• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېټانوۍ جوړه په زندان کې د طالبانو د سختو پوښتنو ګروېږنو له امله ژاړي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د طالبانو له لوري د زنداني شوې برېټانوۍ جوړې د کورنۍ غړو اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د سختو پوښتنو ګروېږنو او څو ځله محاکمه کېدو له امله هغوی ان په ژړا شپې سبا کوي.

ډیلي مېل ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ۷۹ کلن برېټانوي پیټر رینولډز او باربي لور سوزي رومر ویلي چې مور او پلار یې د طالبان له لوري څو ځله محکمه شوي؛ خو هېڅ ډول تور یې پرې نه دی ثابت کړی.

نوموړې اندېښنه څرګنده کړې، چې لا هم له زندانه د مور او‌ پلار د خوشې کېدو په تړاو یې کوم هیله بښوونکی څرک نشته.

یاده برېټانوۍ جوړه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو له لوري هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې په بامیانو ولایت کې خپل کور ته لاړه شي.

لور یې زیاته کړې، مور او پلار یې په دې هم «نه پوهېږي» چې ولې نیول شوي او د برېټانیې له دولت غواړي چې د خوشې کېدو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.

سوزي رومر وویل:« ډېرې پوښتنې یې ترې کړې دي. فکر کوم تر اوسه ۲۹ ځله پوښتل شوي. درې یا څلور ځله محکمې ته وړل شوي؛ خو پرې لګول شوي ټول تورونه ‌بې بنسټه ثابت شوي. هغوی ته ویل شوي، چې هېڅ قانوني تور پرې نشته».

سوزي زیاتوي، که څه هم برېټانوي چارواکي یې له کورنۍ سره تماس کې دي؛ خو دا روښانه نه ده چې حکومت د هغې د مور او پلار د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه طالبانو ته په ښکاره او غوڅ ډول رسولې که نه.

د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت بیا څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د دغه زنداني شوې جوړې د خوشې کېدو لپاره هڅه کوي.

د دغه برېټانوۍ جوړې اولادونو په زندان کې د خپل مور او پلار له حالت څخه اندېښنه ښوولې او نیوکه یې کړې، چې په ښه توګه ورته خواړه هم نه رسېږي.

ویل شوي، چې په زندان کې په کافي توګه د خوړو نشتوالي له امله دغه برېټانوي جوړه له خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو سره هم مخ شوې ده.

زنداني شوې برېټانوۍ جوړه له اتلس کلونو راهیسې په افغانستانه کې اوسېږي او په افغانستان کې یې د زده‌کړو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بې ځایو شویو سازمان: پاکستان پر طالبانو د سیاسی فشار راوستو له کبله کډوال وسیله ګرځولې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان تازه اندېښنه څرګنده کړې، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ستنېدو څخه پاکستان د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي؛ څو پر طالبانو فشار راوړي.

دغه سازمان په خپلې تازه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې غیر انساني عمل دی؛ بلکې د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان وایي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان کډوالو له برخلیک څخه د یو سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو پر طالبانو فشار راوړي؛ خو دغه ډول چلند له بې‌وسه او زیانمنو انسانانو سره هېڅ ډول توجیه نه لري.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اوړي په دې تودې هوا کې د کډوالو اېستل به هغوی له لوږې، بې کورۍ او جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. همدا راز زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته شړل دا واقعیت له پامه غورځوي چې همدغه پاکستان پخوا ږاک ته د طالبانو په رسېدو کې مهم رول لاره او اوس باید د افغانستان د ناوړه وضعیت په وړاندې اخلاقي او سیاسي مسوولیت ومني.

د کډوالو دغه ملاتړې ادارې په خبرپانه کې راغلي، د عدم اعادې اساسي اصل له مخې هېڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل، شي په کوم کې چې خلک له شکنجې او مرګ سره مخ کېدای شي. همدا رنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو نړۍوالو ادارو نه غوښتنه شوې، چې پاکستان دې له افغان کډوالو سره د زور چلند مخه ونیسي او خپلو نړۍوالو ژمنو ته دې وفادار پاتې شي.

یاد سازمان همداراز وايي، چې نړۍواله ټولنه باید په د درېیمو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي او د کډوالۍ د اوږدې ستونزې د حل لپاره باید افغانستان کې د یو ټول ‌منلي، مشروع او ولسپال حکومت د جوړېدو ملاتړ وشي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان همدا راز د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستل کېدو خلاف د لاسلېکونو یوه لړۍ هم پېل کړې، چې تر دا مهاله پکې نږدې ۱۵۰۰کسانو خپل ملاتړ څرګند کړی او د جبري اېستل کېدو خلاف یې خپل اعتراضونه هم ثبت کړي‌ دي.

