محمد حنیف اتمر وویل:« مونږ پاکستان ته ویل، چې طالبان په بنديخانو کې مه اچوئ د جکړې پرځای یې خبرو ته راولئ، د ملا برادر اخوند پسې به زه لس ځله پاکستان ته تللی یم، چې دا راخوشې کړئ چې مونږ د سولې خبرو لپاره ورسره کښېنو.»
اتمر وايي، پر پاکستان هغه اعتماد چې مونږ ولرو، هعه نه لرو او همدراز پاکستان ته وایو، چې کومې ستونزې چې لرۍ له طالبانو سره یې د خبرو له لارې حل کړه.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې لومړی له خپلو افغانانو سره شته ستونزې حل کړئ او همدراز په نړیوالو غږ کوو، چې په افغانستان کې یوه سیاسي پروسه پیل کړي ځکه دا شته ستونزې یوازې په افغانستان کې نه پاتې کېږي او لا به زیاتې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر له امریکه څخه غواړي چې د جګړې پرځای د سیاسي پروسې سره د افغانستان مسلې ته راوګرځي.
اتمر ددې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان خبرو ته حاضر نشي نو ستاسې راتلوونکی اقدام به څه وي، نوموړي وویل، چې زه نه غواړم د یوې بلې سختې سناریو خبره زما له خولې ووځي خو بیا هم ټینکار کوي، چې سیاسي پروسې ته راځو او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې روانې ستونزې د خبرو له لارې حل کړی که دا کار ونه کړی نو وطن او خپله ډله به له یوې لوې ستونزې سره مخ کړی او هېواد به هغو ستونزو سره مخ شي، چې ددې خاورې دوښمنان یې غواړي.
محمد حنیف اتمر پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او زیاته یې کړه، چې دوی له افغانستان سره ولاړ دی خو دا یې په ډاکه کړه، چې دا دا معنا نه ورکوي چې دوی د طالبانو کړنې تایدوي.
اتمر په خپلو خبرو کې ټینکار وکړ، چې طالبانو د سیاسي پروسې ترڅنګ خپل ولس پر ځان راټول کړي او د هغوي حقونو او ازادۍ ته احترام وکړي.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر نږدې ملګری دی. هغه په ۲۰۱۰ کال کې د ای ایس ای لخوا ونیول شو او تر ۲۰۱۸ کال پورې په زندان کې پاتې شو.
برادر د امریکا د هڅو وروسته، په ځانګړې توګه د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو، له بند څخه خوشې شو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.
هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک کوونکی و. برادر د طالبانو د ریاست الوزرا لومړی اقتصادي مرستیال او د طالبانو په اداره کې یو اغیزمن شخصیت دی.