یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه نیمګړتیا وه

د افغانستان په پخواني جمهوري حکومت کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني ویلي، چې د جرمني د بن په پخواني کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه تېروتنه او نیمګړتیا وه.

د افغانستان په پخواني جمهوري حکومت کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني ویلي، چې د جرمني د بن په پخواني کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه تېروتنه او نیمګړتیا وه.
نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د مشرانو جرګې له لوري یوې انلاین غونډې ته چې د «افغانستان د جګړې اروزنې کمېسیون» تر چتر لاندې جوړه شوې وه، وکړې.
هغه زیاته کړې، د هوکړو د پلي کیدو لپاره د څارونکو ادارو نشتوالی او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو د مخنېوي لپاره د مېکانیزمونو نه لرل د بن د وروستۍ غونډې مهمې نیمګړتیاوې وې.
د قانوني په خبره، د افغانستان روان کړکېچ ته په کتو د بن له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې دې حل لارې وموندل شي.
د یونس قانوني سربېره په یاده غونډه کې د پرځېدلي جمهوري نظام یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
محمد عمر داودزی هم له دې ډلې یو و او د خپلې وینا پر مهال یې نیوکه کړې، چې «جمهوریت» د افغانستان لپاره ښه انتخاب نه و او پر خای یې باید شاهي یا هم پارلماني نظام رامنځته شوی وی.
د جمعې په ورځ د (وري ۲۲مه) د امریکا د سنا جرګې دې دویمه علني غونډه کې د «افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون» لخوا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ کلونو پورې د امریکا جګړه ارزول شوې ده.
په دغه جګړه کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو سربېره لسګونه زره افغانان هم وژل شوي دي.
د امریکا د سنا جرګې په دغه غونډه کې د ځینو ویناوالو پر څرګندونې نیوکې هم شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د محمد عمر داودزي او یونس قانوني هغه څرګندونې غندلې، چې ګوندې جمهوري نظام د متمرکز حکومت له کبله ړنګ شو.


د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې د لوېدیځو هېوادونو پر هغه چلند سختې نیوکې کړې، چې په پاکستان کې یې د خپلو افغان متحدینو د لېږد بهیرونه ځنډولي او له ژمنو سره سره ورته چندان پاملرنه نه کوي.
دغه ورځپاڼه لیکي، هغه هېوادونه چې افغانستان ته یې د ډېموکراسۍ، امنیت او پرمختګ ژمنې کړې وې، نه یوازې دا هېواد یې د اوږدې جګړې له کبله ویجاړ کړ، بلکې اوس یې له خپلو افغان متحدینو هم مخ اړولی دی.
مقاله وايي، زرګونه افغانان چې له غربي ادارو او حکومتونو سره یې کار کړی او هغوی ورته د پناه ژمنې ورکړې وې، دا څو کاله کېږي چې په پاکستان کې په ډېر خراب حالت کې ژوند کوي.
دغو کسانو ته ویل شوي وو، چې ژر به نورو امنو لوېدیځو هېوادونو ته ولیږدول شي، خو لا هم د انتظار په کړاونو کې دي.
ورځپاڼه زیاتوي: «دغه افغانان که بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د خپل ژوند او ازادۍ له ستر ګواښ سره مخ کېږي، ځکه هلته د لوېدیځو هېوادونو همکاران خاینان بلل کېږي او ژوند یې خوندي نه دی.»
ډان لیکلي، هغه هېوادونه چې افغانانو ته یې د پناه ژمنې ورکړې وې، نه یوازې دا چې په بېړنۍ توګه یې اقدام ونه کړ بلکې د دغه ډول ځنډ له کبله یې یو خطرناک پېغام هم ورکړ او دا یې څرګنده کړه «که تاسې د لوېدیځ تر شاه ودرېږئ بیا هم ستاسې برخلیک هېریدونکی دی.»
په مقاله کې دا هم راغلي، چې ډېری هغه افغانان چې له لوېدیځو هېوادونو سره یې د ژباړونکو، خبریالانو، مدني فعالانو او یا نورو برخو کې کار کړی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه وتلي او اوس یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.
