د هند په کلکته کې د یوه هوټل دننه د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي
د هندي رسنۍ انډین ایکسپریس د خبر له مخې، تېر ماښام د دغه هیواد د کلکتې ښار د بورا بازار سیمه کې د ریتوراج په نوم هوټل کې اور لګېدو ۱۴ کسان مړه کړي. پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د دغه اور لامل لا نه دی څرګند او په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
پولیسو دا هم ویلي، چې یو کس له اوره د تیښتې هڅې کولو پرمهال له ودانۍ د رالوېدو وروسته مړ شو او د دغې پیښې ډیری نور قربانیان د ساه بندېدو له امله مړه شوي.