• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسکو له غونډې وړاندې؛ پوتین او د قطر امیر د اوکراین او انرژۍ پر سر خبرې کوي

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې سره ګوري، چې د اوکراین جګړې ته د سوله ییزې حللارې، سیمه‌ییزو شخړو او د انرژۍ بازار د ثبات په اړه بحثونه وکړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، دواړه مشران به د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ترڅنګ، د اوکراین، سوریې، غزې او مایع ګازو (LNG) پر موضوعاتو هم مفصلې خبرې وکړي.

پیسکوف وویل: « پوتین او د قطر امیر به د اوکراین د وضعیت په اړه د نظرونو تبادله وکړي. دغه راز، د سیمې د شخړو په تړاو هم خبرې کېږي. سیمه د تاوتریخوالي له پوتانسیل ډکه ده او قطر هڅه کوي چې په ډېرو شخړو کې د منځګړي رول ولوبوي».

قطر له دې وړاندې هڅه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو ته لاره اواره کړي.

دوحې د جګړې پر مهال له بې‌سرپرسته پاتې ماشومانو سره د مرستې هڅې هم کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي محمد الخلیفې د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي، چې د لیدنې په ترڅ کې به د ایران، روسیې او امریکا ترمنځ منځګړتوب هم تر بحث لاندې راشي.

الخلیفې زیاته کړې: « د روسیې او اوکراین شخړې د نړۍ د تمویل ځنځیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. زموږ دوامداره خبرې د انرژۍ بازار ته ثبات بښي او د نړيوال اقتصاد له پياوړتیا سره مرسته کوي».

کرملین د قطر له مشرتابه سره د باور پر بنسټ ولاړې خبرې « لرزښتناکې» بللې دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې قطر د سیمې په مهمو مسایلو کې د منځګړي رول پر غاړه اخېستی او روسیه هڅه کوي خپلې نړیوالې اړیکې لا پراخې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سوریې موقت حکومت مشر احمد الشارع د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د موقت حکومت مشر احمد الشارع د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه قطر ته تللی. خبر زیاتوي، د دواړو هېوادونو مشرانو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا خبرې کړي.

د سوریې موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې هغه په دغه سفر کې له احمد الشارع سره یو ځای دی.

نوموړي زیاته کړې، چې قطر په سوریې کې د مخکېني حکومت د پرځېدو له لومړیو ورځو د دغه هېواد له خلکو سره درېدلی او هېڅکله یې یوازې نه دي پرېيښي.

قطر ته د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد الشارع سفر دوه ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې هغه متحده عربي اماراتو ته تللی و او د خپل سفر په ترڅ کې یې له شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره وکتل.

ال ‌ثاني لومړنی عربي مشر و چې د بشارالاسد حکومت له پرځېدو وروسته سوریې ته تللی و.

د یادولو وړ ده، چې د قطر هېواد د سوریې د نوي حکومت یو له قوي ملاتړ کونکو څخه ګڼل کېږي.

هند: پاکستان په افغانستان کې د خپلې روزل شوې ترهګرۍ په دام کې ایسار دی

۲۷ وری ۱۴۰۴ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاکستان په یوه وخت کې هم له طالبانو او هم له پخواني افغان حکومت سره لوبې کولې، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا دوه ګونې لوبې پای ته ورسېدې او اوس پاکستان په افغانستان کې خپله لار ورکه کړې ده.

سوبرامانیام جی شنکر وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ په هغه جال کې راګیر شوی چې یو وخت یې په افغانستان او سیمه کې پاللی و.
هغه د چارتار د ساینس او ​​ټېکنالوژۍ پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل: "هر هغه ګټه چې پاکستان د دې دوه ګوني پالیسۍ څخه ترلاسه کړې وه، له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته یې له لاسه ورکړه. نن ورځ، هماغه ترهګري چې دغه هېواد له کلونو راهیسې روزلې وه، همدې هېواد ته زیان رسوي."
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د پاکستاني وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر وړاندې له طالبانو ملاتړ کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ډیلي پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې که په هند کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ وکړي نو "سختې پایلې" به ولري.
پاکستان او هند یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.

پاکستان ان افغان طالبان چې د دوی پخوانی نیابتي ځواک دی، له هند سره په جوړجاړي تورن کړي دي.
جی شنکر وویل، هند د پرمختګ په لاره روان دی خو پاکستان "د خپل تېر خطرناک خصوصیات ساتلي دي.
هغه په ​​تېرو لسو کلونو کې د دواړو هېوادونو په لارو کې څرګند توپیرونو ته په اشارې سره وویل: "هند د بدلون او ودې په لاره روان دی. کاشکې چې ما ویلی شوای چې پاکستان هم بدل شوی دی، خو له بده مرغه له تېرو وختونو یې ډېرې خطرناکې ځانګړتیاوې ساتلي دي."
هغه وویل: "هند په وروستیو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي او نړۍواله کچه د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو پاکستان لا هم په تیاره او تکراري تېر کې بند پاتې دی."
هندي چارواکي معمولا د طالبانو په اړه په احتیاط خبرې کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر طالبان که څه هم په غیر مستقیم ډول، خو د پاکستان له خوا د ملاتړ کېدونکي ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي.

