• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر د ۸۸ کالو په عمر ومړ

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۱

واتیکان منلې، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس مړ شوی دی. د رویټرز خبري اژانس په وینا، واتیکان نن دوشنبه په یوه ویډیویي پیغام کې د پاپ فرانسیس مړینه اعلان کړه.

د اعلامیې له مخې، پاپ فرانسیس په سیمه‌ییز وخت سهار ۷:۳۵ بجې د روم د اسقف، په کاسا سانتا مارټا کې په خپل استوګنځي کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي:« د هغه ټول ژوند د خدای او د هغه د کلیسا خدمت کولو ته وقف شوی و.»

پاپ فرانسیس د رومن کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکایی مشر و.

د هغه اصلي نوم «جورج ماریو برګوګلیو» و او په ​​۲۰۱۳ کال کې د پاپ په توګه وټاکل شو.

هغه د بېنډیکټ XVI څخه وروسته د هغه ځای ناستی او د فرانسیس لقب خپل کړی و.

نوموړي ۱۲کاله د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه دنده ترسره کړې، چې په دې لړ کې په بېلابېلو ناروغیو هم اخته شوی و.

پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د سږو په ناروغۍ اخته شوی و؛ خو له یو څه رغېدو وروسته له روغتون څخه رخصت شوی و.

د پاپ فرانسیس مړینه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې هغه د واتیکان په سېنټ پیټرز میدان کې راڅرګند شو او د پاک اختر «اېسټر» په مناسبت یې زرګونه خلکو ته ښه راغلاست او مبارکي وویله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د ولسمشر مرستیال له خپلې مېرمنې سره هند ته تللی دی

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا د ولسمشر مرستيال جې ډي وېنس له خپلې مېرمنې اوشا وېنس سره نن دوشنبه هند ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي، چې ښاغلی وينس به د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره خبرې اترې وکړي او همدا راز به په جیپور ښار کې په یوه واده کې ګډون وکړي.

د رویټرز په وینا، که څه هم وینس به هند ته د خپل سفر پر مهال له نریندرا مودي سره وویني؛ خو د هغه د سفر موخه تر ډېره شخصي ده.

ټاکل شوې ده، چې جې ډي وینس به د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره تاج محل ته چې د مینې نښه ګڼل کېږي هم ولاړ شي.

دا هند ته د ټرمپ د ادارې د لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له هند څخه پر وارداتي توکو ۲۶سلنه تعرفه وضع کړه.

د امریکا د نورو لویو اقتصادي شریکانو برعکس؛ هند د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې هیڅ ډول تعرفه نه ده لګولې او د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي، چې د ټرمپ له ادارې سره سوداګریزې هوکړې ته ورسېږي.

مودي د فبرورۍ په میاشت کې واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې له ولسمشر ټرمپ سره د سوداګرۍ تړون په اړه خبرې وکړې.

رویټرز په راپور کې راغلي، چې وینس به له مودي سره د لیدنې پرمهال د سوداګریز تړون په اړه هم خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال تېره اونۍ هند ته د وینس د سفر په اړه وویل:« موږ ډېر هیله‌من یو، چې دغه سفر به زموږ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.»

د خېبر پښتونخوا حکومت د دیني مدرسو لپاره سل مېلیونه پاکستانۍ کلدارې بودجه ځانګړې کړه

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرستر سیف ویلي،‌ چې ایالتي حکومت د دیني مدرسو لپاره ورکول کېدونکې دېرش مېلیونه روپۍ اوس ۱۰۰ مېلیونو ته زیاتې کړې دي.

نوموړی وایي، دغه پرېکړه د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ په یوې غونډه کې شوې ده.

د هغه په وینا، د دیني مدرسو زده‌کوونکي د پاکستان لویه پانګه ده او حکومت هڅه کوي چې هغوی ته د دیني زده‌کړو تر څنګ د عصري زده‌کړو اسانتیا هم برابره کړي.

بېرسټر سیف زیاته کړه:« دیني او عصري زده‌کړې د وخت یوه مهمه اړتیا ده. موږ غواړو، چې زده‌کوونکي د دیني زده‌کړو تر څنګ د اوسني وخت اړتیاوو ته هم چمتو کړو».

د هغه په خبره، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ښوونځیو تر څنګ دیني مدرسو ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې ده.

له دې سره هم‌مهاله په خېبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو او عالمانو پر وړاندې امنیتي ننګوونې هم خورا ډېر شوې دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د اکوړه خټک دیني مدرسې دننه د یوه ځانمرګي برید له کبله د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق او د هغه ځیني زده‌کوونکي ووژل شول.

د خېبر پښتونخوا او پاکستان دننه پر ځینو مدرسو تورونه دي، چې سختدریځي او افراطي کسان روزي.

پر افغانستان واکمن طالبان چې د خپلو افراطي مفکورو له کبله یې له ښځو سربېره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه لګولي‌ هم له دغو مدرسو فارغ شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر یو ځل بیا پر حوثيانو د برید جزیات پر سېګنال شریک کړي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هېګېسټ په یوه بل سېګنال چټ ګروپ کې په یمن کې د حوثيانو په پوستو د بل برید لپاره د پلان توضیحات شریک کړي.

