• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ۲۲ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه دوه نیم میلیونه افغان کډوال ایستل شوي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د کډوالو نړېوال سازمان وايي، چې ایران او پاکستان په تېرو ۲۲ میاشتو کې دوه میلیونه او ۴۳ زره هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل. سازمان زياتوي، چې دغو هېوادونو ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه شړلي دي.

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پاکستان کې به د ۲۰۲۵ کال تر پایه د افغان کډوالو ایستل شاوخوا ۱،۶ میليونه کډوال او ای سي سي کارت لرونکې اغېزمن کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې (اپريل میاشتې له لومړۍ بیا تر ۱۳مې) له پاکستان نه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې يې د ۱۰ زره ۶۴۱ کسانو سره مرسته شوې.

یاد سازمان زياتوي، چې ایران هم په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي: « د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال تر اپريل پورې له پاکستان او ایران څخه له ۲،۴۳ میلیونه څخه زيات بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي. له دې شمېر څخه يې تر نیمايي ډېر ۵۴ سلنه په زور ایستل شوي دي.»

دغه سازمان زياتوي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له ۲۰۲۳ کال څخه پیل شوې او دوی هېواد ته له ستنو شویو یو میلیون افغان کډوالو سره مرستې کړې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار کې یې د کډوالو لپاره اته مرکزونه جوړ کړي، چې ستنېدونکو کسانو ته خواړه، لنډمهاله سرپناه، روغتيايي خدمات او د ترانسپورټ مرستې پکې برابریږي.

سازمان یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو جبري شړل سملاسي تر هغه مهاله ودروي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره خوندي چاپيریال، شرایط او قانوني وضعت جوړيږي او دوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: په پنجاب او سند کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند روان دی

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې چې له افغان کډوالو سره کوم غیر انساني چلند کیږي هغه دوی ته د منلو وړ نه دی. اڅکزي پاکستان ته په اشارې وویل:« تاسې افغانان دلته راوستل او د اسلام د مجاهد لقب مو ورکړ، نن یې شړئ.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن د وري پر ۲۶مه پر اېکس لیکلي چې افغانانو په پاکستان کې په میلیاردونو روپۍ پانګونه کړې ده او ددوی د شتمنیو د غصبولو فکر دې څوک نه کوي.

اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو اداره او افغان حکومت باید سره کېنې او د دې میلیونونو خلکو لپاره دې حل لاره ومومي».

محمود خان اڅکزی وايي چې دوی به د دې غیر انساني چلند په کلکه مخالفت کوي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو په صورت کې به د عدالت نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

هغه وویل چې « که دوی نړيوال عدالت ته ونه رسیږي، موږ به د بهر میشتو افغانانو څخه وغواړو چې د عدالت نړیوالې محکمې ته ورشي».

اڅکزي پاکستان ته په اشارې ویلي چې افغانان ښه او بد نه هېروي.

د رپوټونو پر بنسټ افغانان د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.

پر نشه يي توکو له بندیز سره سره؛ په کندهار کې کروندګرو په زياته کچه تاریاک او چرس کرلي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو او سيمو کې کروندګرو په زياته اندازه تاریاک او چرس کرلي او په ځينو ځايونو کې هڅه کوي له طالبانو یې په پټه تر حاصل ورسوي.

په کندهار کې کروندګر او ځمکه وال د تاریاکو عاید تر نوور کښتونو زيات بولي او وايي، چې «ستړیا یې لږ او ګټه يې زياته» ده.

د کندهار په میانشين، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسواليو او سیمو کې پر سلګونه جریبه ځمکه خلکو تاریاک او چرس کرلي دي.

کروندګر وايي، چې د تاریاکو د کښتونو پر سر ځايي قوماندانانو ته ونډې ورکوي او په ډېرو سیمو کې د طالبانو امنیتي کسانو هم دغه کښتونه کرلي.

د کندهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم مني، چې د کوکنارو او چرسو کښتونه شوي خو وايي د له منځه وړو لپاره یې کمپاینونه جریان لري.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد زياتوي، چې په تېره اونۍ یې نژدې ۸۹ جریبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښتونو پاکه کړې ده.

هغه د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې له کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو څخه یې ۹۳ په نشه روږدي کسان هم نیولي او د تداوي لپاره یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.

جمشید وايي، چې په تېره اونۍ کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې ۸۱ عملیات کړي چې په ترڅ کې يې ۱۲ کسان هم نيولي دي.

