• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالدین عزیزي: ایراني چارواکو سره مو چابهار بندر کې د لګښتونو راکمولو پر سر خبرې روانې دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، له ایران سره یې ژمنه کړې چې د چابهار لاره به د تل لپاره فعاله ساتي؛ خو هلته بیې د کراچۍ پرتله لوړې دي او په دې تړاو یې له ایراني چارواکو سره خبرې روانې دي.

نورالدین عزیزي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې له ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د لاریو یا بار وړونکو موټرونو شمېر تر ۲زرو پورې ډېروي. د نوموړي په وینا؛ اوس‌مهال دغه سوداګریزې راکړې ورکړې یوازې د ۱۰۰لاریو پر مټ ترسره کېږي.

هغه زیاتوي: «د لګښتونو کمولو لپاره په ځلونو ایران ته تللي یو، د میلک بندر ته تللي یو او هلته مو د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دې موضوعاتو بحث کړی دی». د عزیزي په خبره؛ د طالبانو حکومت غواړي د ایران د سمندرونو له لارې خپلې سوداګرۍ لا پراخې کړي. هم‌مهاله بیا پر کابل واکمنو طالبانو پر ډیورنډ کرښه د بندو دروازو له کبله پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده اعلان کړې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي، چې پر پاکستان خپله تکیه ختمه کړي او د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې وګوري. د همدې سپارښتنو او بندیزونو له امله افغان سوداګرو ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره مخه کړې ده. هم‌مهاله طالبانو هم له ایران، ترکیې، ازبکستان او تاجکستان سره د سوداګریزو معاملو لپاره ناستې ولاړې ډېرې کړې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ نږدې ۶زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۱۱۰۹ کورنۍ چې ټول‌ټال۵۷۶۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۴۰۸ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۱۶۹۴ کډوال د تورخم، ۲۲۸ د بهرامچې، ۱۵۰تنه د اسلام‌کلا او ۲۸۴ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و، چې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو څخه د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۸ ورځو کې ۱۴۶۱۵۲ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. یاد وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې ډلې له پاکستان نه ۷۷۰۵۲ کډوال، له ایران نه ۶۸۲۷۷ او له ترکیې نه ۸۳۴ کډوال ستانه کړای شوي دي.

خېبر پښتونخوا ایالت څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې جمعه د (لېندۍ ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا چارواکي ښایي په نږدې راتلونکي کې له دغه ایالت څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي. راپور وایي، دغه اقدام د مرکزي حکومت تر فشار او نیوکو وروسته ترسره کېږي.

په تېره اکټوبر میاشت کې د پاکستان فدرالي حکومت د خېبر پښتونخوا دننه د افغان کډوالو ۲۸ پنډغالي له رسمي نوملړ څخه واېستل. دغه اقدامات د هغه کمپاین برخه وو، چې له مخې یې د «پي‌او ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۳مېلونه افغان کډوال له دغه هېواده اېستل کېږي.

د پاکستان یو لوړپوړي دولتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خېبر پښتونخوا حکومت په دې تورن کړی چې افغان کډوالو سره خورا نرم چلند کوي. هغه زیاته کړې: «سره له دې چې په ټول ایالت کې ټول پنډغالي له نوملړ څخه اېستل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې د افغانانو د اېستلو پر ځای له هغوی سره نرم چلند کېږي».

نقوي تېره اونۍ په یوې خبري غونډه کې ټینګار کړی و، چې د هېواد په کچه د کډوالو ټول پنډغالي تړل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې لا هم یوشمېر پنډغالي فعال دي. هغه زیاته کړه، چې په دغه پنډغالو کې اوس هم افغان کډوال له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ګټه اخلي.

دغه چارواکي وویل: «د کورنیو چارو وزیر له څرګندونو وروسته ایالتي چارواکو د ولسوالۍ ادارو ته پیغام ورکړ، چې له کډوالو سره دې سخت چلند وکړي». د هغه په وینا؛ د خېبر پښتونخوا چارواکو ته لارښوونه شوې، چې کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي او په پنډغالو کې دې روغتیايي، ښوونیز، برېښنا، څښاک اوبو، رواني او د ټولنیزو خدمتونو ملاتړ بند کړي.

سرچینې ویلي، چې د کډوالو پنډغالو کې یو شمېر دغه خدمتونه بند شوي او د نورو د بندولو لړۍ هم روانه ده. هغه زیاته کړه، چې د ولسوالیو ادارې هڅه کوي د پنډغالو ټول بنسټیز خدمتونه او مدیریت په خپل لاس کې واخلي. هغه ټینګار وکړ، چې «کډوال له پنډغالو څخه اېستل کېږي».

دغه چارواکي همدارنګه وویل، چې ډېری افغان کډوال په ښاري سیمو کې هم اوسېږي؛ خو لا تر اوسه د هغوی د ستنېدو لپاره کوم همغږی او مشخص پلان نه‌دی عملي شوی. تر دغه نویو امرونو مخکې په یاد ایالت کې ټول ۴۳ د کډوالو پنډغالي فعال وو؛ خو د اکټوبر په ۱۵مه چارواکو په بېړنۍ توګه د پاتې ۲۸ پنډغالو د تړلو امر وکړ.

