د خېبر پښتونخوا حکومت د دیني مدرسو لپاره سل مېلیونه پاکستانۍ کلدارې بودجه ځانګړې کړه

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرستر سیف ویلي، چې ایالتي حکومت د دیني مدرسو لپاره ورکول کېدونکې دېرش مېلیونه روپۍ اوس ۱۰۰ مېلیونو ته زیاتې کړې دي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشر بېرستر سیف ویلي، چې ایالتي حکومت د دیني مدرسو لپاره ورکول کېدونکې دېرش مېلیونه روپۍ اوس ۱۰۰ مېلیونو ته زیاتې کړې دي.
نوموړی وایي، دغه پرېکړه د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ په یوې غونډه کې شوې ده.
د هغه په وینا، د دیني مدرسو زدهکوونکي د پاکستان لویه پانګه ده او حکومت هڅه کوي چې هغوی ته د دیني زدهکړو تر څنګ د عصري زدهکړو اسانتیا هم برابره کړي.
بېرسټر سیف زیاته کړه:« دیني او عصري زدهکړې د وخت یوه مهمه اړتیا ده. موږ غواړو، چې زدهکوونکي د دیني زدهکړو تر څنګ د اوسني وخت اړتیاوو ته هم چمتو کړو».
د هغه په خبره، د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د ښوونځیو تر څنګ دیني مدرسو ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې ده.
له دې سره هممهاله په خېبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو او عالمانو پر وړاندې امنیتي ننګوونې هم خورا ډېر شوې دي.
نږدې دوه میاشتې وړاندې د اکوړه خټک دیني مدرسې دننه د یوه ځانمرګي برید له کبله د یادې مدرسې مشر مولانا حامد الحق او د هغه ځیني زدهکوونکي ووژل شول.
د خېبر پښتونخوا او پاکستان دننه پر ځینو مدرسو تورونه دي، چې سختدریځي او افراطي کسان روزي.
پر افغانستان واکمن طالبان چې د خپلو افراطي مفکورو له کبله یې له ښځو سربېره د ټولنې په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه لګولي هم له دغو مدرسو فارغ شوي دي.


د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې، پرون ( د وري ۳۱مه) ۱۴۷۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه ادارې خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې په دغه کډوالو کې ۴۶۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۰۰۸ تنه یې ناقانونه افغان کډوال وو.
په معلوماتو کې راغلي، چې تر دې مهاله یې د تورخم له لارې ۴۳۴۹۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې له ډلې یې ۱۹۸۲ له اسلام اباده، ۱۶۶۲۴ تنه له پنجاب ایالت، ۱۰۱۹ تنه له کشمیر او ۴۶ تنه افغان کډوال له سند او ګلګېت بلتستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ۱۱۵ تنه افغانان چې د پاکستان حکومت لهخوا نیول شوي وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
هاخوا بیا د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت له حوالې خبر ورکړی دی، چې تېره ورځ د (وري ۳۱مه) نېټه ۱۹۰ کورنۍ د تورخم، ۱۹۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او همدا راز په تېرو پنځو ورځو کې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۴۳۹ا و د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۳کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

پاکستاني چارواکو هغه افغان کډوال تر جدي څېړنو لاندې راوستي، چې د پاکستان د پېژندپاڼې (CNIC) جعلي اسناد یې ترلاسه کړي دي. د راپورونو له مخې، د پېښور ښار له ۱۵ سیمهییزو شوراګانو اسناد غوښتل شوي؛ څو څرګنده شي چې افغان کډوالو ته څنګه پاکستاني شناختي کارټونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ چارواکي وایي چې دغه څېړنې پراخې شوې دي او هغه پاکستاني وګړي هم تر پوښتنو لاندې راغلي، چې افغانان یې د خپلو کورنیو د غړو په توګه ثبت کړي دي.
راپور زیاتوي، چې دا مهال د پېښور په بېلابېلو سیمو لکه خیبر بازار، ګنج، نمک منډوي، جناح پارک روډ، دېر کالوني، زرګراباد، پیپل منډوي، حیات اباد او افغان کالونۍ کې د مېشتو یا کارکوونکو افغانانو نوملړونه چمتو کېږي او ډېر ژر به پرې قانوني اقدامات وشي.
سرچینې وايي، د سیمهییزو شوراګانو یا (یونین کونسلو) ګڼ منشيان څېړنو ته بلل شوي او د ځینو دولتي کارکوونکو اسناد هم تر کتنې لاندې دي.
دغه اقدامات داسې مهال پیل شوي، چې د پاکستان حکومت (د اپرېل ۳۰مه) د هغو بهرنیو وګړو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې چې قانوني اسناد نه لري او یا هم ویزه یې ختمه شوې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ناقانونه مېشتو کډوالو د اېستلو عملیات به لا چټک شي.
د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پاکستان لسګونه کاله د افغانانو کوربهتوب کړی؛ خو اوس د قانون پلي کېدو وخت راغلی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ نور په ناقانونه توګه د پاتې کېدو اجازه نه شو ورکولای او له دې وروسته به سخت اقدامات کېږي».
دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د افغان کډوالو د با عزته ستنېدو اړوند خبرې هم کړې دي.
طلال چوهدري وايي، له اپرېل میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۴ زره افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دغه لړۍ «قانوني، منظمه او انساني ده»؛ خو طالبان او د بشري حقونو سازمانونه نیوکه کوي، چې پاکستان له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند کوي او ان د ستنېدونکو کسانو شتمنۍ، پانګې او ملکیتونه هم دغه هېواد کې لوټ شوي دي.
چوهدري خبرداری ورکړی، هغه پاکستانيان به هم ونیول شي چې ناقانونه مېشتو کډوالو ته کورونه، کار یا نور خدمتونه برابروي.
هغه وویل:« که څوک یوه ناقانونه بهرني ته هټۍ، کور یا ځای ورکړي؛ نو قانوني چلند به ورسره وشي».

