• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: د امریکا د مرستو کمښت میلیونونه افغانان له بشري ناورین سره مخ کړي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وایي، چې د امریکا د مرستو کمېدل د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی او دغه کمېټه یې دې ته اړ کړې چې ځیني حیاتي پروګرامونه وځنډوي.

دغه کمېته په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د اپریل ۲۵مه یې خپور کړی وایي، په افغانستان کې کورنۍ لا هم له خوراکي ناامنۍ، ناروغیو او دوامداره بې‌ثباتۍ سره مخ دي. د ۲۳میلیونو افغانانو لپاره د امریکا مالي مرسته یوه حیاتي مسله وه. د امریکا د مرستو کمېدل د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد کمزورو خلکو باندې ناوړه اغیز کړی.

دغه کمېته وایي: « تازه مرستو کې کمښت د د ژغورنې نړۍواله کمیټه (IRC) دې ته اړ کړې چې هغه حیاتي پروګرامونه وځنډوي چې روغتیایي خدمات، واکسین، د خوارځواکۍ درملنه، پاکې اوبه او د ساتنې خدمتونه وړاندې کوي. »

کمېټه زیاتوي چې له دې سره به د (IRC) له خوا تر ۷۰۰زرو زیات خلک، چې پکې کډوال او بې‌ځایه شوې کورنۍ شاملې دي، له مهمو بشري مرستو بې‌برخې شي. له خوارځواکۍ سره د مبارزې په برخه کې له ۱۵زرو زیات کوچني ماشومان له ژوند ژغورونکې درملنې هم بې‌برخې شوي دي.

د کلونو راهیسې، د امریکا مالي مرستو د هغو میلیونونو افغانانو لپاره چې له دوامدارو کړکېچونو سره مخ وو، د ژوندي پاتې کېدو یوه مهمه برخه وه.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور له مخې، په ټول هېواد کې له ۱۴میلیونو زیات خلک روغتیایي خدمتونو ته محدود یا هېڅ لاسرسی نه لري.

دغې کمېټې خبرداری ورکړی، که چېرې دغه مرستې بیاځلې پیل نه شي، بې‌شمېره کورنۍ به نور هم د لوږې، ناروغۍ او بې‌وزلۍ کندې ته ولویږي. د افغانستان د خلکو د ژغورلو لپاره بېړني ملاتړ ته اړتیا ده.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په خپل راپور کې له ځینو نیازمنو افغانانو ورځني ژوند کیسې راخیستي.

په افغانستان کې د بامیان ولایت یوې لرې پرتې کلیواله سیمه کې، محمد او هوا علي خپل ماشومان د وچکالۍ او خوراکي موادو کمښت تر سیوري لاندې لویوي.

کله چې د دوی ماشومان مهناز او مرتضی، ناروغه شول، کورنۍ یې د دې وس نه درلود چې نږدې روغتون ته یې د درملنې لپاره یوسي. محمد وايي: «موږ نشو کولای کله چې څوک ناروغه شي د درملنې لپاره یې روغتون ته یوسو، ځکه د موټر کرايه نه لرو.»

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ګرځنده روغتیايي ټیمونه پر وخت ورسېدل. دغه ټیمونه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ګرځي او هغو کورنیو ته حیاتي روغتیايي خدمات رسوي چې بله هېڅ لاره نه لري. دوی هره میاشت د علي کور ته ورځي، ماشومانو ته یې درمل ورکوي او د محمد زخمي پښه تداوي کوي.

محمد وايي: «ما پښه خوږه وه، ډاکتر ته لاړم. ماشوم مې ناروغه وه، ډېر ټوخېده، دوی موږ ته دوا راکړه... دا زموږ لپاره ډېر ښه ده چې ډاکتران دلته راځي او ماشومانو ته دوا ورکوي.»

محمد د خپلو ماشومانو لپاره د یوه ښه ژوند هیله لري: «زه هیله لرم چې زده‌کړه وکړي، څو یو روښانه راتلونکی ولري.»

