• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې نږدې ۲۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه راوګرځوله

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر وایي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په نادعلي‌ ولسوالۍ کې ۱۸ زره ۲۳۸ جریبه غصب شوې ځمکه له تثبیت وروسته دولتي اعلان کړه. طالبانو زیاته کړې، چې په دې ولایت کې په سلګونه زره جریبه ځمکه لا هم د دوی تر ارزونې لاندې ده.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ ( لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې تازه یې په نادعلي‌ ولسوالۍ کې راګرځول شوې ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

دوی زیاته کړې: «د امارتي ځمکې د تشخیص، بررسۍ او تثبیت په لړ کې تازه د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ١٨٢٣٨،٤٥ جریبه ځمکه تر بررسۍ لاندي نیول شوې وه، چې د اسنادو تر بشپړېدو وروسته د غصب مخنیوي او استرداد کمېسیون له‌خوا استرداد او بیت المال ته وسپارل شوه.»

طالبانو ویلي، د همدې ځمکې د اسنادو له‌مخې یادې ځمکې هېڅ کوم حقیقي او حکمي شخص پورې اړوندې نه‌دي.

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر زیاته کړې، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې ۱۶۴۵ جریبه، باباجي ولسوالۍ کې ۵۱ زره جریبه، نادعلي‌ لوی مانده سیمه کې څه باندې ۵۶ زره جریبه او مارجې ولسوالۍ کې ۲۶ زره جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او بیت‌المال ته یې سپارلې ده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکایی چارواکی: له ۲ زرو زیات افغانان له ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو په شک پېژندل شوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د امریکا د ترهګرۍ ضد د مرکز مشر جو کنت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د کانګرېس په غونډه کې وویل، چې د جو بایډن د واکمنۍ په موده کې ۱۸زره «پر ترهګرۍ مظنون» کسان د امریکا خاورې ته داخل شوي دي.

هغه د هغو افغانانو یادونه هم وکړه، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي او زیاته یې کړه، چې د ترهګرۍ ضد دفتر د ۸۸ زرو کسانو له ډلې ۲ زره کسان پېژندلي چې له ترهګریزو سازمانونو سره اړیکې لري.

کنت د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې د استماعیه کمېتي غونډې ته وویل: «دغه کسان د داعش او القاعده په څېر له جهادي ډلو سره اړیکې لري. سره له دې، د بایډن حکومت نه یوازې دې کسانو ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکړې، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د هغوی له راتګ کې مرسته هم کړې ده. لکه څنګه چې له دې ډلې یوه افغان ترهګر د «تنکس ګیفینګ» (شکر ګذارۍ) د ورځې په درشل کې[واشنګټن ډي‌سي] کې ترهګریز برید وکړ او زموږ د ملي ګارد یوه سرتېرې یې ووژله.»

د رحمان‌الله لکڼوال له‌خوا د ملي ګارد پر سرتېرو ډزې په امریکا کې د افغان پناه‌ غوښتونکو د پراخو نیونو لامل شوی. تر دې وروسته د ټرمپ حکومت هغه افغان کډوال، چې له طالبانو تښتېدلي او امریکا ته لېږدول شوي، د احتمالي ترهګریز ګواښ په توګه ارزولي دي.

کنت زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ګواښ بڼه بدله شوې او کېدای شي د ۹/۱۱پېښې په څېر نه وي. د هغه په وینا، لکڼوال په څېر کسان کېدای شي د انفرادي بریدونو له لارې په امریکا کې هدفونه په نښه کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له مرستې هرکلی وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له‌خوا د ۲۵ میلیونه یورو مرستې هرکلی کړی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د ژوند ښه کولو او د ښوونځیو ماشومانو ته خوراکي توکو د برابرولو په برخو کې ولګول شي.

اروپايي ټولنې د ډسمبر په دویمه د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سره د ۲۵میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې په اعلان کې ویل شوي، چې دغه مرسته به په ځانګړي ډول په څلورو اساسي برخو کې ولګول شي.

د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو تاسیساتو جوړول، څو ټولنه د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتو شي. ځایي خوراکي سیستمونو پیاوړتیا، څو د موادو تولید او برابرول یې پر کورني اقتصاد مثبت اغېز وکړي، د ښځو او ځوانانو لپاره د کاري زمینو د رامنځته کولو پروګرامونه او د ښوونځیو ماشومانو لپاره د خوړو برابرول شامل دي.

اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې یو له لویو نړۍوالو تمویلونکو څخه ده، خو نړۍوالې مرستندویه ادارې تل په افغانستان کې د مرستو په وېشنه کې د طالبانو له لاسوهنې شکایت لري.

ایران وايي د افغانستان د وضعیت په تړاو راتلونکې اونۍ سیمه‌ییزه غونډه رابولي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدې ورځو کې به تهران د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.

اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړه، چې ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او افغانستان سره دوامداره اړیکې او سلا مشورې لري، څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره ګډ کار وشي.

د هغه په وینا، دایران لپاره د سیمې امنیت ځانګړی ارزښت لري او همدې موخې ته په کتو، تهران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې د هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم او تفاهم زیات شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې، دغه سیمه‌ییزه ناسته د هغو سلا مشورو پایله ده، چې په بېلابېلو کچو د سیمې له هېوادونو او مهمو لورو سره شوې دي.

اسماعیل بقايي څرګنده کړې: «دا ابتکار به د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او د روانو ترینګلتیاوو د هوارېدو په برخه کې اغېزناک تمام شي.»

بقایي وایي، د افغانستان لپاره دا ناسته به د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې په تهران کې د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب ترسره شي.

دغه غونډه به په داسې حال کې جوړه شي، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوي دي.

له دې سربېره پرون په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي وویل، تهران «په مستقیم او بېړني توګه» د افغانستان له تحولاتو اغېزمنېږي او څرګنده یې کړه، «د یوه ملي ټولګډوني حکومت له جوړېدو پرته به په افغانستان کې نښتې لاپسې تشدید شي.»

په هلمند کې د طالبانو همغږۍ غونډه کې له هبت‌‌الله پر اطاعت کولو ټينګار وشو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر وایي، چې د هبت‌الله په امر یې د خپلو ملکي او نظامي چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړه. د طالبانو د هلمند والي امان‌الدین منصور په دې غونډه کې له نشه یي‌ توکو سره پر مبارزې، له هبت‌الله پر اطاعت او د هغه د فرمانونو پر تطبیق ټينګار وکړ.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې تر دې وروسته به د هبت‌الله اخوندزاده د امر پر بنسټ به په هرو دوو میاشتو کې یو ځل د سیمه ییزو نظامي او ملکي چارواکو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړيږي.

د طالبانو د هلمند والي امان‌الدین منصور زیاته کړې، چې د غونډې د جوړېدو موخه د جنايي پېښو کمښت، د امنیتي چارو تنظیم، د هبت‌الله د فرمانونو تطبیق او اطاعت کول دي.

نوموړي له ټولو مسوولینو غوښتي: «یو موټی شۍ، وحدت، اطاعت او همغږي ته کار وکړۍ او د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه ونه‌بېرېږۍ.»

په دې غونډه کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د ښاري‌ محکمې مشر «د شرعي احکامو» پر تطبیق ټينګار کړی او زیاته یې کړه: «د شرایطو او اصولو د موجودیت په صورت کې شرعي احکام سل په سلو کې تطبیقېږي او هر مسوول، فرد او ولس ته بشپړ ډاډ ورکوو.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د هېواد د زونونو او ولایتونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي.

لا تر اوسه په روښانه توګه نه‌ده مشخصه شوې، چې دا یوازې د همغږۍ غونډې دي او که هبت‌الله اخوندزاده غواړي د هېواد پر ټولو برخو خپل نفوذ پراخ او طالب مسوولین اطاعت کولو ته اړ کړي.

طالبان: په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ ستانه شویو کډوالو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۰

طالبان وایي، ستانه شويو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده او تر اوسه په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ کډوالو کورنیو ته د کورونو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوي دي.طالبانو ویلي، په بلخ کې یې پر ۳۰۳، په کندوز کې یې پر ۴۰۰ او لغمان کې یې پر ۴۵ کورنیو ځمکې وېشلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې د منظور شوي پلان لرونکو ښارګوټو د نمرو د وېش بهیر اړمنو کډوالو کورنیو ته پيل شوی دی.

د دغه وزارت وزیر نجیب الله حقاني زیاته کړې، چې د هغو کډوالو کورنیو شمېر چې له ۵ څخه تر ۱۵ تنو وي له ۵ څخه تر ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، دغه ځمکې هغو کډوالو ته ورکول کیږي، چې د اسنادو پخلی یې اړوند ولایتي ادارو کړی وي.

د طالبانو د معلوماتو له‌مخې، چې د کډوالو لپاره جوړو شویو ښارګوټو کې د سړکونو، کوڅو، جوماتونو جوړول، د څښاک اوبو برابرول او نور د اړتیا وړ اسانتیاوې شامل دي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې پر اړمنو کډوالو د ځمکو د وېشنې بهیر همداراز دوام لری.

د یادونې وړ ده، چې په ډېرو سیمو کې ستانه شوي کډوال شکایت لري، چې د سرپناه په ګډون د ژوند لومړني اسانتیاوې ورته نه‌دي‌ برابرې شوي.

ستانه شوي افغانان د خوراک، پوښاک، کار، روغتیا، زده‌کړو او نورو برخو کې د امکاناتو د زیاتېدو غوښتنې لري.