برېتانوي او امریکايي ځواکونو په یمن کې ګډ پوځي عملیات وکړل

د برېتانیا د دفاع وزارت وایي، چې د دغه هېواد او امریکايي ځواکونو د سهشنبې په ورځ په یمن کې په ګډو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د برېتانیا د دفاع وزارت وایي، چې د دغه هېواد او امریکايي ځواکونو د سهشنبې په ورځ په یمن کې په ګډو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.
د یاد وزارت په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې دغه برید د شپې له تیاره وروسته ترسره شوی، ترڅو په سیمه کې د ولسي خلکو د شتون امکان کم شي.
همدارنګه ویل کېږي، چې د برېتانیا الوتکې بېرته خپلې پوځي اډې ته روغې جوړې رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د حوثیانو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا هوایي برید چې په یمن کې د افریقایي کډوالو پر یوه پنډغالي شوی، له امله یې ۶۸ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکېنی وزیر جان اڅکزی د نوي ډيلي او اسلام ترمنځ روانو ناندریو ته په اشارې وايي، که چېرې هند پر کراچۍ ښار برید وکړ، پاکستان به نوی ډیلي او ممبۍ لهمنځه یوسي.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په یوې مرکه زیاته کړې، چې د هند لهخوا د پاکستان د یو ښار د لهمنځه تلو په صورت کې به پاکستان لهخوا د هند دوه ښارونه لهمنځه لاړ شي.
هغه د خپلې وینا په یوې برخه کې پر پاکستان د هند احتمالي برید په تړاو دا د دغه هېواد تبلیغاتي جګړه بللې او زیاتوي، چې هېڅ پوځي ارزښت نهلري.
د هغه په وینا، پاکستان د هند د هر پوځي برید ته ځواب لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي د دغه هېواد هر ښار په نښه کړي.
په داسې حال کې چې هند د کشمیر په پهلګام کې تر خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۲۶ سیلانیان ووژل شول، له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ، خو جان اڅکزی وايي چې هند د دغه تړون د لهمنځه وړلو وړتیا نهلري.
د یادونې ده، چې د هندي کشمیر په پهلګام کې تر برید وروسته په تېرو څو ورځو کې د کشمیر پر پوله د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي او هره ګړۍ د دې وېره شته، چې ګوندې هند به یو ځل بیا د پاکستان پر ځینو ښارونو بریدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه هېواد د باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند تر راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو پورې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.

د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د یوې وسلهالې ډلې تر خونړي برید او د اسلاماباد او نوي ډیلي ترمنځ د ناندرۍ تر ډېرېدو وروسته، یو زرو ۳۷۶ هندیان له پاکستان او همداراز ۷۸۶ پاکستانيان له هند نه وتلي دي.
ټایمز اف انډیا د چهارشنبې په سهار (د اپرېل ۳۰مه) د ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د روانو تحولاتو په دوام اتاري-واګه پوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو لپاره یوازینۍ ځمکنۍ لاره بلل کېږي، د اتباعو د تبادلې پر یوه لوی مرکز بدله شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دا تبادله د دواړو هېوادونو د سرحدي چارواکو تر سختو امنیتي تدابیرو او څارنې لاندې ترسره شوې ده.
هندي رسنۍ وايي، چې اوسني وضعیت ته په پام تمه کېږي، چې دا بهیر به لا ډېر دوام ومومي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې تاوتریخوالی نور هم پېچلی شي.
په داسې حال کې چې د نوي ډیلي او اسلاماباد اړیکې شېبه په شېبه خړېږي، نړۍوالې ټولنې پر دواړو هېوادونو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي او سولهییزې حللارې ولټوي.
همداراز، تېره شپه د امریکا متحدهایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي په موخه خبرې کوي.
د یادونې ده، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال وویل، چې واشنګټن د کشمیر روان وضعیت له نږدې څاري او له دواړو هېوادونو سره تماسونه نیسي. هغې زیاته کړه، چې هند او پاکستان ته ویل شوي څو حالات دې قابو کړي او د شخړې پراخېدو ته دې لاره نه هواروي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې بروس څرګنده کړه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به له خپل پاکستانی او هندي سیال سره نن یا سبا خبرې وکړي.
هغې دا هم وویل، چې روبیو هڅه کوي نور نړۍوال مشران او د بهرنیو چارو وزیران هم وهڅوي چې د دې شخړې د حل لپاره له اسلاماباد او نوي ډیلي سره اړیکې ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د دې مسلې پر سر هره ورځ کار روان دی او د دواړو هېوادونو وزیران په مستقیم ډول سره تماس نیسي.
د هغې په وینا، دا تمه شته چې د دغو تماسونو اغېز به همدومره مهم وي لکه د نورو نړۍوالو مشرانو هڅې.
