• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي له واشنګټن سره د اوکراین په اړه بشپړ تفاهم ته رسېدلې ده

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ولادیمیر پوتین او د امریکا ځانګړي استازي اسټیو ویټکوف تر لیدنې وروسته له امریکا سره د اوکراین په تړاو ټول «سوء تفاهمونه» لرې شوي دي. سرګې لاوروف زیاته کړې، چې په دغو خبرو کې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ ګډ تفاهمونه هم تایید شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) د اوکراین د سولې خبرو د پرمختګ په اړه رسنیو ته وویل: «زه شخصا باور لرم چې اوس له امریکایانو سره د اوکراین د قضیې په اړه د نظر اختلاف او سوءتفاهمونه له‌منځه تللي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې مسکو غواړي د یو اوږد مهاله او دوامدار سولې د هوکړې د ملاتړ لپاره د داسې اسنادو یوه مجموعه برابره شي، چې ټولو لورو ته امنیتي تضمینونه ورکړي.

کرملین د ولسمشر پوتین د سټیو ویټکوف او د ټرمپ د زوم جیریډ کوشنر سره د تړونونو د «جوړوونکو» په توګه د لیدنې ستاینه کړې ده.

لاوروف وویل: «موږ خپلو امریکایي شریکانو ته د ګډو امنیتي تضمینونو په اړه اضافي وړاندیزونه سپارلي دي.» هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو چې کله د امنیتي تضمینونو خبرې کوو، نشو کولی ځان یوازې اوکراین ته محدود کړو.»

دغه روسي چارواکي ټينګار وکړ، چې روسیه په ناټو کې د اوکراین غړیتوب نه‌مني او مسکو غواړي په اوکراین کې د روسي ژبو خبرې کوونکي خلک خوندي وساتي.

د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت ګېلاک د لیندۍ په ۱۶مه ویلي و، چې په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو فرصت «واقعاً نږدې» دی.

د هغه په وینا، د دې هوکړې وروستۍ بڼه د دوو اساسي مسایلو په حل پورې تړلې ده.

د ټرمپ استازي ویلي و، چې په ختیځ اوکراین کې د دونباس سیمه په بشپړ ډول روسیې ته سپارل او همدارنګه د زاپوریژیا د اټومي بټۍ راتلونکې هغه دوه ناسم حل شوي موضوعات دي، چې لا نه‌دي حل شوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د نفتو پر یوه ستر مرکز برید کړی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

اوکرایني ډرون الوتکو د پنجشنبې په ورځ په کسپین سمندر کې د روسیې د نفتو پر یوه مرکز برید کړی. برید په فیلانوفسکي نفتي ساحه کې د لوکولي کمپنۍ پر تاسیساتو شوی، چې په کسپین سمندر کې د روسیې تر ټولو لوی نفتي بلاک برخه ده.

او کرایني چارواکو ویلي، پر دې نفتي سایټ لږ تر لږه څلور ډرون بریدونه شوي او له امله یې شاوخوا ۲۰تولیدي څاګانو د استخراج بهیر درولی دی.

د فیلا نوفسکي ساحه په ۲۰۰۵ کې کشف او په ۲۰۱۶ کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پرانیستل شوه او هره ورځ نږدې ۱۲۰ زره بېرله تېل تولیدوي.

لوکولي کمپنۍ تر اوسه د برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

امریکا په یو کال کې له ۶۰۰ زرو زیات غېرقانوني کډوال له دې هېواد څخه اېستلي دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۳۶۵ ورځو کې له دې هېواد څخه شاوخوا ۶۰۰زره ناقانونه کډوال اېستل شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، نږدې ۱،۹ میلیونه نور کډوال په خپله خوښه له امریکا وتلي دي، چې په ټولییز ډول یې شمېر له ۲،۵ میلیون کسانو څخه اوړي.

د کورني امنیت وزارت دغه وضعیت یو ستر او تاریخي پرمختګ بللی او وایي، چې دا بهیر لا هم په پراخه کچه دوام لري.

یاد وزارت په خپل تازه راپور کې دا یوه ستره او تاریخي لاسته راوړنه بللې او لیکلي یې دي: «دا یوازې پیل دی.»

