• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناریشکېن: لوېدیځې استخباراتي ادارې په افغانستان کې د طالبانو له مخالفانو سره مرسته کوي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن وايي، لوېدیځې استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د طالبانو له مخالفونو سره مرسته وکړي او افغانستان بې‌ثباته وساتي. نوموړي زیاته کړې چې لوېدیځ دا چلند د خپلو جیوپولیټیکي ګټو د پرمختګ لپاره کوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې سرګي ناریشکېن د پنجشنبې او جمعې په ورځو (اپرېل ۱۷مه او ۱۸مه) باکو ته د «افغانستان، سیمه‌ییز اتصال، امنیت او پراختیا» په کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر کړی دی.

ناریشکېن په ​​دغه غونډه کې څرګنده کړې چې لوېدیځو هېوادونو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او د طالبانو پر وړاندې یې بندیزونه لګولي دي. یاد روسي چارواکي همداراز ټینګار کړی چې دغه هېوادونه د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره لارې چارې لټوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر د دې سفر په بهیر کې د اذربایجان د استخباراتو له یو شمېر چارواکو سره هم لیدلي او خبرې یې کړې دي. هغه وویل: «افغانستان یو مهم جیوپولیټیک موقعیت لري او زموږ د هېوادونو ګډې ګټې دا غواړي څو په دغه هېواد کې بیارغونه او سوکالي ډېره شي.»

ده په دغه کنفرانس کې له طالبانو سره د روسیې د اړیکو ښه‌والي ته هم اشاره کړې ده. نوموړی روسی چارواکی وايي چې مسکو د طالبانو «دولت جوړونې» فعالیتونو ته په مثبت نظر ګوري او د دغې ډلې رژیم راتلونکي ته باور لري.

د سرګي ناریشکېن په اند، د دغه بهیر د تحقق پر وړاندې ترټولو لوی خنډ په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ د ساتلو لپاره د لوېدیځ هڅې دي. هغه همداراز په باکو کې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان له چارواکو مننه کړې چې له ترهګرو ډلو څخه د راټوکېدونکو ګواښونو په پېژندنه کې یې ګډه همکاري کړې ده.

د یادونې ده روسیې سترې محکمې د روانې وري میاشتې په ۲۸مه د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، طالبان له ترهګرو ډلو له نوملړه و اېستل. د سترې محکمې قاضي اولګ نفدوف ویلي چې دا پرېکړه سمدلاسه اجرایي ده.

له دې پرېکړې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې نوموړی په رسمي توګه خبر کړ، چې طالبان نور د روسیې په ترهګرو ډلو لېست کې نه دي شامل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې د کډوالو لنډمهالي پروګرام له مخې مېشت افغانان د نیولو له ګواښ سره مخ دي

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۱

په متحده ایالاتو کې مېشت هغه افغانان چې د کډوالو د لنډمهالي پروګرام له مخې ځای پر ځای شوي، د ډونالډ ټرمپ د حکومت له‌خوا د (ټي پي ایس) پروګرام د لغوه کېدو له امله له بې برخلیکۍ سره مخ شوي دي. همداراز، په ځینو سیمو کې د افغانانو نیول هم پیل شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو حکومت له ۱۴ زره افغان پناه‌غوښتونکو څخه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته ورغلي، د ایمیل له لارې غوښتي، چې په یوه اونۍ کې باید له امریکا ووځي.

له دغه خبر وروسته په افغانستان کې د ۰۳ ځانګړې قطعې ژباړونکی حمیدالله سادات په خپله فېسبوک پاڼه په یو ویډيوي پېغام کې وایي، چې د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې پولیس (ایس) یې نیولو پسې راغلې.

