پاکستان: ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پر مونږ برید وکړي

پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

پاکستاني چارواکو د خپلو باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.
دا څرګندونې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د سېشنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۹مه) د دغه هېواد د جیونیوز ټلوېزیوني شبکې لهخوا په خپاره شوي ویډيويي بیان کې مطرح کړې دي.
د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې، چې اسلاماباد به د هر ډول تېريکوونکي اقدام ته « کلک او جدي» ځواب ورکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې د هند «ځانخوښي قاضي او جلاد» رول نهمني او ادعا کوي، چې هېواد یې په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله قرباني ورکړې ده.
پاکستان دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې همدا څو ساعته مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.


ما له کوچنیوالي له کتابونو سره مینه درلوده. هېڅکله مې فکر نه و کړی، چې یوه ورځ به دې ته اړ شم څو خپل کتابونه اور ته واچوم او پرې ډوډۍ پخه کړم. دا د الازهر پوهنتون د طبي محصلې هیند سلامه ابو حلو کیسه ده، چې له الجزیرې سره یې شریکه کړې ده.
زه او وړونه مې کله چې ماشومان وو، د خپل جېب پیسو باندې به مو نوي کتابونه پېرل.
دا زموږ مور وه، چې له امله یې موږ له کتابونو سره ژوره مینه پیدا کړې وه، ځکه د کتابونو لوستل زموږ لپاره یوازې یو شوق نه و، بلکې د ژوند طریقه وه.
زما په یاد دي، چې مور او پلار مې زموږ لپاره په کور کې کتابتون جوړ کړی و، یعنې یوه لوړه المارۍ یې د ناستې خونې په یوې برخه کې ځای پر ځای کړې وه.
هغه وخت زه پنځه کلنه وم، خو د دې کتابتون تقدس مې هماغه وخت درک کړ.
زموږ پلار هوډ درلود، چې دا المارۍ له بېلابېلو کتابونو لکه فلسفې، دین، سیاست، ژبو، ساینس، ادبیاتو او نورو برخو کتابونو څخه ډکه کړي او دغه راز یې غوښتل چې یو داسې کتابتون ولرو څو له عامه کتابتون سره سیالي وکړي.
هغوی به موږ اکثره د سمیـر منصور کتابتون څنګ ته کتاب پلورنځي ته بیولو، هلته به موږ ته اجازه راکول کېده چې تر اوو کتابونو پورې واخلو.
ښوونځي کې هم موږ دې ته هڅېدو چې له کتاب سره مینه او لېوالتیا پیدا کړو.
زموږ د کور کتابتون زموږ ملګری او ارام ځای شو، زموږ پناه شو، هم په جنګ او هم په سوله کې. هغه شپه چې یوازې د بمونو له روښنايۍ سره تېرېدله، موږ به د اور شاوخوا ناست وو، د غسان کنفاني کتابونه به مو تحلیل کړ او د محمود دروېش اشعار به مو له یادو ویل.
کله چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې نسلوژنه پیل شوه، د غزې بندیز دومره سخت شو چې نه زغمل کېده.
اوبه، سون توکي، دارو او خواړه بند شول.
کله چې ګاز خلاص شول، خلکو د هر څه سوځول پیل کړل، د ویجاړو شویو کورونو لرګي، د ونو څانګې، کثافات … او بیا کتابونه.
زموږ د خپلوانو په منځ کې دا کار لومړی زما د ورور په کور کې وشو.
زما وراره له دردونو سره خپل نوي کتابونه وسوځول، هغه کتابونه چې رنګ یې لا هم وچ نه و، یوازې د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړي.
هغه کتابونه چې ذهنونه یې تغذیه کول، اوس د ژوند د دوام لپاره اور ته ورکړل شول.
زه له دې امله سخته خپه وم، خو زما ۱۱کلن وراره احمد راته وویل: «یا به له لوږې مرو، یا به له زدهکړې بې برخې کېږو. زه ژوند غوره کوم. تعلیم وروسته بیا پیلوو.»
د هغه ځواب زما زړه ولړزاوه.
زمونږ ګاز چې هم خلاص شو نو ما ټينګار وکړ چې لرګي واخلو، که څه هم قیمتونه یې څو برابره لوړ و، خو پلار مې راته وویل: «جګړه چې ختمه شي، زه به درته ټول هغه کتابونه بیا واخلم چې ته یې غواړې. خو دا اوس را واخله.»
ما ونه منله.
