په تېره اکټوبر میاشت کې د پاکستان فدرالي حکومت د خېبر پښتونخوا دننه د افغان کډوالو ۲۸ پنډغالي له رسمي نوملړ څخه واېستل. دغه اقدامات د هغه کمپاین برخه وو، چې له مخې یې د «پياو ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۳مېلونه افغان کډوال له دغه هېواده اېستل کېږي.
د پاکستان یو لوړپوړي دولتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خېبر پښتونخوا حکومت په دې تورن کړی چې افغان کډوالو سره خورا نرم چلند کوي. هغه زیاته کړې: «سره له دې چې په ټول ایالت کې ټول پنډغالي له نوملړ څخه اېستل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې د افغانانو د اېستلو پر ځای له هغوی سره نرم چلند کېږي».
نقوي تېره اونۍ په یوې خبري غونډه کې ټینګار کړی و، چې د هېواد په کچه د کډوالو ټول پنډغالي تړل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې لا هم یوشمېر پنډغالي فعال دي. هغه زیاته کړه، چې په دغه پنډغالو کې اوس هم افغان کډوال له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ګټه اخلي.
دغه چارواکي وویل: «د کورنیو چارو وزیر له څرګندونو وروسته ایالتي چارواکو د ولسوالۍ ادارو ته پیغام ورکړ، چې له کډوالو سره دې سخت چلند وکړي». د هغه په وینا؛ د خېبر پښتونخوا چارواکو ته لارښوونه شوې، چې کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي او په پنډغالو کې دې روغتیايي، ښوونیز، برېښنا، څښاک اوبو، رواني او د ټولنیزو خدمتونو ملاتړ بند کړي.
سرچینې ویلي، چې د کډوالو پنډغالو کې یو شمېر دغه خدمتونه بند شوي او د نورو د بندولو لړۍ هم روانه ده. هغه زیاته کړه، چې د ولسوالیو ادارې هڅه کوي د پنډغالو ټول بنسټیز خدمتونه او مدیریت په خپل لاس کې واخلي. هغه ټینګار وکړ، چې «کډوال له پنډغالو څخه اېستل کېږي».
دغه چارواکي همدارنګه وویل، چې ډېری افغان کډوال په ښاري سیمو کې هم اوسېږي؛ خو لا تر اوسه د هغوی د ستنېدو لپاره کوم همغږی او مشخص پلان نهدی عملي شوی. تر دغه نویو امرونو مخکې په یاد ایالت کې ټول ۴۳ د کډوالو پنډغالي فعال وو؛ خو د اکټوبر په ۱۵مه چارواکو په بېړنۍ توګه د پاتې ۲۸ پنډغالو د تړلو امر وکړ.
د خېبر پښتونخوا یو بل لوړپوړي ایالتي چارواکي ډان ته ویلي، چې ولسوالیو ته ویل شوي له کډوالو سره جرګې وکړي او هغو کسانو ته چې خپل وطن ته ستنېدو ته چمتو دي؛ اسانتیاوې برابرې کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې د افغانانو شمېر له ۲.۱۸ مېلیونه کسانو څخه اوړي، چې له دې ډلې ۱.۲۲ مېلیونه ثبت شوي کډوال دي او یوازې ۳۵ سلنه یې په پنډغالو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کلیدي موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه تر د ۲۰۲۵کال د نومبر ۸مې پورې ټولټال ۱,۷۲۳,۴۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.