• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمانقلي تاسماگبتوف له امام علي رحمان سره د افغانستان د پولو پر امنیت خبرې کړې دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د ډله ییزو امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماگبتوف د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ګډې پولې د امنیت په اړه خبرې کړې دي. یاد سازمان ویلي، دغه ناسته د ګډو پولو د امنیت د ښه ټینګښت په موخه شوې ده.

دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا د پروګرام د لومړي پړاو د تطبیق په تمرکز سره د دوشنبې په ښار کې ترسره شوی ده.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې امام علي رحمان او د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر د ګډ کار په ټولو پړاونو کې د دواړو لورو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټنګار کړی.

دواړو لوریو د هوکړو په عملي کولو کې د دغه سازمان د غړیو هوادونو د لېوالتیا یادونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه غونډه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا په موخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان د موخې بین الحکومتي پروګرام لومړي پړاو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشوه.»

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او تاجکستان د پولو د پیاوړې کولو لپاره د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان بین الحکومتي پروګرام د ۲۰۱۳کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۳نیټه د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان د امنیت شورا د پریکړې سره سم جوړ شوی او هدف یې د تاجکستان او افغانستان د پولو پیاوړتیا بلل کیږي.

خو دغه طرحه د تېر کال په نومبر میاشت کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا د یوې پرېکړې له مخې تصویب شوه.

د دې پروژې په لومړي پړاو کې به تاجکستان د ملي دولتي پېرودونکو له لارې په دغه هېواد کې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د پولو د ساتنې تخنیکي وسایلو د تولید لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو وړتیا په ګوته کوي او بیا به یې مالي سرچینې مشخصې او د اکمالاتو قراردادونه به لاسلیک شي.

په دویمه مرحله کې، چې تطبیق به یې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې ترسره شي، د پروګرام د فعالیتونو عملي تطبیق به په هغو سیمو کې ترسره شي چې اصلي هڅې به یې د پولو ساتنه د وسلو، نظامي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو چمتو کولو سره د تاجکستان د پولې د ساتنې لپاره وي.

د دغې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پولې د پیاوړتیا پلان دریم پړاو چې د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په لسو ورځو کې نږدې ۴۵ زره افغان کډوال له پاکستان څخه ستانه شوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یوازې د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه شمېر له ډلې ۱۴ زره او ۱۰۰ کسان له پاکستان نه په زور ایستل شوي دي.

د یونسیار په راپور کې راغلي، چې په دې لس ورځې موده کې د افغان کډوالو د ایستل کیدو کچه د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ورته مودې په پرتله ۳۱سلنه زیاته شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، یوازې د اپریل په پنځه لومړیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو پېښې ۱،۶۵۵ ته رسېدلي دي، چې دا د ۲۰۲۵ کال د نورو میاشتو پرتله تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور زیاتوي، چې تر اوسه پورې ټولټال ۸۹۸ زره او ۶۰۰ افغان کډوال له پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته تللي دي، چې له دې ډلې ۵۵ زره او ۵۰۰ کسان په زور ایستل شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په ۷مه اعلان وکړ، هغه افغان کډوال چې اسناد نه لري یا د افغان وګړو کارت (ACC) لري، باید د مارچ ۳۱مې پورې په خپله خوښه له پاکستانه وځي، ګنې له اپریل لومړۍ نېټې وروسته به په زوره له دغه هېواد څخه وایستل شي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته د پاکستان امنیتي ادارو د افغان کډوالو د نیولو اوایستل کیدو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.

د افغان کډوالو د ایستلو دغه لړۍ د کډوالو د ملاتړ کوونکو نړۍ والو سازمانونو او د بشري حقونو د ادارو اندېښنې راپارولې او له پاکستانه یې غوښتي چېد کډوالو د نړۍ والو قوانینو د درناوي له مخې دې دا لړۍ ودروي.

طالبان په کونړ کې د بېرته راستېدونکو کډوالو لپاره ښارګوټی جوړوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغې ډلې د کور او ښار جوړونې وزارت د بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل کړي.

ویل کېږي چې یاد ښارګوټې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ۳۷۴ راستنو شویو کورنیو ته به وویشل شي.

د راپور له مخې د ښارګوټي د چارو د پیل په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل: «د دې ښارګوټي د جوړولو موخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او په خبره یې دوی به یې چوپړ وکړي.

په همدغه غونډه کې د طالبانو د مخابراتو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني په ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو پر وړاندې ناسم چلند غندلی او زیاته کړې یې ده: «ګاونډي هېواد پاکستان ته دا نه ده پکار، چې په جبري توګه افعانان له خپل هېواد څخه ستانه کړي، ځکه چې دا د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل دی.»

طالبان په داسې حال کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د شړلو لوۍ پیل کړې ده.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ډیرې افغانان د طالبانو د سختو تګلارو له امله ناقانونه کډوالۍ ته اړ شول.

