• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هاډسن انسټیټیوټ: ټرمپ باید د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې ملاتړ وکړي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۱

د امریکا هاډسن انسټیټیوټ پر ویب‌پاڼه تازه خپره شوې مقاله کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې سره خپلې اړیکې ټینګې او د دغې ډلې لاسنیوی دې وکړي.

مقاله کاږي، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د طالبانو د دریځونو پر ضد یوه مشروع جنګیدونکې ډله ده چې ټرمپ یې باید ملاتړ وکړي.

یاده جبهه چې اصلي مرکز د پنجشیر ولایت دی ادعا لري، چې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر ضد جګړې او چریکي عملیات کوي.

په مقاله کې راغلي، چې ملي مقاومت جبهې نه یوازې وسله‌واله مبارزه کړې، بلکې په سیاسي او ډېپلوماټیکو ډګرونو کې یې هم هڅې کړي دي.

مقاله وړاندې وايي، تر ټولو مهمه سیاسي هڅه یې د وین بهیر دی، چې هر کال دوه ځله د اتریش په پلازمېنه وینا کې ترسره کېږي.

دغه بهیر د طالبانو مخالفو سیاسي او مدني څېرو ته دا زمینه برابروي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګډ پلانونه جوړ کړي.

هاډسن انسټیټیوټ ټینګار کوي، چې د ملي مقاومت له جبهې ملاتړ څخه ملاتړ د امریکا د سټراټېژیکو موخو لپاره ګټور تمامیدلی شي لکه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د چین، روسیې او ایران د نفوذ مهارول.

دغه انسټیټیوټ وړاندیز کړی، چې د امریکا راتلونکی حکومت دې په تاجکستان کې د ملي مقاومت له سیاسي دفتر سره اړیکې ټینګې کړي.

مقاله کې دا هم ویل شوي، چې امریکا دې خپل ډېپلوماټیک تمرکز له دوحې نه دوشنبې ته انتقال یا پیاوړی کړي، او امریکایي لوړپوړي چارواکي دې د وین په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.

مقاله زیاتوي، چې واشنګټن باید طالبان هېڅکله په رسمیت ونه پېژني، بګرام هوايي اډه دې بیا فعاله کړي او د ګرمو جامو، درملو، او مخابراتي وسایلو ترڅنګ ان د پټو تسلیحاتي مرستو اختیار هم وساتي.

په پای کې د هاډسن انسټېټوټ مقاله کې ټینګار شوی، چې باید د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو یوه برخه د مقاومت جبهې سیاسي او رسنیزو فعالیتونو ته ځانګړې شي.

همداراز وړاندیز شوی، چې احمد مسعود دې واشنګټن ته راوبلل شي تر څو د امریکایانو او نړۍوالو سیاستوالو پر وړاندې د افغانستان د مقاومت دریځ بیان کړي.

هاډسن خبرداری ورکوي، چې افغانستان د تاریخي ناورینونو ځای دی او دې هېواد تل له نړۍوالو ځواکونو سره ډغرې وهلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو استازی د افغان کډوالو د حالاتو ارزونې لپاره تورخم ته تللی

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال تورخم ته تللی تر څو له پاکستان نه راستانه شویو افغان کډوالو وضعیت و ارزوي. د دغو کډوالو پر وړاندې د سرپناه نشتوالی، بې روزګاري او اړین خدمتونه تر ټولو لویې ننګونې ګڼل کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړي، چې ښيي ښاغلی جمال د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له ستنو شویو افغانانو سره لیدلي دي. 

د راپورونو له مخې، دا مهال د ستنو شویو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نغدي مرستو ورکولو پروګرامونه پیل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال تورخم ته سفر کوي، چې ویل کېږي د طالبانو له لوري ستنیدونکو افغان کډوالو کافي خدمتونه نه دي چمتو شوي او په موقتي ډول جوړ شوي استوګنیز کمپونه هم ورته بسنه نه کوي.

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

یاد سازمان وايي، کډوال چې تورخم ته راځي «ستړي، ویریدلي او ډېر زیان‌ منونکي» حالت سره مخ وي او دا خلک بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې بې غوري نه کوي.

افغان کډوال داسې مهال بېرته هېواد ته ستنېږي چې لا دمخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له ګڼو بشري او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو اندېښنه ښودلې، چې د دغو ستنیدونکو افغانانو سره به په هېواد کې د بې کارۍ کچه او لوږه خورا ډېره شي.

