• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي پر ګډه پوله یې د هندي ځواکونو د ډزو ځواب ویلای

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د هند له‌خوا پر پوله د اوربند د سرغړونې پر وړاندې یې «غښتلی او مؤثر» غبرګون ښودلی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون رپوټ ورکړی، چې د اپرېل ۲۹ او ۳۰ ترمنځ شپه کې د هند پوځ د کیاني او منډل سیمو په اوږدو کې پر ګډه پوله ډزې پیل کړې، چې پاکستاني ځواکونو سملاسي ځواب ورکړ او د هندي پوځ پر پوستو یې برید وکړ.

یاده سرچینه ادعا کوي، چې د پاکستاني پوځ په ځوابیه برید کې د هند څو پوځي پوستې زیانمنې شوې دي.

پاکستان وایي چې کره استخباراتي معلومات لري چې هند غواړي په راتلونکو ۲۴-۳۶ ساعتونو کې د پهلګام د برید په پلمه پوځي اقدام وکړي.

د اپرېل ۲۲ نېټې برید کې وسله‌والو بریدګرو د کشمیر په پهلګام کې د هندو سیلانیانو پر ډله برید وکړ، چې۲۶ تنه یې ووژل.

هند ادعا کوي چې بریدکوونکي، چې دوه یې پاکستانیان دي، د ترهګرو ډلې غړي وو، خو پاکستان دا تورونه رد کړي او د بې‌طرفه تحقیقاتو غوښتنه یې کړې.

له برید وروسته دواړو هېوادونو متقابل اقدامات کړي دي. هند د پاکستاني وګړو لپاره ویزې بندې کړې دي او پاکستان خپل فضایي حریم د هندي الوتنو پرمخ تړلی دی.

د هند د بهرنیو او دفاع وزارتونو له خوا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو د هندي رسنیو له مخې، صدراعظم نریندرا مودي د امنیتي کابینې بېړنۍ ناسته رابللې او خپلو نظامي مشرانو ته یې ویلي چې د غبرګون پرېکړه کول د هغوی صلاحیت دی.

په ورته وخت کې د هند پوځ ویلي، تېره شپه له ګڼو پاکستاني پوستو څخه «بې‌ځایه ډزې» شوې دي.

ملګرو ملتونو، امریکا،چین، سعودی عربستان او بریتانیا له دواړو خواوو غوښتي چې د شخړې له پراخېدو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ویلي، د جګړې غځېدل د ناورین سبب کېدلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکل شوې له دواړو هېوادونو سره خبرې وکړي.

بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې له څو محدودو مواردو پرته دې جمو او کشمیر ته سفر نه‌کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن ته د اوکراین د اقتصاد وزیرې سفر؛ اوکراین نن له امریکا سره د کانونو تړون لاسلیکوي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د اوکراین یوې حکومتي سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي، چې کیېف چمتو دی له امریکا سره د کاني سرچینو تړون لاسلیک کړي او دا کار ښايي نن د چهار شنبې په ماښام وشي. د اوکراین د لومړي وزیر مرستیاله او د اقتصاد وزیره یولیا سویریدینکو د امریکا په سفر بوخته ده.

رویټرز د چهار شنبې په ورځ راپور وکړی، چې د اوکراین یوې حکومتي سرچینې ورته ویلي، چې کیېف له امریکا سره د کاني زیرمو د تړون لاسلیک کولو ته چمتو شوی او ښايي نن ماښام دا تړون لاسلیک شي.

سرچینه وايي:« زما په اند ښايي د کیف د وخت له مخې ماښام ناوخته دا تړون لاسلیک شي.»

اوکرایني چارواکي هیله لري، چې د دغه تړون لاسلیک کول به د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړې په وړاندې د واشنګټن له خوا کمزوری شوی ملاتړ بېرته پیاوړی کړي.

سرچینه وایي، د دغه تړون د لاسلیک لپاره د اوکراین د لومړي وزیر مرستیاله یولیا سویریدینکو امریکا ته سفر کوي.

د اوکراین د کاني سرچینو د‌ پراختیا په اړه دواړو خواوو د اپریل په ۱۸ د یوه یاداښت په توګه یوه هوکړه لاسلیک کړې وه.

په دې هوکړه کې ویل شوي و، چې د اپریل تر ۲۶ مې به د دواړو خواوو ترمنځ د تړون په اړه خبرې اترې بشپړې کړي او تر تر ژره به تړون لاسلیک کړي.