د خېبر پښتونخوا یو بل لوړپوړي ایالتي چارواکي ډان ته ویلي، چې ولسوالیو ته ویل شوي له کډوالو سره جرګې وکړي او هغو کسانو ته چې خپل وطن ته ستنېدو ته چمتو دي؛ اسانتیاوې برابرې کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې د افغانانو شمېر له ۲.۱۸ مېلیونه کسانو څخه اوړي، چې له دې ډلې ۱.۲۲ مېلیونه ثبت شوي کډوال دي او یوازې ۳۵ سلنه یې په پنډغالو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کلیدي موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه تر د ۲۰۲۵کال د نومبر ۸مې پورې ټولټال ۱,۷۲۳,۴۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، ۸ولایتونو کې د ټرانسفارمونو د ترمیم ورکشاپونه جوړوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د برېښنا په برخه کې په بېړنۍ توګه د ستونزو حل لپاره‌ په ۸ولایتونو کې د ټرانسفارمرونو د ترمیم ورکشاپونه جوړوي. د دغه ریاست تخنیکي غړي وایي، په دې چارې سره به شبکې پیاوړې او لګښتونه را کم شي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۲۰مه) د طالبانو د برېښنا شرکت د تخنیکي ارزونې مدیر اېمل نیازي ویلي، چې په دغه پروژه به ۲۴مېلیونه افغانۍ لګښت راشي او له دې څخه به دوی کافي ګټه هم لاسته راوړي. هغه وایي، له دې سره به د برېښنا ولټاژ خوندي شي؛ ضایع به کم شي او د شبکې نظم به هم منظم شي.

د طالبانو د یاد ریاست مسوولینو په وینا، پخوا به یې ټرانسفارمرونه بهرنیو هېوادونو ته ترمیم ته لېږل؛ خو د دغه ورکشاپونو په جوړولو سره به اوس دغه ستونزه اواره شي او د لګښتونو کچه به هم ورسره را کمه شي. که څه هم طالبانو په وار، وار ویلي، چې د برېښنا په برخه کې د ځان بساینې هڅه کوي؛ خو د افغانستان ډېره تکیه لا هم په وارداتي برېښنا ده.

ازبکستان او ترکمنستان دوه هغه هېوادونه دي، چې د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې یې وارده شوې برېښنا کارول کېږي او وخت ناوخت د تخنیکي ستونزو له کبله دغه برېښنا کې هم پارچاوۍ راځي. د کابل ښار په ګډون د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکو په دې وروستیو کې شکایتونو کړي، چې په ۲۴ساعتونو کې اېله څلور ساعته برېښنا لري.

د مېرویس عزیزي په نوم یو افغان پانګه‌وال له طالبانو سره څو میاشتې وړاندې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا جوړېږي؛ خو لا هم د دغه پروژې عملي چارې نه‌دي پیل شوې.

هغه ویلي و، چې د انرژۍ په برخه کې پر دغه برېښنا ۱۰مېلیارده ډالر پانګونه کوي؛ خو یو شمېر افغان سیاست‌والو له طالبانو سره د هغه پر تړون شکونه څرګند کړي او دا یې یوازې یوه خیالي پروژه ګڼلې ده. عزیزي بیا ژمنه کړې، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د برېښنا د تولید دغه پروژې چارې پیل کړي.

د کانګرس غړي: روبیو ژمنه کړې چې طالبانو سره پر همکارو موسسو به د امریکا مرستې بندې شي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۴ GMT+۰

د امریکا د کانګرس دوه جمهوري‌پال غړي وايي، د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو سره يې کتلي او هغه ژمنه ورکړې چې پر هغه خیریه او نادولتي بنسټونو به مالي مرستې ودروي چې د امریکا حکومت پیسې د طالبانو لاسونو ته رسوي.

ټیم بورچټ یو ځل بیا د امریکا له سنا وغوښتل، هغه لایحه تصویب کړي چې په افغانسان کې د امریکا بشردوستانه مرستو ته په بشپړه توګه د طالبانو لاسرسی بندوي. هغه یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د امریکا حکومت «هره اوونۍ ۴۰ مېلیونه ډالر طالبانو ته لېږي».

د امریکا حکومت څو ځله دغه خبره رد کړې، چې ګواکې طالبانو ته نغدې پیسې استوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت چې مشري یې روبیو کوي، د بورچت د څرګندونو په ځواب کې اونیزې مجلې نیوزویک ته وویل: «د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه هغه ټولې مستقیمې مرستې چې امکان لري د طالبانو لاس ته ورسېږي، ځنډول شوې دي».

د دغه وزارت ویاند وویل: «د ټرمپ اداره به اجازه ور نه‌کړي، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو د ظالمانه کړنو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي. موږ ملګري ملتونه غندو، چې د کافي حفاظتي تګلارو په پلي کولو کې پاتې راغلي او داسې لاره یې برابره کړې، چې نړۍوالې مرستې ښايي د ترهګرو لاسونو ته ورسېږي».

