طالبان وایي، تېر کال یې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې تر ۹۰۰ ډېر کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبانو یې تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۵۳ کوډګر نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبانو یې تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۵۳ کوډګر نیولي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندوز ولایت کې د دوی د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبانو د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې بیا څلور تنه کوډګر نیولي دي.د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کوډګر تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.


د هند او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس خبرداری ورکړ، چې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه به ډېر ژر له کنټروله ووځي.
هغې زیاته کړې: «مونږ پر دواړو هېوادونو غږ کوو، چې له پاروونکو اقداماتو دې ډډه کړي.»
بروس، د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د برېټانیا محکمې د طالبانو لهخوا د روږدو کسانو په وړاندې د سخت چلند له امله په نشهیي توکو روږدي یو افغان ته په دغه هېواد کې پناه ورکړه. ټلیګراف ورځپاڼې ویلي، چې دغه روږدي کس په برېټانیا کې د یوه وکیل له لارې خپله قضیه مخته وړله.
د ټېلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په برېتانیا کې په نشهیي توکو دغه روږدي کس وروسته له هغه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قضیه وګټله، چې یوې قاضۍ پرېکړه وکړه چې طالبان له روږدو کسانو سره ناوړه او سخت چلند کوي.
قاضۍ ربیکا چېپمن وویل، که چېرې نوموړی افغانستان ته ستون شي؛ نو هغه به د طالبانو لهخوا د نیولو او بد چلند سره مخ شي.
هغې دا هم وویل، چې د نوموړي بېرته ستنول به د بشري حقونو په اړه د اروپایی کنوانسیون څخه سرغړونه وي؛ ځکه چې هغه کسان چې لوېدیځوال ګڼل کېږي؛ ښایي د غیر افغان یا غیر مسلمان په توګه وګڼل شي.
دغه ۳۹ کلن کس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د پناه غوښتنه کړې وه او هغه په نهه کلنۍ کې انګلستان ته تللی و.
ویل کېږي، چې دغه کس له خپلې کورنۍ سره چندان ښې اړیکې نه لري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې ګڼ مرکزونه تړل شوي دي.
په محکمه کې قاضۍ د الجزیرې د راپور یادونه وکړه، چې په کې ویل شوي وو، طالبانو په نشهیي توکو د روږدو کسانو په بندیانولو او ناوړه چلند سره غواړي چې دغه کسان د دغو توکو له کارولو لاس واخلي.

د هند انډیا ایکسپریس رسنۍ وايي، چې د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ سخته ډیپلوماتیکه سیالي پیل شوې، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي نړۍوال ملاتړ تر لاسه کړي.
انډیا ایکسپریس ورځپاڼه وایي، چې د پهلګام پېښې په تړاو د طالبانو او ترکیې غبرګونو دا وښودله چې ډیلي د اسلام اباد ډیپلوماتیکې هڅې کمزورې کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، ډیلي د بهرنیو چارو وزارت له خوا د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې مشر ایم انند پرکاش کابل ته استولی و. خو وایي کابل ته د پرکاش تر رسیدو مخکې طالبانو د پهلګام برید وغانده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، چې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د طالبانو د واک مرکز کندهار ته سفر کړی او په دغه ولایت کې یې د طالبانو له والي ملا شیرین سره لیدلي دي.
اوچا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غونډې تمرکز «له پاکستان څخه د افغان کډوالو بیرته راستنیدو سره د روان بشري ناورین د حل لپاره بیړنۍ اړتیا وه.» «»
هېره دې نه وي، چې ملا شيرين د طالبانو يو مهم غړى او د دې ډلې مشر ملا هبتالله ته نږدې کس دی، چې د ملا هبتالله بهرني میلمانه معمولاً له هغه سره ليده کاته کوي.
کندهار ته د ښاغلي فلیچر سفر په داسې حال کې کېږي، چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره پر یوه پلان کار کوي.
داسې پلان چې د افغانستان په مسله کې د ښکېلو خواوو، هېوادونو او همداراز د طالبانو نظرونه د هېواد د راتلونکي لپاره راټول کړي.
د ملګرو ملتونو دا پلان د افغانستان لپاره په شپږو مهمو مسايلو راڅرخي، چې د نړۍوالې ټولنې او طالبانو وړاندیزونه په کې شامل دي.
په دې پلان کې بشري حقونه، ټول شموله حکومت، له ترهګرۍ سره مبارزه، پر طالبانو بندیزونه، د افغانستان د کنګل شوې شتمني او ډیپلوماټیک ماموریتونه شامل دي.
خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې ټام فلیچر کندهار ته د خپل سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو د راستنېدوله مرکز او د میرویس نیکه په نوم دیتیم خانې څخه لیدنه وکړې ده.

د هندي رسنۍ انډین ایکسپریس د خبر له مخې، تېر ماښام د دغه هیواد د کلکتې ښار د بورا بازار سیمه کې د ریتوراج په نوم هوټل کې اور لګېدو ۱۴ کسان مړه کړي. پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د دغه اور لامل لا نه دی څرګند او په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
پولیسو دا هم ویلي، چې یو کس له اوره د تیښتې هڅې کولو پرمهال له ودانۍ د رالوېدو وروسته مړ شو او د دغې پیښې ډیری نور قربانیان د ساه بندېدو له امله مړه شوي.