د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د هند له خوا پوځي یرغل نږدې دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ وویل چې هند پرې هره شیبه یرغل کولای شي. خواجه اصف وايي، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ وویل چې هند پرې هره شیبه یرغل کولای شي. خواجه اصف وايي، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې په جمو او کشمیر کې د سیلانیانو پر یوې ډلې له مرګوني برید وروسته ترینګلې شوې دي.
په دغه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول، چې د هند غوسه یې راوپاروله او د مسلمان اکثریت لرونکي پاکستان پر ضد یې د عمل غوښتنې زیاتې کړې.
هند تور لګوي چې پاکستان د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د یاغیانو ملاتړ کوي.
خواجه اصف رويټرز ته په اسلاماباد کې په خپل دفتر کې په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، « موږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي دي ځکه دا وضعیت اوس حتمي ښکاري. نو، په داسې حالت کې باید ځینې ستراتیژیک تصمیمونه ونیول شي، چې نیول شوي دي».
اصف وویل چې د هند له لوري توندې خبرې روانې دي او د پاکستان پوځ حکومت ته د هند د احتمالي برید په اړه معلومات ورکړي دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
هند د کشمیر د پهلګام له برید وروسته دوه مشکوک برید کوونکي پاکستانیان معرفي کړي دي.
پاکستان دا تورونه رد کړي او د یوې بې پرې څېړنې غوښتنه یې کړې.
اصف زیاته کړه چې پاکستان بشپړ چمتووالی نیولی او هېواد به یې یوازې هغه وخت خپلې اټومي وسلې وکاروي «چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتن د دوشنبې په ورځ له اوکراین سره د جګړې لپاره د مې په میاشت کې د درې ورځني اوربند اعلان وکړ.
دا اوربند د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د شوروي اتحاد او د هغه د متحدینو د بري د ۸۰ کلیزې په مناسبت دی.
کرملین وویل چې دا ۷۲ ساعته اوربند به د مې له۸مې نېټې پیل شي او د مې تر۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.
روسیې له اوکراین څخه هم غوښتنه کړې چې په دغه اوربند کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې د کرملین له خوا ویل شوي چې که اوکراین له دغه اوربنده سرغړونه وکړي، نو د روسیې پوځ به « وړ او اغیزناک ځواب» ورکړي.
دا اعلان د امریکا د ولسمشر ټرمپ له وروستي ټولنیز پیغام وروسته کیږي، چې پر پوتین یې د بمباریو درولو غږ کړی و.
ټرمپ د شنبې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر لیدنې وروسته وویل چې شک لري پوتین رښتیا هم د سولې اراده ولري.
ټرمپ په خپل پیغام کې ولیکل: « کېدای شي هغه (پوتین) نه غواړي جګړه بنده کړي، یوازې وخت تېروي او باید په بل ډول ورسره چلند وشي».
روسیې مخکې هم د ټرمپ ادارې په هڅو د اوکراین له خوا د منل شوي ۳۰ ورځني بې قید او شرطه اوربند رعایت کول رد کړي وو. همداراز، د پوتین له خوا د ایسټر جشن لپاره اعلان شوی یو ورځنی اوربند هم بشپړعملي نه شو، خو دواړو لوریو ومنله چې د شخړو په شدت کې کمی راغلی و.

د یمن پر یوه توقیفي مرکز، چې د افریقایي کډوالو د استوګنې ځای ګڼل کیږي، هوايي برید کې ۶۸ تنه وژل شوي دي. حوثي یاغیان وايي، چې برید امریکايي الوتکو کړی. متحده ایالاتو په یمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد له تېرو شپږو اونیو راهیسې خپل هوايي بریدونه ډېر کړي دي.
حوثي ځواکونه د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ګڼل کیږي، چې د یمن شمالي برخې کنټرولوي او وخت ناوخته د فلسطینیانو په ملاتړ اسراییلي اهداف او سره سمندرګي کې امریکايي بیړۍ په نښه کوي.
د حوثيانو تلویزیون «المسیره» له برید وروسته ویډیوګانې خپرې کړې چې د افریقايي کډوالو د توقیف مرکز پکې ویجاړ ښودل کیږي. په ویډیو کې ښودل کیږي چې مړي په دوړو کې پراته دي او د ځمکې پر سر وینې خپرې دي.
د حوثيانو یو تن مسوول محمد عبدالسلام دغه برید د «وحشیانه جرم» په توګه یاد کړی.
د رویټرز د رپوټ له مخې، نوموړي په دغه برید کې امریکا ښکیله ګڼلې ده.
امریکا د دغه برید په اړه کومه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
د یمن لپاره تر ټولو مرګونی امریکايی برید په سره سمندرګي کې د تېلو پر ترمینل د دې میاشتې برید و، چې لږ تر لږه ۷۴ کسان پکې ووژل شول. د بشري حقونو مدافعانو په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو پر وژل کیدو اندېښنې څرګندې کړې دي.
یمن د یوې اوږدې مودې لپاره د یوې کورنۍ جګړې شاهد دی، چې حوثي ځواکونه او د یمن حکومت چې د عربو هېوادونو ملاتړ لري، پکې ښکېل دي. که څه هم جګړه دوه کاله مخکې له یوه تړون وروسته یوڅه کمه شوې، خو لاهم دغه هېواد د کډوالو لپاره خطرناکه لاره ده.
هر کال په زرګونو کسان چې له بې وزلۍ تېښته کوي، د افریقا له غرنيو سیمو او سره سمندرګي لارې یمن ته تګ کوي او پلي سعودی عربستان ته ځانونه رسوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تېر کال کې د سره سمندرګي لارې په اوږدو کې له ۵۰۰ زیات کسان ډوب شوي دي.