مقاله کې پر پاکستاني حکومت هم نیوکه شوې او لیکلي یې دي چې اسلاماباد د افغان کډوالو پر وړاندې یو سخت او بې رحمانه چلند پیل کړی دی.
دا مهال لسګونه زره افغانان د بېرته ایستلو له وېرې سره ژوند کوي او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه وي.
ډان کاږي: «لوېدیځ هېوادونه باید یوازې ننداره ونه کړي. دا افغان متحدین باید له دې اوږده انتظار او کړاوونو راوباسي او ژر تر ژره یې د بیا مېشتېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.»
ورځپاڼې په پای کې ټینګار کړی، چې افغانان باید د کډوالۍ سیاستونو د لوبو وسیله نه شي. دوی حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، خپلې راتلونکې ته هیلې ولري او له سره ژوند پیل کړي. هغه هېوادونه چې ژمنې یې کړې، باید ژر اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د طالبانو له خوا په بادغیس، نیمروز او فراه کې د څلورو کسانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي، «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دا ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
دغه دفتر په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، «دا ډول سزاګانې د انساني کرامت تر پښو لاندې کېدل دي او له خلکو د ژوند حق اخلي، او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دغو کسانو په اعدامولو خواشینی شوی دی.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل یادښت کې ټینګار کړی، چې په شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو کې یې د اعدام سزا لغوه کړې او یا یې کارول ځنډولي دي.
او همدا راز یې پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د اعدام سزا بنده کړي.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو پرون د جمعې په ورځ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور تنه د قتل په تور اعدام کړل.
د دغې ډلې د محکمې په وینا، دغو کسانو ته د «قصاص» سزا د ملا هبتالله له تایید وروسته ورکړل شوې ده.
تر دې مخکې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې اعدامونه غندلي او د دې سزا د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ترکيې زونګلدک ښار يوې محکمې د افغان کارګر وزير محمد نورتاني د وژنې تورنو کسانو ته د محکمې وروستی حکم صادر کړی. په دې قضيه کې شپږ ښکېلو کسانو ته له يو کال او اته مياشتو نيولې تر پنځو کلونو او اته مياشتو پورې د بند سزا ورکړل شوې.
دغه حکم يو کال او پنځه مياشتې وروسته د (وري ۲۲مه) د جمعې په ورځ اعلان شو.
د محکمې د حکم له مخې، دوه تنه تورن کسان چې د «پرلهپسې بې غورۍ له امله د مرګ سبب جوړېدو» په تور نيول شوي وو،
په پنځه کاله او اته مياشتې بند محکوم شول. نور دوه کسه د اسنادو ورکیدو، پټولو او بدلولو په تور پر دوه کاله بند او يو بل کس په ورته تور باندې پر څلور نيم کاله بند محکوم شوی.
يو بل تورن کس چې ورته تور پرې وو، خو له محکمې سره يې همکاري کړې وه، په يو کال او اته مياشتې بند محکوم شو.
د وژل شوي وزير محمد نورتاني مېرمن قمر ګل په محکمه کې خپل خفګان څرګند کړ او وې ويل: «هر چا هر څه ويل، ثبتېدل، خو زه چوپه کړای شوم. زما غږ يې وا نه ورېد. موږ ته څو وارې د پيسو وړاندیز وشو، خو ومو نه منلو. موږ ویل عدالت غواړو او خپل حق هېڅکله نه بښم.»
د محکمې پر مهال د وژل شوي افغان کارګر د کورنۍ وکیل هم د قاضیانو پر چلند نیوکې وکړې، خو وروسته تر ناندریو د له تالاره وویستل شو.
دغه وکيل کريم بهادر شکر وويل، دا پرېکړه له عدالته ليرې ده او دی به دا دوسيه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته يوسي او پر قاضيانو به هم دعوه وکړي.

په برېتانیا کې د افغان سیکانو استازي هربنس سنګ د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر محمدخالد حنفي د سیکانو پر ضد خبرې غندلي او ویلي دي چې الله رب العالمین دی نه رب المسلمین.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر محمدخالد حنفي په کابل کې د دغې ډلې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي وو، چې د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي.