له هغې راهیسي چې ټرمپ بیا ځلي واک ته رسېدلی، د کډوالو پروړاندې د امریکا دریځ سخت شوی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو د وژنې پېښې د ۲۰۲۴ کال د ۱۲۶ وژل شویو خبریالانو شمېر ته ورسېد

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدو ته ۳ اوونۍ پاتې دي او تر دې مهاله په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د ۲۰۲۴ کال د ریکارډ سره برابر شوی دی. دوی زیاته کړې، په غزه کې د اسراییل بریدونو او ایران او یمن کې د خبریالانو وژنې د وژل شویو خبریالانو شمېر لوړ کړی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې پر خبریالانو د اسراییل بریدونو، په ایران او یمن کې وژنې په ۲۰۲۵ کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېره لوړه کړې او تر دې مهال ۱۲۶ خبریالان او د رسنیو کارمندان وژل شوي دي.

د کمېټې د معلوماتو له مخې، د دې ترڅنګ په سوډان، مکسیکو، اوکراین او فليپين کې هم سږکال خبریالان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نړۍوالې بې‌ثباتی پر زیاتېدو اندېښنه ښودل شوې او کره معلوماتو ته لاسرسی مهم یاد شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مشر جوډي ګینزبرګ ویلي: «په ډېرو پېښو کې د خبریالانو د وژونو مسوول کسان نه مجازات کېږي، د وژنو بل ریکارډ کال ښيي، چې نړۍواله ټولنه د رسنیو پر وړاندې د بریدونو د مخنيوي لپاره د اړتیا وړ کار نه دی کړی.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییل او غزې د جګړې د پیلېدو راهیسي نږدې ۲۵۰ خبریالان وژل شوي دي.

د دغه مرکز د څېړنو له مخې، سږکال اسراییل شاوخوا ۸۶ خبریالان او د رسنیو کارمندان وژلي، چې تېر ۲۰۲۴ کال دغه شمېر ۸۵ تنه وو.

دوی ویلي، چې په سوډان کې د رسنیو ۹ غړي وژل شوي چې په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې له کبله دغه شمېر ۱۵ ته رسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې خبریالان تښتول شوي، جنسي تېری پرې شوی او د چټک ملاتړ ځواکونو له خوا تېښتې ته اړ شوي دي.

د روسیې پوځ په اوکراین کې ۴ خبریالان وژلي، چې په ۲۰۲۴ کال یو خبریال وژل شوی و.

یادې کمېټې ویلي، چې په مکسیکو کې د خبریالانو وژنې د تېر کال په پرتله پنځه ځله زیاتې شوي او په فلیپين کې تېر کال د خبریالانو وژنې صفر؛ خو سږ کال درېیو ته رسېدلي.

د خوندیتوب کمېټې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې اسراییل باید د خپلو کړنو له امله حساب ورکونې ته مجبور کړي.

بربوک: د بشري مرستو کارکوونکي باید بشپړ خوندیتوب او ملاتړ ترلاسه کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشره انالینا بربوک ویلي، چې نړۍ باید د بشري مرستو کارکوونکو او اړوندو سازمانونو لپاره هغه خوندیتوب، مالي امکانات او سیاسي ملاتړ برابر کړي چې دوی ورته اړتیا لري.

بربوک دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر لسمه چې د بشري حقونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، کړې دي.

هغې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په اړه ویلي، چې دا ورځ «موږ ته را په زړه کوي چې زموږ د ډېرو لپاره حقونه په هماغه ورځنیو شېبو کې څرګندېږي چې ډېر وخت پرې سترګې پټوو. هغه شېبې چې ښايي کوچنۍ ښکاره شي، خو ژور او بنسټیز ارزښت لري.»
هغې هیله څرګنده کړې، چې د داسې یوې نړې په هیله ده چې هر انسان هره ورځ پر خپلو حقونو ډاډمن وي.

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو د افغان ښځو د ناسم وضعیت په اړه خبرې کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو له مرستیال سرمنشي ټام فلچر سره لیدلي او د افغان ښځو او نجونو د ناسم وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي. په لیدنه کې دغه ناسم وضعیت د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل ګڼل شوی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشرې انالینا بربوک له دې لیدنې وروسته د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۹مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «له ټام فلچر سره مې ډېرې ښې خبرې اترې وکړې او د هغه له ژمنې څخه مې الهام واخیست، چې غواړي ملګري ملتونه په رښتيني ډول د نړۍ د خلکو لپاره کار وکړي.»

بربوک زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې د افغان ښځو او نجونو پر هغه محدودیتونو هم خبرې کړي، چې دا مهال ورسره مخ دي.

هغې دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف یادې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دې وضعیت د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې جدي خنډ جوړ کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دغې ډلې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۸۰ زیات محدودیتونه او فرمانونه صادر کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو دغه بې‌ساري محدودیتونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د «جنسیتي اپارټایډ» ښکاره بېلګه بللې ده.