دا کتابونه زموږ د ژوندي ژوند شاهدان وو، زموږ د خوشحالۍ او غم ملګري، زموږ د بریاوو او ناکامیو حافظې. څنګه مې سوځولای شول؟
ما یو شمېر کتابونه بیا بیا ولوستل، د هغوی سرلیکونه، پوښونه او حتی د صفحو شمېر مې حفظ کړل.
له ویرې چې زموږ کتابتون به بل قرباني وي، ما دا کتابونه په زړونو کې خښ کړل.
د جنورۍ په میاشت کې چې موقتي اوربند وشو، د پخلي ګاز غزې ته داخل شو، ما سا واخېسته او فکر مې وکړ چې زه او کتابونه مې له دې نسلوژنې وژغورل شوو.
خو د مارچ په سر کې نسلوژنه بېرته پیل شوه او ټولې بشري مرستې بندې شوې: نه خواړه و، نه دوا او نه سون توکي ول.
په درېیو اونیو کې مو ګاز خلاص شو، نه بله لاره وه او نه بل بدیل.
زه اړ شوم چې تسلیم شم، د خپل کتابتون مخې ته ودرېدم، د «نړۍوالو بشري حقونو قانون» جلدونه مې راواېستل، دا باید لومړی وسوځول شي. موږ ته ښوونځي کې دا قوانین را زده کړل شول، باور راکړل شو چې د فلسطینیانو حقوق پکې خوندي دي او یوه ورځ به موږ پرې ازاد شو.
خو دغو قوانینو هېڅکله زموږ ساتنه ونه کړه، موږ نسلوژنې ته پرېښودل شوو او غزه داسې یوې دنیا ته وغورځول شوه، چې هلته نه قانون شته، نه اخلاق، نه د انسان د ژوند ارزښت.
ما د قانون پاڼې ټوټې ټوټې کړې، لکه څرنګه چې زموږ خلک د بمونو له امله ټوټې ټوټې شول.
ما دا پاڼې اور ته ورکړې، یو بې وسه قرباني، د هغو خلکو په یاد چې ژوندي وسوځېدل لکه شعبان اللوح، چې کله العاصي روغتون وویشتل شو، خبریال احمد منصور چې کله د رسنیو خیمه وسوځېده او زرګونه نور چې نومونه به یې هېڅکله ونه پېژنو.
ورپسې مو د ورور د فارمکولوژۍ (دواپوهنې) کتابونه وسوځول.
موږ خپله کنسروي خواړه د هغه د کلونو زحمتونو له خاورې-خاورې شوو کتابونو سره پخول، خو دا هم کافي نه وو.
کلابندي لا هم سختېده، ورور مې ټینګار وکړ چې خپل د خوښې کتابونه وسوځوي، مخکې له دې چې زما ته ورشي.
خو بالاخره نوبت زما کتابونو ته ورسېد.
ما د محمود دروېش د شعرونو ټولګې وسوځولې، د جبران خلیل جبران ناولونه، د سمیع القاسم مقاومت غږ، د عبدالرحمان منیف ناولونه او د "هرې پاتر" کتابونه چې زما د ځوانۍ یادونه وو.
ورپسې زما طبي کتابونه وسوځېدل.
زه د اور مخې ته ولاړه وم، کتابونه مې لمبو خړپړ-خړپړ خوړل، زړه مې ورسره سوځېده.
موږ هڅه وکړه، چې دا قرباني یو څه ارزښتناکه کړو د بیچامیل ساس سره پاستا مو پخه کړه.
ما فکر کاوه دا به تر ټولو لویه قرباني وي، خو پلار مې نور هم مخکې ولاړ او د کتابتون المارۍ یې له منځه واخیسته، د لرګي په توګه یې وسوځوله، ما ۱۵ کتابونه وژغورل.
دا د فلسطین د قضیې په اړه د تاریخ کتابونه دي، زموږ د نیکونو کیسې پکې دي او د نیا هغه کتابونه، چې د همدې نسلوژنې پر مهال بې رحمه ووژل شوه.
نسلوژنې موږ داسې کارونو ته اړ کړو، چې ان زموږ په وېرونکو خوبونو کې مو نه و لیدلي.
موږ اړ شوو، چې خپلې خاطرې ټوټې ټوټې کړو او هغه څه مات کړو چې هېڅکله مو نه غوښتل.
خو که ژوندي پاتې شوو، نو بېرته به هر څه رغوو او بېرته به یو نوی کتابتون جوړوو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د هند او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د کړکېچ د مخنیوي لپاره خبرې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي: «موږ دواړو هېوادونو ته ویلي چې د وضعیت له خرابېدو څخه ډډه وکړي.»
تر دې مخکې واشنګټن د دې پېښې په تړاو د هند ملاتړ کړی، خو پر پاکستان یې د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه نه دي لګولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې پر لسګونو سیلانیانود یوې وسلهوالې ډلې د برید په ترڅ کې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا ناندرۍ راپورته شوې دي.
ډیلي اسلاماباد په دې پېښه کې ښکېل ګڼي، خو اسلاماباد بیا د نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده.

