ټرمپ: پرته له دې چې بمباریو ته اړ شو له ایران سره به هوکړې ته ورسېږو

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ درېیم پړاو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، چې له ایران سره یې خبرې اترې ډېرې ښې روانې دي. نوموړی ټينګار کوي، ښایي پرته له دې چې بمباریو ته اړ شي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.