• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره د منځګړتوب وړاندیز کړی

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د منځګرتوب وړانديز کړی. نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي: «د خپلو دواړو ګاونډیانو د پيړیو کلتوري او تمدنې اړيکې راته لومړیتوب لري.»

په کشمېر کې پر سېلانیانو تر بريد او د هند او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتیا وروسته د ایران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچې ویلي: «تهران چمتو دی چې د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ خپلې ښې اړيکې وکاروي؛ چې په دې سخت وخت کې د زیات تفاهم فضا رامنځته کړي.»

جیونیوز هم د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د اعلاميې له مخي ویلي، په سختو وختونو کې تهران چمتو دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د تفاهم ترلاسه کولو لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې هم ويلي و، چې تهران چمتو دی د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د سیمه ییز ثبات د ودې لپاره رول ولوبوي.

جیونیوز زياتوي، چې اسحاق ډار د ایران د رغنده او مسولانه چلند ستاینه کړې او ویې ویل چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو بریالیتوب غواړي.

د جیونیوز په خبر کې راغلي، چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان هم د پاکستان او هند د بهرنیو چارو له وزیرانو سره اړیکه نيولې او د سیمه ییز وضعیت، د تاوتریخوالي کمولو او ثبات راوستلو لپاره د اقداماتو په اړه خبرې کړي.

د همدې معلوماتو له مخي، چې د سعودي او هند بهرنيو چارو وزيرانو خبرې زياتره د کړکېچ د کمولو پر موضوع متمرکزې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې پر ګاډي د بريد له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۲ زخمیان شوي دي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۰ GMT+۱

په پېښور کې امنیتي چارواکي وايي، د دغه ښار په فقیر اباد کې پر ګادي د برید له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. امنیتي مسولين زياتوي، چې پېښه د شخصي دوښمني له کبله ده.

د پېښور پولیسو مشر ډي ایس پي عمرخان اپريدې تر پېښې وروسته په سيمه کې خبريالانو ته ویلي، چې بریدګر تښتېدلي او د نیولو لپاره یې عملیات پيل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې ټپيان یې د سيمې لوی روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیسو په پېښه کې د وژل شویو او ټپيانو پېژندنې هم نشر کړې او زياته کړې یې ده، چې په پېښه کې د قربانیانو د کورنۍ له لوري یې دا قضيه رسمي ثبت کړې.

نقوي: پاکستان د پهلګام برید په اړه بې طرفه تحقیقاتو کې همکارۍ ته چمتو دی

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، هېواد یې چمتو دی له هر هغه بې طرفه لوري سره بشپړه همکاري وکړي، چې د پهلګام برید په اړه تحقیقات کوي. محسن نقوي یو ځل بیا د دې پېښې په اړه د پاکستان د بې پرې پلټنو غوښتنه تکرار کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان په پهلګام پېښه کې هیڅ ډول لاس نه لري.

هغه وویل:«پاکستان واضح دریځ لري - موږ یو سوله ییز ملت یو»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې هرچیرې د ترهګرۍ غندنه کوي.

هغه همدارز ادعا وکړه، چې پاکستان په ترهګرۍ کې د هند د لاس لرلو کره شواهد لري.

هغه ټینګار وکړ، چې که د پاکستان د حقونو د تر پښو لاندې کولو کومه هڅه وشي، "هر وګړی به یې تر وروستۍ ساه پورې مبارزه وکړي."

هغه دا هم وویل، چې هند نشي کولی د پاکستان اقتصادي پرمختګ هضم کړي، نوی ډېلي په نړیواله کچه د پاکستان د بدنامولو هڅه کوي.

نقوي وویل:«د هند هڅې چې د پهلګام پېښه د پاکستان سره اړیکې لري، بې اساسه او له وخته مخکې ده»

نقوي زیاتوي پاکستان د نړۍ په وړاندې د حقیقت څرګندولو ته ژمن دی.

له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.

د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د جماعت اسلامي مشر له حکومت غوښتي چې په نړیواله کچه د کشمیر د قضیې ملاتړ او غوښتنه وکړي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم د پاکستان له حکومت غوښتي، چې په نړيواله کچه د کشمېر د قضيې ملاتړ او غوښتنه وکړي. نوموړي ويلي، چې هند په یو اړخيز ډول نشي کولی د اوبو تړون لغوه کړي.

د پاکستان جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم د شنبې په ورځ په لاهور کې په خبرې غونډه کې د هند له لورې د اوبو د وېش تړون لغوه کېدو ته په اشارې وویل، چې هند په یو اړخيز ډول دغه تړون نشي لغوه کولی.

د نوموړي په خبره، نړيوال بانک د دې تړون ضمانت کړی دی.

حافظ نعیم ویلي، چې هند د «ریاستي ترهګرۍ» په سر کې دی او له پاکستان حکومت یې په ټينګه غوښتي، چې په نړيواله کچه د کشمېریانو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

نوموړي په هندي کشمېر کې پر سېلانیانو وروستي بريد ته په اشارې وویل: «د هند ډرامه نړۍ ته ښکاره شوې ده.»

په کشمېر کې پر سېلانیانو د برید وروسته، چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول د دواړو هېوادونو اړيکې خرابي او یو پر بل يې بندیزونه زيات کړل.

هند د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.

پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک د پاکستان او هند وروستۍ ترینګلتیا ته په خپله تبصيره کې ویلي، چې دواړو هېوادونو په شمله معاهده کې منلې، چې د کشمېر مسله به خپل منځي ګڼي او په بین المللي فورمونو کې به يې نه را وچتوي.

شمله معاهده په ۱۹۷۴کالکې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو او د هند وزیر اعظمې اندراګاندي تر منځ لاسلیک شوې وه.