دغه ژباړونکی چې اصلي نوم یې حمیدالله سادات دی او په ویډيو کې یې مخ پټي امنیتي کسان هم ښکاري وایي: «زما نوم مکس دی، زه قانوني سټيټس هم لرم، اسایلم هم راته راغلی، اپروول هم لرم، دوی غواړي ما ونیسي او په ناقانونه توګه مې بندي کړي، زه د ۰۳ قطعې ترجمان پاتې شوی یم، د ایډي نمبر مې ۶۲۴۰ دی او ګلهما کې اوسېږم، لیکن اوس ورځ مشاورین هیڅ نشته چې دوی ته ووایي چې تاسو ولې هغه سربازان زوروۍ کم چې په کلونو تاسو سره ولاړ وو او قربانیانې یې ورکړي.»

نوموړی په دغه ویډيوي پېغام کې په خپلو همکارانو د مرستې غږ کوي او وایي:« زموږ د هر یو سرنوشت دادی، که تاسو زما غږ اورئ تاسو ټول باید د یو سرباز له‌پاره راجګ شئ او پوښتنه یې باید وکړئ، چې د یو ترجمان دا حالت وي نو د سربازانو به څه حال وي؟ نن دا په ما ده او بله ورځ په تاسو ده.»

د متحده‌ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې لخوا دغې پرېکړې نږدې۱۴ زره افغان کډوال د بېرته اېستلو له ګواښ سره مخ کړي.

د امریکا په کالفرونیا ایالت کې یو بل افغان چې نغواړي نوم یې واخیستل شي په ۲۰۲۱ کال اګست کې دغه هېواد ته تللی، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «د ټرمپ د اوه ورځو حکم په امریکا کې ټول افغانان نا ارامه کړي دي، هېڅ معلومات نه کیږي چې سرنوشت مو چیرته دی، ځينې افغانانو خو اراده کړې چې ګاونډيو هېوادنو ته ورشي، کاناډا ته به ډېر افغانان واوړي، خو که دا خلک بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي نو نه پوهیږم چې څه به ورسره وشي.»

نوموړي وویل چې د ټرمپ حکومت دا پرېکړه به زیات شمېر افغانان کاناډا ته په ورتلو او په دغه هېواد کې د کډوالۍ پروګرام کې د ځانونو په ثبت کولو مجبوره کړي.

په ۲۰۲۱ اګست کې د جوبایډن د حکومت پر مهال امریکایي ځواکونه په بېړه له افغانستان نه ووتل او طالبانو د دویم ځل له‌پاره په دغه هېواد کې واک ترلاسه کړ.

د امریکا بېړني وتلو او د طالبانو راتګ لسګونه زره افغانان اړ کړل چې د امریکایي ځواکونو په مرسته متحده ایالاتو ته کډوال شي، په دغه افغانانو کې د(SIV,P2,P1) پروګرامونو ترڅنګ زیات شمېر یې داسې هم وو چې په دغه پروګرامونو کې نه دي تللي، دغه افغانان چې نږدې ۱۴ زره کسان دي اوس مهال د متحده ایالاتو له‌خوا د جبري بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان جمهوري غوښتونکي ټرمپ ته: که افغان کډوال بېرته ولېږئ د مرګ له ګواښ سره به مخ شي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۷ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوري‌غوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پي‌ډي‌اېم‌اې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د خوندي‌توب وضعیت (ټي‌پي‌اېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په هغه لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لېږل شوی راغلي، دې افغانانو له کلونو راهیسې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا تر څنګ همکاري کړې ده.

همداراز، نوموړي خوځښت ټینګار کړی چې یادو افغانانو د رسنیو، مدني ټولنو او متحده‌ایالاتو حکومت له پروګرامونو سره کار کړی او له همدې امله که هغوی افغانستان ته ستانه کړل شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.

طالبان دا مهال هغه کسان نیسي، شکنجه کوي او ان اعداموي یې چې له ډیموکرایتکو ارزښتونو یا لوېدیځو هېوادونو سره یې کار کړی وي. د افغانستان د جمهوري‌غوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت په اند، د دې افغانانو بیرته ستنېدل به یو انساني او اخلاقي ناورین وي.

