• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ ستانه شویو کډوالو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۰

طالبان وایي، ستانه شويو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده او تر اوسه په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ کډوالو کورنیو ته د کورونو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوي دي.طالبانو ویلي، په بلخ کې یې پر ۳۰۳، په کندوز کې یې پر ۴۰۰ او لغمان کې یې پر ۴۵ کورنیو ځمکې وېشلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې د منظور شوي پلان لرونکو ښارګوټو د نمرو د وېش بهیر اړمنو کډوالو کورنیو ته پيل شوی دی.

د دغه وزارت وزیر نجیب الله حقاني زیاته کړې، چې د هغو کډوالو کورنیو شمېر چې له ۵ څخه تر ۱۵ تنو وي له ۵ څخه تر ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، دغه ځمکې هغو کډوالو ته ورکول کیږي، چې د اسنادو پخلی یې اړوند ولایتي ادارو کړی وي.

د طالبانو د معلوماتو له‌مخې، چې د کډوالو لپاره جوړو شویو ښارګوټو کې د سړکونو، کوڅو، جوماتونو جوړول، د څښاک اوبو برابرول او نور د اړتیا وړ اسانتیاوې شامل دي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې پر اړمنو کډوالو د ځمکو د وېشنې بهیر همداراز دوام لری.

د یادونې وړ ده، چې په ډېرو سیمو کې ستانه شوي کډوال شکایت لري، چې د سرپناه په ګډون د ژوند لومړني اسانتیاوې ورته نه‌دي‌ برابرې شوي.

ستانه شوي افغانان د خوراک، پوښاک، کار، روغتیا، زده‌کړو او نورو برخو کې د امکاناتو د زیاتېدو غوښتنې لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

المرصاد: پر خلیل‌الرحمان حقاني د ځانمرګي برید امر له بلوچستان څخه ورکړل شوی و

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

طالبانو ته نږدې رسنۍ «المرصاد» خبر ورکړی، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر مخکیني وزیر خلیل‌الرحمان حقاني ځانمرګي بریدګر ته له بلوچستان څخه سپارښتنه شوې وه. دغې رسنۍ د هغه کس ویډیو هم خپره کړې، چې د دې برید له طرحه کوونکو څخه و.

المرصاد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدنکو پر مخکیني وزیر خلیل‌الرحمان حقاني د ځانمرګي برید د طرحه کوونکي له نیولو خبر ورکړی دی.

نیول شوي کس په افغانستان کې د داعش ډلې لپاره چاودېدونکي توکي او ځانمرګي بریدګر تیارول.هغه خپل نوم میرحمزه او مستعار نوم اواب یادوي.

هغه زیاتوي، چې پنځه کاله وړاندې له داعش ډلې سره يو ځای شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته یې د کابل په اتمه ناحیه کې ژوند کاوه.

هغه زیاته کړې: «پنځه کاله مخکې له داعش سره یو ځای شوم.»

نوموړي زیاته کړې، چې پر خلیل‌الرحمان حقاني ځانمرګی بریدګر یې اماده کړی او له بلوچستان څخه د برید امر ورکړل شوی و.

هغه ویلي:«د بلوچستان له‌خوا د عثمان په نوم امر وکړ، چې د معلول په بڼه ځانمرګی بریدګر تیار کړي او بیا مو څو ځله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږه څو ښه بلد شي.»

حمزه اعتراف کړی، چې په کابل او ولایتونو کې یې د داعش لپاره بریدونه طرحه کول او چاودېدونکي توکي یې برابرول.

د داعش دغه نیول شوی کس زیاتوي، د چاودېدونکو توکو پر تیارولو بوخت و، چې د طالبانو د استخباراتو په عملیاتو کې ونیول شو.

خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال‌الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تره و، چې د دې ډلې یو له مهمو کسانو و. د حقاني شبکې دا سپین ږیری غړی ډېری وخت په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ پر چارو بوخت و.

خلیل‌الرحمان حقاني د تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه د داعش د یوه ځانمرګي بریدګر له‌خوا د کډوالو چارو وزارت په دننه کې ووژل شو.

طالبان: ترکیې ۱۲۷۱ ټُنه بشرپاله مرستې د هرات افغاني سرې میاشتې ته وسپارلې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د هرات د والي مطبوعاتي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) وویل، چې ترکیې ۱۲۷۱ ټُنه بشرپاله مرستې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د هرات ولایت د روزنک د اورګاډي په تم‌ځای کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارلې. ترکیې هم د دغه ډول مرستو د دوام ژمنه وکړه.

په دې مراسمو کې د هرات لپاره د طالبانو والي اسلام‌جار، د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور او د ترکیې یو شمېر ډېپلوماټانو او استازو کډون درلود.

په دې مراسمو کې اسلام جار وویل، چې دا بشرپاله مرستې د بشري کړاوونو په راکمولو کې مهمې دي او همداراز یې زیاته کړه، چې د هرات او لوېدیځو ولایتونو خلک د ترکیې د دوامدارو همکاریو ستاینه کوي.