اکسیوس: ټرمپ له تهران سره د مذاکراتو د ارزونې لپاره د بندو دروازو شاته غونډه وکړه

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۱

اکسیوس خبري وېب‌پاڼې د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په «وضعیت خونه» کې د بندو دروازو شاته یوه پټه غونډه کړې او د خپل دولت له لوړپوړو چارواکو سره یې د ایران د اټومي تاسیساتو پر سر د مذاکراتو په تړاو خبرې کړې دي.

د نوموړې وېب‌پاڼې د راپور پر بنسټ، په دې ځانګړې او لوړه کچه غونډه کې د سي‌ای‌اې ادارې مشر او دفاع وزیر په ګډون د ټرمپ د دولت ټولو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی او له ایران سره د راتلونکو مذاکراتو په تړاو یې بحث او خبرې‌اترې کړې دي.

د ټرمپ مرستیال جي ډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پېټ هېګسیت، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، د ټرمپ ځانګړی استازی سټېف وېټیکر، د سي‌ای‌اې مشر جان راټکلیف، او متحده‌ایالاتو د ولسمشر د کابینې یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې، چې د عمان پلازمېنه مسقط ښار د راتلونکې شنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د ایران او متحده‌ایالاتو ترمنځ د اټومي تاسیساتو پر سر د دویم پړاو مذاکراتو کوربه‌توب وکړي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو مذاکراتو له پیلېدو مخکې خبرداری ورکړی، چې که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسیساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګنده کړې: «ایران باید د اټومي وسلو له خوبونو لاس واخلي. هغوی حق نه‌لري چې اټومي وسله ولري.»

بل‌خوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې شمالي سیمې ته د سفر پرمهال وايي، چې ایران له امریکا سره داسې مهال مذاکرات کوي چې خامنه‌يي لا هم د اسراییل پر وړاندې د جګړې خبرې کوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده: ټرمپ نه غواړي چې ایران اټومي پروګرام ولري

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویاندې د سې‌شنبې په ورځ وویل، د امریکا ولسمشر نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري. نوموړې دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا امریکا غواړي د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه یوسي، که یوازې د یورانیمو غني کولو او توغندیو پروګرامونه محدودوي.

کارولین لیویټ زیاته کړه، چې ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي او په دې مسله کې د هغه دریځ خورا روښانه دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار کمپاین د دوام اعلان وکړ، په داسې حال کې چې دا یې هم وویل، د امریکا ولسمشر لا هم له تهران سره خبرې اترې او ښکیلتیا غواړي.
هغې د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره د ډونالډ ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه وویل، چې د امریکا ولسمشر د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د لومړۍ "مستقیمې غونډې" کوربه توب ستاینه وکړه او "د خبرو اترو له لارې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو اړتیا" باندې یې ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او وفاع وزیر ویلي و، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.

که څه هم امریکایي چارواکي ډېری پوځي ګزینې ته اشاره کوي، خو د دغه هېواد دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا نه وي.


کینیا کې یوه نادره پېښه؛ د کینیا حکومت د نایابه مېږیانو د قاچاق مخه نیولې ده

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د کینیا د ځنګلي ژویو ادارې (KWS) ویلي، د زرګونو ژوندیو مېږيو د قاچاق په تور یې هغه څلور کسان نیولي چې غوښتل یې نایابه مېږیان له کینیا څخه د بهرنیو نایابه حیواناتو بازارونو ته ولېږدوي.

چارواکو ویلي، چې دغه کسان به د ځنګلي ژویو د غیرقانوني قاچاق په تور محکمې ته وړاندې شي او دا قضیه یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

دا مېږي په داسې ټیوبونو او سرنجونو کې ځای پر ځای شوي وو، چې امنیتي سکینرونو هم نه شو کولی چې ویې پېژني.

د ځنګلي ژویو ادارې ویلي: "دا ټیوبونه داسې ډیزاین شوي وو چې مېږي تر دوو میاشتو پورې پکې ژوندي پاتې شي، دا ښيي چې دا کار له مخکې څخه په مهارت پلان شوی دی."

سره له دې چې ډېری خلک مېږي یو مزاحم موجود بولي، خو ځینې خلک یې د نندارې او ساتنې لپاره د شفافو ښیښو په بکسونو (Formicarium) کې ساتي، تر څو د دوی ټولنیزې شبکې او کالونۍ له نږدې وویني.

د رویټرز د راپور له مخې، چارواکو شاوخوا ۵۰۰۰ د مېږیو ملکې نیولي، چې د ۲۲۴۴ کانتینرونو په دننه کې ځای پر ځای شوې وې.

د دغو مېږیو ارزښت نږدې یو مېلیون کینیایي شیلینګ (شاوخوا $۷۸۰۰) اټکل شوی.

د راپور د معلوماتو له مخې، دوه بلجیمي وګړي، یو ویتنامي او یو کینیايي د مېږیو د غیرقانوني قاچاق او ملکیت جرمونه منلي او د نایروبي په جومو کینیاټا نړۍوال هوايي ډګر کې محکمې ته حاضر شوي دي.

د مېږیو د سوداګرۍ یوې سرچینې ویلي، دا ډول مېږي چې یوازې په کینیا کې موندل کېږي، تقاضا یې ډېره او د قانوني صادراتو لپاره د ژویو د ساتنې ادارې جواز او روغتیایي سند ته اړتیا لري.