پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې په جلا پېښو کې د ۲ دولتي کارکوونکو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ خبر ورکړی، چې په جلا، جلا پېښو کې په خیبرپښتونخوا کې د دوو دولتي کارکوونکو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې پولیسو ویلي، چې د اېکسایز او مالیې څانګې دوه کارکوونکي د وسله‌والو له‌خواپه ډزو وژل شوي دي.