پاکستان د روان اپرېل میاشتې له پیله هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او ان د افغان وګړو تابعیت کارتونو لرونکي کسان هم له دغه هېواده ایستل کېږي.

اټکل کیږي چې نږدې ۸ لکه افغان کډوال دا ډول کارتونه لري او په پاکستان کې ژوند کوي.

منظور پښتین: پښتونخوا او ځینو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ایستلو په غبرګون لاریونونه کوو

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پښتونخوا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پراخو لاریونونو خبر ورکړی دی.

منظور پښتین ویلي، چې د دوی غورځنګ به د اپرېل په شلمه د کاناډا به کالګري او ټورنټو ښارونو، د اپرېل په ۲۳مه د برېټانیا په لندن ښار کې د پاکستان سفارت مخې ته او همدا راز د ډینمارګ په ګډون په فنلینډ هېوادونو کې دغه لاریونونه وکړي.

هغه همدا راز خبر ورکړی، چې د پښتونخوا په ژوب، قلعه سیف الله، پشین، کوټې، پېښور او مسلم باغ سیمو کې هم په راتلونکو ورځو کې دغه لاریونونه کوي.

منظور پښتین له خلکو غوښتي، چې د‌ پاکستان له لوري د دغه ظالمانه چلند خلاف دې په لاریونونو کې ورسره برخه واخلي.

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال له پاکستان نه د ایستل کیدونکو افغان کډوالو په تړاو د لاریونونو د ترسره کیدو خبر ورکوي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو نیول کیدو پسې کور په کور د پولیسو له لوري عملیات پیل شوي دي.

هره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه کورنۍ په جبري توګه خپل هېواد ته ایستل کېږي.

پر دغه بهیر نیوکه ده، چې په کې د افغان کډوالو مالونه او شتمنۍ هم لوټ کېږي.

د طالبانو په ګدون د بشري حقونو یو شمېر نړۍوالو سازمونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر دې ژر تر ژره ودروي،‌ خو لیدل کېږي چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او بهیر یې چټک ساتلی دی.

د رسمي شمېرو له مخې د افغانانو د جبري ستنیدونو په اوسني بهیر کې له تېرو څه دپاسه دوه اونیو راهیسې نږدې ۶۰زره افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه کړی شوي دي.

ټربیون: پاکستان او طالبانو د تړلو دروازو تر شا د «ټي ټي پي» په مهارلو خبرې کړې دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د‌ پاکستان اېکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې کابل ته د پاکستاني پلاوي په سفر کې له طالبانو سره د «ټي ټي پي» اړوند مثبتې خبرې شوې او په خبره یې چې د یادې وسله والې ډلې په تړاو د کابل په پخواني دریځ کې بدلون راغلی دی.

د راپور له مخې په کابل کې طالبانو پاکستاني پلاوي ته په یوې ناسته کې ویلي، چې د «ټي ټي پي» اړوند د اسلام اباد ځینو اندېښنو په تړاو یې «عملي اقدامات» کړي دي.

یاده ناسته چې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) له لوري تر پنځلس میاشتني ځنډ وروسته شوې ده.

ویل کېږي به دې ناسته کې د دواړو خواوو لوړ پوړي پوځي او امنیتي چارواکي هم شامل وو.

د پاکستان د‌ پلاوي مشري ځانګړي استازي محمد صادق خان کوله او د طالبانو مشري بیا د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر پر غاړه لرله.

سرچینې اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې پاکستاني پلاوي د طالبانو له لوري په پټه ناسته کې داسې مالومات تر لاسه کړي، چې ښيي طالبانو د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د «ټي ټي پي»‌ پر ضد ځینې اقدامات کړي دي.

که څه هم د دغو اقداماتو بشپړ جزییات نه دي افشا شوي، خو د پاکستاني پلاوي غړو ویلي چې دوی دا ځل د طالبانو له خوا جديت احساس کړی دی.

یو پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه‌دی څرګند شوی ویلي: «ټول غړي پوه شول چې د طالبانو دریځ اوس د ټي ټي پي پر وړاندې بدلون کړی دی».

