طالبان: په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو ته دې ژر تر ژره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر شېخ حمدالله نعماني د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو عملیاتي چارو کمېټې مسوولینو سره په کتنه کې وویل، چې په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو ته دې ژر تر ژره د دایمي استوګنې زمینه برابره شي.