• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سټیفن دوجارېک: په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ مېلیونه خلک د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک وایي، په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۳ مېلیونه خلک چې د دغه هېواد تر نیمایي ډېر نفوس جوړوي؛ د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.

هغه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دغه اړتیاوې داسې مهال پېښیږي چې خپله ملګري ملتونه او شریکان یې د مرستو د تمویل له کمښت سره مخ دي.
نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته په خبري ناسته کې کړې دي.
ښاغلي دوجارېک د خپلو خبرو پرمهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر ټام فلیچر د سفر په اړه هم معلومات ورکړي دي.
د اوچا مشر ټام فلیچر چې اوس هم په کابل کې دی، د دغه سفر په لړ کې وړمه ورځ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د دغې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف او د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال سلام حنفي سره لیدلي وو.
نوموړي د دغه لیدنو پرمهال له طالب چارواکو سره د اقلیمي بدلون، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دوام، ناامنۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خبرې اترې کړې وې.
ښاغلي فلیچر پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې د افغان مېرمنو وضعیت لاهم خورا کړکېچن دی.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې د نجونو د زده‌کړو او د دوی بشپړ ګډون پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.

له بل پلوه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور موندنې ښیي، چې تر ۷۰ سلنه ډېرې مېرمنې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د راپور له مخې، په بشرپاله ادارو کې د بشري ځواک په توګه د ښځینه کارکوونکو کمښت او د طالبانو له‌خوا د ښځینه‌وو په تګ راتګ محدودیت د دغې ستونزې اصلي لاملونه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د کان او صنایع خونې مشر: په عباس بندر کې افغان سوداګرو ته زیانونه اوښتي

۹ غویی ۱۴۰۴ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمین‌زاده له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې وايي چې د عباس بندر په رجايي بندر کې د اورلګېدنې له امله افغان سوداګرو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ (غويي ۸مه) زیاته کړې چې افغان سوداګر د پاکستان له‌خوا د لګول‌شویو محدودیتونو له امله د ایران له بندرونو څخه کار اخلي. د نوموړي په وینا، هغوی په عمده ډول ماشیني او نور توکي له بندر عباس او چابهار څخه واردوي.

کمین‌زاده وايي چې عباس بندر د افغان سوداګرو د مالونو د راواردولو لپاره یو له مهمو بندرونو څخه دی، خو پر ایران، په ځانګړي ډول پر دغه بندر، لګول شوي بندیزونه د افغان سوداګرو کاروبار هم اغېزمن کړی دی. د هغه په خبره، چابهار له بندیزونو څخه معاف دی.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې پر امریکا د ډونالډټرمپ له واکمنېدو او پر ایران د واشنګټن د نویو بندیزونو تر لګېدو وروسته، چابهار بندر هم په دغو بندیزونو کې شامل دی.

کمین‌زاده زیاته کړې چې د اورلګېدنې پر مهال د افغان سوداګرو ځینې مالونه په عباس بندر کې وو، خو د دغو مالونو د کچې په تړاو یې جزییات نه دي ورکړي. هغه وايي چې سوداګر لا هم په بندر کې خپلو سوداګریزو مالونو ته لاسرسی نه‌لري.

هغه د لومړنیو معلوماتو په حواله ویلي چې چاودنه او اورلګېدنه په هغه سیمه کې رامنځته شوې چې حساس توکي په کې ساتل کېدل. هغه هیله‌مندي ښودلې چې د افغان سوداګرو مالونه ډېر زیانمن نه شي.

د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مشر همداراز وايي چې هېواد يې د سوداګرۍ او ترانزېټ لپاره بديلې لارې پیدا او له قزاقستان، د منځنۍ اسيا له هېوادونو او چين سره يې سودګریزې اړيکې پراخې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عباس بندر ستراتیژیک رجایي بندر د شنبې په ورځ د یوې قوي چاودنې شاهد و چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او اور لا هم نه دی مړ شوی. ایران د پېښې د لاملونو د ارزونې لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، خو کره معلومات لا هم نه دي روښانه.

روسیه: د ټرانس-افغان اوګارډي پټلۍ له لارې به په مېلیونونو ټنه توکي ولېږدول شي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ډینېس مانتوروف وايي چې د ټرانس-افغان اوګارډي پټلۍ له لارې روسیې د سوداګریزو توکو د لېږدولو حجم به په کال کې له ۸ څخه تر ۱۵ مېلیونه ټنو ته لوړ شي.