له بلجیم او ډنمارک وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې په تورنټو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون لاریون وکړ. لاریون کوونکو د کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی.
په دغه لاریون کې د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو، جبري ورکولو، او بندي کولو پر ضد هم غږ پورته شو.
لاریون کوونکو د پښتون ملتپالو مشرانو لکه علي وزیر، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي صمد چې د پاکستان په بند کې دي، د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې غړي ډاکټر رحیم سیال افغانستان انټرنشنل - پشتو سره په خبرو کې ددغه لاریون په اړه وویل: «زموږ غوښتنې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو غندل وو، د نړۍوالو توجه راجلبول او همدا ډول د کاناډا نه غوښتنه وه چې په پاکستان فشار رواړي څو د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، په ټوله کې زموږ هدف دا وو چې خلک پوه شي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم روان دی.»
ددغه غورځنګ یو بل غړي سید مزمل شاه د لاریون ګډوالو ته وویل: «زموږ مبارزه یوازې د سرحدونو خبره نه ده، دا د عزت، انصاف، او له وېرې پرته د ژوند کولو حق دی،».
په دغه لاریون کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون کړی وو.
د لاریون ګډونوالو له نړۍوالو او کاناډايي ادارو وغوښتل، چې د دې ظلمونو پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.
د پښتون ژغورنې غوځنګ مرکزي څانګې په پاکستان دننه او په بهرنیو هېوادنو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه اعلان کړي،
نن له کاناډا وړاندې په ډنمارک او بلجیم هېوادنو کې کې هم د دغه غورځنګ غړو لاریونونه ترسره کړل او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ یې وغانده.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه وباسي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د پاکستان دغه پرېکړه غیر قانوني او غیر انساني بللې ده او له پاکستان یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ ودروي.
په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.

نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هېګېسټ په یوه بل سېګنال چټ ګروپ کې په یمن کې د حوثيانو په پوستو د بل برید لپاره د پلان توضیحات شریک کړي.
په دې ډله کې د هېګېسټ مېرمن، ورور او وکیل هم شامل وو، چې دې حساسو پوځي معلوماتو ته د لاسرسي معلومات باید ترلاسه نکړي.
هېګېسټ تر دې مخکې په یمن کې د برید د پلان جزییات د لوړپوړو امریکايي چارواکو له یوې ډلې سره شریک کړي وو.
د اتلانتیک مجلې مدیر جیفري ګولډبرګ په تصادفي توګه دې ډلې ته بلل شوی و او له افشا کېدو وروسته یې په واشنګټن کې د ټرمپ ادارې لپاره یوه لویه سیاسي دسیسه جوړه کړه.
نیویارک ټایمز د پیغام رسولو ګروپ سره د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دویم ځل خبرو کې په یمن کې د هوایي بریدونو د وخت په اړه توضیحات هم شامل دي.
وال سټریټ ژورنال تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې د دفاع وزیر مېرمن جینیفر هیګېسټ د مقرراتو خلاف د بهرنیو نظامي چارواکو سره په ځینو حساسو غونډو کې برخه اخیستې وه.
د محرم معلوماتو شریکولو لپاره د سېګنال د بیا کارولو انکشاف په داسې حال کې راځي چې ډین کالډویل چې د هیګېسټ یو له لوړپوړو سلاکارانو څخه دی، تېره اونۍ د محرم معلوماتو په افشا کولو کې د هغه د رول لپاره د دفاع وزارت څخه ګوښه شو.
پنټاګون تر اوسه د ټرمپ ادارې د دفاع وزیر د سېګنال له لارې د معلوماتو د افشا کولو په اړه تبصره نه ده کړې.

امریکا د صنعا په ختیځ کې د ناقوم په غره کې د حوثي وسله والو د وسلو ډیپوګان په پنځو هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي.
د العربیه ټلویزیون د راپور له مخې، بریدونه په مستقیم ډول په دې ستراتیژیکه سیمه کې شوي، چې په دغه سیمه کې د حوثي وسله والو پوځي تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.
په همدې حال کې حوثي وسله والو ته نږدې رسنیو اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه عطان سیمه کې هم امریکایي ځواکونو بریدونه کړي دي.
دغه سیمې له دې مخکې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.
په وروستیو اونیو کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.
واشنګټن دغو بریدونو ته په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د سمندري تګ راتګ ازادۍ او سیمه ییز امنیت ته د ګواښونو د ځواب د یوې برخې په توګه ګوري.