هربنس سنګ افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د خالد حنفي په خبرو خواشیني وښوده او وې ویل: «تاسو پوهیږئ چې موږ پنځه زره کاله مخې په افغانستان کې ژوند کاوه او پنځه زره کاله وړاندې په افغانستان کې بودایي او زردشتي دین وو، ولې اسلام دین چې دنیا ته راغلی ۱۴۴۶ کاله وشول او زموږ تاریخ پنځه زره کاله مخکینی دی، الله رب العالمین دی، چرته چې موږ کومو مراسمو یا فاتحو کې ګډون کوو نو په اخیر کې اورو، وایي رب العالمین، په هغې کې نه وایي چې رب المسلمین.»
نوموړي وویل، چې حنفي ممکن قران نه وي لوستی ځکه یې د مذاهبو په اړه دا ډول خبرې کړي.
نوموړی زیاتوي: «انسان یو انسان دی او کله چې دنیا ته راغلی هم یو انسان راغلی او انسان پیدا شوی، وروسته مذهبونه رامنځته شوي، هېڅ څوک حق نه لري چې مذهبونو ته توهین وکړي، په ځانګړي توګه هغه قومونه چې په اقلیت کې وي، خو دا خبرې چې حفني کړي موږ یې خوابدي کړي یوو، تمه مو لرله چې هېواد به مو جوړ شي، ځکه موږ افغانان یوو او په خپل افغانیت ویاړو، دوی موږ مجبوروي چې وطن پرېږدو.»
د سیکانو دغه استازي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې پاتې سیکان د طالبانو په حکومت کې د کوم ډول حالت سره مخ دي وویل: «ټول طالبان یو ډول نه دي، ځينې طالبان داسې هم شته چې موږ سره همکاري کوي او خواخوږي راسره لري خو د حفني خبرو موږ خوابدي کړي یوو او زړونه مو په دې خبرو مات شوي دي.»
نوموړي وویل چې په راتلونکو دوه ورځو کې سیکان د ویساک لمانځنه کوي او د طالب چارواکو دغه ډول بې باکه غږېدل موږ ته اندېښنې راولاړوي.
په هغه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) خپور کړی، حنفي طالب چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې د بیتالمال په کارونه کې احتیاط وکړي.
نوموړی وايي: «ماموریت کافران هم ترسره کوي، ماموریت مشرکان هم ترسره کوي، ماموریت یهودان هم ترسره کوي، ماموریت عیسویان هم ترسره کوي، ماموریت هندوان او سېکان هم ترسره کوي؛ خو هغوی د چهارپا (ځناور) په شان دي. هغوی د قران او شریعت خلاف نظر لري.»
همداراز، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر، محمد خالد حنفي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې خپل فکرونه د طالبانو له شریعت سره سم برابر کړي.
حنفي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په خپل راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان سره- سره، لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته منلې چې دغې ډلې په پکتیکا کې د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر نیولی دی.
سرچینو د شنبې په ورځ (وري ۲۳مه) منلې چې دا افسر دولت کټوازی نومېږي او د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې په پلازمېنه کابل کې خپل عادي ژوند کاوه.
سرچینو زیاته کړې چې یاد مخکېنی افسر د جمهوري نظام په وروستیو کې د پکتیا ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، دولت کټوازی د کوچني اختر په مناست پکتیکا ته تللی و چې د طالبانو لهخوا د دغه ولایت په یوسفخېلو ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
سرچینو د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د نوموړي افسر د نیولکېدو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
ورته مهال، یوې بلې باوري سرچینې افغانستان-انټرنشنل ته ویلي چې دولت کټوازی په دې وروستیو کې په پاکستان کې اوسېده او هېواد ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو لهخوا نیول شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د جمهوري نظام له سقوط وروسته د پکتیکا ولایت د درېیو پخوانيو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ سرتېري له نیولکېدو وروسته د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.
قوماندان بدرالدین، قوماندان برات خان او قوماندان عبدالرحمان هغه درې افسران دي چې یادې ډلې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته وژلي دي.