ندا محمد ندیم: د امیر احترام د «پیغمبر» احترام دی

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې د امیر یا مشر اهانت او ترې بغاوت «حرام» دی؛ خو احترام یې لازم دی. د هغه په وینا، د امیر احترام د «پیغمبر» احترام دی؛ ځکه چې امیر د هغه نایب دی.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، چې د امیر یا مشر اهانت او ترې بغاوت «حرام» دی؛ خو احترام یې لازم دی. د هغه په وینا، د امیر احترام د «پیغمبر» احترام دی؛ ځکه چې امیر د هغه نایب دی.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت کارکوونکو ته د ناسمو دودونو په اړه د مخنیوي فرمان د تشریح په یوه ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي: «د اسلامي احکامو نافذول، د حدودو جاري کول، د سرحداتو ساتل، په جمع لمونځ ادا کول، د مسلمانونو څخه د صدقو اخیستل، مظلوم له ظالمه خلاصول، د دین خپرول او د عدالت ټینګول هغه امور دي چې مسلمانان یې باید ترسره کړي؛ خو مسلمانان دغه امور هغه مهال واجبولای شي، چې امیر ولري؛ نو ځکه د امیر ټاکنه په مسلمانونو واجب ده.»هغه زیاتوي، مسلمانونو ته یو ساعت هم اجازه نه شته چې له امیر پرته ژوند وکړي.هغه د «امیر» د حقونو په اړه وایي: «د مسلمانونو د امیر لومړی حق د هغه اطاعت کول دي. د لمونځ او زکات د اوامر په څېر د امیر اطاعت کول په قران کې راغلي دي.»
که څه هم نوموړي په دې اړه د کوم چا نوم نه دی اخیستی؛ خود طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه کسان دي، چې د ملاهبت الله له تګلارو سره یې مخالفت ښودلی دی.
د طالبانو مشر خپله هم تر دې وړاندې د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپلې اختریزې وینا پر مهال ویلي و، چې خلک دې د نوموړي اطاعت وکړي او د هغه ټول حکمونه دې ومني.
نوموړي ویلي و، نړۍوال خلک هڅوي چې د هغه اطاعت ونه کړي؛ خو که اطاعت یې ونه شي، «خلک به په جنګ اخته شي.»


د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو او د هغوی پر کار کولو د محدودیتونو او سختو تګلارو زیاتېدل به په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان ورسوي.
دغه سازمان وايي، ښځې په عامه ژوند کې د ګډون، خوندي کار کولو، ټولنيزو چوپړتیاوو ته د لاسرسي او له کور څخه بهر له زياتېدونکو سختو تګلارو سره مخ دي.
د دغې ادارې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له راتګ مخکې په افغان امنیتي ځواکونو کې د ښځو ونډه ۱۹سلنه وه. خو دا شمیره په ۲۰۲۱ کال کې د پام وړ کمه شوه، او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمنځ، د ښځو د کارموندنې کچه یوازې ۶ سلنې ته راټيټه شوې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې زیاته کړې، افغانستان د اقلیمي بدلون، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، کمزوری معیشت او اړینو خدماتو ته د محدود لاسرسي په ګډون له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې دغو بحرانونو ښځې په ځانګړې توګه زیانمنې کړې دي.
دغه سازمان وايي، په ورته وخت کې یې د بنسټیزو سرچینو په مرسته په افغانستان کې ۸میلیونه ښځو ته د کارموندنې او بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
یاد سازمان زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ یې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو، د اقلیم د بدلون له خطرونو سره د ټولنې د مقاومت او د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کروندګرو ملاتړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال دغې ادارې د ښځو د ټولنیزې-اقتصادي پیاوړتیا لپاره څلور میلیونه ډالره مستقیم او ۳۴میلیونه ډالر په غیر مستقیم ډول لګولي دي.

ډیپلومات مجلې په خپله یوه خپره کړې مقاله کې د ځینو افغان مېرمنو له قوله ویلي، چې دوی له ملګرو ملتونو غواړي، چې افغان ښځې د خبرو اترو میز ته راولي، ترڅو دوی په خپله د خپلو حقونو دفاع وکړي.
ډیپلومات زیاته کړې، تر دې وړاندې چې ډیر ناوخته شي، باید افغان مېرمنو ته فرصت ورکړل شي، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.
مقاله کې راغلي، له بده مرغه د مارچ په میاشت کې څلور کاله بشپړ شول، چې افغان نجونو ته ویل کېږي، د دوی ذهنونه لا هم ناتکمیل دي او له دولس کلنۍ پورته نجونو ته د زده کړو زمینه نه ده برابره.
مقاله زیاتوي، چې اوس دغې موضوع ته د نړیوالو پام ور اوښتې او غواړي چې دا ستونزه حل کړي.
د ډیپلومات مقاله وړاندې لیکي: «په همدې میاشت کې په نیویارک کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمیسیون کې افغان مېرمنې راټولې شوې، او د خپلو هغو خویندو، چې د بنسټیز جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قرباني دي او نه شي کولی ،چې په ښکاره توګه څرګندې شي، کیسې وکړې.»
مقالې د طالبانو د امربالمعروف او نهي المنکر وزارت وروستي قانون ته په اشارې سره لیکي: «د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په میاشت کې طالبانو امربالمعروف نهې المنکر تر شعار لاندې یو قانون معرفي کړ، چې یاد قانون د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا پیاوړي کړل.»
په دغه قانون راغلي، ښځې مکلفې دي، چې خپل ځان په بشپړه توګه پټ وساتي، او ان غږ یې هم عورت بلل شوی، چې له همدې امله ښځې په عام محضر کې د سندرو ویلو او په لوړ غږ تلاوت کولو څخه منعه شوې دي.
مقاله لیکي، د طالبانو دغې تګلارې نه یوازې دا چې ظالمانه دي، بلکې د بې شمېره افغان میرمنو او د هغوی د ټولنو بقا او هوساینه ګواښي.
د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې طالبانو په دولتي او خصوصي طبي انسټیټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
دغه ویجاړونکی بندیز په داسې حال کې پلی کېږي، چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی. په کم عمر کې د نجونو ودولو په زېږون کې د میندو د مړینې کچه لوړه کړې ده.
د ډیپلومات په ټکو، دا مهال د افغانستان د نفوس درېیمه برخه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، خوارځواکي ډیره شوې او له طبي زده کړو د ښځو ګوښه کول به دا ناروین لاپسې پېچلی کړي، چې ډیرې ناوړه پایلې به ولري.
ډیپلومات د پوښتنې په ډول لیکي، ایا د افغانانو د ملاتړ او په ځانګړې توګه د هغه چا لپاره چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه د طالبانو له جبر سره مخ دي، کومې نړیوالې لارې شتون لري.
مقاله زیاتوي، چې له بده مرغه اوس یوازې یو څو وسیلې لکه په طالبانو فشار او د دوی حکومت په رسمیت نه پېژندل پاتې دي، چې ځینې بیا چمتو دي چې له دې وسیلو هم کار وانه خلي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نه دی. تر دې وړاندې شبهباز شریف ویلي و، چې له افغانستان څخه ځینې وسله والې ډلې پاکستان نا امنه کوي.
تردې وړاندې وړمه ورځ شهباز شریف په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي و، چې افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» دا ده، چې ژر تر ژره دې جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د بل چا په خلاف د کارونې لپاره د وسلهوالو په واک کې نه ورکوي.
نوموړي ادعا کړې وه، چې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان نه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
خو د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا د نوموړي دغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د ښاغلي فطرت له حوالې لیکلي، چې د پاکستان امنیتي مسایل د اسلام اباد کورنۍ ستونزې دي او باید د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي.
د دغې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري هم تازه د کوم چا نوم د نه اخیستلو پرته ویلي، چې دغه ډله د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري او د هېواد یوه ډبره هم د بل چا په واک کې نهده.
پاکستان په وار، وار له طالبانو سره ورته اندېښه شریکه کړې او ادعا کوي، چې په دې اړه بشپړ اسناد هم په لاس کې لري.
خو طالبانو بیا هر وار د پاکستان دعه ډول ادعاوې رد کړې دي.
له بل پلوه پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه د خبرو له پیلولو خبر ورکړی.
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر عرفان صدیقي ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تدریج سره بېرته ښې کېږي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې د روان کال د اپرېل له پیل راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې د دویم پړاو پرمهال ۱۷ مېرمنو په صفري نقطو کې په خوندي ډول ماشومان زېږولي دي.
د دغه سازمان لهخوا په خپاره شوي راپور کې د سلما په نوم د یوې افغان کډوالې کیسه هم راغلې.
سلما د ننګرهار ولایت ده؛ خو له ۱۵ کلونو راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کاوه.
هغه د هغو کسانو په ډله کې وه، چې د پاکستان لهخوا د افغانانو د جبري بېرته ستنولو پرمهال افغانستان ته ستنه کړل شوه.
