شهباز شریف: پاکستان به له بشپړ ځواک سره د خپل حاکمیت دفاع وکړي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، چې هېواد یې سولې ته ژمن دی؛ خو که پر وړاندې یې هر ډول ګام واخیستل شي، نو په بشپړ ځواک سره به د خپل حاکمیت دفاع وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترېش سره په ټیلیفون کړې دي.