• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران وايي د افغانستان د وضعیت په تړاو راتلونکې اونۍ سیمه‌ییزه غونډه رابولي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۰

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدې ورځو کې به تهران د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه د یوې مهمې ناستې کوربه وي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا ناسته د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د کمولو په موخه پلان شوې ده.

اسماعیل بقایي د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړه، چې ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او افغانستان سره دوامداره اړیکې او سلا مشورې لري، څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره ګډ کار وشي.

د هغه په وینا، دایران لپاره د سیمې امنیت ځانګړی ارزښت لري او همدې موخې ته په کتو، تهران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې د هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم او تفاهم زیات شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې، دغه سیمه‌ییزه ناسته د هغو سلا مشورو پایله ده، چې په بېلابېلو کچو د سیمې له هېوادونو او مهمو لورو سره شوې دي.

اسماعیل بقايي څرګنده کړې: «دا ابتکار به د سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا او د روانو ترینګلتیاوو د هوارېدو په برخه کې اغېزناک تمام شي.»

بقایي وایي، د افغانستان لپاره دا ناسته به د راتلونکې اونۍ په اوږدو کې په تهران کې د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب ترسره شي.

دغه غونډه به په داسې حال کې جوړه شي، چې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوي دي.

له دې سربېره پرون په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي وویل، تهران «په مستقیم او بېړني توګه» د افغانستان له تحولاتو اغېزمنېږي او څرګنده یې کړه، «د یوه ملي ټولګډوني حکومت له جوړېدو پرته به په افغانستان کې نښتې لاپسې تشدید شي.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې د طالبانو همغږۍ غونډه کې له هبت‌‌الله پر اطاعت کولو ټينګار وشو

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي‌ دفتر وایي، چې د هبت‌الله په امر یې د خپلو ملکي او نظامي چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړه. د طالبانو د هلمند والي امان‌الدین منصور په دې غونډه کې له نشه یي‌ توکو سره پر مبارزې، له هبت‌الله پر اطاعت او د هغه د فرمانونو پر تطبیق ټينګار وکړ.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې تر دې وروسته به د هبت‌الله اخوندزاده د امر پر بنسټ به په هرو دوو میاشتو کې یو ځل د سیمه ییزو نظامي او ملکي چارواکو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړيږي.

د طالبانو د هلمند والي امان‌الدین منصور زیاته کړې، چې د غونډې د جوړېدو موخه د جنايي پېښو کمښت، د امنیتي چارو تنظیم، د هبت‌الله د فرمانونو تطبیق او اطاعت کول دي.

نوموړي له ټولو مسوولینو غوښتي: «یو موټی شۍ، وحدت، اطاعت او همغږي ته کار وکړۍ او د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه ونه‌بېرېږۍ.»

په دې غونډه کې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د ښاري‌ محکمې مشر «د شرعي احکامو» پر تطبیق ټينګار کړی او زیاته یې کړه: «د شرایطو او اصولو د موجودیت په صورت کې شرعي احکام سل په سلو کې تطبیقېږي او هر مسوول، فرد او ولس ته بشپړ ډاډ ورکوو.»

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو اونیو کې د هېواد د زونونو او ولایتونو په کچه د ښې حکومتولۍ او همداراز د همغږۍ په نوم غونډې ډېرې شوي او په ځینو دغه ډول غونډو کې له کابل څخه هم ځينې طالب چارواکي ګډون کوي.

لا تر اوسه په روښانه توګه نه‌ده مشخصه شوې، چې دا یوازې د همغږۍ غونډې دي او که هبت‌الله اخوندزاده غواړي د هېواد پر ټولو برخو خپل نفوذ پراخ او طالب مسوولین اطاعت کولو ته اړ کړي.