طالبانو په لغمان کې د «۲۸۷ میلیونه افغانیو» په ارزښت پراختیايي پروژې بشپړې کړې دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د لغمان په بادپښ او علیشنګ ولسوالیو کې یې د «۲۸۷ میلیونه افغانیو» په ارزښت «۲۴۴»‌ پروژې بشپړې کړې دي. د طالبانو د یاد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغو پروژو پرانېسته کړې.

د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژو کې د د کلیوال سړکونو چغل اچول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د‌ پلي تګ لارو، محافظتي دېوالونو او د پلچکونو جوړولو چارې شاملې دي.

ملا یونس اخوندزاده د دغو پروژو د ګټه اخیستنې پر مهال ویلي: «هڅه کوو تر څو کلیوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیايي پروژې پلې او ستونزو ته یې په وخت رسیدنه وکړو.»

طالبان داسې مهال د دغو پروژې د بشپړیدو خبره کوي چې ویل کېږي د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو ترڅنګ یو شمېر مرستندویه ادارو په لګښت ورته پروژې ترسره کېږي او طالبان په خپلو تبلیغاتو کې داسې څرګندوي چې ګوندې د دوی په بودیجه دا ډول پروژې پلي کېږي.

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د جمهوري نظام پر مهال طالبانو د کلیوالي او پراختیايي پروژو د مخنېوي په برخه کې فعال وو. دوی د جګړې د کلونو پر مهال ان د رغنیزو پروژو کارکوونکي برمته کړي‌ او وژلي هم دي.

په ځینو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پلي کیدو پر مهال د پخواني‌جمهوري نظام له قراردادیانو څخه طالبانو باج هم اخیستلو.

نیوکې دا دي چې اوسمهال هم د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو پر هغو قراردادیانو چې رغنیزې پروژې ترلاسه کوي د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو له لوري فشارونه راوړل کېږي، څو ورته بډې ورکړي.

پنټاګون بګرام هوایي اډې ته د امریکایي الوتکې د الوتنې راپورونه رد کړل

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د پنټاګون یوه چارواکي بګرام هوایي اډې ته د امریکایي الوتکې د ورتلو راپورونه رد کړي، وايي امریکا په بګرام کې پوځي حضور نه لري. په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې طالبانو د بګرام اډه امریکا ته سپارلې او د دوی پلاوی په C-17 الوتکه کې دغې اډې ته سفر کړی.

د اپریل په ۱۰مه، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته په خپله وینا کې وویل چې د جوبایډن د «احمقانه» کار له امله، بګرام هوایي اډه اوس د چین له‌خوا ولکه شوې ده.

ټرمپ وویل: «د بګرام د ساتلو اراده د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین له اټومي تاسیساتو لپاره لرم، ځکه چې له دې اډې څخه یو ساعت لرې دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د الوتکې د راکښته کېدو راپورونه رد کړي وو او دا یې د ځینو کړیو له ولوري د عامه افکارو د خرابولو لپاره تبلیغات بللي وو.

د بګرام هوايي اډه، چې په افغانستان کې د خپل ډول تر ټولو لویه هوايي اډه ده، د امریکا او ناټو تر وتلو مخکې د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو د مهم ستراتیژیک مرکز په توګه کار کاوه.

دغه اډه چې د امریکايي ځواکونو له ټولو پاتې شویو وسایلو او تاسیساتو سره یوځای له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې ده.

د طالبانو ویاند په تېره فبرورۍ کې وویل: «افغانستان یو خپلواک هیواد دی او موږ خپله خاوره هېڅ هېواد ته د مداخلې اجازه نه ورکوو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»

د امریکا او ایران پلاوي د خبرو اترو لپاره مسقط ته رسېدلي دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللي دي.

ښاغلي بقايي د ایران پر هوډ ټیګار کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د ایران واکمنۍ او ملي ګټو د ساتنې لپاره له ټولو ظرفیتونو څخه کار اخلي.

د فلایټ رایډر ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، له ایراني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویکټوف الوتکه هم عمان ته رسېدلې ده.

تیره ورځ د متحده ایالاتو د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته په عمان کې د امریکا او ایراني چارواکو ترمنځ د شنبې د ورځې د غونډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه غواړم چې ایران لا پیاوړی هیواد وي، خو دوی نه شي کولی چې اټومي وسلې ولري.»

یوې سرچینې چې له دې موضوع سره اشنا ده اکسیوس خبري اژانس ته وویل، «خبرې به په لومړي سر کې په غیر مستقیم ډول پیل شي او که لومړۍ ناسته مثبته فضا ولري، نو امکان لري چې دواړه خواوې به د ورځې په وروستیو کې مستقیمو خبرو ته داخل شي.»

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

دغه ایراني چارواکي وویل: د دغو خبرو اترو موده چې یوازې د اټمي مسلې په اړه به وي، د امریکايي لوري په جديت او ښه نیت پورې اړه لري.