• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوسف وفا د چين له سفيره د مستقیمو الوتنو د پيلېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۱

په کابل کې د چين سفر د طالبانو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان د سیمه یيزې سوداګرۍ په مهم مرکز بدل کړي. په لیدنه کې یوسف وفا د چین له سفيره غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په پيلېدو کې مرسته وکړي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوسف وفا د چین له سفير سره ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زياتوالي په اړه خبرې کړې.

په خبرپاڼه کې د چین د سفير له قوله ویل شوي، چې نوموړي د افغانستان له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ کړی او په بنسټيزو پروژو کې يې د همکاريو ډاډ ښودلی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، چين له افغان صادراتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه ييزې سوداګرۍ مهم مرکز کړي.

په لیدنه کې د طالبانو د بلخ والي د چین له سفيره غوښتي چې «د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادراتو برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د سیمه‌ ییزو اړیکو پر پراخوالي هم ټينګار کړی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یونېسېف: کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه تر نورو ولایتونو لوړه ده

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) په کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د لوړې کچې مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، په دغه ولایت کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر پر خپله اېکسپانه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بشري مرستو کمښت د مېلیونونو کسان ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

ټام فلیچر کندهار ته د خپل سفر پرمهال له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې او وايي، چې د مرستو کمښت پرېکړې پایله د کندهار د مرکزي روغتون په څير لویو رغتونونو کې لیدل کیږي او د ماشومانو د ژوند ژغورلو او نه ژغورلو لپاره ډاکټران سختې پرېکړې کوي.

ټام فلیچر وايي:«د دغو پرېکړو اغیز موږ په لویو روغتونونو کې وینو، دلته درې یا څلور ناروغان په یوه بستر باندې پراته وي. نويو زیږیدلو ماشومانو ته ډیره پاملرنه نه شته. ډاکټران د ژوند ژغورلو یا نه ژغورلو تر ټولو غمجنې پرېکړې کوي. دا واقعیت نه شي پټیدلای. دا رښتیا دي او دا د مالي مرستو د کمښت اغیز دی.»

نوموړی وايي، سره له دې چې روغتیايي سیسټم پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو ولاړ دی خو په دغه روغتون کې د ښځینه کارکوونکو معاشونه له نیمايي هم زیات کم شوي دي. هغه زیاتوي، «د مرستو د کمښت پایله داده چې مېلیونونه انسانان مري.»

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ټام فلیچر د ویډیو په بیا خپرولو سره ویلي، چې په کندهار کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

یونېسف وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې د نویو زیږیدلو ماشومانو د ملاتړ لپاره طبي وسایل، درمل او د روغتیايي کارکوونکو لپاره مسلکي روزنې په برخه کې یې خپله همکاري دوامداره ساتلې ده.

مېرڅ راتلونکې سې شنبه د جرمني لومړی وزیر ټاکل کیږي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د جرمني سوسیال ډیموکرات ګوند(SPD) او مسیحي دیموکراتانو اتحادیې ( CDU/CSU) د نوي حکومت لپاره د ایتلاف تړون تصویب کړ، چې د فریدریښ مېرڅ صدراعظمۍ ته یې لاره پرانېسته.

دا ایتلاف یواځینۍ هغه لاره وه چې د اکثریت حکومت جوړیدو ته اجازه ورکوي، ځکه دواړوسترو ګوندونو د فبرورۍ په فدرالي ټاکنو کې درانده زیانونه لیدلي دي. دوی دواړوله افراطي ښي اړخي ګوند د جرمني بدیل (اې ایف ډي) سره له حکومت جوړولوډډه کړې ده.

داېس پي ډي غړو د ایتلاف تړون ته، چې د دواړو ګوندونو مشرانو جوړ کړی و، د دوو اونیو په اوږدو کې رایه ورکړه. د دې رایې له مخې له۳۶۰ زرو غړو څخه ۵۶ سلنه کسانو برخه اخیستې وه او ۸۴ سلنه کسانو د تړون په ګټه رایه ورکړه. د ایتلاف تړون تصویب په دې معنا دی چې دسي ډي یو مشر فریدریښ مېرڅ به د مې پر ۶ مه د جرمني صدراعظم شي.