تهران د امریکا له لوري په نیویارک کې پر ایراني ډيپلوماټانو د محدودیتونو لګول وغندل

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۰

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ایران استازولۍ پر وړاندې د امریکا حکومت د محدودیتونو زیاتوالی غندلی او د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه یې غوښتي، چې د ایران د قانوني حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره جدي مداخله وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ایراني ډېپلوماټانو د اوسېدو ځایونو، تګ راتګ، بانکي حسابونو او ان د ورځنیو چارو محدودول هغه فشارونه او ځورونې دي چې د ایران د ډیپلوماټانو د عادي او قانوني دندو بهیر د ګډوډولو په موخه ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه چې د ایران د درېیو ډېپلوماټانو د فعالیت مخه ونیسي، «د کوربه دولت د ژمنو ښکاره نقض» او «قانون‌ماتونه» ده، چې د امریکا وړتیاوې د ملګرو ملتونو د کوربه‌توب لپاره تر پوښتنې لاندې راولي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام «د امریکا سیاسي چارواکو له لوري د ایران د ملت پر وړاندې د دښمنۍ بل څرګند مثال» او «د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو ښکاره سرغړونه» بللې ده.

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د امریکا وروستي اقدامات د ملګرو ملتونو د کوربه‌توب تړون، په ځانګړې توګه د ۸مې مادې ښکاره نقض دی چې د سازمان د کار اغېزمنتیا زیانمنوي او د سرمنشي حیثیت ته تاوان رسوي.

ایران د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي، چې خپلې قانوني دندې ترسره کړي او د امریکا له‌خوا د ایران د حقونو د ضایع کېدو مخه ونیسي.

تهران په دغې اعلامیې کې همداراز خبرداری ورکړی، که د ملګرو ملتونو غړي دولتونه د امریکا د اقداماتو پر وړاندې چوپ پاتې شي، د کوربه دولت له‌خوا د ژمنو نقض کول به عادي حالت غوره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تهران به د خپلو حاکمیتي حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

روسیه وايي له واشنګټن سره د اوکراین په اړه بشپړ تفاهم ته رسېدلې ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ولادیمیر پوتین او د امریکا ځانګړي استازي اسټیو ویټکوف تر لیدنې وروسته له امریکا سره د اوکراین په تړاو ټول «سوء تفاهمونه» لرې شوي دي. سرګې لاوروف زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ ګډ تفاهمونه هم تایید شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د اوکراین د سولې خبرو د پرمختګ په اړه رسنیو ته وویل: «زه شخصا باور لرم چې اوس له امریکایانو سره د اوکراین د قضیې په اړه د نظر اختلاف او سوءتفاهمونه له‌منځه تللي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې مسکو غواړي د یو اوږد مهاله او دوامدار سولې د هوکړې د ملاتړ لپاره د داسې اسنادو یوه مجموعه برابره شي، چې ټولو لورو ته امنیتي تضمینونه ورکړي.

کرملین د ولسمشر پوتین د سټیو ویټکوف او د ټرمپ د زوم جیریډ کوشنر سره د تړونونو د «جوړوونکو» په توګه د لیدنې ستاینه کړې ده.

لاوروف وویل: «موږ خپلو امریکایي شریکانو ته د ګډو امنیتي تضمینونو په اړه اضافي وړاندیزونه سپارلي دي.» هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې کله د امنیتي تضمینونو خبرې کوو، نشو کولی ځان یوازې اوکراین ته محدود کړو.»

دغه روسي چارواکي ټينګار وکړ، چې روسیه په ناټو کې د اوکراین غړیتوب نه‌مني او مسکو غواړي په اوکراین کې د روسي ژبو خبرې کوونکي خلک خوندي وساتي.

د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت ګېلاک د لیندۍ په ۱۶مه ویلي و، چې په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو فرصت «واقعاً نږدې» دی.

د هغه په وینا، د دې هوکړې وروستۍ بڼه د دوو اساسي مسایلو په حل پورې تړلې ده.

د ټرمپ استازي ویلي و، چې په ختیځ اوکراین کې د دونباس سیمه په بشپړ ډول روسیې ته سپارل او همدارنګه د زاپوریژیا د اټومي بټۍ راتلونکې هغه دوه ناسم حل شوي موضوعات دي، چې لا نه‌دي حل شوي.

