• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او ایران پلاوي د خبرو اترو لپاره مسقط ته رسېدلي دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللي دي.

ښاغلي بقايي د ایران پر هوډ ټیګار کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د ایران واکمنۍ او ملي ګټو د ساتنې لپاره له ټولو ظرفیتونو څخه کار اخلي.

د فلایټ رایډر ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، له ایراني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویکټوف الوتکه هم عمان ته رسېدلې ده.

تیره ورځ د متحده ایالاتو د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته په عمان کې د امریکا او ایراني چارواکو ترمنځ د شنبې د ورځې د غونډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه غواړم چې ایران لا پیاوړی هیواد وي، خو دوی نه شي کولی چې اټومي وسلې ولري.»

یوې سرچینې چې له دې موضوع سره اشنا ده اکسیوس خبري اژانس ته وویل، «خبرې به په لومړي سر کې په غیر مستقیم ډول پیل شي او که لومړۍ ناسته مثبته فضا ولري، نو امکان لري چې دواړه خواوې به د ورځې په وروستیو کې مستقیمو خبرو ته داخل شي.»

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

دغه ایراني چارواکي وویل: د دغو خبرو اترو موده چې یوازې د اټمي مسلې په اړه به وي، د امریکايي لوري په جديت او ښه نیت پورې اړه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون جرمني کې لاریون کوو

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستل کیدو‌ په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې نن د شنبې ورځ لاریون ترسره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په جرمني کې مېشتو افغانانو باندې غږ کړی، چې په دغه لاریون کې برخه واخلي او له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو بهیر دې وغندي.

هغه زیاتوي: «نن مازدیګر له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې د بر وطن افغانانو د ظالمانه ویستلو پر ضد لاریون کېږي.»

د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

همدا راز په هالنډ کې هم یو شمېر افغانانو خبر ورکړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) هم په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان کډوالو د ایستل کیدو په غبرګون کې لاریون کوي.

د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ ادارو له لوري هم د پاکستان دغه اقدام غندل شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګدون ګڼو بشري ادارو له پاکستان نه غوښتي چې ژر تر ژره دې په زوره د افغانانو د ایستل کیدو روانه لړۍ ودروي، خو ښکاري چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او د خپلې تګلارې له مخې یې دا بهیر لا ګړندی کړی دی.

افغان کډوال داسې مهال له پاکستان نه ایستل کېږی، چې په افغانستان کې د دغو ستنیدونکو لپاره طالبان په کافي شان تدابیر نه لري.

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ د دوام په لړ کې ویره شته، چې د دغو ستنیدونکو له تګ سره سم به دغه ناورین لا پسې ډېر شي او د لوږې کچه به هم ورسره لوړه شي.

د دغو کډوالو تر ستنیدو دمخه د طالبانو په واکمنۍ کې د روزګار کچه په بې سارې توګه راکمه شوې او اندېښنې شته، چې دغه ستنیدونکي به هم د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

فدرالي قاضۍ: د ټرمپ د هغې پرېکړې مخه نیسم چې د ۴ هېوادو د وګړو لنډمهاله اقامت پای ته رسوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه به د ټرمپ ادارې ته دا اجازه ورنه کړي، چې د لنډمهالي قانوني خوندیتوب درلودونکو کیوبا، هایتي، نیکاراګوا او وینزویلا هېوادونو وګړو ته له امریکا څخه د وتلو امر وکړي.

اندرا تلواني چې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضۍ دي وویل: «هغه به د یادو شویو څلورو هېوادونو له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډیرو وګړو ته تر هغې په امریکا کې د پاتې کېدو امر صادر کړي، چې ترڅو یې قضیې بل پړاو ته نه وي تللي.»

هغه د اورېدنې په لړ کې په مکرر ډول د حکومت د ادعاو په اړه نیوکې وکړې، او ویې ویل چې د ټرمپ ادارې د دغې پرېکړې له امله هغه وګړي، چې په قانوني توګه یې د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام ترلاسه کړی، اوس د هر څه له لاسه ورکولو د کواښ سره مخامخ دي.

مېرمن تلواني وویل: «د دغه پروګرام پای ته رسولو تشریح د قانون څخه په ناسم تعبیر ولاړه ده، د ستونزې اساسي ټکې دا دی، چې د دغو وګړو د مافیعت موده راکمه کړای شوې ده، مونږ باید یوه معقوله پرېکړه وکړو.»

د هایتین برج الاینس کډوالۍ مدافع وکیلانو ټولنې مشر ګورلین جوزف وویل، چې په دې پروګرام باندې بریدونه د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د ادارې له ستراتیژۍ سره په تضاد کې دي.