له اوږدې مودې راهیسې، له افغانستان څخه د «ټي ټي پي» بریدونه او د دغه ډلې امنیتي ګواښونه د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د اړیکو مهم خنډ و.

مخکې دا شکایت موجود و، چې یا خو طالبان د پاکستان اندېښنو ته پام نه کوي، یا هم د دوی اقدامات کافي نه ‌دي.

خو دا ځل، پاکستاني پلاوي د طالبانو دریځ او اقدامات مثبت بللي دي. یو چارواکي ویلي: «اوس به معلومه شي چې دا اقدامات په راتلونکو ورځو کې څه پایله ورکوي، خو تر اوسه طالبانو خپل جدیت ښودلی دی».

د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، له کابل څخه تر ستنیدو وروسته په خپله اېکس پاڼه پاڼه لیکلي: «د ۱۵ میاشتو تر وقفې وروسته، د JCCاوومه ناسته په کابل کې ترسره شوه، چې دا د حساسو او سټراټېژیکو مسایلو د بحث لپاره یو ښه فرصت و».

هغه زیاتوي: «د داسې مېکانېزمونو له لارې دوامداره او منظم تعامل د شخړو د کمولو، د بناسم پوهاوي د ختمولو او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره اړین دی».

سرچینې وایي، دواړو لوریو ژمنه کړې، چې له سختو او توندو څرګندونو څخه به ډډه کوي او اختلافات به د ډېپلوماټیکو لارو څخه هواروي. 

په دې اړه چې طالبانو ولې اوس د «ټي ټي پي» پر وړاندې په خپل سیاست کې بدلون راوستی سرچینې وایی، دا بدلون د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت، د نړۍ والو مرستو بندېدو او د پاکستان لخوا د سیاسي او امنیتي فشارونو له امله رامنځته شوی دی.

په همدې ورځ د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی اسلام‌اباد ته لاړ. دا درې ورځنی سفر د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د ټرانزیټي تړون د تمدید لپاره ترسره شوی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په وینا، د دې پلاوي په غړو کې د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال هم شامل دی.

له دغو کسانو نهه تنه د تورخم له لارې او اوه تنه د الوتنې له لارې اسلام‌اباد ته رسیدلي دي.

تمه ده چې د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په تړاو هم خبرې وکړي.

سراج الحق: د پاکستان حکومت بد چلند به د پاکستانیانو او افغانانو دوستئ په دښمنیو واړوي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخوانی مشر سراج الحق وایي، د پاکستان حکومت د ناوړه چلند له امله هغه کډوال چې د پاکستان له خلکو سره دوستانه اړیکې لري؛ هغه به په مخالفت او دښمنۍ واړوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په فارسي ژبه په خپل یو یادښت کې ویلي: «د پاکستان حکومت د نړۍوال غرور، کینې او احمقانه احساساتو له امله کډوال ځوروي، سپکوي، په جبري توګه یې شړي او ملکیتونه یې ضبطوي، چې له یوې خوا به د کوربه هېواد د خلکو ۴۵ کلنه ورورولي، همکاري او خواخوږي په اوبو لاهو شي او له بلې خوا به موږ په قصدي ډول د دغه کډوالو سره خپلې دوستانه اړیکې په مخالفت او دښمنۍ واړوو.»
هغه له پاکستان حکومت، پوځ او پولیسو غوښتنه کړې، چې د نامناسبو اقداماتو او دښمنانه پالیسیو پر وړاندې اقدام وکړي او په خپله خوښه د افغان کډوالو په بېرته ستنېدو بیا غور وکړي او په دې برخه کې دې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه لیکلي، چې پاکستان په تېرو ۴۵ کلونو کې د افغانستان په ټولو چارو کې په ښکاره او مستقیمه توګه ښکېل پاتې شوی.
هغه وایي، چې د ۴۵ کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پیاوړې او نه شلېدونکې اړیکې جوړې شوې دي، چې له امله یې د دواړو ګاونډیو هېوادونو دښمنان اندېښمن کړي دي.
هغه په خپل یادښت کې د افغانستان د تېرو ۴۵ کلنو جګړو او ناخوالو یادونه کړې او لیکلي یې دي، چې د جګړو له امله خلک کډوالۍ او په جلاوطنۍ کې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان نه په دغه هېواد او په ځانګړې توګه په پنجاب ایالت کې د کډوالو ځورونې، نیونې او اېستلو ته زور ورکړی.

