فرانسې هم د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا وغندله

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا وغندله. د طالبانو سترې محکمې تېره جمعه په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان د خلکو د سترګو په وړاندې «قصاص» کړل.