جوزف وویل: «موږ دلته د خلکو کیسې اورو چې په غیر قانوني توګه راځي او د ټرمپ اداره غواړي چې غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.خو موږ نن په ښکاره وینو چې داسې نه ده. ان هغه خلک چې قانوني حیثیت لري، مالیه ورکوي او کار کوي تر برید لاندې دي.»

بلخوا بیا د حکومت وکیل، براین وارډ، په محکمه کې استدلال کړی چې حکومت به د دې وګړو ستنولو ته لومړیتوب ورنه کړي.

د دغه پروګرام پای ته رسول په دې معنا نه دي، چې دا اشخاص د کډوالۍ په نورو پروګرامونو کې برخه نه شي اخیستلی.

د یادولو وړ ده، چې تیره میاشت، د ټرمپ ادارې د سلګونو زرو کیوبایانو، هایتیانو، نیکاراګوانانو او وینزویلا قانوني خوندیتوب لغوه کړل، او د دوی لپاره یې په ۳۰ ورځو کې د احتمالي اخراج قضیه ترتیب کړه.

ترکیه کې محکمې د یوه افغان کارګر د وژلو په قضیه کې تورنو کسانو ته د بند سزا واوروله

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

د ترکيې زونګلدک ښار يوې محکمې د افغان کارګر وزير محمد نورتاني د وژنې تورنو کسانو ته د محکمې وروستی حکم صادر کړی. په دې قضيه کې شپږ ښکېلو کسانو ته له يو کال او اته مياشتو نيولې تر پنځو کلونو او اته مياشتو پورې د بند سزا ورکړل شوې.

دغه حکم يو کال او پنځه مياشتې وروسته د (وري ۲۲مه) د جمعې په ورځ اعلان شو.

د محکمې د حکم له مخې، دوه تنه تورن کسان چې د «پرله‌پسې بې غورۍ له امله د مرګ سبب جوړېدو» په تور نيول شوي وو،

په پنځه کاله او اته مياشتې بند محکوم شول. نور دوه کسه د اسنادو ورکیدو، پټولو او بدلولو په تور پر دوه کاله بند او يو بل کس په ورته تور باندې پر څلور نيم کاله بند محکوم شوی.

يو بل تورن کس چې ورته تور پرې وو، خو له محکمې سره يې همکاري کړې وه، په يو کال او اته مياشتې بند محکوم شو.

د وژل شوي وزير محمد نورتاني مېرمن قمر ګل په محکمه کې خپل خفګان څرګند کړ او وې ويل: «هر چا هر څه ويل، ثبتېدل، خو زه چوپه کړای شوم. زما غږ يې وا نه ورېد. موږ ته څو وارې د پيسو وړاندیز وشو، خو ومو نه منلو. موږ ویل عدالت غواړو او خپل حق هېڅکله نه بښم.»

د محکمې پر مهال د وژل شوي افغان کارګر د کورنۍ وکیل هم د قاضیانو پر چلند نیوکې وکړې، خو وروسته تر ناندریو د له تالاره وویستل شو.

دغه وکيل کريم بهادر شکر وويل، دا پرېکړه له عدالته ليرې ده او دی به دا دوسيه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته يوسي او پر قاضيانو به هم دعوه وکړي.

امریکا د زرګونو افغانانو د «لنډمهالي خوندي‌توب» اقامت اسناد لغوه کړل

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مک‌لافلین وايي چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د «اېستلو د لنډمهالي خوندي‌توب وضعیت» (ټي‌پي‌اېس) لغوه شوی دی.

ښايي د دغه اقدام په ترڅ کې۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان چې د لنډمهالي خوندي‌توب (ټي‌پي‌اېس) وړ وو، تر راتلونکې مې میاشتې پورې د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.

د دغه اقدام په ترڅ کې چې د کډوالو پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د پراخو اقداماتو یوه برخه بلل کېږي، تر جون میاشتې ۷ زره ۹۰۰ د کامرون وګړي هم د اېستلو له ګواښ سره مخ کوي.

تمه کېږي چې له دې پرېکړه سره، د افغانستان او کامرون تر ۲۲ زرو ډېر وګړي به د دوو میاشتو په اوږدو کې له اېستلو څخه د خپل لنډمهالي خوندي‌توب (ټي‌پي‌اېس) له لاسه ورکړي.

د لنډمهالي خوندي‌توب (Temporary Protected Status) یا (ټي‌پي‌اېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسله‌والو جګړو یا فوق‌العاده پېښو سره مخ شوي وي.