شنونکي وايي چې د هند په وزیراعظم نریندرا مودي باندې د خپل ګوند او هیواد د عامه افکارو له خوا دروند فشار دی چې هغه دې د ترهګرۍ په ځواب کې د پاکستان په ضد پوځي اقدام وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

شریف یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.

پاکستان د پهلګام د پیښې په اړه هند ته په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هند ته د پهلګام پېښې په تړاو په بې پرې څېړنو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ. هغه خبرداری هم ورکړ، چې که هند کوم نظامي ګام واخلي، نو ورته ځواب به وګوري.

د پاکستاني رسنۍ اې ار واې د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړي وزیر شهباز شریف له نظامي زده کړو څخه فارغو شویو ته په وینا کې وویل: «پاكستان تل د هر ډول ترهګرۍ غندنه كړې، پاكستان د ترهګرۍ په ضد جګړه كې ځاني او مالي درانه زيانونه ګاللي دي، امن زمونږ ترجيح ده خو كمزوري نه ده.»

هغه هند ته وړاندیز وکړ، چې پاکستان چمتو دی د پهلګام پېښې په بې پرې پلټنه کې همکاري وکړي او زیاته یې کړه «سوله زموږ هیله ده، خو باید کمزوري ونه ګڼل شو. موږ به د ملي وقار او ګټو پر وړاندې د هرې هڅې په وړاندې مبارزه وکړو.»

شهباز شریف د خپل لومړي مرستیال اسحاق ‌ډار د کابل سفر ته په اشارې سره وویل، له افغانستان سره د سولې او ثبات غوښتونکي دي، او همدا راز یې پر طالبانو غږ وکړ چې باید د ترهګرو له‌خوا د خپلې خاورې د استفادې مخه ونیسې.

د هند او پاکستان اړیکې له هغې وروسته ترینګلې او په تاوتریخوالي بدلې شوې، چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سېلانیان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د هندي کشمیر سیمه‌ ییزو پولیسو ادعا کړې، چې په یاد برید کې له ښکېلو دریو کسانو یې دوه پاکستاني وګړي دي.

خو پاکستان بیا له دې برید سره هر ډول تړاو رد کړی.

هند بیا د دغې پېښې په غبرګون کې د ۱۹۶۰ کال د پاکستان او هند ترمنځ د اوبو د وېش تړون (د سند تړون) ځنډولی او همدا راز دواړو هېوادونو خپلې سفارتي او ډېپلوماټیکو اړیکو کې کموالی راوړی دی.

که څه هم هند او پاکستان د کشمیر پر سر یو پخوانی اوربند لري، خو وخت ناوخت دواړه لوري یو پر بریدونه ترسره کوي.

دواړه هېوادونه کشمیر د خپلې خاورې برخه ګڼې او تر دې دمه یې درې وسله والې جګړې کړې، چې دوه یې د همدې لانجمنې سیمې پر سر رامنځته شوې وې.

طالبان: پاکستان په نږدې دوو کلونو کې ۱۳۰ زره کورنۍ افغانستان ته ستنې کړې دي

۶ غویی ۱۴۰۴ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د ایستل کېدو له لومړي پړاوه تر اوسه پورې ۱۳۰ زره کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې، چې د دغو ستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ سوه زرو کسانو ته رسېږي.

د هغه په وینا، د اپرېل له لومړۍ نېټه د دویم پړاو ایستلو په بهیر کې تر اوسه ۷۰ زره افغانان د پاکستان له لوري په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې مشر عرفات جمال تورخم ښارګوټي ته د سفر پر مهال بیا ویلي و، چې د روانې میاشتې د پیل راهیسې پاکستان ۱۲۰ زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه ایستلي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند په خبره، په روانه میاشت کې نږدې دوه زره هغه کسان هم هېواد ته ستانه شوي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د‌ پولیسو له لوري زنداني شوي وو.

عبدالمطلب حقاني وايي، د کډوالو لپاره په ټول هېواد کې ۵۲ ښارګوټي ځانګړي شوي، چې له ډلې یې ۲۲ ښارګوټي فعال دي او د پاتې ۳۰ نورو د پرانېستل کیدو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي دي.

د هغه په خبره، هېواد ته راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پنډغالي جوړ کړي او د اړتیا وړ مرستې ورسره کېږي.

هغه وویل: «دوی ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکول کېږي. تر راجسټر کیدو وروسته ورته د ټرانسپورټ زمینه برابرېږي چې خپلو سیمو ته یې ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه: «په اوږد مهال کې ورته د نومرو د ویش لپاره هم کمیټه جوړه شوې ده او د کاري فرصتونو برابرولو کې هم ورسره همکاري کوو.»

طالبانو همدا راز ویلي، چې له پاکستان نه ستنیدونکو افغان پانګه‌والو ته به د کاروبارونو لپاره ځانګړې ځمکې ورکړي او تر پنځه کلونو پورې به ترې مالیه هم نه اخیستل کېږي.

طالبان داسې مهال له راستنیدونکو سره د مرستو خبرې کوي، چې ملګرو ملتونو یې د راتلونکي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو ویلي، چې دغه کډوال به په کور دننه له بشري ناورین سره مخ شي او په دې برخه کې یې د نړۍ والو مرستې لازمې بللي دي.

طالبان په شعاري ډول د مرستو د ترسراوي خبرې کوي،‌ خو راستنیدونکو نیوکې کړي چې د سرپناه تر څنګ یې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نشته.

طالبانو هم له نړۍوالو سازمانونو، مرستدویه او خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې د دغو ستنیدونکو سره د مرستو لپاره دې د دوی لاسنېوی وکړي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې روزګارۍ ناورین پراخ شوی او همدا په هېواد کې د راستنیدونکو پر وړاندې هم جدي ننګوونې بلل کېږي.