د سوېلي وزیرستان په واڼه بازار کې د ځایي امن کمېټې د مشر سیف الرحمان په دفتر بمي چاودنه شوې. د واڼه دولتي روغتون په یو خپور کړي نوملړ کې ليدل کېږي، چې د دغې پېښې له ځای څخه ورته ۷ جسدونه او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي.
ځایي پولیسو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې سیمې ته رسېدلي او د ویجاړ شوي دفتر له خاورو د جسدونو او ټپیانو په راویستلو بوخت دي.
پولیسو زیاته کړې:« تر دې دمه مو د څو کسانو جسدونه او ځیني ټپیان را اېستې او ښایي د چاودنې له امله د دغه دفتر تر ویجاړیو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي.»
پولیس په دغه چاودنه کې د امن کمېټې د مشر سیف الرحمان د وژل کېدو او یا هم ټپي کېدو په اړه څه نه وایي.
لاتراوسه د دغې پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
له بل پلوه تېر ماښام هم په دغه بازار کې د شمالي وزیرستان یو اوسېدونکی دلنواز د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
وژل شوي دلنواز په واڼه بازار کې د وريجو کاروبار کاوه.
دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه د ۵۴ وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکړی و.
د پوځ په وینا، دغو وسلهوالو غوښتل چې له ډېورنډ کرښې را واوړي او په پاکستان کې بریدونه وکړي.

په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمیټې غړي کامران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پاکستان په سند ایالت کې د زنداني شوي علي وزیر روغتیايي وضعیت ښه نه دی او د زندان دننه د هغه سمه درملنه هم نه کېږي.
د دغه غورځنګ یو بل غړي نعمت الله وزیر هم ویلي، علي وزیر د شکرې او پښتورګو ناروغي لري؛ خو د سکهر په زندان کې ورته د درملو د نه رسېدو له کبله د هغه روغتیایي وضعیت خراب شوی دی.
هغه وایي:« د زندان مسوولین له علي وزیر سره ناروا او ناوړه چلند کوي.».
د خېبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ پخوانی غړی میرکلام وزیر هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د یاد غړي پر روغتیایي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د نوموړي په خبره، په زندان کې له علي وزیر سره کېدونکي ظالمانه چلند د هغه روغتیا ته زیان رسولی دی.
میرکلام وزیر زیاتوي:« د جمعې په ورځ د سند عدالت کې د علي وزیر مقدمه واورول شوه؛ خو د پولیسو بې غورۍ له امله یې نېټه د مې میاشتې لسمې ته وځنډېده.»
د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم د علي وزیر د انځور په خپرولو سره هغه ته د روغتیا دوعا کړې او د پاکستان پر حکومت یې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې هغه له زندانه خوشې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد غړی نهه میاشتې دمخه د ۲۰۲۴ کال په درېیمه نېټه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې له بېړنۍ څانګې څخه پولیسو ونیوه.
علي وزیر تر دې دمخه هم څو ځله د پاکستان حکومت له لوري نیول شوی دی.
هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخښکو غړو دی، چې په وار وار یې د پاکستان پوځ تورن کړی چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د ملاتړ تر څنګ ځوانان تري تم کوي.

د کشمیر په پهلګام کې پر سېلانیانو له خونړي برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ په ترینګلو حالاتو کې د دواړو هېوادونو لهخوا د ویزو لغوه کېدو له اعلان وروسته د هندي او پاکستاني وګړو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د دغه هېواد او هند ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دواړو هېوادونو تر منځ په مرکزي پوله کې هم احساسېږي؛ ځکه چې د دواړو خواوو پوله ساتو ځواکونو هره ورځ له ماښام مخکې د دوستۍ دروازې د تړلو دودیز مراسم پرېښي او تر ناوخته د وګړو د ستنولو په کار بوخت دي.
دواړه خواوو د ویزو له لغوه کولو وروسته اعلان کړی، چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وړاندې دې د دواړو هېوادونو وګړي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
ډان ورځپاڼه زیاتوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۸۰۰ څخه ډېر هندیان له پاکستان څخه وتلي او همدا راز له ۷۰۰ تنو څخه ډېر پاکستاني وګړي د واګه بندر له لارې له هند څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یوازې پرون یکشنبه د واګه بندر له لارې ۲۳۶ پاکستانیان له هند څخه ستانه شوي او له ۱۱۵ څخه ډېر هندي وګړي خپل هېواد ته تللي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په کشمیر کې پر سېلانیانو له برید وروسته هند په یاده پېښه کې د دوو پاکستاني وګړو د لاس لرلو ادعا وکړه او له پاکستان سره یې سوداګریزې اړیکې وځنډولې او د دواړو هېوادو ترمنځ د سند اوبو تړون یې هم لغوه کړ.
بل خوا پاکستان په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او د رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
د دغې ترینګلتیا وروسته د پاکستان او هند تر منځ په ګډه پوله د واړو خواوو د امنیتي ځواکونو نښتې هم رامنځته شوې دي.
