• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نوې پوستې جوړوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰

طالبان وايي چې په هلمند او نمیروز ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د نویو امنیتي پوستو د جوړېدو چارې روانې کړې او نن د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان له دغه نویو جوړېدونکو پوستو څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو نن جمعه، د لیندۍ ۲۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یادې قول اردو قومندان محمد ايوب خالد په هلمند او نيمروز ولايتونو کي د فرضي کرښي له يوشمير پوستو څخه ليدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ایوب خالد د فرضي کرښي په اوږدو کي د شته طالب وسلوالو سره لیدلي او خبرې کړي او همداراز يي د نويو جوړيدونکو پوستو او ټوليو د کارونو له جريان څخه ليدنه او نظارت ترسره کړ.

دوی زیاتوي، چې فرضي کرښي په اوږدو کې یې د طالبانو وسلوالو ستونزي له نژدي واوريدلي او د شته ستونزو د حل په برخه کي د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ يي د طالبانو د اکمال او تجهیز په برخه کی د لازمو اسانتياو د برابرولو ژمنه وکړه.

طالبانو په خبرپاڼه کې نویو امنیتي پوستو د جوړېدو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه روان کړکېج سره هم مهاله طالبانو هڅې پیل کړي ترڅو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تازه امنیتي پوستې جوړه کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: له افغانستان نه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي، له افغانستان نه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی او نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې په دې برخه کې خپل نړۍوال او امنیتي مسوولیتونه ادا کړي.

شهباز شریف نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د سولې نړۍوال کنفراس ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د سیمې او نړۍ ټیکاو د ګډو هڅو غوښتنه کوي او د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی.

د سولې او باور په اړه نړۍواله ناسته د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې جوړه شوه. په دغه ناسته کې د روسیې، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان او نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې پر کابل د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دغه کړکېچ د حل لپاره تر دې دمه د قطر، ترکیې او سعودي عربستان هېوادونو منځګړیتوب کړی؛ خو د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات په وار، وار بې‌پایلې پای ته رسېدلي دي.

په تېره یوه اونۍ کې؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت ۱۲ کوډګر نیولي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۲ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هره پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د کوډګرو د نیولو ادعا کوي. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د طالبانو له‌خوا د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۶۶ قضیې هم حل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات غندل شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بنسټیزو حقونو د ټینګښټ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه د هېواد پرمختګ، سولې او بیارغونې لپاره حیاتي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف په اوونیز راپور کې دا هم راغلي، چې تېره اونۍ یې ۲۲۷ رواني ناروغان د درملنې لپاره راټول کړي دي.

ایران: د پاکستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب د تهران د ناستې اجنډا برخه نه‌ده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمدرضا بهرامي ویلي، چې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې ناستې موخه د دغه هېواد په اړه د هېوادونو د ځانګړو استازو د نظرونو تبادله ده.

هغه د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، چې د منځګړیتوب موضوع د یادې ناستې د اجنډا برخه نه‌ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې په نږدې ورځو کې به تهران د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي و، چې دغه ناسته د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.

اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا هم ویلي و، چې ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول له پاکستان او افغانستان سره دوامداره اړیکې او سلا مشورې لري؛ څو په سیمه کې د سولې او ټیکاو د ټینګېدو لپاره ګډ کار وشي.

دغه ناسته داسې مهال جوړېږي، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.

د بشري ناورین اوج؛ یونېسف وایي، افغانستان لپاره د نږدې یو مېلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا لري

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې افغانان لاهم له سخت بشري ناورین سره مخ دي او دوی په راتلونکي ۲۰۲۶کال کې د ۹۴۹مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

یونېسف وایي، ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ مېلیونه افغانان چې ۱۱.۶مېلیونه یې ماشومان دي؛ بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه شمېر د بې‌وزلۍ د پراخېدو، د بنسټیزو خدماتو د لاسرسي د کمېدو، د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د خلکو د زیان‌ منلو او د خوندي فضا د نشتوالي څرګندې نښې دي. دغه اداره ټینګار کوي، چې په دې سختو شرایطو کې یې دوامداره او فعال حضور د ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو او د تر ټولو زیان‌منونکي قشر د خوندیتوب لپاره اړین دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې د حقونو له یو سیستماتیک، پراخ او دوامداره سرغړونې سره مخ دي. د نجونو د ثانوي زده‌کړو بندیز، له کاره منعه کول او ورځنیو سختو محدودیتونو د هغوی د خوندیتوب ګواښونه زیات کړي او د ټولنې اوږدمهاله مقاومت یې کمزوری کړی دی. یونېسف خبرداری ورکوي، چې د دغه محدودیتونو اغېزې به تر راتلونکو نسلونو پورې دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاتوي، چې د اوبو، روغتیا او حفظ الصحې په برخه کې د کافي پانګونې نشتوالی، د اقلیم پرله‌پسې بدلونونه او طبیعي پېښې د بشري مرستو اړتیاوې نورې هم زیاتې کړې او د ټولنو د ناورینونو پر وړاندې د مقابلې وړتیا یې کمزورې کړې ده.

یونېسف د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره ۹۴۹،۱ مېلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. ټاکل شوې، چې دغه بودجه به ۱۲ مېلیونه کسان چې ۶،۵ مېلیونه یې ماشومان دي؛ د اساسي خدمتونو او ژوند ژغورونکو مرستو تر پوښښ لاندې راولي.

یونېسف ټینګار کوي، چې دغه ملاتړ یوازې د سملاسي اړتیاوو لپاره مهم نه‌دی؛ بلکې د افغانستان د ماشومانو د راتلونکې ودې، فرصتونو او توانمندۍ لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

نورالدین عزیزي: ایراني چارواکو سره مو چابهار بندر کې د لګښتونو راکمولو پر سر خبرې روانې دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، له ایران سره یې ژمنه کړې چې د چابهار لاره به د تل لپاره فعاله ساتي؛ خو هلته بیې د کراچۍ پرتله لوړې دي او په دې تړاو یې له ایراني چارواکو سره خبرې روانې دي.

نورالدین عزیزي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د لاریو یا بار وړونکو موټرونو شمېر تر ۲زرو پورې ډېروي. د نوموړي په وینا؛ اوس‌مهال دغه سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې د ۱۰۰لاریو پر مټ ترسره کېږي.

هغه زیاتوي: «د لګښتونو کمولو لپاره په ځلونو ایران ته تللي یو، د میلک بندر ته تللي یو او هلته مو د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دې موضوعاتو بحث کړی دی». د عزیزي په خبره؛ د طالبانو حکومت غواړي د ایران د سمندرونو له لارې خپلې سوداګرۍ لا پراخې کړي. هم‌مهاله بیا پر کابل واکمنو طالبانو پر ډیورنډ کرښه د بندو دروازو له کبله پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده اعلان کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي، چې پر پاکستان خپله تکیه ختمه کړي او د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وګوري. د همدې سپارښتنو او بندیزونو له امله افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره مخه کړې ده. هم‌مهاله طالبانو هم له ایران، ترکیې، ازبکستان او تاجکستان سره د سوداګریزو معاملو لپاره ناستې ولاړې ډېرې کړې دي.