د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان نن ایران ته ځي

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ایران ته ځي. د ایران نُوانس خبري ویبپاڼې دغه سفر د سیمې د دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ښه کېدونکو اړیکو د لا پیاوړتیا په لور یو مهم ګام یاد کړی دی.