ملګري ملتونه: له دوو میاشتو راهیسې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش وایي، لږ تر لږه له دوو میاشتو راهیسې اسراییل غزې تړانګې ته د خوړو، سون توکو، درملو او سوداګریزو توکو د داخلېدو مخه نیولې ده.
هغه زیاتوي، د دغه بندیز له امله له دوو میلیونو ډېر خلک له ژغورونکو مرستو بېبرخې پاتې دي: «مرسته یو اختیاري کار نه دی، بلکې یو اړین امر ده، اسراییل باید ملکي خلک خوندي وساتي او د مرستو رسولو له پلانونو سره موافقه وکړي.»