هغې زیاته کړه، چې د امریکا حکومت دا وضعیت له نږدې څاري او نه یوازې د بهرنیو چارو وزیرانو کچه، بلکې پر څو نورو سطحو هم له دواړو هېوادونو سره تماسونه شته.
امریکا له هند او پاکستان څخه غواړي، چې مسولانه چلند وکړي ځکه ټول نړۍوال دا وضعیت ګوري.
تر دې مخکې، د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر لسګونو سیلانیانود یوې وسلهوالې ډلې د برید په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا ناندرۍ راپورته شوې دي.
تر دې مخکې واشنګټن د دې پېښې په تړاو د هند ملاتړ کړی، خو پر پاکستان یې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه نه دي لګولي.
ډیلي اسلاماباد په دې پېښه کې ښکېل ګڼي، خو اسلاماباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د هندي کشمیر د پهلګام په سیمه کې د ۲۶هندي سیلانیانو تر وژلو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
هند د سند طاس تړون ځینې برخې ځنډولي، چې په غبرګون کې پاکستان هم سخت غبرګون ښوولی دی.

پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
دا څرګندونې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سېشنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۹مه) د دغه هېواد د جیونیوز ټلوېزیوني شبکې لهخوا په خپاره شوي ویډيويي بیان کې مطرح کړې دي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې اسلاماباد به د هر ډول تېريکوونکي اقدام ته « کلک او جدي» ځواب ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې د هند «ځانخوښي قاضي او جلاد» رول نهمني او ادعا کوي، چې هېواد یې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله قرباني ورکړې ده.
پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې همدا څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.

ما له کوچنیوالي له کتابونو سره مینه درلوده. هېڅکله مې فکر نه و کړی، چې یوه ورځ به دې ته اړ شم څو خپل کتابونه اور ته واچوم او پرې ډوډۍ پخه کړم. دا د الازهر پوهنتون د طبي محصلې هیند سلامه ابو حلو کیسه ده، چې له الجزیرې سره یې شریکه کړې ده.
زه او وړونه مې کله چې ماشومان وو، د خپل جېب پیسو باندې به مو نوي کتابونه پېرل.
دا زموږ مور وه، چې له امله یې موږ له کتابونو سره ژوره مینه پیدا کړې وه، ځکه د کتابونو لوستل زموږ لپاره یوازې یو شوق نه و، بلکې د ژوند طریقه وه.
زما په یاد دي، چې مور او پلار مې زموږ لپاره په کور کې کتابتون جوړ کړی و، یعنې یوه لوړه المارۍ یې د ناستې خونې په یوې برخه کې ځای پر ځای کړې وه.
هغه وخت زه پنځه کلنه وم، خو د دې کتابتون تقدس مې هماغه وخت درک کړ.
زموږ پلار هوډ درلود، چې دا المارۍ له بېلابېلو کتابونو لکه فلسفې، دین، سیاست، ژبو، ساینس، ادبیاتو او نورو برخو کتابونو څخه ډکه کړي او دغه راز یې غوښتل چې یو داسې کتابتون ولرو څو له عامه کتابتون سره سیالي وکړي.
هغوی به موږ اکثره د سمیـر منصور کتابتون څنګ ته کتاب پلورنځي ته بیولو، هلته به موږ ته اجازه راکول کېده چې تر اوو کتابونو پورې واخلو.
ښوونځي کې هم موږ دې ته هڅېدو چې له کتاب سره مینه او لېوالتیا پیدا کړو.
زموږ د کور کتابتون زموږ ملګری او ارام ځای شو، زموږ پناه شو، هم په جنګ او هم په سوله کې. هغه شپه چې یوازې د بمونو له روښنايۍ سره تېرېدله، موږ به د اور شاوخوا ناست وو، د غسان کنفاني کتابونه به مو تحلیل کړ او د محمود دروېش اشعار به مو له یادو ویل.
کله چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې نسلوژنه پیل شوه، د غزې بندیز دومره سخت شو چې نه زغمل کېده.
اوبه، سون توکي، دارو او خواړه بند شول.
کله چې ګاز خلاص شول، خلکو د هر څه سوځول پیل کړل، د ویجاړو شویو کورونو لرګي، د ونو څانګې، کثافات … او بیا کتابونه.
زموږ د خپلوانو په منځ کې دا کار لومړی زما د ورور په کور کې وشو.
زما وراره له دردونو سره خپل نوي کتابونه وسوځول، هغه کتابونه چې رنګ یې لا هم وچ نه و، یوازې د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي.
هغه کتابونه چې ذهنونه یې تغذیه کول، اوس د ژوند د دوام لپاره اور ته ورکړل شول.
زه له دې امله سخته خپه وم، خو زما ۱۱کلن وراره احمد راته وویل: «یا به له لوږې مرو، یا به له زدهکړې بې برخې کېږو. زه ژوند غوره کوم. تعلیم وروسته بیا پیلوو.»