په تېرو دوو لسیزو کې تاریاک د طالبانو د اقتصاد او جنګي ماشين د څرخ تر ټولو لویه سرچینه وه.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی، چې کروندګر یې څلور فصله تاریاک ټولوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په ټول افغانستان کې د دغه بوټي پر کر، توليد، پلور، قاچاق او استعمال بنديز ولګاوه، خو په ډېرو سیمو په خاص ډول سویلي او شمالي ولایتونو کې دغه امر ته څوک غاړه نه ږدي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې په ځینو جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر ويلي و، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

په رپورټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دوی وايي، هغه بزګران چې مخکې یې تریاک کرل اوس دوامداره اقتصادي بدیلونو ته اړتیا لري.

کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملکیتونو پر ضبطولو خواشیني وښوده

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو او د هغوی د شتمنیو پر ضبطولو خواشیني څرګنده کړې ده. کرزي پر پاکستان غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج دویمه څپه پیل شوې او د هغوی د ملکیتونو د ضبط کیدو راپورونه ورکړل شوي، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه کې د یو یادښت په خپرولو سره پر نړیوالو موسسو، افغان سوداګرو او پانګوالو غږ کړی چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مرستې وکړي.

کرزي د کډوالۍ د عواملو پر له منځه وړلو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو پر اړتيا هم ټينګار کړى دى.

کرزي لیکلي: «ټول هغه عوامل چې له هیواد څخه د کډوالۍ لامل کیږي، په ځانګړې توګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز باید له منځه یوړل شي، څو هیڅوک له هیواده وتلو ته اړ نه شي او افغان کډوال په خوښۍ سره خپل هیواد ته ستانه شي.»

د راپورونو له مخې، د بې اسنادو کډوالو د اخراج د دویم پړاو له پیل راهیسې د تورخم له لارې په لسګونو زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج زیاتیدو ته په غبرګون کې ویلي و چې په دغو هیوادونو کې افغانان له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.

روسۍ ورځپاڼه نیزاویسما ګزیته: د «سوریې جهاد» مخکیني جنګیالي افغانستان ته لېږدول کیږي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د روسیې مشهوره ورځپاڼه نیزاویسما ګزیته وايي، چې د سوریې د تحریرالشام ډلې غړو ته د افغانستان په شمالي او لویدیزو ولایتونو کې د افرادو د جذب مرکزونه جوړیږي. ورځپاڼه وايي، طالبان د تحریر شام فعالانو ته مزاحمت نه کوي او دا نوې ډله د «داعش -خراسان» پر وړاندې د توازن وسیله ګڼي.

ورځپاڼه وايي، چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې ددې ډلې غړو په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، په سوریه کې له بري وروسته ډېری اویغور، تاجک، ازبک، چیچن، قرغیز، تاتار او نور جنګیالي پاکستان او افغانستان ته تللي او د تحریر شام ډلې استازو د بغلان ولایت په اندراب دره کې خپل اصلي مرکز جوړ کړی دی.

ورځپاڼه د خپلو سرچینو په حواله وايي، « د ډلې د لومړنیو افغان څانګو مشري یو افغان تاجک مولوي عبدالفتاح کوي، چې شاوخوا اته کاله په سوریه او عراق کې د داعش، القاعدې اوهیئت تحریر الشام تر بیرغونو لاندې جنګېدلی».

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴ کال په پای کې د بغلان ولایت په ده‌صلاح او پل‌حصار ولسوالیو کې د هیئت تحریر الشام جنګیاليو لومړنۍ ډلې له خپلو کورنیو سره مېشتې شوې، چې په هغه وخت کې یې شمېر له۵۰۰ نه تر ۷۰۰تنو پورې و، خو د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ نه تر مارچ پورې حالت ژر بدل شو او د تحریر شام افغان څانګې چټکه وده وکړه. ورځپاڼه وايي، چې دا وده له سوریې او پاکستان څخه د نویو بهرنیو جنګیاليو په راتګ او همدارنګه د هیئت تحریر الشام له خوا د افغان ځوانانو د جذب له لارې شوې.

سرچینو نیزاویسما ګزیته ته ویلي، د حزب التحریر افغان څانګې، چې مرکز یې د پنجشیر ولایت په بازارک کې دی، د تحریر الشام له مشر مولوي عبدالفتاح سره په همغږۍ د دې ډلې په جوړښت کې مهم رول لوبولی. د دې ډلې مشر مولوي یحیی، د تحریرالشام له نورې مشرتابه سره نږدې اړیکې لري.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ډلې افغان څانګه له مالي پلوه ستونزه نه لري او د بغلان ولایت جوماتونه د ځوانانو د جذب مرکزونه ګرځېدلي.