خو د امریکا د مرستو کمېدلو له امله، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ګرځنده روغتیايي څو ټیمونه لا له مخکې بند شوي دي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ، لکه د علي کورنۍ، له درملنې بې‌برخې پاتې دي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسي افغانانو ته مرستۍ رسولي او اوس د نړیوالو مرستو کمېدل ددغه کمېټې کارونه کم رنګه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پر دېوالونو د شعارونو کمپاین؛ د افغان ښځو غږ په نړۍواله کچه لوړ شوی

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له سختو ځپونکو محدودیتونو سره مخ دي، د «ارغواني شنبو» په نوم د افغان ښځو غورځنګ په هېواد کې دننه او بهر خپلو اعتراضي فعالیتونه دوام ته ورکړی دی.

ګلوبل ایشوز وېب‌پاڼې په یوه راپور کې ویلي، دغه غورځنګ په پټ ډول فعالیت لري چې د نړۍوالو رسنیو او سیاست‌والو پراخه پاملرنه یې راجلب کړې ده.

په راپور کې راغلي، نوموړي غورځنګ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۷مه، د کابل له پرځېدو دوه ورځې وروسته تاسېس شوی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د سېستماتیک ظلم پر وړاندې د ښځو د مدني مبارزې سمبول ګرځېدلی دی. د ارغوانې شنبو غورځنګ فعالانې د طالبانو له‌خوا د شته امنیتي ګواښونو سربېره، په بېلابېلو بڼو فعالیت کوي. پر «دېوالونو شعارونه لیکل، انلاین کمپاینونه، مقالې لیکل، او په تړلو ځایونو کې انفرادي اعتراضي غږ پورته کول» د دغه غورځنګ مهم فعالیتونه بلل شوي دي.

ګلوبل ایشوز وايي، د دغه غورځنګ دښځو غږ په نړۍواله کچه تر بل هر وخت ډېر اورېدل کېږي. په دې وروستیو میاشتو کې د نړۍوالو بنسټونو، اروپایي هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له‌خوا د سمبولیک او سیاسي ملاتړ راپورونه خپاره شوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په افشاکېدو کې د «ارغواني شنبو» غورځنګ پر اغېزمن رول ټینګار کوي.

د دغه غورځنګ مشرې مریم معروف اروین له بهرنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي: «د افغان ښځو په استازولۍ موږ نړۍ ته د مبارزې، استقامت او عدالت پیغام ورکوو. زموږ فعالیتونه یوازې سړکونو پورې محدود نه دي، بلکې موږ خپل غږ هر ځای چې امکان ولري پورته کوو.»

په راپور کې ویل شوي چې دغه غورځنګ په درېیو اساسي شعارونو «حقوق، عدالت او ازادۍ » ټینګار لري او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سېستماتیک تبعیض د پای ته رسېدو، د ښوونځیو د بیا پرانیستلو، خدماتو ته د برابر لاس‌رسي او د دغې ډلې د انحصاري رژیم د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د معترضو ښځو لپاره د بند، شکنجې او جنسي‌ځورونې ګواښ ډېر لوړ دی، خو ګلوبل ایشوز په خپل راپور کې ویلي چې دغه غورځنګ د خوندي تګلارو په کارولو سره، لکه فردي فعالیتونه، په ټولنیزو رسنیو کې حضور او له نړۍوالو رسنیو د سره د خپلو اړیکو له لارې هر وخت خپل پیغام خپروي.

فایق: پاکستان او ایران د افغانانو په شړلو سره مېلیونونه خلک له نوي کړاو او ګواښ سره مخ کوي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا ځانګړې غونډه کې د جبري بې ځایه کېدو او کډوالو د ساتنې په اړه د وینا پرمهال ویلي، د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغانانو ستنول دوامداره حل نه دی، بلکې سیمه ییزې همغږۍ کمزورې کوي.

نصیر احمد فایق ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ د ډیرو بېځایه کېدونو له ډلۍ، له ژور کړکیچ سره مخ دی.

نوموړی وايي، د جبري بېځایه کېدو کړکیچ د طالبانو د پالیسیو او محدودیتونو له امله پر افغانانو تپل شوی دی.

فایق زیاتوي، پاکستان او ایران د افغانانو په جبري بېرته ستنولو سره مېلیونونه خلک له نوي کړاو او ګواښ سره مخ کوي.:« د افغان کډوالو جبري ستونول له ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه روان دي. خو دا ستنول ډير ځله د زور، ګواښ او ډيله ییز اخراج له لارې شوي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او جبري نه ستنولو اصولو خلاف دي.»