د هغه ځواب زما زړه ولړزاوه.
زمونږ ګاز چې هم خلاص شو نو ما ټينګار وکړ چې لرګي واخلو، که څه هم قیمتونه یې څو برابره لوړ و، خو پلار مې راته وویل: «جګړه چې ختمه شي، زه به درته ټول هغه کتابونه بیا واخلم چې ته یې غواړې. خو دا اوس را واخله.»
ما ونه منله.
دا کتابونه زموږ د ژوندي ژوند شاهدان وو، زموږ د خوشحالۍ او غم ملګري، زموږ د بریاوو او ناکامیو حافظې. څنګه مې سوځولای شول؟
ما یو شمېر کتابونه بیا بیا ولوستل، د هغوی سرلیکونه، پوښونه او حتی د صفحو شمېر مې حفظ کړل.
له ویرې چې زموږ کتابتون به بل قرباني وي، ما دا کتابونه په زړونو کې خښ کړل.
د جنورۍ په میاشت کې چې موقتي اوربند وشو، د پخلي ګاز غزې ته داخل شو، ما سا واخېسته او فکر مې وکړ چې زه او کتابونه مې له دې نسلوژنې وژغورل شوو.
خو د مارچ په سر کې نسلوژنه بېرته پیل شوه او ټولې بشري مرستې بندې شوې: نه خواړه و، نه دوا او نه سون توکي ول.
په درېیو اونیو کې مو ګاز خلاص شو، نه بله لاره وه او نه بل بدیل.
زه اړ شوم چې تسلیم شم، د خپل کتابتون مخې ته ودرېدم، د «نړۍوالو بشري حقونو قانون» جلدونه مې راواېستل، دا باید لومړی وسوځول شي. موږ ته ښوونځي کې دا قوانین را زده کړل شول، باور راکړل شو چې د فلسطینیانو حقوق پکې خوندي دي او یوه ورځ به موږ پرې ازاد شو.
خو دغو قوانینو هېڅکله زموږ ساتنه ونه کړه، موږ نسلوژنې ته پرېښودل شوو او غزه داسې یوې دنیا ته وغورځول شوه، چې هلته نه قانون شته، نه اخلاق، نه د انسان د ژوند ارزښت.
ما د قانون پاڼې ټوټې ټوټې کړې، لکه څرنګه چې زموږ خلک د بمونو له امله ټوټې ټوټې شول.
ما دا پاڼې اور ته ورکړې، یو بې وسه قرباني، د هغو خلکو په یاد چې ژوندي وسوځېدل لکه شعبان اللوح، چې کله العاصي روغتون وویشتل شو، خبریال احمد منصور چې کله د رسنیو خیمه وسوځېده او زرګونه نور چې نومونه به یې هېڅکله ونه پېژنو.
ورپسې مو د ورور د فارمکولوژۍ (دواپوهنې) کتابونه وسوځول.
موږ خپله کنسروي خواړه د هغه د کلونو زحمتونو له خاورې-خاورې شوو کتابونو سره پخول، خو دا هم کافي نه وو.
کلابندي لا هم سختېده، ورور مې ټینګار وکړ چې خپل د خوښې کتابونه وسوځوي، مخکې له دې چې زما ته ورشي.
خو بالاخره نوبت زما کتابونو ته ورسېد.
ما د محمود دروېش د شعرونو ټولګې وسوځولې، د جبران خلیل جبران ناولونه، د سمیع القاسم مقاومت غږ، د عبدالرحمان منیف ناولونه او د "هرې پاتر" کتابونه چې زما د ځوانۍ یادونه وو.
ورپسې زما طبي کتابونه وسوځېدل.
زه د اور مخې ته ولاړه وم، کتابونه مې لمبو خړپړ-خړپړ خوړل، زړه مې ورسره سوځېده.
موږ هڅه وکړه، چې دا قرباني یو څه ارزښتناکه کړو د بیچامیل ساس سره پاستا مو پخه کړه.
ما فکر کاوه دا به تر ټولو لویه قرباني وي، خو پلار مې نور هم مخکې ولاړ او د کتابتون المارۍ یې له منځه واخیسته، د لرګي په توګه یې وسوځوله، ما ۱۵ کتابونه وژغورل.
دا د فلسطین د قضیې په اړه د تاریخ کتابونه دي، زموږ د نیکونو کیسې پکې دي او د نیا هغه کتابونه، چې د همدې نسلوژنې پر مهال بې رحمه ووژل شوه.
نسلوژنې موږ داسې کارونو ته اړ کړو، چې ان زموږ په وېرونکو خوبونو کې مو نه و لیدلي.
موږ اړ شوو، چې خپلې خاطرې ټوټې ټوټې کړو او هغه څه مات کړو چې هېڅکله مو نه غوښتل.
خو که ژوندي پاتې شوو، نو بېرته به هر څه رغوو او بېرته به یو نوی کتابتون جوړوو.