د ورځپاڼې په باور، په همدې جوماتونو کې د جنګیاليو اوهیئت تحریر الشام د جذب کونکو تر منځ «قراردادونه» لاسلیک کېږي او نوي غړي د جذب پر مهال ۱۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي، چې ۹۰۰ ډالر یې ځان ته ساتي او ۱۰۰ ډالر یې د جومات ملا ته ورکوي.

نیزاویسما ګزیته وايي، د جذب کمپاین په شمالي او لوېدیزو سیمو کې د دې ډلې جنګیاليو شمېر زیات کړی، چې «اوس د افغان سرچینو په وینا، شاوخوا ۱۰ زرو ته رسېدلی».

د ورځپاڼې په وینا، رپوټونه ښيي چې ګڼ شمېر طالب جنګیالي، چې د معاشونو له ځنډ سره مخ دي، همدې ډلې ته ورګډ شوي، څو هلته بله «دنده» تر لاسه کړي.

طالب مشران د تحریر شام فعالیتونو ته خنډ نه جوړوي او دا درې اصلي لاملونه لري: چې یو ددې ډلې بهرنيو تمویل کوونکو د طالبانو مرکزي او سیمه‌ییز مشران ښه تمویل کړي دي. بل د تحریر شام مشران له القاعدې سره نږدې اړیکې لري، چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.

ورځپاڼه درېیم دلیل دا ښيي، چې طالبان تحریر شام د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې یوه متوازنه قوه ګڼي، ځکه طالبان نه غواړي یا نشي کولای چې له داعش سره مستقیمه جګړه وکړي.

نیزاویسما ګزیته اټکل کوي، چې په افغانستان کې به د القاعدې، داعش اوتحریر شام موقفونه لا پیاوړي شي او دا به یوازې د طالبانو نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره سرخوږ وي.

نیزاویسما ګزیته وايي، چین ته هم ګواښونه پېښیږي، ځکه په افغانستان کې د تحریر شام ډېری جنګیالي د اویغور قوم له جهادي تجربه‌لرونکو غړو څخه دي، چې د چین له «بې‌دینه کمونیستانو» څخه د خپلو خلکو د ځپلو له امله د غچ اخیستو هیله لري.

نیزاویسما ګزیته وايي، تحریر الشام د خپلو جنګیاليو یوه برخه لوېدیز ولایت هرات ته انتقال کړې، چې له ایران سره پوله لري او دا ښيي چې د دې ډلې بهرني تمویل کوونکي پر ایران د فشار لپاره له دې جهادپالو کار اخلي.

طالبانو د بېل ګېټس له بنسټه غوښتي چې روغتیايي خدمتونه د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن په قطر کې د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار کنفرانس کې ګډون وکړ. عبدالولي حقاني وايي چې روغتیايي خدمتونه دې با کیفیته شي او هغه سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه د وري ۲۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې ډلې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د پولیو له منځه وړلو نړیوالو نوښتونو کنفرانس کې ګډونوالو ته وینا کړې.

حقاني په خپله وینا کې وویل:«روغتیايي خدمتونه دې با کیفیته شي او هغو سیمو ته وغځول شي، چې پخوا یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود».

حقاني پر همغږي کار ټینګار کړی، چې په یوه سیمه کې د ورته خدمتونو له وړاندې کولو څخه مخنیوی وشي او منابع په موثره توګه مصرف شي.

هغه ویلي، چې طالبان له نړیوالو، داخلي او بهرنیو موسساتو سره پوره همکار دي چې په ګډه وکولای شي له افغانستان څخه د پولیو ناروغي محوه کړي او افغانستان له پولیو پاک شي.

د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال ټینکار کړی، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره باید د واکیسن پوښښ پراخ شي.

د طالبانو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال همداراز،له ګډونوالو وغوښتل،چې هېواد ته بېرته راستنېدونکي افغانان هم باید له پامه ونه غورځول شي او دې برخې ته هم لازمه پاملرنه وشي.

په دغه کنفرانس کې په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین، د افغاني سرې میاشتې مرستیال عزیزالرحمن، د بېل ګېټس بنسټ او د پولیو محوه کولو نړیوال ابتکار استازو او روغتیا پالانو شتون درلود.