نوموړي په ​​ازبکستان کې له یوه نندارتونه د لیدنې پرمهال وویل: «ډیری سوداګریز توکي به ښايي کیمیاوي سره، تیل او ګاز، د اوسپنې فلزات، سکاره او نور وي.»

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال په فبروري کې د ۵۷۳ کیلومټره اورګاډي پټلۍ د جوړېدو لپاره یو تړون لاسلیک کړی چې په وچه کې ایساره مرکزي اسیا به د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلوي. ازبکستاني او روسي چارواکو ویلي چې د ټرانس-افغان اورګارډي پټلۍ به په ۲۰۲۶ کال کې بشپړه شي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د دوشنبې په ورځ له انټرفاکس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «د روسیې او ازبکستان د اورګاډي شرکتونو او د دواړو هېوادونو د ڼرانسپورټ ادارې د ټرانس-‌افغان اورګاډي د پروژې پر جوړېدو کار کوي. په دې پروژه کې د مزار شریف، هرات، دلارام او کندهار په ګډون د لوېدیځو لارو او د ترمز، نایب‌اباد، لوګر او خیرلاچي په ګډون د ختیځو لارو لپاره د ارزونې برخه شامله ده.»

ازبکستان په ۲۰۲۳ کال کې ویلي و چې د دې پروژې د پلي‌کېدو لپاره یې له څو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي. د دې پروژې اصلي هېوادونه ازبکستان، افغانستان او پاکستان دي. د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې مسکو ته د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له سفر وروسته، روسیه هم په دې پروژه کې شامله شوې ده.

د یادونې ده چې د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ موخه دا ده چې اروپايي ټولنه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونه له یو بل سره ونښلوي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت تر دې مخکې اټکل کړی و چې د دغې اورګاډي پټلۍ جوړول به لږترلږه پنځه کاله وخت ونیسي او شاوخوا ۴.۸ مېلیارد ډالر لګښت به پرې راشي.

ټاکل شوې چې د طالبانو په ګډون د اړوندو هېوادونو استازي او چارواکي به د روسیې د کازان په راتلونکې غونډه کې د دې مهمې سیمه‌ییزې پروژې د پلي‌کېدو په تړاو وغږېږي.

د اسیا مطالعاتو انسټیټیوټ: د طالبان ترمنځ د نجونو پر زده کړو اختلافات زیات شوي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د اسیا د مطالعاتو انسټیټیوټ د طالبانو په حکومت کې د سختو اختلافاتو په اړه مقاله خپره کړې، په دغه اختلافي موضوعاتو کې یوه یې د نجونو د زده کړو موضوع ده چې بندیز پرې لګېدلی، په دغه مقاله کې د دغه ډلې په تېره واکمنۍ کې هم اختلافاتو ته اشاره شوې ده.

په مقاله کې راغلي، په تېرو پنځو لسیزو کې، افغانستان له پرله‌پسې کړکېچونو څخه تېر شوی دی – له شوروي یرغل او کورنۍ جګړې څخه نیولې، تر طالبانو د راټوکېدنې، په ۲۰۰۱ کې د هغوی د سقوط او بیا په ۲۰۲۱ کې واک ته د هغوی د بېرته راګرځېدو پورې. طالبان د زیات وخت لپاره د جګړې او بهرنۍ مداخلې په بستر کې راښکاره شول او فعالیت یې وکړ.

اوس چې بهرني ځواکونه وتلي او طالبان له شلو کلونو بغاوت وروسته واک ته رسېدلي، دوی له یوه وېشلي هېواد، بېړنیو کورنیو اړتیاوو او زیاتېدونکي نړیوال نظارت سره مخ دي. وروستي کړکېچونه، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو په اړه، د دوی د مشرتابه دننه د اختلافاتو نښې څرګندوي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد عباس ستانکزي د نجونو د زده‌کړې پر بندیز نیوکه وکړه او د طالبانو د مشر، ملا هبت‌الله اخندزاده، پر وړاندې ودرېد. هغه وویل چې د ښځو د زده‌کړې محدودول د شریعت له اصولو سره سمون نه لري.

د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، دغه څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې د طالبانو دننه د اختلافاتو اوازې ناسمې دي، او زیاته یې کړه چې "د افغانستان اسلامي امارت یو موټی دی، او دا نظام د یووالي محصول دی. بې له یووالي هېڅ نه شته."

خو د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې، درېیو نورو طالب چارواکو ملي راډیو ته ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لا هم دننه اختلافات پیدا کړي، او ځینې مشران غواړي دا بندیز لرې شي.