د ایس پي ډي له نظره دا تړون د جرمني د زیربناوو پراختیا، لږ تر لږه معاش لوړولو (۱۵ یورو پر ساعت) او د تقاعد کچې ساتلو په شمول څو مهمې ګټې لري.

ایس پي ډي ته د مالیې وزارت ور کول او شپږ نور د کابینې پوستونه هم د تړون برخه دي.

د جرمني په راتلونکي حکومت کې اقتصادي پیاوړتیا او له ترهګرۍ او اقتصادي ستونزو سره مبارزه د عمده لومړیتوبونو په توګه وړاندیز شوې.

انګېلا مېرکل هم راځي

پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مېرکل به هم د راتلونکي سې ‌شنبې په ورځ په بوندستاګ (د جرمني پارلمان) کې د خپل ګوند همکار فریدریښ مېرڅ د صدراعظم په توګه د ټاکلو غونډه کې ګډون وکړي. دا د دواړو ترمنځ د اوږدې سیالۍ له امله ځانګړی اهمیت لري.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، مېرکل به د افتخاري مېلمنو له ځایه د دې تاریخي غونډې شاهده وي.

د هغې ویاندې ار این ډي ته ویلي، چې مېرکل دا غونډه له نږدې تعقیبوي.

فریدریښ مېرڅ، چې د مسیحي دموکرات اتحادمشر دی، د مې پر ۶مه ټاکل شوې چې د پارلمان له خوا د جرمني نوی صدراعظم وټاکل شي.

مېرڅ به په شلوس بیلفو (د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ) کې له ولسمشر فرانکوالتر شټاینمایر څخه د صدراعظمۍ رسمي فرمان ترلاسه کړي. مېرڅ به د اولاف شولڅ ځای ونیسي، چې لا هم لنډمهاله دنده ترسره کوي.

شولڅ په ۲۰۲۱ کې د مېرکل له۱۶ کلنې واکمنۍ وروسته واک تر لاسه کړی و.

د مېرکل او مېرڅ ترمنځ له کلونو راهیسې سیاسي رقابت و. مېرڅ له۲۰۰۰ راهیسې د محافظه‌کارې اتحادیې مشر و، خو مېرکل په ۲۰۰۲ کال کې هغه له مشرتابه لرې کړ. له هغه وروسته دواړه په دوامداره رقابت کې ول. مېرڅ په ۲۰۰۹ کال کې له فعال سیاست نه ووت، خو کله چې مېرکل له واکه لاړه، بېرته سیاست ته را وګرځېد.

د ۲۰۲۵کال د فبرورۍ انتخاباتي منډو ترړو پر مهال مېرکل د کډوالۍ په تړاو د مېرڅ پر دریځ نیوکه وکړه، ځکه هغه اې اېف ډي ګوند سره ورته دریځ خپل کړی و.

خو مېرڅ د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت کړکېچ کې د مېرکل سیاست د اې ایف ډي ښی لاسي ګوند د ځواکمنېدو یو لامل وباله.

د مرکل د ۷۰یمې کلیزې پر مهال، دواړو له یو له بل سره ښه چلند درلود او له انتخاباتي بري وروسته مېرکل هغه ته د مبارکۍ پیغام هم واستاوه.

اذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدنې مسلکي مرکز جوړوي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱

اذربایجان غواړي چې د اسلامي همکاریو سازمان سره په همکارۍ په افغانستان کې د غالۍ اوبدنې د یوه مسلکي مرکز د رغونې لګښتونه پرغاړه واخلي. ټاکل شوې دغه مرکز په پلازمېنه کابل کې جوړ شي.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د معلوماتو له مخې، د غاليو اوبدلو د دغه مسلکي مرکز د جوړولو د مالي ملاتړ تړون د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ماموریت، د اذربایجان د پرمختیايي همکارۍ نړیوالې ادارې (AIDA) او په کابل کې د اذربایجان سفارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

ددغه مرکز نوم « د افغاني دودیزو کسبونو د ساتنې او پراختیا په موخه د غاليو اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول ګڼل شوی، چې هدف یې د افغانستان دغالۍ اوبدنې دودیز هنر ساتل او پراخول دي.