نوموړی وايي، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري د جبري ستنولو له امله کورنۍ سره بېلې کړې او زیان منونکي کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان یې بېرته هغه هېواد ته ستانه کړي، چې د اقتصاد سقوط، شدیدې خوراکي ناامنۍ او د طالبانو د پالیسیو له امله د اساسي حقونو د پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړي پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې ژر تر ژره دې جبري ستنول بند کړي.

نوموړي ویلي:« ایران او پاکستان دې خپلو نړوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي او له ملګرو ملتونو او نړوالو شریکانو سره دې همکاري وکړي، تر څو د هر ډول ستنېدو بهیر داوطلبانه، خوندي او د کرامت ډک وي.»

ښاغلی نصیر فایق وايي، نړیواله ټولنه دې د بشر دوستانه مرستو د پیاوړتیا، د بیا میشتېدو د فرصتونو پراخولو او د اوږدمهالو پانګنو په برخه کې مرسته وکړي او افغان کډوال دې نه هیروي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د کشمیر برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ وباله

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانونو د برید غندل یو هڅوونکی پرمختګ وباله.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« په یوه هڅوونکي پرمختګ کې، طالبانو په کشمیر کې له سیلانیانو سره د ملاتړ څرګندونه کړې او د دې ترهګریز برید غندنه یې کړې ده.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند تر ادارې لاندې د کشمېر په پهلګام کې پر سیلانیانو وروستی برید وغانده او د وژل شویو کورنیو ته يې تسلیت ووایه.

عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: « د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانیانو برید د غندنې وړ دی او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو.»

بلخي اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ جوړوي.

د هند تر ادارې لاندې د کشمېر په پهلګام سیمه کې د سې شنبې په ورځ پر سېلانیانو برید شو، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول یو شمېر نور ټپیان شول.

سریلانکا الف لوبډلې د اکسپلور افغانستان درې اړخيزې لوبلړۍ اتلولي خپله کړه

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د افغانستان په کوربتوب د ایرلنډ او سریلانکا درې اړخيزه اتلولي د سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې خپله کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. کوربه افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې د دې سياليو په څلورو لوبو کې یوه بريا او درې ماتې وخوړې.

د افغانستان په کوربتوب د دې درې اړخيزه سیاليو د پایلوبې پچه سریلانکا الف لوبډلې وګټله او لومړی یې ایرلنډ کرېکټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ایرلنډ لوبډلې په ۴۷.۲ اور کې سریلانکا ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.

سریلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۳۴.۳ اور کې دغه هدف پوره کړه او په پایلوبه کې يې ایرلنډ ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

کوربه افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډلې په دې درې اړخیزه سیاليو کې څلور لوبې وکړي، چې د سریلانکا او ایرلنډ سره يې په دريو سیاليو کې ماتې خوړلې او په یوه لوبه کې يې ایرلنډ لوبډله ماته کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د افغان ابدالیان کرېکټ لوبډلې يو شمېر لوبغاړي کابل ته رسېدلي او د همدې لوبډلې يو شمېر نور لوبغاړي بیا تېره شپه متحده عربي اماراتو ته ورسېدل.

د بورډ د مالوماتو له مخې، افغان ابدالیان لوبډله به د همدې اپريل مياشتې په ۲۹ مه د سریلانکا الف لوبډلې سره یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالۍ پيل کړي.

په کرمان کې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو له کبله ۶ تنه مړه او ۴ ټپيان شوي دي

۵ غویی ۱۴۰۴ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د ایران رسنیو د کرمان د بېړنيو پېښو د برخې د مشر له قوله ویلي، چې د برسیر ښار د باغین – بردصیر پر لویه لار د افغان کډوالو یو موټر چپه شوی، چې ۶ تنه په کې مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي. سیدمحمد صابري زياته کړې، چې موټر د تېز تګ له امله چپه شوی او د ټپيانو حالت هم نازک دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس د جمعې په ورځ ویلي، چې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو په پېښه کې د مړه شويو کسانو عمرونه له ۲۰ تر ۳۵ کلونو ترمنځ دي.

د کرمان د بېړنيو پېښو د برخې مشر سیدمحمد صابري ویلي، چې د پېښه ځای ته یې پر وخت روغتيايي ډلې لېږلې وې او دغو کسانو په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.

د نوموړي په خبره، د پېښې قربانیان ټول نارینه دي