په دې ډله کې د هېګېسټ مېرمن، ورور او وکیل هم شامل وو، چې دې حساسو پوځي معلوماتو ته د لاسرسي معلومات باید ترلاسه نکړي.

هېګېسټ تر دې مخکې په یمن کې د برید د پلان جزییات د لوړپوړو امریکايي چارواکو له یوې ډلې سره شریک کړي وو.

د اتلانتیک مجلې مدیر جیفري ګولډبرګ په تصادفي توګه دې ډلې ته بلل شوی و او له افشا کېدو وروسته یې په واشنګټن کې د ټرمپ ادارې لپاره یوه لویه سیاسي دسیسه جوړه کړه.

نیویارک ټایمز د پیغام رسولو ګروپ سره د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دویم ځل خبرو کې په یمن کې د هوایي بریدونو د وخت په اړه توضیحات هم شامل دي.

وال سټریټ ژورنال تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې د دفاع وزیر مېرمن جینیفر هیګېسټ د مقرراتو خلاف د بهرنیو نظامي چارواکو سره په ځینو حساسو غونډو کې برخه اخیستې وه.

د محرم معلوماتو شریکولو لپاره د سېګنال د بیا کارولو انکشاف په داسې حال کې راځي چې ډین کالډویل چې د هیګېسټ یو له لوړپوړو سلاکارانو څخه دی، تېره اونۍ د محرم معلوماتو په افشا کولو کې د هغه د رول لپاره د دفاع وزارت څخه ګوښه شو.

پنټاګون تر اوسه د ټرمپ ادارې د دفاع وزیر د سېګنال له لارې د معلوماتو د افشا کولو په اړه تبصره نه ده کړې.

د امریکا پوځ په صنعا کې د حوثيانو د وسلو په ډیپوګانو بریدونه کړي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۱

امریکا د صنعا په ختیځ کې د ناقوم په غره کې د حوثي وسله والو د وسلو ډیپوګان په پنځو هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي.

د العربیه ټلویزیون د راپور له مخې، بریدونه په مستقیم ډول په دې ستراتیژیکه سیمه کې شوي، چې په دغه سیمه کې د حوثي وسله والو پوځي تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.

په همدې حال کې حوثي وسله والو ته نږدې رسنیو اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه عطان سیمه کې هم امریکایي ځواکونو بریدونه کړي دي.

دغه سیمې له دې مخکې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.

په وروستیو اونیو کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.

واشنګټن دغو بریدونو ته په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د سمندري تګ راتګ ازادۍ او سیمه ییز امنیت ته د ګواښونو د ځواب د یوې برخې په توګه ګوري.

ډي اېچ اېل تر ۸۰۰ ډالرو لوړ توکي او بارونه امریکا ته نه لېږي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د جرمني دډویچه پوسټ اړوند شرکت (DHL Express ) اعلان کړی چې سر له سبا دوشنبې څخه به هغه نړیوال بارونه چې ارزښت یې له ۸۰۰ ډالرو زیات وي او افرادو ته په امریکا کې لېږل کېږي، وځنډوي.

دا پرېکړه د امریکايي ګمرکي اصولو په بدلون پورې اړه لري، چې اوس تر۸۰۰ ډالرو لوړ بارونه په رسمي اسنادو او تشریفاتو پورې مشروطوي.

تر دې وړاندې دا حد ۲۵۰۰ډالر و، خو دا پالیسي د اپرېل له پنځمې را په دې خوا بدله شوې ده.

ډی ایچ اېل په خپله ویب‌پاڼه کې ویلي، چې دا یوه موقتي پرېکړه ده او د شرکتونو ترمنځ لېږد (B2B) به ونه درول شي، خو کېدای شي له ځنډ سره مخ شي.

د رویټرز د رپوت له مخې، ډي ایچ ایل ویلي چې د ۸۰۰ ډالرو څخه کم بارونه، که شخصي وي یا تجارتي، پر دې پالیسي اغېز نه لري.

ډي ایچ اېل تېره اونۍ د رویټرز د پوښتنو په ځواب کې وویل چې له هانګ کانګ څخه متحده ایالاتو ته د بارونو لېږدول جاري ساتي، خو دا به د « موجوده ګمرکي اصولو او مقرراتو» له مخې وي. دغه راز شرکت زیاته کړې چې دوی به له خپلو مشتریانو سره کار وکړي، څو هغوی د مې دویمې لپاره پلان شویو بدلونونو ته چمتو کړي او ځانونه ورسره برابر کړي.

هانګ کانګ پوسټ هم تېره اونۍ اعلان وکړ چې د امریکا لپاره یې د سمندري پوستې خدمات ځنډولي.

دغه شرکت امریکا په « زورواکۍ» تورنه کړې، ځکه واشنګټن له چین او هانګ کانګ څخه د وارداتو د مالیې معافیت لغو کړی.