یوسف وفا د چين له سفيره د مستقیمو الوتنو د پيلېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱

په کابل کې د چين سفر د طالبانو د بلخ له والي سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي افغانستان د سیمه یيزې سوداګرۍ په مهم مرکز بدل کړي. په لیدنه کې یوسف وفا د چین له سفيره غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو په پيلېدو کې مرسته وکړي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوسف وفا د چین له سفير سره ژاو شینګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو، دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زياتوالي په اړه خبرې کړې.

په خبرپاڼه کې د چین د سفير له قوله ویل شوي، چې نوموړي د افغانستان له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ کړی او په بنسټيزو پروژو کې يې د همکاريو ډاډ ښودلی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، چين له افغان صادراتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه ييزې سوداګرۍ مهم مرکز کړي.

په لیدنه کې د طالبانو د بلخ والي د چین له سفيره غوښتي چې «د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادراتو برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د سیمه‌ ییزو اړیکو پر پراخوالي هم ټينګار کړی.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

مېرڅ راتلونکې سې شنبه د جرمني لومړی وزیر ټاکل کیږي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د جرمني سوسیال ډیموکرات ګوند(SPD) او مسیحي دیموکراتانو اتحادیې ( CDU/CSU) د نوي حکومت لپاره د ایتلاف تړون تصویب کړ، چې د فریدریښ مېرڅ صدراعظمۍ ته یې لاره پرانېسته.

دا ایتلاف یواځینۍ هغه لاره وه چې د اکثریت حکومت جوړیدو ته اجازه ورکوي، ځکه دواړوسترو ګوندونو د فبرورۍ په فدرالي ټاکنو کې درانده زیانونه لیدلي دي. دوی دواړوله افراطي ښي اړخي ګوند د جرمني بدیل (اې ایف ډي) سره له حکومت جوړولوډډه کړې ده.

داېس پي ډي غړو د ایتلاف تړون ته، چې د دواړو ګوندونو مشرانو جوړ کړی و، د دوو اونیو په اوږدو کې رایه ورکړه. د دې رایې له مخې له۳۶۰ زرو غړو څخه ۵۶ سلنه کسانو برخه اخیستې وه او ۸۴ سلنه کسانو د تړون په ګټه رایه ورکړه. د ایتلاف تړون تصویب په دې معنا دی چې دسي ډي یو مشر فریدریښ مېرڅ به د مې پر ۶ مه د جرمني صدراعظم شي.

د ایس پي ډي له نظره دا تړون د جرمني د زیربناوو پراختیا، لږ تر لږه معاش لوړولو (۱۵ یورو پر ساعت) او د تقاعد کچې ساتلو په شمول څو مهمې ګټې لري.

ایس پي ډي ته د مالیې وزارت ور کول او شپږ نور د کابینې پوستونه هم د تړون برخه دي.

د جرمني په راتلونکي حکومت کې اقتصادي پیاوړتیا او له ترهګرۍ او اقتصادي ستونزو سره مبارزه د عمده لومړیتوبونو په توګه وړاندیز شوې.

انګېلا مېرکل هم راځي

پخوانۍ صدراعظمه انګیلا مېرکل به هم د راتلونکي سې ‌شنبې په ورځ په بوندستاګ (د جرمني پارلمان) کې د خپل ګوند همکار فریدریښ مېرڅ د صدراعظم په توګه د ټاکلو غونډه کې ګډون وکړي. دا د دواړو ترمنځ د اوږدې سیالۍ له امله ځانګړی اهمیت لري.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، مېرکل به د افتخاري مېلمنو له ځایه د دې تاریخي غونډې شاهده وي.

د هغې ویاندې ار این ډي ته ویلي، چې مېرکل دا غونډه له نږدې تعقیبوي.

فریدریښ مېرڅ، چې د مسیحي دموکرات اتحادمشر دی، د مې پر ۶مه ټاکل شوې چې د پارلمان له خوا د جرمني نوی صدراعظم وټاکل شي.

مېرڅ به په شلوس بیلفو (د جرمني ولسمشرۍ ماڼۍ) کې له ولسمشر فرانکوالتر شټاینمایر څخه د صدراعظمۍ رسمي فرمان ترلاسه کړي. مېرڅ به د اولاف شولڅ ځای ونیسي، چې لا هم لنډمهاله دنده ترسره کوي.

شولڅ په ۲۰۲۱ کې د مېرکل له۱۶ کلنې واکمنۍ وروسته واک تر لاسه کړی و.