د طالبانو دننه داخلي مخالفت نوی څه نه دی. تر ۲۰۰۱کې، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې هم اختلافات موجود وو، چیرته چې د طالبانو د وخت د دوهم مشر، ملا محمد رباني، په مشرۍ یوه ډله له نړیوال تروریزم سره مخالفه وه او چمتو وه چې له ملګرو ملتونو سره پټ تماسونه ونیسي.

د هغه مړینه د ۲۰۰۱ کال په اپرېل کې یو بدلون راوست، او طالبان یې سخت دریځي کړل، بهرني روغتونونه او د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرامونه یې وتړل. دا ډول اختلافات تر اوسه دوام لري. د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د طالبانو د مشرتابه دننه د سیاست پر لور د جګړې راپورونه خپاره شول.

په ۲۰۲۲ کې، یو شمېر طالب چارواکو اعلان وکړ چې د نجونو د زده‌کړې بندیز به د همدې کال تر مارچ پورې ختم شي، خو امیر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، د خپلې شورا پریکړه رد کړه او دا بندیز یې د نامعلومې مودې لپاره وغزاوه.

دا تمرکز پر مرکزي واکمنۍ، د پخواني مشر، ملا محمد عمر، شخصي پریکړو ته ورته دی، چې د شورا سیسټم یې کمزوری کړی و.

دغه دوامداره داخلي اختلافات مهمې پوښتنې راپورته کوي: طالبان څنګه له بغاوته تر واکمنۍ رسېدلي؟ او مهمه دا چې، دوی دا داخلي فشارونه څنګه اداره کوي؟ که څه هم هېڅ هېواد طالبانو ته رسمي پېژندنه نه ده ورکړې، خو ډېرو له دوی سره اقتصادي او سوداګری اړیکې ساتلي دي. چین، د بېلګې په ډول، افغانستان ته سفیر ټاکلی، او د هېواد له طبیعي زیرمو سره لېوالتیا لري، چې د "یو کمربند، یوه لار" ابتکار برخه ده.

هند هم د طالبانو یو استازی، اکرام‌الدین کامل، د سرپرست قونسل په توګه منلی، که څه هم هغه ته رسمي ډیپلوماتيکي حیثیت نه دی ورکړل شوی. د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د حقاني شبکې درې لوړپوړي غړي نور د امریکا لخوا تعقیب نه دي. همداراز، یو امریکايي وګړی، جورج ګلېزمن، خوشې شو او د امریکا دوه لوړپوړي چارواکي، چې زلمی خلیل‌زاد هم پکې وو، کابل ته ورغلل، چې دا له طالبانو سره د زیاتېدونکي تعامل نښه ده.

سره له دې، طالبان لا هم د جوړښت او ستراتیژۍ له اړخه پټ پاتې دي، او د دوی د دروني بهیرونو په اړه ډېر څه نه دي معلوم. خو کله ناکله د مشرتابه دننه اختلافونه یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: طالبان افغانستان څنګه بدلوي؟ او همدارنګه، واکمني طالبان څنګه بدلوي؟ که څه هم دا اختلافات لا تر اوسه د بنسټیز بدلون نښې نه دي، خو دا روښانه ده چې د دوی دننه بشپړ توافق نشته او څومره چې د واکمنۍ فشارونه زیاتېږي او نړیوال تعامل پراخېږي، د طالبانو دننه یووالی به لا ډېر وازمویل شي.

تر اوسه، دا خوځښت لا هم د خپلو شرایطو پر بنسټ عمل کوي. خو دا چې راتلونکي کلونه به طالبان د بدلون پر لور بوزي، که لا نور ژور اختلافات به افشا کړياو که همدغه اوسنی حالت به لا نور کلک شي – دا به وخت وښيي.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو د پروګرام مخنیوی وکړي

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال تام فلیچر سره په لیدنه کې ترې غوښتي، چې ملګري ملتونه دې په جبري توګه له ګاونډيو هېوادنو د افغانانو د بېرته ستنولو په مخنیوي کې جدي اقدامات ترسره کړي.

ټام فلیچر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو او بېړنیو همکاریو همغږی کوونکی دی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ددغې ناستې په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «په دغه ناسته کې مولوي حنفي د ګاونډیو هېوادونو له لورې د افغان کډوالو د اېستلو د موضوع په اړه وویل چې دا بهیر د ګاونډیتوب له اصولو او نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دی او د دواړو اړخونو په اړیکو ناوړه اغېز کوي. هغه هیله وښوده چې ملګري ملتونه دې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.»

حنفي همدا زار ټام فلیچر ته ډاډ ورکړی، چې حکومت یې غواړي له ټولو هېوادونو سره پر متقابل درناوي او اقتصاد‌محور اصولو ولاړې ښې اړیکې ولري.