طالبان: په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ ستانه شویو کډوالو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۰

طالبان وایي، ستانه شويو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده او تر اوسه په بلخ، کندوز او لغمان کې ۷۴۸ کډوالو کورنیو ته د کورونو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوي دي.طالبانو ویلي، په بلخ کې یې پر ۳۰۳، په کندوز کې یې پر ۴۰۰ او لغمان کې یې پر ۴۵ کورنیو ځمکې وېشلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) ویلي، چې د منظور شوي پلان لرونکو ښارګوټو د نمرو د وېش بهیر اړمنو کډوالو کورنیو ته پيل شوی دی.

د دغه وزارت وزیر نجیب الله حقاني زیاته کړې، چې د هغو کډوالو کورنیو شمېر چې له ۵ څخه تر ۱۵ تنو وي له ۵ څخه تر ۱۵ بسوې ځمکه ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، دغه ځمکې هغو کډوالو ته ورکول کیږي، چې د اسنادو پخلی یې اړوند ولایتي ادارو کړی وي.

د طالبانو د معلوماتو له‌مخې، چې د کډوالو لپاره جوړو شویو ښارګوټو کې د سړکونو، کوڅو، جوماتونو جوړول، د څښاک اوبو برابرول او نور د اړتیا وړ اسانتیاوې شامل دي.

طالبانو ډاډ ورکړی، چې پر اړمنو کډوالو د ځمکو د وېشنې بهیر همداراز دوام لری.

د یادونې وړ ده، چې په ډېرو سیمو کې ستانه شوي کډوال شکایت لري، چې د سرپناه په ګډون د ژوند لومړني اسانتیاوې ورته نه‌دي‌ برابرې شوي.

ستانه شوي افغانان د خوراک، پوښاک، کار، روغتیا، زده‌کړو او نورو برخو کې د امکاناتو د زیاتېدو غوښتنې لري.

المرصاد: پر خلیل‌الرحمان حقاني د ځانمرګي برید امر له بلوچستان څخه ورکړل شوی و

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

طالبانو ته نږدې رسنۍ «المرصاد» خبر ورکړی، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو پر مخکیني وزیر خلیل‌الرحمان حقاني ځانمرګي بریدګر ته له بلوچستان څخه سپارښتنه شوې وه. دغې رسنۍ د هغه کس ویډیو هم خپره کړې، چې د دې برید له طرحه کوونکو څخه و.

المرصاد د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدنکو پر مخکیني وزیر خلیل‌الرحمان حقاني د ځانمرګي برید د طرحه کوونکي له نیولو خبر ورکړی دی.

نیول شوي کس په افغانستان کې د داعش ډلې لپاره چاودېدونکي توکي او ځانمرګي بریدګر تیارول.هغه خپل نوم میرحمزه او مستعار نوم اواب یادوي.

هغه زیاتوي، چې پنځه کاله وړاندې له داعش ډلې سره يو ځای شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته یې د کابل په اتمه ناحیه کې ژوند کاوه.

هغه زیاته کړې: «پنځه کاله مخکې له داعش سره یو ځای شوم.»

نوموړي زیاته کړې، چې پر خلیل‌الرحمان حقاني ځانمرګی بریدګر یې اماده کړی او له بلوچستان څخه د برید امر ورکړل شوی و.

هغه ویلي:«د بلوچستان له‌خوا د عثمان په نوم امر وکړ، چې د معلول په بڼه ځانمرګی بریدګر تیار کړي او بیا مو څو ځله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولېږه څو ښه بلد شي.»

حمزه اعتراف کړی، چې په کابل او ولایتونو کې یې د داعش لپاره بریدونه طرحه کول او چاودېدونکي توکي یې برابرول.

د داعش دغه نیول شوی کس زیاتوي، د چاودېدونکو توکو پر تیارولو بوخت و، چې د طالبانو د استخباراتو په عملیاتو کې ونیول شو.

خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال‌الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني تره و، چې د دې ډلې یو له مهمو کسانو و. د حقاني شبکې دا سپین ږیری غړی ډېری وخت په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ پر چارو بوخت و.

خلیل‌الرحمان حقاني د تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه د داعش د یوه ځانمرګي بریدګر له‌خوا د کډوالو چارو وزارت په دننه کې ووژل شو.