د مېرکل او مېرڅ ترمنځ له کلونو راهیسې سیاسي رقابت و. مېرڅ له۲۰۰۰ راهیسې د محافظه‌کارې اتحادیې مشر و، خو مېرکل په ۲۰۰۲ کال کې هغه له مشرتابه لرې کړ. له هغه وروسته دواړه په دوامداره رقابت کې ول. مېرڅ په ۲۰۰۹ کال کې له فعال سیاست نه ووت، خو کله چې مېرکل له واکه لاړه، بېرته سیاست ته را وګرځېد.

د ۲۰۲۵کال د فبرورۍ انتخاباتي منډو ترړو پر مهال مېرکل د کډوالۍ په تړاو د مېرڅ پر دریځ نیوکه وکړه، ځکه هغه اې اېف ډي ګوند سره ورته دریځ خپل کړی و.

خو مېرڅ د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت کړکېچ کې د مېرکل سیاست د اې ایف ډي ښی لاسي ګوند د ځواکمنېدو یو لامل وباله.

د مرکل د ۷۰یمې کلیزې پر مهال، دواړو له یو له بل سره ښه چلند درلود او له انتخاباتي بري وروسته مېرکل هغه ته د مبارکۍ پیغام هم واستاوه.

سعودي عربستان له هند او پاکستان نه د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

سعودي عربستان د چارشنبې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ډزو دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له دواړو هېوادونو وغوښتل چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي، له نورو اقداماتو ډډه وکړي او خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو هوار کړي.

د سعودي ګزیټه د رپوټ له مخې، د سعودي عربستان دولت د ښه ګاونډیتوب اصولو ته پر درناوي او د سیمې د ثبات او سولې لپاره د ګډ کار پر ارزښت تینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا به د دواړو ملتونو او ټولې سیمې په ګټه وي.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هند ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې پوځي برید پیل کړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د تېرې اونۍ له خونړي برید وروسته نورې هم ترینګلې شوې دي.

دا برید د اپرېل پر۲۲مه نېټه د هند په جمو کشمیر کې د پهلګام په سیاحتي سیمه کې وشو چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ پر ایکس لیکلي چې اسلام‌اباد «باوري استخباراتي معلومات» لري چې نوی ډیلي غواړي د برید پړه پر پاکستان واچوي او د هغې په پلمه پوځي اقدام وکړي.

نوی ډیلي دا برید «پولې پورې» ترهګري بللې او وايي چې عاملان به یې په نښه کړي.د برید له امله هند د ۱۹۶۰ کال د اوبو تړون هم وځنډاوه.

جان اڅکزی: که هند کراچۍ په نښه کړي، ډیلي او ممبۍ به له‌منځه لاړ شي

۱۰ غویی ۱۴۰۴ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو مخکېنی وزیر جان اڅکزی د نوي ډيلي او اسلام‌ ترمنځ روانو ناندریو ته په اشارې وايي، که چېرې هند پر کراچۍ ښار برید وکړ، پاکستان به نوی ډیلي او ممبۍ له‌منځه یوسي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په یوې مرکه زیاته کړې، چې د هند له‌خوا د پاکستان د یو ښار د له‌منځه تلو په صورت کې به پاکستان له‌خوا د هند دوه ښارونه له‌منځه لاړ شي.

هغه د خپلې وینا په یوې برخه کې پر پاکستان د هند احتمالي برید په تړاو دا د دغه هېواد تبلیغاتي جګړه بللې او زیاتوي، چې هېڅ پوځي ارزښت نه‌لري.

د هغه په وینا، پاکستان د هند د هر پوځي برید ته ځواب لري او په ډېرې اسانۍ سره کولای شي د دغه هېواد هر ښار په نښه کړي.

په داسې حال کې چې هند د کشمیر په پهلګام کې تر خونړي برید وروسته چې په ترڅ کې یې ۲۶ سیلانیان ووژل شول، له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کړ، خو جان اڅکزی وايي چې هند د دغه تړون د له‌منځه وړلو وړتیا نه‌لري.

د یادونې ده، چې د هندي کشمیر په پهلګام کې تر برید وروسته په تېرو څو ورځو کې د کشمیر پر پوله د هند او پاکستان د ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي او هره ګړۍ د دې وېره شته، چې ګوندې هند به یو ځل بیا د پاکستان پر ځینو ښارونو بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه هېواد د باوري استخباراتي سرچینو په حواله خبرداری ورکړی، چې ښايي هند تر راتلونکو ۲۴ یا ۳۶ ساعتونو پورې د دغه هېواد پر وړاندې پوځي اقدام وکړي.

د تارړ په وینا، هند غواړي د کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستۍ پېښه د احتمالي برید د توجیه کولو لپاره د پلمي په توګه وکاروي.