دغه سند په معمول ډول له ۶ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې دوام لري او د تمدید وړ دی. دا ډول اقامت د اېستلو مخنیوی کوي او همداراز د کارکولو اجازه هم ورکوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مک‌لافلین وايي، د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر «کریسټي نوم» پرېکړه کړې چې اوسنی وضعیت په افغانستان او کامرون کې داسې دی څو د یادو هېوادونو وګړي نور د خوندي‌توب وضعیت د ترلاسه‌کېدو وړ نه دي.

په اوکراین کې د روسیې له‌پاره جنګېدونکي چینایي جنګیاليو د روسیې له پروپاګند پرده پورته کړې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د اوکراین استخباراتو ادعا کړې، چې د ۱۶۳ چینایي وګړو معلومات یې ترلاسه کړي چې د روسیې له‌پاره په اوکراین کې جګړه کوي. دغه معلومات وروسته له هغې خپاره شول چې څه وخت وړاندې د اوکراین پوځ په جګړه کې دوه چینایي وګړي ونیول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اپریل په نهمه خبریالانو ته وویل: "موږ معلومات راټولوو ، موږ باور لرو چې نور ډېر څه لا هم شته."

همدا راز زېلېنسکي چینایي چارواکي په دې تورن کړي، چې د اوکراین پر وړاندې د جګړې له‌پاره د خپلو اتباعو د استخدام په برخه کې مرسته کوي.

زېلېنسکي وویل: "بیجینګ په دې اړه پوهیږي. روسیه د چینایي ټولنیزو شبکو له لارې د استخدام په اړه د اعلاناتو ویډیوګانې خپروي."

راپورونه ښيي، چې روسیې د جګړې له پیل راهیسې نړۍوال جنګیالي استخدام کړي، خو دا کار اوکراین هم کړی دی. خو د چینايي جنګیالیو حضور، چې د روسیې په ملاتړ جګړه کوي، له هغو شمالي کوریايي سرتېرو سره پرتله شوی، چې د پیونګ یانګ په مرسته د کرسک اوبلاست د بېرته نیولو لپاره ډله‌ییز ډول روسیې ته ورغلي وو.

د خپرو شویو اسنادو له مخې د اوکراین د استخباراتو له‌خوا پیژندل شوي لومړني چینایي جنګیالي د ۲۰۲۳ په دوبي کې روسیې ته رسیدلي.

د ټيک ټاک یو ویډيو چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې خپره شوې په کې یو چینایي وګړی ادعا کوي. "ستاسو ورځنی معاش به دېرش زره روسي روبل وي. روسیې ته ښه راغلاست!"

په روان کال کې هم د ویډیوګانو اعلانونه ښیې چې چینایي نارینه وو ته بلنه ورکول کیږي، چې د روسیې له‌پاره مبارزه وکړي. نورې ویډیوګانې ښیې چې چینایي استخدامونکي خلک هڅوي چې د لوړ معاشونو په بدل کې د روسیې په وسله والو ځواکونو کې شامل شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د چونګ چینګ ژاو روی په نامه یو جنګیالي ویلي: "مه راځئ. دلته د راتلو له‌پاره هېڅ ښه نه دي." یاده دې وي چې د ډسمبر په میاشت کې، ژاو لومړنی چینایي سرتېری و چې مړ شو.

په یوه مستند فلم کې چې د مارچ په میاشت کې خپور شو، یو چینایي بریدګر چې 'ماکرون' نومېږي، خپلې تجربې له خبریالې چای جینګ سره شریکې کړې.

ماکرون وویل: "زه پوهیدم چې ممکن یوه ورځ دلته مړ شم، نو ما پرېکړه وکړه چې ځینې ریښتینې تجربې شریکې کړم."

ماکرون وویل: "د روسیې په روزنیز کمپ کې له پیله سخت نژادي تبعیض موجود و. تورپوستو، عربو او چینایانو سره تبعیضي چلند کېده."

توکمپالنه د هغو چینایي سرتېرو په څرګندونو کې ښکاره ده چې د کرښې خطرناکو برخو ته لېږل کېږي. دوی، لکه نور بهرني جنګیالي، ځانونه د سختو بریدونو په لومړۍ کرښه کې ویني."

ډېری نور چینایي استخدام شوي جنګیالي په «طوفان-Z» واحدونو کې شامل دي؛ هغه ځانګړي واحدونه چې واګنر ډله‌ییزو بنديانو ته جوړ کړي وو او په جګړه کې د لوړ تلفاتو د زغملو لپاره کارول کېدل.