث او همداراز په افغانستان کې د مرستندویه چارو د همغږۍ په موخه مهمه بللې ده.
د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازي، نړیوال مالي بنسټونه او د یوناما چارواکي ګډون لري.
دغه غونډه په داسې مهال تر سره کیږي، چې دوه ورځې وړاندې یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دمګړی د افغانستان ۲۲،۹ میلیونه وګړي مرستو ته ته اړتیا لري او پر مرسته کوونکو هېوادونو یې غږ کړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د خلکو لپاره خپل مهم ملاتړ ته دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اندریکا راټوټا ویلي، چې له بې وزلۍ څخه د افغانانو د خلاصون لپاره باید « د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې سرچینې او لارې ولرو.»
د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د بشري او اساسي اړتیاوو په سکتورونو کې مرستندویه شریکانو ۳،۲۱ ملیارد ډالر چمتو کړل.
یوناما ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال کلنيو پایلو راپور به په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډې کې خپور کړي.

د ایران د نرسانو یا روغتیاپالانو سازمان وايي چې د دغه هېواد روغتونونه د نرسانو له کمښت سره مخ دي او دا تشه اوس د بهرنیو، په ځانګړي ډول افغان نرسانو له لوري ډکېږي، چې قانوني جواز نه لري.
رپوټونه وايي، چې لږ تر لږه ۳۰ بهرني روغتیاپالان، چې قانوني اسناد نه لري، د تهران په یوه روغتون کې کار کوي.
د ایران د نرسانو سازمان رییس احمد نجاتیان ویلي چې زیاتره دغه نرسان افغانان دي، خو په ایران کې زېږېدلي او هلته یې زدهکړې کړې دي، خو د کار کولو رسمي جواز نه لري.
هغه ټینګار کړی چې د اوسني قانون له مخې، بهرني نرسان باید د کار وزارت له لارې اجازهلیک تر لاسه کړي.
هغه وویل: «موږ له دې ستونزې سره مخ یو چې زموږ نرسان بهر ته کډوال کېږي او دې کار موږ له جدي کمښت سره مخ کړي یو. له بلې خوا، هغه بهرني نرسان چې اوس دلته کار کوي، زیاتره افغانان دي، چې همدلته زېږېدلي او د ایران په پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي».
نجاتیان وویل، د کار د قانون له مخې، دا نرسان باید د کار وزارت له لارې د کار اجازهلیک ترلاسه کړي، څو په روغتونونو کې تر یوې ټاکلې مودې کار وکړای شي.
د ایراني رسنیود رپوټونو له مخې، هغه ویلي: «د دې پروسې د نه تطبیق له امله ځینې د کار مالکان دا بهرني نرسان غیرقانوني ګوماري. دا حالت د دوی د معاشونو، بیمې او قانوني مسوولیتونو له پلوه جدي ستونزې پیدا کوي».
نجاتیان وویل، چې ځینې کسان د روغتیاپالنې محصلان دي یا د طب نورو برخو زده کوونکي دي، چې په شخصي سکټور کې کار کوي.
ایراني چارواکي اوس هڅه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره نوي مقررات وضع کړي.
د نرسانو سازمان د ایران له پارلمان څخه غوښتي چې د نرسانو د مسلکي اسنادو ارزونه جدي ونیسي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وايي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي. نوموړي د خپلي ډلې د پېښور له کونسل سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانان «د دین او اسلامي خاورې د ساتلو لپاره کډوالۍ ته اړ شوي.»
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوی عبدالکبیر د چار شنبې په ورځ په خپل دفتر کې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو په پېښور کې د طالبانو له کونسل حافظ محب الله سره کتلي.
محب الله د کډوالو طالب وزیر ته د ستونزو د راپور ورکولو ترڅنګ له پاکستان څخه د کډوالو ایستلو لړۍ نامناسبه او دردوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغان کډوال تر ډيورنډ کرښې د رسېدو لپاره له سختو مالي زیانونو سره هم مخ دي.
مولوي کبیر په دې ناسته کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند له اسلامي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی او زياته کړې یې ده چې «افغانان د دین او اسلامي خاورې ساتلو لپاره مهاجرت ته اړ شوي خو د افغان کډوالو پر وړاندې د اسلامي هېوادونو ظالمانه کړنې دردوونکې او د اندېښنې وړ دي. »
هغه د اسلامي هېوادونو نومونه نه دي یاد کړي، خو ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د شړلو څپه چټکه کړې ده.
کبير له ایران سره د کډوالو په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې او افغان کډوالو ته یې د مرستو پر جلب ټينګار کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