د تنکي زلمیانو پر سینې د حقاني انځور؛ یاران سکیټ جلال اباد کې ننداره وړاندې کړه

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر ماشومانو او تنکیو زلمیانو په خپلو سینو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او انس حقاني لګول شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.

له خوست څخه د یاران سکیټ دا پیل شوې سیالۍ چې اوس ننګرهار ولایت ته رسېدلې، د هېواد نورور ولایتونو ته هم غځیدونکې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړوند خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې د دغو تنکیو زلمیانو عمرونه چې له اتلس کلونو هم کم برېښي له ځانه سره پر سړکونو د دغه نندارې پر مهال وسلې هم لېږدوي.

100%


که څه هم طالبان له بېلابېلو لارو د خپل نظام او چارواکو ته تبلیغات کوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر واټونو د یوه طالب چارواکي انځورونه نندارې ته وړاندې کېږي.
هم مهاله د یادې ډلې مشر ملا هبت الله بیا د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه هم لګولي دي او د هغه د نږدې کړۍ له لوري په جدي توګه د هغه دغه امر پر ځای کېږي، خو د سراج الدین پلویان بیا دغه امر ته چندان ارزښت نه ورکوي.

د معلوماتو پربنسټ، یاران سکیټ د جلال بنسټ له خوا تمویلېږي چې دغه بنسټ د حقاني فرهنګي څانګه ده.
حقاني ډله تر دې وړاندې په دې هم تورنه ده، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو پروړاندې پر ماشومانو ځانمرګي بریدونه ترسره کول.
دغه انځوریزه ننداره تر هغه وروسته ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.
له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه هم لغوه کړې ده.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي اي) بیا حقاني د «نړۍوال ترهګر»په توګه په خپل تر ټولو مطلوب لیست کې تر اوسه هم ساتلی دی.
سره له دې چې د طالبانو په حکومت کې حقاني ډله څنډې ته شوې ده، خو باورونه دا دي چې د امریکا په ګډون به نړۍ له حقاني ډلې سره تعامل وکړي.
نږدې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي وویل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مصرف تاریخ پای ته رسېدلی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د طالبانو ترمنځ د هغو کسانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی چې د رهبرۍ په کچه بدلونونه غواړي.

طالبان: د پاکستان له زندانونو مو ۲۶۳ افغان بندیان خوشې کړي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ورات وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو یې ۲۶۳ افغان بندیان خوشې کړي دي. دغه وزارت ویلي، چې یاد افغانان افغانستان ته بېرته راستانه کړل شوي دي.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «۲۶۳ افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو؛ له بند څخه ازاد او د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۲۱مه او ۲۲مه خپل هېواد ته راستانه شول.»

دغه افغانان چې د پاکستاني پولیسو له لورې نیول شوي وو له زندانونو څخه تر ازادېدو وروسته جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.

د دغو افغانانو د بند موده پنځه ورځې ښودل شوې، چې په پاکستان کې نیول شوي وو او محکمې پرې له یوې ورځ نه تر پنځه ورځو بند حکم ورکړی وو.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا پولیسو د افغانانو د نیولو په موخه کور په کور تالاشۍ کوي.

زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، زیات شمېر کډوال لا هم د پاکستاني پولیسو له لورې په هغو کمپونو کې ساتل کېږي، چې د بېرته ستنولو پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.

پي ټي اېم: پاکستان د بشري حقونو د نړۍوال قانون خلاف له افغانانو سره غیر انساني چلند کوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي ټي اېم جرمني) د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو ته په غبرګون کې لاریون کړی او له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني، غیر قانوني او له سپکاوي ډک بولي.

لاریون کوونکو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت چلند غیر اسلامي او د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف وباله.

میوند یوسفي د پي ټي اېم جرمني مشر دغه لاریون والو ته په وینا کې وویل: « هغه نعره چې پنجاب کوله چې، افغانان زموږ ورونه دي، په دې نعره به یې له نړۍوالو ډالر اخیستل، اوس هم هغه افغانان چې ۴۵ کاله یې هلته خپل ژوند جوړ کړ، د مجرمانو په څېر ورسره چلند کوي، موږ د افغان کډوالو لپاره عدالت غواړو، د جرمني په حکومت او نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې د افغان کډوالو سره روان ظلم پر وړاندې ودرېږي.»