اسلام‌جار همداراز وویل، چې سیمه‌ییزه اداره د مرستو د عادلانه وېش په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده او هڅه به وکړي چې مرستې په سمه او اغیزناکه توګه هغو کسانو ته ورسوي چې ورته اړتیا لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل تزجان قاضي‌اوغلو څرګنده کړه، چې مرسته شویو محمولو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي او له دې مرستو څخه یې موخه د طبیعي پېښو له امله د اغیزمنو کورنیو لاسنیوی دی. هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور ژمنه وکړه، چې دغه مرستې به د هېواد مستحقو او زیانمنو کورنیو ته ورسول شي.

محمد صادق وایي له چیني استازي سره د افغانستان د امنیت په اړه غږېدلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره یې په اسلام‌اباد کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې له شیاویونګ سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه بحث کړی چې ګواکې په افغانستان کې فعالیت کوي او د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري. د ده په وینا، د دغو ډلو موجودیت او فعالیتونه د پاکستان، چین او ټولې سیمې لپاره ګډې امنیتي اندېښنې رامنځته کړي دي.

د صادق په وینا، د سفیر یوی شیاویونګ وروستی سفر د پاکستان او چین د منظمو سلا مشورو برخه ده، چې موخه یې د ترهګرۍ ضد همکاریو پیاوړي کول او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو ګامونو پورته کول دي.

صادق ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد او بېجېنګ دواړه د ترهګرۍ پر ضد ګډ دریځ لري او د سیمې امنیت د ګډو هڅو له لارې خوندي کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یوځل بیا ادعا وکړه، چې افغانستان د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی او د افغانستان له خاورې فعالیت کوونکي ترهګر د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.

نوموړي ادعا کړې، چې داعش، القاعده، ټي‌ټي پي، پي‌ټي‌ای‌اېن او بلوڅ وسله‌والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه او لسګونه ترهګریز کمپونه لري او یادې ډلې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

د پاکستان استازي وویل، که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو مخه ونه‌نیسي، نو هېواد به یې د خپلو اتباعو او حاکمیت د ساتنې لپاره ټول اړین دفاعي ګامونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وار وار ویلي، په پاکستان کې امنیتي ستونزې دوی پورې هېڅ تړاو نه‌لري او ډاډ یې ورکړی، هېڅ ډلې ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د طالبانو روغتیا وزارت: خوراځواکي د روغتیايي سکټور لپاره جدي ستونزه ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د روغتیا وزیر نورجلال جلالي د نړۍوالو مرستندویه ادارو له استازو سره په ناسته کې خوارځواکي د روغتيايي سکټور په برخه کې جدي ستونزه بللې ده. نوموړي پر ښو خدماتو، مخلصانه همکاریو، د مرستو پر سالم مدیریت او د خوراکي توکو د کیفیت پر ښه‌والي هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور جلال جلالي د یونېسف ادارې، ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک او نورو مرستندویه ادارو له استازو سره په ناسته کې د میندو او خوارځواکو ماشومانو لپاره د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي.

نور جلال جلالي زیاته کړې: «په کور دننه د مُغذي موادو تولید نه‌یوازې د کیفیت خوندیتوب تضمینوي، بلکې اقتصادي ګټې لري او همداراز کاري فرصتونه رامنځته کوي چې له بهر راوړلو باندې یې په زیاته اندازه لګښت کیږي.»

طالبانو پر نړۍوالو غږ کړی، چې د عامه تغذیې خدمات له سیاست څخه لرې وساتي. د دوی په خبره، چې دا انساني اړتیاوې دي.

طالبانو له متحده عربي اماراتو نه د ۳۱۸ روغتونونو لپاره د روغتیايي تجهیزاتو مرسته غوښتې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په کابل کې د عربي متحده اماراتو له سفیر سیف محمد الکتبي سره په لېدنه کې د مور او ماشوم د لسو روغتیايي مرکزونو جوړولو، هرات ولایت ته د طبي وسایلو ورکولو او په ځینو ولایتونو کې د نویو روغتونونو جوړولو او تجهیزاتو په برخه کې مرسته غوښتې ده.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي، چې نورالله جلال د عربي متحده اماراتو له سفیر سره د لېدنې پرمهال د ۳۱۸ روغتونونو لپاره د عصري روغتیايي تجهیزاتو چمتو کولو، د پولیو په له منځه وړلو، د غیر ساري ناروغیو په تشخیص او درملنه، شیخ زاید روغتون کې د راډیولوژي اړوند تجهیزاتو چمتو کولو او ځینو نورو اړینو تخصصي برخو کې د ظرفیت لوړونې او اړینو همکاریو غوښتنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې د عربي متحده اماراتو سفیر له افغانستان سره د روغتیا په سکټور کې د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.