د سلما لپاره له پاکستان نه د اېستلو مسله د حیرانتیا خبره وه او هغې دا تمه نه لرله، چې هغه به افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره سم یو نوی ژوند وزېږوي.
سلما د ۳۸ اونیو مېندواره وه، کله چې هغې له پاکستان څخه د افغانستان خواته روان شول.
سلما وایي: «دا زما لپاره یو ستونزمن سفر و؛ ځکه چې زه د ۳۸ اونیو مېندواره وم.»
هغې وویل: «ما وېره لرله او نه پوهېدم، چې څه وکړم؛ خو له نېکه مرغه روغتیایي کارکوونکي د طبي مرستو چمتو کولو لپاره راغلل. دوی زه د تورخم صفري نقطې کې د ملګرو ملتونو لهخوا ملاتړ شوي روغتیایي مرکز ته یوړم.»
په دغه روغتیایي مرکز کې روغتیاپاله صدیقه وایي، که څه هم د سلما خپل وضعیت ښه نه و؛ خو هغه مهال نوموړې تر ځان ډېره د خپلې کورنۍ د هغو غړو په اړه اندېښمنه وه، چې په پاکستان کې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې د خپلو شریکانو سره او د انګلستان د حکومت په ملاتړ چمتو دي، چې په سرحدونو کې د مور او نوي زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه چمتو کړي؛ ترڅو د زیان منونکو خلکو او په ځانګړې توګه د مېرمنو، نجونو او ځوانانو ملاتړ وکړي.
خو سلما اوس په افغانستان کې د سرپناه د نشتوالي له امله اندېښمنه ده.
سلما وایي: «موږ لا تر اوسه د ژوند کولو لپاره سرپناه نلرو او زه اندېښمنه یمه، چې موږ به اخر چېرې ځو. د دغه بد وضعیت سره، سره زه د خپل نوي زېږېدلې ماشومې راتلونکې لپاره فکر کوم او په خپل هېواد کې د خپلې کورنۍ لپاره د ښه ژوند دعا کوم.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال (د مارچ له ۲۳مې) څخه (د اپرېل تر ۵ مې) پورې له پاکستان او ایران څخه له ۱۳۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته تللي دي. له دغې شمېرې څخه له ۶۴زرو ډېر کسان یې له پاکستانه تللي دي، چې د ستنېدو پرمهال ځینې مېرمنې مېندواره وې.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیونې د خبریالانو وضعیت لا اغېزمنوي.
دغه اندېښنې له هغه وروسته څرګندېږي، چې همدا تېره ورځ پاکستاني پولیسو د فرشته سدید په نوم یوه افغانه خبریاله نیولې.
دغه سازمان په دې تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د له پاکستاني حکومته غوښتي، چې فرشته سدید دې ژر تر ژره خوشې کړي او له افغان کډوالو سره دې د نړۍوالو اصولو او بشري حقونو پر بنسټ چلند وکړي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پولیسو د دوشنبې په ورځ افغانه خبریاله فرشته سدید له خپل کور څخه نیولې او د جبري ستنېدونکو کډوالو د ساتنې مرکز «حاجي کمپ» ته یې بېولې ده.
د نوموړې کورنۍ وایي، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
د هغې د کورنۍ یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې فرشته سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه؛ خو نوموړې د فرانسې سفارت اسناد لري، چې د نیول کېدو پرمهال یې پولیسو ته ښکاره کړي هم وو.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د خبریالانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو دغه ډول کړنې د کډوالو د حقونو، بیان ازادۍ، بشري حقونو او د ژورنالېزم پر وړاندې ښکاره ګواښ دی.
خبرپاڼه کاږي، افغان خبریالان چې له هېواده د وتلو اصلي لامل یې د طالبانو لهخوا پرې تپل شوي ګواښونه او محدودیتونه وو؛ اوس په درېیمو هېوادونو کې له ناامنۍ، حقوقي ستونزو او ناوړه چلندونو سره مخ دي.
دغه سازمان یو وار بیا له هغو سفارتونو او نړۍوالو بنسټونو چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي؛ غوښتي چې د دوی د لېږد بهیر چټک کړي.
د خبرپاڼې له مخې: «دا ډېره مهمه ده، چې خبریالان ژر تر ژره امنو هېوادونو ته ولېږدول شي؛ ترڅو د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښه خوندي شي.»
دغه سازمان یو وار بیا پر نړۍوالۍ ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بیان ازادۍ مدافع بنسټونو او د خبریالانو پر ملاتړو غږ کړی، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب، حقوقي ملاتړ او نړۍوالو پناهورکونکو برنامو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.