د اسلام اباد پولیس هره ورځ د کډوالو کورونو ته ورځي، هغوی ځوروي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نیسي.

له فشارونو سره سره، افغان کډوال په پښتونخوا کې د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د الجزيرې ټلوېزیوني شبکې د يو تازه راپور له مخې، سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ايستلو لپاره سخت اقدامات پيل کړي، خو د پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې زرګونه افغان کډوال بیا د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي.

د دغه راپور له مخې، د ټولنيزو اړيکو ژورې ريښې، د ځايي خلکو ملاتړ او د قوانينو کمزوری پلي کېدل، د دې لامل شوي، چې افغانان په پراخه کچه له یاد ایالت څخه ونه ایستل شي.

اکبر خان، چې له نږدې ۵۰ کلونو راهيسې په پېښور کې ژوند کوي وايي، چې د هغه کاروبار ښه روان دی.

د هغه په رسټورانت کې سیخ کباب پخېږي، مېلمنو ته وریجې او سلاد هم ورکوي. د هغه په خبره: «ما دلته واده کړی، زما اولادونه هم دلته واده شوي او لس تنه د کورنۍ غړي مې هم دلته خاورو ته سپارل شوي دي. موږ هېڅ نيت نه لرو چې دا ځای پرېږدو».

اکبر خان له هغو درې ميليونه افغان کډوالو څخه يو دی، چې د پاکستان حکومت غواړي سږ کال يې له هېواده وباسي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه درېيمه برخه دغه کډوال د پښتونخوا په ایالت کې مېشت دي. له ډېرو سره یې د ملګرو ملتونو اړوند او د افغان وګړي تابعیت کارتونه شته، خو د هغو افغانانو شمېر نه دی معلوم چې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري.‌

د الجزیرې شبکه وایي، د پښتونخوا ایالتي حکومت هم د افغانانو په ایستلو کې چندان لېوالتیا نه لري.

عبدالله خان چې د پاکستان د امنيت او شخړو د مطالعې يو بنسټ مشر دی وویل: «دا ممکنه نه ده چې افغانان له پښتونخوا څخه ټول وايستل شي، ځکه هغوی بېرته له ناقانونه لارو او يا د قانوني تشو له لارې پاکستان ته راځي، ان که پر پوله اغزن تار هم وي».

هغه زیاته کړې، چې پر ډیورنډ کرښه داسې کلي هم شته چې دواړه لوریو ته پرې خلک په ازاد ډول تګ راتګ کوي.

د افغانانو او پښتونخوا د خلکو ترمنځ ژبنی، قومي او کلتوري نږدېوالی د دې لامل شوی، چې دا سيمه د افغان کډوالو لپاره يو طبيعي پناه‌ ځای وي.

دغه ایالت له ۱۹۸۰ مو کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه دی او ډېری کډوال اوس د سيمې له خلکو سره ګډ ژوند لري، ان ډېرو یې له ځایي خلکو سره خپلوۍ کړې دي.

عبدالله خان وايي، که څه هم د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومت سره همکاري کوي، خو تګلارې ډېرې ورو پلي کېږي. دی زیاتوي: «د سيمه‌ييز حکومت ډېری چارواکي له افغانانو سره خواخوږي لري، ځکه د دوی کلتورونه يو دي. عمران خان هم د وزيراعظمۍ پر مهال تل د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زياتي مخالف و».

د الجزیرې د راپور پر بنسټ په پښتونخواه کې تاوتریخوالی او روانې نا امنۍ هم د دې لامل شوې، چې د افغانانو د ایستل کیدو اړوند قانوني اقداماتو په مخ کې خنډ وګرځي.

دغه ټلوېزیوني شبکه همداراز ليکي، چې د بشري حقونو ادارې، مرستندويه سازمانونه او د طالبانو حکومت هم پر پاکستان فشار راوړی، تر څو خپل چلند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (IOM) له راپور سره سم، له اپرېل مياشتې راهيسې شاوخوا ۶۰ زره کسان د تورخم او سپين‌ بولدک له لارو بېرته افغانستان ته تللي.

له دغو ډېری یې له پنجاب ایالت څخه ایستل شوي او به یاد ایالت کې نږدې ۲۰۰زره افغان کډوال مېشت دي.