فطرت د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له قوله لیکلي، چې د افغانستان ولس لا هم مرستو او همکاریو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه هڅه کوي چې د خلکو لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې ورسوي.

د فطرت په وینا: «نوموړي د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو له حکومت سره د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې په افغانستان کې سترې پرمختیايي پروژې عملي شي، تر څو د افغان ولس اړتیا د بشري مرستو پر ځای د خپلواکو اقتصادي فرصتونو له لارې پوره شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ایران او پاکستان په دغه هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري ستنولو پروګرام چټک کړی دی.

له تېرو څو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې پولیسو سخت ګامونه پورته کړي، کور په کور د افغانانو لټون روان دی، دوی نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته لېږل کیږي.

له ۲۰۲۳ کال را پدېخوا پاکستان نږدې یو مېلیون افغان کډوال جبري بېرته ستانه کړي او پرېکړه یې کړې چې په دغه هېواد کې مېشت نږدې درې مېلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواد څخه یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه لیدل کېږي.

انوارالحق کاکړ: که هند زموږ ښارونه هدف وګرځوي، موږ به هم د هند ښارونه په نښه کړو

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړوايي، چې د اسلام اباد ارزونې ښيي هند پر پاکستان د برید نیت لري. کاکړ له افغانستان انترنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړ چې که هند د پاکستان پر ښارونو برید وکړي، پاکستان به هم د هند ښارونه هدف وګرځوي.

وروسته له هغې چې وسله‌والو د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل، د هند او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. هند پاکستان تورن کړی او ګواښ یې کړی چې د دغه خونړي برید عاملین به په سزا ورسوي.

انوارالحق کاکړ د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په مرکه کې وویل چې د پاکستان ځواب به د هند د برید له اندازې سره برابر وي. هغه زیاته کړه: «که هند پر کوم ځانګړي ځای برید وکړي، موږ به هم پر همغه ډول ځای برید وکړو. که هند زموږ پر ښارونو برید وکړي، موږ به هم د هند ښارونه په نښه کړو».

کاکړ ټینګار وکړ چې پاکستان د هند د برید پر وړاندې له ځواب ویلو وېره نه لري. هغه زیاته کړه چې پاکستان، د ملت په توګه، د هر ډول نظامي برید پر وړاندې یو موټی چمتو دی او له ټولو متعارفو او نامتعارفو امکاناتو به استفاده وکړي.

په مرکې کې کاکړ، د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه هم وغږېد. کله چې له هغه وپوښتل شول چې د خواجه اصف د پښیمانۍ څرګندونې څنګه ارزوي، ده وویل « پاکستان داسې عمل نه دی کړی چې د شرم وړ وي».

کاکړ لویدیځ تورن کړ چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې پاکستان یوازې پرېښود او اوس دا هېواد د ترهګرۍ قرباني شوی دی.

په دې وروستیو کې خواجه اصف په یوه مرکه کې ویلي و چې پاکستان درې لسیزې د لویدیځ په استازیتوب د «ترهګرۍ ملاتړ» کړی، چې اشاره یې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د ملاتړ دورې ته وه.

د مجاهدینو له بري وروسته د افغانستان کمونستي رژیم نسکور شو او هېواد کورنۍ جګړې ته ننوت. طالبان هم د مجاهدینو له ډلې وو، چې وروسته یې د جهادي ګوندونو پر ضد اقدام وکړ او د برهان الدین رباني حکومت یې نسکور کړ.

د خواجه اصف څرګندونو پراخ غبرګونونه راوپارول، ځکه دا ښکاره منل و چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کړې ده.

د اصف څرګندونو دا احتمال هم راپورته کړ چې پاکستان ښايي له توندلارو ډلو سره په خپله تګلاره کې بیاکتنه وکړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ وویل چې د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلون په اړه د دې برداشت له امله حیران دی. هغه د پاکستان له لوري د افراطي ډلو ملاتړ رد کړ او ویې ویل: «د تحریک طالبان رامنځته کېدل د مجاهدینو د داخلي جګړو پایله وه چې پر خپل ولس یې رحم نه کاوه او کابل یې وران کړ».

کاکړ ټینګار وکړ چې پاکستان طالبان نه دي رامنځته کړي، بلکې دا ډله د افغانستان د داخلي وضعیت زیږنده ده.

کابل ته د هند د دیپلوماتانو د سفر په اړه نوموړي وویل چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې خپل ملګري او دښمنان وټاکي، خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو او هند ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.