خو له دې سره هم‌مهاله د امرالله صالح تر مشرۍ لاندې د «زرغون بهیر» بنسټ روانه اوونۍ ادعا وکړه، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت «نوې چاپ شوی نغدې پیسې» د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته لېږلې دي. تراوسه پورې خپلواکو سرچینو دغه ادعا نه‌ده تایید کړې.

ټیم بورچټ چې له صالح سره نږدې اړیکې لري او انا پایولینا لونا وویل، د روبیو سره تر مستقیمو خبرو وروسته دغه وزیر ژمنه کړې چې هر ډول مالي بهیر چې د طالبانو لاس ته رسېدو امکان ولري؛ بشپړ بندوي.

دغه لیدنه (د ډسمبر په ۱۰مه) شوې او په‌کې هوکړه شوې، هغه پیسې چې د نادولتي بنسټونو له لارې طالبانو ته ګټه رسوي؛ باید ودرول شي.

ټیم بورچټ چې مخکې یې د طالبانو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره لایحه وړاندې کړې وه، وویل: «د بهرنیو چارو وزیر ډېره مهرباني وکړه او راسره یې ومنله، چې دغه کار به وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړو هغه ټوله بودجه چې طالبانو ته د رسېدو احتمال یې شته باید بنده شي». هغه زیاته کړه، چې د «نادولتي سازمانونو له لارې د پیسو لېږد به په بشپړه توګه ودرېږي».

انا پایولینا لونا هم ټینګار وکړ: «موږ د بهرنیو چارو وزیر سره مستقیمې خبرې وکړې او ډاډ مو ترلاسه کړ، چې هر هغه نادولتي سازمان چې د امریکا د مالیه ورکوونکو ډالر طالبانو ته رسوي؛ په رسمي ډول به له تمویل څخه محروم شي».

دغه دواړه جمهوري‌پال استازي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پیسو استولو کلک مخالف دي.

د سیګار راپور ښيي، له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د متحده ایالاتو له لوري نږدې څلور مېلیارده ډالر بشردوستانه او پراختیايي مرستې افغانستان ته لېږل شوې دي؛ چې ډېری یې د بایډن د حکومت پر مهال د مرستندویه ادارو لاس ته رسېدلې دي. خو د ټرمپ په لارښوونه اوس د امریکا برخه له دې بشري مرستو کمه شوې ده.

ډموکرات سناتور پیټر ولش ویلي، چې د بورچټ له لایحې سره موافق نه‌دی؛ ځکه دا به هغو خیریه ادارو ته د امریکا مالي مرسته وځنډوي، چې زیانمنو خلکو، لکه ښځو او ماشومانو ته مرستې رسوي.

یوشمېر نیوکه کوونکي وايي، چې د امریکا پیسې په غیرمستقیم ډول د مالیې او جعلي انجوګانو له لارې د طالبانو جېبونو ته ورځي. هغوی دا هم وايي، چې نړۍوالې مرستې د افغانستان د مرکزي بانک له لارې هېواد ته داخلېږي او دغه بهیر د طالبانو د ادارې مالي ثبات ته ګټه رسوي.

د امریکا د نړۍوالو مرستو پرېکول په افغانستان کې د مرستندویه ادارو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو د مالي سرچینو د سخت کمښت لامل شوی. د ملګرو ملتونو مرستیال عمومي منشي روانه اوونۍ وویل، چې د مرستو پر پرېکولو سره په سږني ژمي کې د افغان ماشومانو د لوږې ګواښ لا ډېر شوی دی.

طالبانو په هلمند کې نږدې ۲۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه راوګرځوله

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر وایي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په نادعلي‌ ولسوالۍ کې ۱۸ زره ۲۳۸ جریبه غصب شوې ځمکه له تثبیت وروسته دولتي اعلان کړه. طالبانو زیاته کړې، چې په دې ولایت کې په سلګونه زره جریبه ځمکه لا هم د دوی تر ارزونې لاندې ده.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې تازه یې په نادعلي‌ ولسوالۍ کې راګرځول شوې ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

دوی زیاته کړې: «د امارتي ځمکې د تشخیص، بررسۍ او تثبیت په لړ کې تازه د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ١٨٢٣٨،٤٥ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندي نیول شوې وه، چې د اسنادو تر بشپړېدو وروسته د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون له‌خوا استرداد او بیت المال ته وسپارل شوه.»

طالبانو ویلي، د همدې ځمکې د اسنادو له‌مخې یادې ځمکې هېڅ کوم حقیقي او حکمي شخص پورې اړوندې نه‌دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر زیاته کړې، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې ۱۶۴۵ جریبه، باباجي ولسوالۍ کې ۵۱ زره جریبه، نادعلي‌ لوی مانده سیمه کې څه باندې ۵۶ زره جریبه او مارجې ولسوالۍ کې ۲۶ زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او بیت‌المال ته یې سپارلې ده.