په جلاوطنۍ کې یاد سیاسي خوځښت پر امریکایي مشرانو غږ کړی چې دې افغانانو ته پناه یا اقامت ورکړي. دغه حرکت وايي چې د امریکا په خاوره کې د دې افغانانو دوامداره ژوند له ازادۍ او عدالت سره د متحده‌ایالاتو د وفادارۍ نښه ده.

د افغانستان د جمهوري‌غوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې د امریکا متحده‌ایالاتونو د کورني امنیت وزارت مرستیالې تریشا مک‌لافلین افغانستان انټرنشنل ته منلې وه چې د زرګونو افغانانو د لنډمهالي خوندي‌توب پروګرام لغوه شوی دی.

د نوموړې په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د کورني امنیت وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو سره په سلا مشوره کې دا تشخیص کړې چې افغانستان نور هغه قانوني شرایط نه‌لري څو له مخې یې افغان کډوالو ته خوندي‌توب ورکړل شي.

تریشا مک‌لافلین زیاته کړې چې د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه د متحده‌ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو له‌خوا د اړوندو ادارو سره په مشوره ترسره شوې او څرګندوي، چې دغه هېواد نور د لنډمهالي خوندي‌توب پروګرام وړ نه دی.دې پرېکړې تر ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له متحده‌ایالاتو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د یادونې ده چې د لنډمهالي خوندي‌توب (Temporary Protected Status) یا (ټي‌پي‌اېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسله‌والو جګړو یا فوق‌العاده پېښو سره مخ شوي وي.

د خېبر پښتونخوا حکومت: د تورخم له لارې له ۴۲ زرو ډېر افغان کډوال جبري اېستل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو دویم پړاو په ترڅ کې یې تر دې دمه له تورخم لارې ۴۲ زره او ۴۸ افغانان جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اپرېل په ۱۸ نېټه په یوه اعلامیه کې چې رسنیو سره شریکه شوې ویلي، چې تر اوسه یې په ټولیزه توګه ۱۹۸۲ افغان کډوال له پلازمینې اسلام اباد، ۱۶ زره او ۳۸۵ افغانان له پنجاب ایالت، دوه له ګلګست بلتستان، یو زر او ۱۹ یې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او ۴۴ نور یې د سند له ایالته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دغه ډلې ۱۶ زره ۳۲۰ افغان کډوال چې د تابعت کارتونه یې لرل په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت په دغه اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر ۱۸ مې نېټې پورې ټول ۵ لکه ۱۲،۴۵۱ افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاده دې وي چې دغه ارقام په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د ارقامو سره فرق کوي، په افغانستان کې د کډوالو ادارو ارقام ښي چې له ۲۰۲۳ کال نه تر اوسه پاکستان لږ تر لږه اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي.

د طالبانو استخباراتو په کابل کې خپلواک خبریال سید راشد کاشفي نیولی دی

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۳۳ GMT+۱

طالب استخباراتو په پلازمینه کابل کې د تېرې دوشنبې په ورځ ازاد خبریال سید راشد کاشفي نیولی دی. تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی په کوم جرم نیول شوی. د خبریالانو د خوندېتوب کمېټې او د افغانستان خبریالانو مرکز د کاشفي د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې.

کاشفي پخوا د کابل ټايمز دولتي انګلیسي ژبې ورځپاڼې خبریال و، نوموړي د یو خپلواک خبریال په توګه په کابل کې روانو چارو ته پوښښ ورکاوه.

په کابل کې یوې باخبرې سرچینې ویلي چې دغه ازاد خبریال څخه، له دې امله پلټنې کیږي چې په نوموړي شک دی چې له هغه رسنیو سره به همکاري کوي چې طالبان ورته په افغانستان کې د پوښښ اجازه نه ورکوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د معالوماتو له مخې سید راشد کاشفي د طالبانو اسختباراتو ریاست په دې موخه راغوښتی او نیولی چې نوموړي ته د هغه کامره، مبایل او ریکارډ سپاري. له کاشفي نه څه وخت مخکې استخباراتو د هغه وسایل د پلټنې په موخه اخیستي وو.