د دغه نوښت له لارې به د محلي استادانو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو مسلکي روزنه ترسره کېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، چې د اذربایجان د پرمختیايي همکارۍ نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ به ګډونوالو ته د غاليو اوبدلو د معاصرو تخنیکونو، د کاروبار پراختیااو بازار ته د لاسرسي په برخه کې زده‌کړې ورکړل شي، چې دا به په پایله کې د دوامداره معیشت او اقتصادي فرصتونو د پیاوړتیا لامل شي.

سعودي عربستان له هند او پاکستان نه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

سعودي عربستان د چارشنبې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ډزو دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، له نورو اقداماتو ډډه وکړي او خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو هوار کړي.

د سعودي ګزیټه د رپوټ له مخې، د سعودي عربستان دولت د ښه ګاونډیتوب اصولو ته پر درناوي او د سیمې د ثبات او سولې لپاره د ګډ کار پر ارزښت تینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا به د دواړو ملتونو او ټولې سیمې په ګټه وي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هند ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پوځي برید پیل کړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته نورې هم ترینګلې شوې دي.

دا برید د اپرېل پر۲۲مه نېټه د هند په جمو کشمیر کې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې وشو چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ پر ایکس لیکلي چې اسلام‌اباد «باوري استخباراتي معلومات» لري چې نوی ډیلي غواړي د برید پړه پر پاکستان واچوي او د هغې په پلمه پوځي اقدام وکړي.

نوی ډیلي دا برید «پولې پورې» ترهګري بللې او وايي چې عاملان به یې په نښه کړي.د برید له امله هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون هم وځنډاوه.

د مرموزو وژنو ډېرېدل؛ ملا شیرین امنیتي چارواکو ته د کندهار امنیت د لا ټینګښت سپارښتنې کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

په کندهار کې ځايي طالب چارواکو د امنیت ټېنکښت په موخه ناسته کړې او د ولسوالیو امنییه قوماندانانو او د ښار د حوزو مسوولینو ته یې امر کړی چې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړي.

تېره ورځ په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ د دغه ولایت امنیتې چارواکو په ښار او ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ناسته کړې.

دغې امنیتي ناستې ته د کندهار ولایت د ټولو ولسوالیو امنیه قوماندانان، د استخباراتو او د ښار د حوزو مسوولین وربلل شوي وو.

د کندهار والي ملا شیرین او په دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان طالب مولوي د ولسوالیو امنیه قوماندانانو، د استخباراتو مسوولینو او د کندهار ښار د امنیتي حوزو مسوولینو ته د امنیتي تدابیرو د لا ټینګښت سپارښتنې کړې دي.

په ناسته کې ملا شیرین په کندهار کې د امنیتي ادارو له مسوولینو څخه د امنیت ټېنګښت او محکمو د پړېکو په پلیتابه کې د همغږۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.

پر همدغه مهال طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار امنیه قوماندان طالب مولوي له قوله لیکلي:«حوزو او ولسوالیو ته چي کوم تشکیل ورکول شوی، دا د اړتیا په اساس ورکول شوی؛ نو باید حوزو او ولسوالیو ته ورکول شوي کسان د امنیت لا ښه ټینګښت ته پوره پاملرنه ولري او پر خپلو دندو واوسي.»

د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې په دغه ښار کې د طالبانو امنیتي تدابیر سخت شوي او امنیتي او د تلاشیو پوستې هم ډيرې شوې.

په کندهار کې د ځايي طالب مسوولینو له خوا دغه امنیتي ناسته په داسې حال کې کیږي، چې په دې ورستیو کې په دغه ولایت کې د جنايي پېښو او مرموزو وژنو په اړه راپورونه ورکول شوي.