لاریون کوونکي وايي، چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا له قانوني بهیر پرته له کورونو اېستل کېږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پرېښودل کېږي.

‏‏پي تي اېم جرمني د نورو لاریونونو اعلان وکړ او ویې ویل، چې تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي تر څو چې دا غیرعادلانه چلند پای ته ونه رسېږي.

دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې مخکې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پاکستانه په زور د افغانانو د اېستلو په غبرګون د لاریونونو د پیلولو خبر هم ورکړی و.

نوموړي ویلي و، چې دغه لاریونونه د اپرېل پر ۱۵ په چمن ښار کې له سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې سره په ګډه پیلوي او وروسته به نورو ښارونو ته هم وغځېږي.

ښاغلي پښتین پر خپلې فېسبوک پاڼې له خلکو غوښتي، چې په دې لاریونونو کې ګډون وکړي.

هغه دغه راز دا هم ویلي و، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې هم لاریون کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو درېیو میاشتو را پدېخوا د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

له تېرو درېیو میاشتو کور په کور د افغانان پلټنې روانې دي، دوی نیول کېږي او جبري بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د پاکستان حکومت لږ تر لږه شپږ لکه افغانان له خپلې خاوري اېستلي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان له خوا د افغان کډوالو نیول او جبري بېرته ستنول په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول غیر قانوني ګڼلي او د پاکستان په حکومت یې غږ کړی، چې دا لړۍ ودروي.

خو تر اوسه د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ملګري ملتونه: د امریکا د مرستو کمېدل به مېلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخ کړي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام WFP ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا د بشري مرستو تازه کمښت په افغانستان کې د لوږې ګواښ زیات کړی. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې له ۲۲.۹ مېلیونو اړمنو افغانانو نه دوی یوازې له نیمایي خلکو سره مرستې کولی شي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې مشرې متینتا چیموکا له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې له مرستندویانو غوښتي، چې له افغانستان سره د مرستو لپاره ګام پورته کړي، چې د نړۍ له دویم لوی بشري ناورین سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د شاوخوا ۴۵ مېلیونه وګړو درېیمه برخه خوراکي مرستو ته اړتیا لري، چې ۳.۱ مېلیونه وګړي یې د قحطۍ په حالت کې دي.

چیموکا وویل: "کومې سرچینې چې موږ اوس لرو لږترلږه اته مېلیونه خلک به د کال په اوږدو کې مرستې ترلاسه کړي او دا یوازې هغه څه دي، چې موږ نورو مرستو ترلاسه کولو ته اړتیا لرو او له تمویلونکو څخه تمه کوو."

هغې زیاته کړه، چې موږ لا دمخه "د سرچینو پراخولو لپاره نیم توکي ورکوو ځکه موږ همدومره لرو."

چیموکا وویل، په راتلونکو میاشتو کې به WFP معمولا د دوه مېلیون خلکو سره مرسته وکړي "د قحطۍ مخه به ونیسي، خو دا لا لوی تعداد دی چې موږ واقعا اندېښمن یو".

د معلوماتو له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام سږ کال د تمویل له څلوېښت سلنې کمښت سره مخ دی.

د تمویل دغه کمښت وروسته له هغه رامنځته شو، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په میاشت کې د هغه د لوړې کولو څخه لږ وروسته د درېیو میاشتو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان له مخې، د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې استثنا وې خو په دې اونۍ کې WFP وویل، چې متحده ایالاتو اعلان کړی چې دوی د افغانستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو لپاره د بېړنيو خوراکي توکو مرستې کموي، که چېرې پلي شي نو "د مېلیونونو خلکو لپاره د مرګ ګواښ" دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په روانه اونۍ کې له نړۍوالو مرستندویانو وغوښتل، چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او ویې ویل، چې سږ کال ۲۲.۹ مېلیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راټواټ په یوه اعلامیه کې ویلي: «که موږ غواړو چې له افغانانو سره د بېوزلۍ او کړاو له ناورین څخه د خلاصون په برخه کې مرسته وکړو، موږ باید د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وسایلو ته دوام ورکړو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله انعطاف او ثبات لپاره زمینه برابره کړو.»

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو نشتوالی کولای شي د کډوالو د زیاتوالي او پر سیمې د فشار لامل شي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د تمویل غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د جرمني او انګلستان په ګډون نورو هېوادونو هم د بهرنیو مرستو لپاره ستر کمښت رامنځته کړی.