د خبریالانو د خونديتوب کمیټې د اسیا پروګرام همغږي کوونکې به لي یي وویل: "د طالبانو استخبارات باید خبریال سید راشد کاشفي سمدستي او پرته له کوم شرطه خوشې کړي. د کاشفي په څېر د خبریالانو دوامداره توقیف د هغه بې رحمانه کمپاین یوه برخه ده چې د خپلواک راپور ورکولو مخه ونیسي او رسنۍ سانسور کړي. د مطبوعاتو پر ازادۍ دا ښکاره برید باید اوس پای ته ورسیږي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې د طالب استخباراتو له‌خوا د نوموړي د نیولو په تړاو ویلي چې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازاد دي او چارواکي باید له محدودیتونو او ګواښونو پرته د دوی د کار ملاتړ وکړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د خبريالانو مرکز د سيد راشد کاشفي پر نيول کېدو د ژورې خواشينۍ په څرګندولو سره پر چارواکو غږ کوي چې کاشفي او نور هغه بندي خبريالان چې د ژورناليستيکي فعاليت په خاطر نيول شوي او يا محاکمه شوي دي ژر تر ژره او پرته له شرطه خوشي کړي.»

د طالبانو حکومت تر اوسه د سید راشد کاشفي د نیولو په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

کاشفي تر دې وړاندې هم د طالبانو له‌خوا نیول شوی وو او د شپږو ساعتو له‌پاره د دوی په بند کې وو.

یاده دې وي چې د سید راشد کاشفي په ګډون لږ تر لږه نهه تنه نور خبريالان او د رسنيو کارکوونکي دا مهال د طالبانو په بند کې دي. له دې ډلې څخه شپږ یې له اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو په بند محکوم شوي دي.

اسلامي جمعيت: د مسکو د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو اېستل، د ترهګرۍ ګواښ ساده‌ګڼل دي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند د روسیې له‌خوا د ترهګرو ډلو له لېسته د طالبانو د نوم د اېستلو پرېکړې په غبرګون کې وايي، چې د مسکو دا اقدام د افراطیت او ترهګرۍ ګواښ ساده‌ګڼل دي.

نوموړي ګوند خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره تعامل به نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم فاجعه‌لرونکې پایلې ولري.

د اسلامي جمعیت ګوند د جمعې په ورځ (وري ۲۹مه) په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د طالبانو ډله به یوازې هغو خواوو ته وفاداره پاتې شي چې افغانستان ته یې د دغې ډلې د ستنېدو لپاره لاره هواره کړې او لا هم د یادې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

په دغه بیان کې چې د طالبانو پر وړاندې د روسیې د اقدام د سیمه‌ییزو او نړۍوالو پایلو په تړاو خبرداری ورکوي، راغلي: «د تاوتریخوالي افراطیان او ترهګرې ډلې هېڅکله د باور وړ نه دي.»

د اسلامي جمعیت په بیان کې طالبانو ته د «تحمیلي» او «بې‌رېښې» ډلې په توګه اشاره شوې او ټینګار شوی: «هغه هېوادونه چې د دې ډلې د واکمنۍ له امله رامینځته شوي سیمه‌ییز او نړۍوال ګواښونه په پام کې نه نیسي، په اوږد مهال کې به خپلو ملي ګټو او امنیت ته زیان ورسوي.»

نوموړي ګوند ویلي چې د یوه«سیاسي واقعیت د تعامل لپاره» د طالبانو پېژندل، د افغانستان د وضعیت ناسم تعبیر دی او ښایي ناوړه پایلې ولري. د دغه ګوند په باور، طالبان د همکاریو لپاره لازم ظرفیت نه لري.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې پرون (وري ۲۸مه) د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، طالبان له ترهګرو ډلو له لېسته و اېستل. له دې وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې له دولتي خبري اژانس ټاس سره په یوې مرکه کې ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو په تړاو سمه او له حقیتونو ډکه تګلاره غوره کړې ده.