د پنجاب سروزیره مریم نواز وايي، پاکستان یو اټومي ځواک دی او د پاکستان پوځ د دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.
نوموړې دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ لاهور کې یوې غونډه کې وکړې.
مریم نواز زیاته کړه: «پاکستان یو اټومي ځواک دی، دوښمن به له برید مخکې لس ځله فکر کوي. موږ باید خپلمنځي اختلافات شاته کړو او د پوځ تر شا ودرېږو.»
هغې خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله کړکېچ شته، خو ولس دې اندېښنه نه کوي، د پاکستان پوځ د هر ډول تېري مقابله کولی شي.
مریم نواز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د رامنځته شوي برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.
له دې پېښې وروسته هند له پاکستان سره د سند اوبو تړون وځنډاوه او دې کړنې د پاکستان غوسه راپارولې ده.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر ویلي و، چې هند پرې هره شېبه یرغل کولای شي.
خواجه محمد اصف دغه راز زیاته کړې، هېواد به یې یوازې هغه وخت اټومي وسلې وکاروي چې وجود ته یې مستقيم ګواښ پېښ شي.
تازه د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې هند نه شي کولای د اندوس د اوبو تړون په یو اړخیز ډول لغوه کړي.
هند او پاکستان د دې پېښې عاملین یو او بل ګڼي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري وايي، هند لا هم د پهلګام د پېښې په تړاو کوم ثبوت نهدی وړاندې کړی، خو پاکستان یو هندی روزل شوی ترهګر نیولی، چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره یې د هند له پوځ سره مستقیمې اړیکې درلودې.
چودري دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د پېښې اووه ورځې پوره شوې، خو هند يوازې لفظي تورونه لګولي، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي.
د چودري څرګندونو ته تراوسه هندي لوري کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير اسعد الشيباني د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې ویلي، چې سوريه به هېڅکله د اسراییل په ګډون د سيمې د هېڅ هېواد لپاره د بېثباتۍ لامل نه شي.
الشيباني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ټينګار وکړ، چې د سوريې ثبات د ټولو اړخونو په ګټه دی، خو هغو بريدونو ته یې اشاره وکړه چې د سوريې پر حاکميت تېری کوي او دا يې د ثبات پر وړاندې اصلي خنډ وباله.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې دمشق د شخړو د مخنيوي په موخه له انتقالي عدالت سره ژمن دی.
هغه زياته کړه: «د بنديزونو دوام زموږ وړتیا د راتلونکو شخړو د مخنيوي لپاره کمزورې کوي او د نوي حکومت فعاليتونه له جدي ننګونو سره مخ کوي.»
الشيباني د سوريې په اړه د نړۍوال بېپلوه ميکانيزم راپور څخه هرکلی وکړ او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل، چې د سوريې د بنديزونو د لېرې کېدو غوښتنه پرته له ځنډه ومني.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د نوي نظام د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته سفر کوي.
په دې سفر کې الشیباني له يو شمېر نړۍوالو مشرانو سره هم ليدلي، چې پکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د عمومي اسمبلې مشر فيليمون يانګ او د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافايل ګروسي شامل دي.
الشيباني همداراز د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د سوريې نوی ملي بيرغ پورته کړ، چې دا اقدام د سوريې د نړۍوال رول د پياوړتيا لپاره يو سمبوليک ګام بلل شوی دی.

د سویډن پولیس وايي، چې د دغه هېواد په اوپسالا ښار کې د ډزو په پایله کې درې کسان وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو لهمخې، ډزې د دغه ښار مرکز ته نږدې د ویښتانو په یوه سالون کې شوې دي.
سویډني پولیسو د سېشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلی او تر اوسه نیول شوی نه دی.
د پولیسو ویاند مګنوس جانسن کلارین د سویډن یوه تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د بریدګر د نیولو لپاره په پراخه کچه عملیات پیل شوي دي.
همداراز، د قربانیانو او بریدګر د هویت په تړاو لا تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
د یادونې ده، چې په سویډن تر دې مخکې هم دا ډول پېښې شوې دي.
د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د اوریبرو ښار د لویانو د زدهکړې په مرکز کې د ډزو له امله ۱۰ کسان وژل شوي وو.
پولیسو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ډزو پېښې دویم پرلهپسې کال لپاره راکمې شوي او ۲۹۶ پېښو ته رسېدلي، چې دا د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي.